يوه مياشت د مخه، فرهاد كولاي شو شپه او ورځ له خپلې مور، ورور او خويندو سره تېره او د ښار په كوڅو كې په آزاده توګه وګرځي، د خپل كلي له هلكانو سره ژوند او لوبې وكړي؛ مګر نن د هرات ښار
د ماشومانو د اصلاح او تربيې په مركز كې د هغو ورځو په ياد اوښكې تويوي.
په هرات كې د نشه یی توکو قاچاقچیان اوس ددی توکو د قاچاق لپاره له نویو تګلارو څخه كار اخلي؛ هغوى ماشومان دې خطرناكې لوبې ته را کاږي، چې يو له هغو قربانيانو څخه فرهاد دى.
فرهاد يو پنځلس كلن هلك دى. د هغه پلار له يوې بلې ښځې سره واده كړى او هغوى يې يوازې پريښي دي؛ فرهاد اوس د نشه یی توکو د قاچاقچیانو سزا زغمي او د دوو مياشتو راپدیخوا د هرات ښار د ماشومانو د تربيې او اصلاح په مركز كې شپې سبا كوي.
هغه د اته كسيزې كورنۍ د پنځو خويندو او یو كوچنى ورور چې له كوره بهر كار نشي كولاي، او مور يې هم د صفراء د كيسې په ناروغۍ اخته ده، يوازينۍ ډوډۍ پيدا كوونكى دى.
د كوټې په كنج كې كېناستم او د دې پنځلس كلن هلك د زړه خواله ته مې غوږ ونیو.
فرهاد وايي " يو كس زمونږ له خپلوانو څخه چې زما د مور په ناروغۍ خبر و؛ يوه كڅوړه چې پكې د نشه یی توکې وو راكړه او ويې ويل چې هغه خرڅ كړم تر څو پيسې ترلاسه كړم. ما هم چې په دې هكله هېڅ مالومات نه درلودل، او نه یې په پایله پوهیدم؛ ومنله او د خپلې مور له خبرېدو څخه پټ مې دا كار پيل كړ".
ډېرى خلك په دې باور دي چې لوږه ، غریبي، په كور كې د ډوډۍ پيدا كوونكي نه شتون او په افغانستان كې لا نوری ډيرې ستونزې، ماشومان دې ته اړ باسي چې په قصدي يا غیر قصدي توګه دې ډول كارونو ته لاس واچوي.
د هرات ښاريان د دې كار له پرمختګ او د دې ډلو پر ضد د چارواكو له کمزوري چلند څخه په اندېښمن دي.
د هرات ښار يو تن اوسيدونكى ګل آقا ، په دې هكله وايي چې قاچاق وړونكي د هرات په يو شمير ولسواليو كې ماشومان د نشه یی توکو خوړلو ته اړ باسي او كله چې له سرحد څخه تېر شول، بيا نوموړي مواد بېرته ورڅخه تر لاسه كوي.
هغه ماشومان چې د خپل ځان او ژوند په هكله هېڅ معلومات نلري، په پرديو هيوادونو كې د قاچاق په تور بنديان دي او د بلوغ له سن څخه وروسته، دار ته ځړول كېږي.
فرهاد له دولت څخه غواړي هغه كسان چې دئ يې دې ورځې ته رسولى او پخاطر يې درد او رنځ زغمي، د قانون منګولو ته وسپاري او مجرمین د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
هغه د خپل ځان د نيول كېدلو په اړه راته وویل: پوليس په لومړيو ورځو كې د دې موضوع په هكله خبر شول؛ يوه ورځ مازديګر، كله مې چې مور په روغتون کې جراحې خونې ته د عملیات لپاره وړل کیده، زه يې په كور كې ونيولم.
اوس د فرهاد مور په داسې حال كې چې ناروغه ده، له عمليات وروسته تر دی مهاله روغه شوې نده، د خلكو په كورونو كې كار كوي تر څو وكولاى شي له خپل شپږو ماشومانو سره، خپله غرمه په وچې ډوډۍ او يوې پيالې چاى تیره كړي.
د هرات د بشر د حقونو خپلواك كميسيون رئيس ښاغلى عبدالقادر رحيمي په وینا، قاچاقچیان فكر كوي چې په دې اړه د ماشومانو سزا لږ څه كمه ده، ځكه نو دوى د قاچاق په كار كې له ماشومانو څخه كار اخلي.
رحیمي وايي ډېر ځلی داسې پیښ شوي چې قاچاقچيان لومړى ماشومان په نشه یی توكو اخته او بيا له هغو څخه د دې موادو په لېږد رالېږد كې كار اخلي؛ چې له ډلې څخه یې اوسمهال په زرګونه هراتي ماشومان کومو چې د نشه یی توکو له كار او بار سره تړاو درلود، اوس په نشه روږدي شوي دي.
د هرات ولايت د مخدره موادو پر ضد ادارې سرپرست احمد ضياء حافظي وايي چې په تېره يوه مياشت كې تر شپږو زيات هلكان چې د ۱۰-۱۷ كلونو تر منځ عمر لري، د نشه یی توکو قاچاق په تور، نيول شوي دي.
نوموړى همداشان زياتوي: " د قاچاق په كار كې د ماشومانو څخه د استفادې د مخنيوي تر ټولو آسانه لار د قاچاق وړونكو پر ضد كلكه مبارزه ده، چې مونږ په دې اړه زياتې هڅې كوو."
د هغه په وينا، د فرهاد په څېر ماشومان د مخدره موادو د قاچاقچیانو د ناروا كړنو قربانيان دي.
دا هلك چې له خپلو كړنو څخه ډېر پښيمان دى، مګر دا پښيماني اوس هېڅ ګټه نكوي. هغه تر دوو مياشتو راهيسې د ماشومانو د تربيې او اصلاح په مركز كې ژوند كوي او بايد څو مياشتې په دى اميد تېرې كړي چې آزاد شي.
د نوموړي په څیر له ۱۴۰ زيات ماشومان او ځوانان په دې مركز كې شپې سبا كوي چې ډېرى يې د نشه یی توکو د استفادې او قاچاق پخاطر، نيول شوي دي.
كارپوهان وايي چې د قاچاقچیانو لپاره خپلو موخو ته د رسیدو لپاره تر ټولو ساده لار، د ماشومانو څخه استفاده ده.
د ټولنيزو او سياسي چارو كارپوه ښاغلي عبدالرحمن صلاحي، په دې اند دى چې فقر د ډېرى كورنيو لپاره د ضعف ټكى دى او قاچاق وړونكي له دې ټكي څخه ګټه پورته او ماشومان او ځوانان دې كار ته هڅوي.
صلاحي وړاندی کاږي قانون د اتلس كلونو څخه ټيټ عمر لرونكو ته لږه سزا په نظر كې نيولې او قاچاقچیان له دې امتياز څخه ناوړه استفاده كوي او د خپلو مافيايي ډلو او هويت پټ ساتلو لپاره، له ماشومانو څخه استفاده كوي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له څلويښت سلنې زيات وګړي تر اتلس كلونو کم عمر لري، او كه چېرې د دې سترې برخې د ستونزو په حواري كې جدي ګامونه پورته نه شي، د دې هيواد پايلې به ښې نه وي.
هغه وايي بايد د فقر، بېكاري او نا امنيو ستونزې تر ډېره بريده راكمې، او د تنکیو ځواناتو لپاره، د ښوونې او روزنې زمینه برابره شي.
دا ماشومان چې ډېرى يې د ۷ نه تر ۱۵ كلونو عمرونه لري، كله نا كله د قاچاق د ناوړه پایلو له امله خپل ژوند له لاسه وركوي. يو شمېر يې د ګټې اخیستنې پر مهال مري او يو نور شمېر يې، د قاچاق پرمهال د هیواد په داخل او يا هم په ګاونډيو هيوادونو كې ددی توکو د لېږد رالېږد له امله تر نیول کیدو، وروسته اعداميږي.
اوسمهال سلګونه افغان ماشومان د نشه یي توکو په تور د ګاونډيو هيوادونو په تېره بیا د ايران په زندانونو كې د خپل ژوند شپې سبا كوي، او هره ورځ ځان د دار ميلې ته نږدې ویني.
سره له دې چې فرهاد كم عمر لري، مګر د دې لپاره چې د خپلې كورنۍ يوازې ډوډۍ راوړونكي و، د كورنۍ غم، د مور ناروغتیا، د پلار بېلتون، د خويندو او وروڼو راتلونكي یې هغه څه دي چې نوموړي د تل لپاره سخت ځوروي.
ده په ژړغوني غږ غوښتل څه ووايي: " يوازې زه نه يم، څه نا څه نيمايي ماشومان او زلميان د ژوندانه د ستونزو پخاطر د نشه یي توکو قاچاق او خپرولو ته اړ كيږي؛ بيا نو ولې دولت د دې ستونزې د حل لپاره كار نكوي؟"

