ګلروی، ۲۹ کلنه ښځه د بلخ ولایت د اتمې ناحیې (سید آباد) اوسیدونکې ده چې د روضې شریف په پیاده رو کې، د اوړي په دې ګرمې هوا کې د مزار شریف په ښار کې ناسته او زاړه کالي خرڅوي. هغه هره ورځ د یو پنډ زاړه کالیو سره د روضې سیمې ته راځي تر څو د هغه کالیو د خرڅلاو له لارې ماښام خپلو بچیانو او معیوب میړه ته څه نا څه خواړه پیدا کړي.


دا ځوانه ښځه، دولت د فقیرو خلکو د حال په اړه په نه پاملرنه تورنوي او له فقر او بیکاری څخه شکایت لري.


ګلروی وایي: "د میړه له معیوب کیدلو وروسته زما د عمر نهه کاله د سړکونو پر مخ په خوارۍ او زحمت تیر شو، هیڅکله مې د خوښۍ ورځ په برخه نشوه، د ماشومانو او کورنۍ راتلونکی مې ډېره ځوروي."


د ګلروی په وینا، میړه یې د افغانستان په خپل منځي جګړو کې په ۷۰مې  لسیزې کې خپل دواړه پښې له لاسه ورکړي دي.


ګلروی چې ستونی یې ډک شو، په نیولي غږ وایي: " هره ورځ کله چې له کوره بهر راوځم، د ماشومانو او معیوب میړه سترګې دروازې ته زما د راتلو په تمه وي تر څو یوه مړۍ ډوډۍ ورته پیدا کړم او لږ تر لږه په څلورویشت ساعتونو کې یې یو وخت ګیډې مړې شي."


هغه وایي چې د دې کار لپاره هم هره ورځ د روضې د چارواکو او پولیسو له ممانعتونو سره مخامخ کیږي.

ګلروی د ښاري حوزو پولیس او د روضې چارواکي په بډې اخیستلو تورنوي او وایي که څو روپۍ پولیسانو ته د رشوت په توګه ورکړې، بیا هغې ته اجازه ورکوي چې د یوې ورځې لپاره خپل توکې، خرڅ کړي.


هغې وویل: " که پیسې ورکړو مونږ پریږدي، که نه، مونږ په دې ځای کې د کښیناستلو اجازه نلرو. زه له ډېرو څخه اورم چې په افغانستان کې د فقیرانو لپاره ډېرې مرستې کیږي، مګر تر اوسه خو موږ ته هیڅ چا پاملرنه نده کړې."


عبدالروف تاج، د بلخ ولایت د امنیت آمر، له خرڅوونکو سره  د پولیسو  برخورد په اړه وایي: " پولیس د اجرایې قوې په توګه، د ښاروالی او نورو مسئولو ارګانونو په فرمان، د دولت د فرمانونو تطبیق کوونکی دی. پولیس د ولایت د لارښوونو سره سم، څو څو ځله  یې پیرودونکي  د ښار له مختلفو ناحیو څخه راټول کړي او په ځانګړي ځایونو کې یې ځای پر ځای کړي دي؛ مګر د ښاروالۍ د نه پاملرنې او مراقبت د نشتون پخاطر، پیرودونکو دوه ځله د ښار مرکز او نورو ګڼه ګوڼو سیمو ته مخه کړه چې د لارې د بندیدو او خلکو ته د ستونزو باعث کیږي."


ښاغلي تاج د پولیسو له خوا د بډې اخیستل ردوي او وایي: "که پر کوم پولیس د بډې اخیستل ثابت شي، په قطعي توګه به سزا ورکول کیږي. ځکه نو د ښار په هر ګوټ کې د امنیت آمریت عاجلې شمیرې د خلکو په چوپړ شتون لري او زه هوډ لرم چې د بلخ ولایت پولیسو د رشوت اخیستنې مخه ونیسم. "


د روضې شریفې مالي او اداري مرستیال، میر عبدالمجید وایي: " فقر او بیکاري د دې باعث شوې چې یو شمیر ښځې، ماشومان او نارینه د روضې شریفې سړکونو ته راشي او په مختلفو کارونو بوخت شي؛ دا پدیده هر ډول اخلاقي ستونزې او بی نظمۍ، جرم او فساد ته زمینه برابروي."


میرمن کریمه بله ښځه ده چې د خپلې کورنۍ د ستونزو د حلولو په خاطر کار کوي. او وایي: "زه سرپرست نلرم، د کور ټول کارونه زما په غاړه دي او څلور یتیم ماشومان په کور کې لرم چې په کرایه کور کې ژوند کوو. د خپلې کورنۍ خرڅ او لګښت د جارو کولو او د هګیو خرڅولو له لارې تر لاسه کوم، سره له دې چې زما ژوند له ډېرو ستونزو سره تیریږي، مګر تر اوسه هیڅ کوم ارګان پیدا نشو چې له ما سره مرسته وکړي."


میرمن کریمه وایي: " د مناسب کار د نلرلو پخاطر زه د سړکونو په غاړه هګۍ خرڅوم. د پولیسو د چارواکو له خوا،  مونږ پلورونکي نه پریښودل کیږو چې په یوه ځانګړي ځای کې کار وکړو، زمونږ د ناستې ځای، په ورځ کې درې نه تر څلورو ځلو د پولیسو او ښاروالۍ له خوا بدلیږي، زه له دولتي او بهرني مرسته کوونکو نهادونو څخه هیله کوم چې زمونږ حالت ته پام واړوي او ستونزه مو راحل کړي."


فوزیه حمیدی، د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییسه، بیکاره خلکو ته د کار پیدا کولو په اړه د دې ادارې د کړنو په اړه وایي: " زمونږ ریاست په دې وروستیو کې توانیدلی چې ۲۶۵۰ تنه بیکاره ځوانو ښځو ته په مختلفو حرفو کې زده کړې ورکړي؛ مګر مونږ نشو کولای تر دې زیات د هغوی د ستونزو د حل په اړه کار وکړو؛ ځکه دولت د کارموندنې په پرتله،  زیاته بودیجه یې امنیتی او نورو مسئلو ته ځانګړې کړې ده. "


په اسلامي فرهنګ کې د فقر له منځه وړلو لپاره، د زکات په نوم یوه فریضه ده چې د ښاغلي کرزي د دولت د نهادونو په وروستیو نهو کلونو کې، په دې اړه هیڅ پاملرنه نده کړې.


د بلخ د بشري حقونو کمیسیون قاضي سید محمد سامع وایي چې د فقر مخ پر زیاتیدو حالت، په دې ولایت کې د اندیښنې وړ دی.


هغه وایي: " زمونږ د کمیسیون د څیړنو پر بنسټ، د افغانستان د خلکو وضعیت مخ پر ښه کیدو ندی، د افغانستان ۳۶٪ خلک تر ۱ امریکایي ډالره پورې ورځنۍ عاید نلري چې دا پخپله یوه فاجعه ده. همداشان بلې څیړنې ښودلې چې مخکې له ۲۰۰۹ کال څخه د هرې کورنۍ د پور (قرض) کچه۲۵ زره افغانۍ و، اما اوس دا رقم یو سلو پنځه زره افغانۍ ته رسیدلی دی."


د مزار شریف د مدني ټولنې د نهادونو غړی او د سیاسي چارو کارپوه، عبدالعظیم عظیمی هم وایي: " د فقر او بیکارۍ معضلې ستونزې حل کول په ټولیزه توګه د دولت مسئولیت دی. هغه اقتصادي سیستم چې د سرمایه داری سیستم پر بنسټ په هیواد کې جریان لري، د افغانستان د خلکو په ژوند خورا عمده تاثیر لري، په دې سیستم کې یو
لږ شمیر خلک بډایه کیږي او اکثریت خلک د فقر او بیچارګۍ سره مخامخ کیږي. د دې دولت له خوا چې ټول اړخونه  یې فساد نیولي او د سرمایه دارۍ پر سیستم جوړ شوي، نشي کولای فقر او بیکاري له منځه یوسي."


سره له دي چي په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو حقونو ته رسیدل ډېر شعارونه ویل شوي دي، او تر لسګونو زیات داخلي او بهرني نهادونه شته چې د ښځو د حقونو په اړه فعالیت کوي او همدارنګه د نړیوالې ټولنې ملیاردونه ډالره په دې هیواد کې لګول شوي دي؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ستونزې ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دي.