تمه وه چې افغان دولت او نړیوالې ټولنې په ګډه په تیرو اتو کلونو کې د نشه یی توکو د کر، قاچاق او ترافیک په برخو کې کوټلی او مثبت اقدامات تر سره کړی وای، خو لکه چې لیدل کېږی د اتو کلونو په تیریدو سره او د نشه یی توکو د کر او قاچاقو په وړاندی مبارزې کې پراخو لګښتونو ته په پام افغانستان لا هم د نړی په کچه د نشه یی توکو په تولید او کرکېله کې لومړی مقام لری.
د کورنیو او بهرنیو چارواکو په وینا د نشه یی توکو د کاروبار له اړخه د پیسو ستره برخه د طالب اورپکو جیبونو ته ځی او د پیسو لږه برخه کروندګر تر لاسه کوی. د حکومتی چارواکو له ډلې له دی جملی د ولسمشر کرزی ورور تل د نشه یی توکو په کاروبار کې په لاس لرلو تورن شوی دی.
د هیواد په مرکزی سیمی کې پروت بامیان لکه د سویلی ولایتونو کندهار او هلمند په څیر د نشه یی توکو په کر او قاچاقو کې مشهور نه دی، خو دغه ولایت له شمال ولایتونو دایکندی، ارزګان او بالاخره هلمند ته د نشه یی توکو د ترانزیت لار بلل بلل کېږي.
دا چې دولت او نړیوالې ټولنې د مرکزی سیمو او بامیانو بیارغاونی ته ډیر پام نه دی کړی نو ځکه یو شمیر بامیانی کروندګر د کوکنارو کر ته هڅیدلی دي.
له تیرو دوو کلونو را په دیخوا په بامیانو کې د نشه یی توکو پر وړاندی مبارزې دغه ولایت د کوکنارو له کر پاک کړی. د دغه ولایت سیمه ییز چارواکې ادعا کوي چې د دغو توکو د ترانزیت ټولې لارې یې هم تړلی دي. نو ځکه د نشه یی توکو په وړاندی د مبارزې وزارت دغه ولایت ته د ډالی په بڼه په بیا رغاونی کې یو لړ پروژې منظورې کړي دي.
د نشه یی توکو په وړاندی د مبارزې وزارت هر هغه ولایت ته چې کوکنار په کې صفر شوی وی له خپلی پراختیایی بودجی څخه د کوکنارو د بدیل کر لپاره د واټ جوړونې او بریښنا د غځولو په برخه کې پیسې ورکوي.
که له یوې خوا په بامیانو کې د کوکنارو کر صفر شوی، خوبل لوری بیا په تریاکو د روږدو کسانو په شمیر کې ډیروالی راغلی دی. د بامیان امنیتی قوماندان د روږدو کسانو شمیر له ۴۰ زرو ډیر بولی.
شل کلن علی رضا چې د بامیانو د مرکز اوسیدونکې دی، وایی: "په لومړیو کې مې د یوه دوست په هڅونی سره تریاک وکارول، په لومړیو کې می داسی نه انګیرله چې د روږدیتوب په لومه کې به ګیرشم، خو تر یوی مودی وروسته روږدی شوم چې اوس تریاک هم نه شی کولای زما د بدن درد کم کړی؛ همدالامل دی چې له څلورو میاشتو راپدیخوا هیروین کاروم.
د اړونده چارواکو د خپرو شویو شمیرو له مخی نه یواځی په بامیانو بلکې په تول افغانستان کې د روږدو کسانو شمیر د ډیروالي په حال کې دی. د عامی روغتیا او نشه یی توکو په وړاندی د مبارزې د وزارتونو له لوری خپری شوی شمیرې ښیی چې په افغانستان کې د روږدو کسانو شمیر کابو یو نیم میلیون کسانو ته رسیږی.
د بامیان د ورس ولسوال سلیمان میرزایی وایی د تیرو کلونو په پرتله په دغې سیمې کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر ډیر شوی چې ځینی یی زده کونکې دي او کوم کسان چې په ورس کې روږدی شوی ډیر بیوزلی او له دایکندی او غزني سره په خوا کې پراته دي.
د ورس ولسوال په بامیانو کې د روږدو کسانو د شمیر د ډیروالی لامل بیوزلی، بیکاری او له ګاونډیو هیوادو د کډوالو بیرته را ستنیدا بولی او وایی چې د دغه ولایت پوهنه هم له دغو کسانو خوندي نه ده پاته شوی.
خو بل لوری بیا د بامیان د پوهنی رړیس محمد رضا ادا، په نشه یی توکو د زده کونکو روږدیدا ردوي. دی وایی: "د کومی خبرتیا له مخی چې مونږ د ورس دپوهنې له مدیریت تر لاسه کړي په یوه ښونځی کې روږدو کسانو نشه کوله کله چې مونږ خبر شو د ورس ولسوالی د پوهنی مدیریت ته مو لارښوونه وکړه چې دغه ښونځی بل ځای ته ولیږدوي او د دغی ولسوالی د پوهنی مدیریت له همدی لارښونی سره سم ښوونځی بل ځای ته ولیږداوه.
دی وایی:تیر کال مو ومونده چې یو شمیر ښوونکې په نشه یی توکو روږدی دي چې هغوی مو تر پیژندنی وروسته له دندو ګوښه کړل.
د بامیانو پوهنتون د ټولنې پیژندنی د څانګې محصل طاهري بخشی وویل:"که دا اوازه رښتیا وی د هیواد پوهنې ته یی جدی خطر را ولاړ کړی او په پایله کې به په نشه یی توکو روږدیدا پراخیږي چې له امله به یې د پوهنی ښوونیز کېفیت راښکته کېږی. له اقتصادی پلوه کورنی زیانمنی کېږی، آن کورنی په نشه یی توکو روږدی کوي د جرایمو، غلاو او اخلاقی فساد ګراف لوړیږی. دغه راز روږدي کسان د نشه یی توکو د پیدا کولو لپاره ښایی له هر ډول لارو چارو ګټه پورته کړي.
دی ته ورته د بامیانو د پوهنتون استاد علی یاور سیرت د ورس د ولسوال خبرې تاییدوی او وایی :که په یوې سیمې کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر ډیر شي په هغې سیمې کې جرمی پیښی هم ډیریږی. او بل لور بی کاره ځوانان دا ډول کارونو ته هڅول کېږی. دی وایی: له هغو کسانو سره باید جدي چلند وشي چې د دایکندی او ارګان له لاری نشه یی توکې څیرمو ولایتونو ته لیږدوی. دولت باید پراختیایی پروژی عملي کړي او بی کاره کسانو ته کاری موقع په لاس ورکړی.
د ورس د پوهنی مدیر سلطان په دغی ولسوالی کې د روږدو کسانو د ډیروالي په باب داسی وایی: وړاندی تر دی د ورس خلکو نشه یی توکې نه پیژندل خو په نشه یی توکو روږدیدا هغه سوغات دی چې له ایران او پاکستان دلته راغلی دی. لومړی د روږدو کسانو شمیر کم و خو د وخت په تیریدو سره ډیر شو.
د بامیان په ورس کې په نشه یی توکو روږدي کسان ډیر په شیوقل نومی سیمی کې را غونډیږي.
په بامیان کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره دوه مرکزونه شته خو د روږدو کسانو پراخ شمیر ته په پام دغه مرکزونه بسنه نه کوی او اړینه ده چې نور مرکزونه هم جوړ شي.
دا په داسی حال کې ده چې د نشه یی توکو پر وړاندی د مبارزې قانون چې ولسي جرګې په پنځو څپرکو او ۶۵مادو کې کې تصویب کړی، او په یوې مادې کې یي راغلي: څوک چې د نشه یی توکو په کر او خرڅلاو لاس پوری کوي ورته باید له لس ورځو تر شل کاله بند سزا ورکړل شي.
د بامیان د ډیرو اوسیدونکو په اند که دولت د ځوانانو د سالم مصروفیت لپاره پلان ونه لری او که د نشه یی توکو په وړاندی د مبارزې اړوندی ادارې له قاچاق وړونکو سره جدي چلند ونه کړی په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمیره به تر دی هم ډیره شي.

