سره له دې چې بند امیر د طبیعي ښکلا او خاصو ځانګړتیاو پر بنسټ، د ۱۳۸۸ کال جوزا میاشت کې چې له ۲۰۰۹ جون میاشتې سره سمون لري، د لومړني ملي پارک په نامه وپیژندل شو؛ مګر بیا هم تر اوسه پورې اړونده پاملرنه ورته نده شوې.
دا بند چې د بامیانو ښار د شمال لویدیځ په ۷۵ کیلو مترۍ او د کابل په ۲۱۵ کیلو مترۍ کې، د بابا او هندوکش غرونو په منځ کې شتون لري، د یو شمیر کوچني بندونو لکه پنیر، پودینه، بربر، ذولفقار، غلامان او هیبت څخه جوړ شوی دی.
د بند امیر د لیدلو لپاره، باید لږ تر لږه درې ساعته په ګړندي موټر کې د بامیانو له مرکز او یکاولنګ ولسوالۍ، د سړک په مزل کولو سره چې هغه هم د جوړولو په حال کې دی، ۱۰۰ کیلومټره مزل وشي.
د بامیانو مرکز- یکاولنګ سړک، په ۶۳ میلیونه ډالره د آسیا پراختیایي بانک او جاپان هیواد له خوا تمویل شوی او د (سم ون) کوریایي شرکت له خوا د جوړولو په حال کې دی چې اوس مهال د نوموړي سړک ۸۰٪ بنسټیز کارونه پای ته رسیدلي دي.
دلته په بند امیر کې سهار وختي ، د هیواد نورو ځایونو په پرتله هوا سړه ده او د تودوخې لوړه درجه ۱۵ ده، په داسې حال کې چې د هیواد په ختیځ جلال اباد کې د تودوخې لوړه درجه ۳۵ ده.
یو زیات شمیر سیلانیان، د نارینه و په شمول، ښځې او ماشومان د خپلو کورنیو سره د بامیانو له مختلفو نقاطو او نورو ځایونو څخه د بند امیر نیل رنګه اوبو لیدلو ته راغلي دي. د افغاني ښاریانو په منځ کې یو شمیر بهرني سیلانیان هم تر سترګو کیږي.
همدا شان په بامیانو کې د بند امیر سیلانیان، د دې بند په اړه مختلف اندونه لري. ۲۸ کلنه جمیله د کابل ښار د تایمني اوسیدونکې د خپلې کورنۍ له ۱۵ غړو سره بند امیر ته راغلې ، وایي بند امیر ته د زیارت کولو په موخې راغلې ده.
بند امیر زیارت دی که طبیعي او تفریحي ساحه؟
د بامیانیانو تر منځ داسې روایت دی چې د دې بند بنسټ حضرت علی (کرم الله وجه) د مسلمانانو څلورم خلیفه ایښی دئ. هغوی وایي چې علی (کرم الله وجه) د بربر پاچا د مسلمانیدلو، د بامیان د ښامار وژل او د بند امیر له تړلو څخه وروسته، دلته یې د شکرانې لمونځ ادا کړ. هغه ځای چې نن سبا بومي خلک، هغه د علی د پښو ځای بولي او د دې ځای، زیارت کولو ته رادرومي.
د جمیلې پلار محمد اکبر، د زیات عمر سړی ښکاری او وایي چې ۷۳ کلن دی. هغه وایي چې له خپلو درې لوڼو او اته لمسیانو سره د سفر پخاطر یې څو ساعته زحمت ګاللی تر څو بند امیر ته رسیدلي دي.
نوموړی د دې ځای په اړه داسې وایي: " د علي (کرم الله وجه) له راتګ څخه وړاندې د دودمان (بربریانو) په وخت کې، د بربر بادشا، په زرګونو تنه کارکوونکي یې له سهار څخه تر ماښامه په جبري توګه د دې بند په تړلو اړ کول تر څو د خلکو له ځاني او مالي زیانمن کیدو څخه چې د دې بند له اوبو څخه پیدا کیدې، مخنیوی وشي؛ مګر نه بریالی کیده ځکه دهغه ورځې په ماښام، اوبه به پورته راتلې او د زرګونو کارکوونکو زحمت یې له خاورو سره خاورې کاوه او بند به ورانیده تر څو چې حضرت علي (کرم الله وجه) له دې ځایه تیریده او خپل د ذولفقار تورې په واسطه یې دا غر دوه ځایه کړ او د دې بند د اوبو مخنیوی یې وکړ."
مګر ښاغلی سجاد محسني، د بامیانو له دیني عالمانو څخه دی، وایي چې دا باور کوم اسلامي بنسټ نلري.
هغه زیاتوي: " زمونږ باور دا دی چې ټول عالم او کائنات او د سیارو حرکت د الله تعالی په اراده او اداره کې دی. بند امیر د الله تعالی د معجزو له خلقتونو څخه دی."
په دې حال کې ډېری هغه کسان چې امیر بند یې له نږدې لیدلی، حیران دي چې څنګه دا بند د زرګونو کلونو په تیریدلو سره د اوبو په مقابل کې مقاومت کړی؟ په داسې حال کې چې د اوبو سطح د استنادي دیوال د څوکې په مایل خوا کې شتون لري.
سربیره پر دې، د بامیان بومي خلک په دې اند دي چې حتی د بند امیر اوبه د مرضونو شفا بښونکی هم دی، هغوی په دې باور حتی د سړې هوا په نه پام کې نیولو سره، ځان او خپل ماشومان د دې بند په یخو اوبو کې مینځي.
یوه میرمن چې له خپل میړه سره د بند امیر کتلو ته راغلې ده، مدعي ده چې د تره ناوې یې تر ۹ کلونو پورې یو ماشوم درلود او دوهم ماشوم یې په کور کې نه زیږیده. هغوی د دې کار د درملنې لپاره هر ډاکټر او تعویض ګر ته ولاړل، مګر کومه ګټه یې ونکړه، تر څو چې تیر کال د بند امیر زیارت ته راغلل او د هغه په اوبو یې غسل وکړ. وروسته له هغه اوس دوهم ماشوم یې و زیږیده.

هغه وایي چې د هغې دوه کلن زوی چې علي احمد نومیږي معیوب پیدا شوی، اوس بند امیر ته راغلې چې وروستی ماشوم یې روغ رمټ پیدا شي.
مګر محمد کاظم یزداني، په بامیانو کې یو تن تاریخ پوه وایي: " بند امیر د زرګونو کلونو را پدې خوا په طبیعي او تدریجي توګه شکل اخیستی، له دې چې په هغه کې ګچ، اهک او نور معدني مواد له اکسیجن سره یو ځای کیږي، ځکه نو کیدای شي اوبه یې ګټه ورې وي."
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې سره له دې چې د بند دیوار له لاندې او میلان خوا تر څوکې له اوبو څخه ډک دی، نه ورانیږي، وایي د رسوبي تیږو مقاومت ډېر زیات دی، او د بند د دیوار د تخریبولو مانع ګرځي، په داسې حال کې اضافه اوبه د بند له کاسې څخه لوړیږي او له بند څخه د باندې وځي.
هغه بل لور ته د ځمکې څخه نستباْ لوړ ځای کې یوه وړوکې کوټه تر سترګو کیږي چې ښځې پکې وځي او ننوځي. دا هغه کوټه ده چې د ځینو په اند، حضرت علي ( کرم الله وجه) پکې قدم ایښی دی. د دې یواځینې کوټې د دروازې خوا ته یو سپین ږیری سړی چې ځان سید محمد، او خپل عمر ۶۳ کاله او د بند امیر د جاروب کشانو د کلي څخه راپیژني وایي هغه د دې په اصطلاح قدمګاه منجور دی.
هغه وایي چې د هغوی په کلي کې ۳۸ کورنۍ ژوند کوي، او په ورځ کې له هرې کورنۍ څخه یو تن د دې ځای منجوري کوي.
هغه همداشان تائیدوي چې ښځې د بند امیر د لیدلو پر مهال، د خپل مراد لپاره دې کوټې ته راځي او نیت او دعا کوي تر څو خپل د زړه مراد ترلاسه کړي.
د دې کوټې په دروازې کې ۴۰ تر ۵۰ کولپونه تړل زړول شوي چې د خلکو پام ځانته اړوي، سید محمد وایي دا کولپونه خلک دلته تړي تر څو خپل حاجت تر لاسه کړي.
یو نور شمیر خلک خپل د حاجتونو د لاسته راوړلو په موخې هڅه کوي دا تړل شوي کولپونه خلاص کړي. هغه زیاتوي هر چا چې یو یا زیات دغه تړل شوي کولپونه خلاص کړل، د زړه مراد یې حاصلیږي.
نوموړی سید همداشان وایي: " نن سهار یو بامیاني ځوان درې کولپونه یې خلاص کړل او بل ځوان وتوانید چې یو کولپ خلاص کړي."
په دې حال کې یو بل ځوان چې له نوم اخیستلو څخه یې ډډه وکړه، د نوموړي سید خبرې له حقیقت څخه لرې بولي او وایي د دې کولپونو فنرونه خراب دي، که نه له کلۍ پرته نه خلاصیږي.
د بند امیر او د هغه د تاریخ په هکله د خلکو له باورونو پرته، ټول هغه کسان چې دې بند ته راغلي دي، د سیلانیتوب د وسایلو له کمښت څخه سرټکوي.
د میرمن جمیلې په وینا، د هغه کورنیو لپاره چې د دې ځای د لیدلو لپاره راځي او څو ورځې حتی څو شپې پکې تیروي، د یوه صحي کلینیک شتون له بنسټیزو اړتیاو څخه شمیرل کیږي.
۳۷
کلن میرزاشاه هم چې غوښتل یې بند امیر وګوري وايي چې له شپږو کلونو راپدې خوا د سعودي عربستان په سفارت کې د موټر چلوونکي په توګه دنده تر سره کوي، هغه زیاتوي چې په ټول عربي هیوادونو کې یې داسې بند او د لیدلو ښکلی ځای ندی لیدلی.
د هغه په وینا په نوموړي هیوادونو کې اصلاْ دا ډول طبیعي ځایونه شتون نلري، که وي هم طبیعي ندي.
هغه غواړي چې د بند امیر شاوخوا دوکانونه او هوټلونه جوړ شي، وړې او غټې کښتۍ له حفاظتي وسایلو سره سمبال راوړل شي تر څو د داخلي او بهرني سیلانیانو لپاره د تفریح لا زیاته ښه زمینه برابره شي.
د بند پر مخ یو شمیر ځوانان او هلکان تر سترګو کیږي چې درې، درې او څلور، څلور تنه په وړو کښتیو کې چې ماشین هم نلري، ناست دي او د بند په اوبو کې یې ګرځوي.
د دې وړو کښتیو شمیر چې په بند امیر کې شتون لري شپږو ته رسیږي چې د مصئونیت له نظره، ډېرې مصئونې نه ښکاري؛ اما له شته کسانو څخه یو تن وایي، پرته له ماشینه وړې کښتۍ چې د تیلو مصرف نلري، سره له دې چې له خطره خالي ندي، مګر اوبه نه خرابوي.
په دې حال کې د بند امیر د اوبو د عمق په اړه معینه اندازه شتون نلري، او هر څوک هر څه وایي. یو تن سپین ږیری چې ویل کیږي پخوا ښه لامبو وهونکی و، وایي: " ډېر کاله وړاندې، بهرني تکړه لامبو وهونکي له اکسیجن او نورو پرمختللي وسایلو سره تصمیم ونیوه چې د دې بند عمق اندازه کړي، مګر هغه شاهد و چې وروسته تر څلویښت دقیقو هڅو څخه بی نتیجې له اوبو ووتل او و یې نشو کړای چې د بند عمق اندازه کړي.

د بند امیر اوبه، نیل رنګه اوبه لري چې د زرګونو کلونو په تیریدلو سره یې بدلون ندی کړی. د هغو خلکو په اند چې هلته ژوند کوي، د ماهي نیولو د اجازي نه ورکول، او د ماشین لرونکو کښتیو ننوتل چې تیل مصرفوي اجازه نه ورکول، او د زیات عمق په خاطر د لامبو وهلو اجازه نه ورکول، د دې باعث شوی چې د دې بند اوبه د پیړیو راپدې خوا پاکې پاتې شي.
سندیګالز چې انګریزه ده، بند امیر ته راغلې او د دې بند له لیدلو حیرانه پاتې ده؛ مګر هغه په بامیانو کې د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو نه شتون او په دې ولایت کې د جهانګردۍ صنعت ته نه پاملرنې پخاطر سرټکوي.
په دې حال کې عبدالرحمن احمدي، د بامیانو د والي ویاند، وایي د تاریخي آثارو ساتنه او د مرسته کوونکو پام اړول د سیالانیانو لپاره د اسانتیاو برابرولو پخاطر، د بامیانو والي د کارونو په لومړیتوبونو کې قرار لري.
د بامیان د والي ویاند، زیاته کړه چې هغوی هند او تایلند هیوادونو ته د فرهنګي میراثونو د ساتلو په موخې یو هیئت لیږلی تر څو د هغوی له تجربو او کارونو څخه په کار اخیستلو، د بامیانو د تاریخي اثارو په ساتلو او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو د پراختیا په موخې، ورڅخه کار واخلي.
هغه همداشان وایي چې دوه میلیونه ډالره یې په روان کال کې د امریکا د پراختیايي مرستو USAID څخه تر لاسه کړي تر څو د سیلانیانو لپاره د اسانتیا برابرولو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.
بامیان د هیواد د مرکزي ولایتونو څخه د یو زیات شمیر سیاحتي ځایونو په لرلو سره لکه بند امیر، د بودا مجسمې (چې په ۱۳۷۷ کې د طالبانو له خوا ورانې شوې) د غلغلې او ضحاک ښارونو کنډوالې، تاریخي ځایونه، له ککړتیا پرته شنې درې، کولای شي یو ځل بیا د افغانستان د جهانګردۍ صنعت را ژوندی کړي، مګر دا کار هغه مهال امکان لري چې د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراثونو سازمان (یونسکو) په دې اړه اوچت او عملی ګامونه واخلي.


۱۳۸۹/تله / ۲۲ - د بند امير نيلي رنګ د ښکلا او طبيعيت يو ډير اوچت سمبول دي، چې د نړۍ د سيلانيانو پاملرنه ځانته را اړوي. په پښتو کې وايي چې د " زرو قدر زرګر سره دي" خو له بده مرغه زمونږ ځينې زرګران ددې قدر په اهميت نه پوهيږي او يا دوي په دي باره کې هيڅ معلومات نه لري. بند امير د ګل او بلبل لپاره يوه ډيره ستره سيمه ده چې په نړۍ کې د دې سيمې څانګړئ طبيعيت په ډاګه بريښي. زه فکر کوم چې بند امير ته پملرنه کول ددې سيمي ساتل او دې سيمې ته نور رنګ ورکول او شاوخوا پياوړتيا به ېې زمونږ د هيواد لپاره يو ه ستره پانګه وي. ددې ښايسته بند سارئ سارئ په ډيرو اوچتو هيوادونو کې نشته، مخکې له دې چي ددغه بند تاريخي او ارکيالوژي اهميت ته ګوته ونيسو او په پاى کي وایم چې بند امير ېعني د ښکلا مرغلره.
په پوره درناوي