د کمال الدین بهزاد نیمه وران قبر چې تر تیر کال پورې د حکاکي شوي تیګې په واسطه د پیژندلو وړ وه، اوسمهال د هغه تیګې په نه لرلو، نه پیژندل کیږي.


د لوړې تپې په سیمه کې د "منارو سړک " په پای کې، د " شاه رخ میرزا میرمن، ګوهر شاد بیګم" چې د هرات د تیموریانو څخه ده، د کمال الدین بهزاد قبر شتون لري. 


د هرات ښار ډیره ګرمه تودوخه لري د روان کال د چنګاښ د میاشتې ۲۰مه د جمعې ورځ سهار وختي ؛ د سید عبدالله مختار نومي غره له زینو څخه چې دوه کاله وړاندې جوړ شوی، پورته روان یو. د دې غره پر څوکه، د سید عبدالله مختار هروی زوی چې په یوه روایت کې د مړینې کال ی ۲۷۷ هجری لمریز درج شوی دی، شتون لري.


د سید عبدالله مختار د قبر تر څنګ، نور قبرونه هم تر سترګو کیږي چې ویل کیږي یو له هغو څخه د میناتورۍ د هنر استاد کمال الدین بهزاد پورې تړاو لري کوم چې په ۸۵۴ هجري سپوږمیز چې ۱۴۵۰ میلادي کال سره سمون خوري زیږیدلی او په ۹۴۲ هجري سپوږمیز کال- وفات شوی دی؛ مګر له کومه پوه شو چې دا قبر د استاد بهزاد دی؟  ځکه هیڅ کومه نښه چې د هغه قبر په ګوته کړي، په زیارت کې یې شتون نلري.


د دې دلیل چې د استاد بهزاد قبر تیږه نلري، څه دی؟ آیا د هغه قبر له اول څخه لوحه نلرله؟ یا دا چې د بهزاد د قبر تیږه غلا شوې ده؟


د هرات د تاریخي اثارو کارپوه الحاج غلام حیدر کبیري چې اوسمهال ۶۵ کاله عمر لري او په هرات کې ژوند کوي، وایی هغه پخپله یو کال وړاندې د کمال الدین بهزاد پر قبر تیږه، لیدلې وه.


د هغه په وینا، د کمال الدین بهزاد د قبر لوحه، له تور مرمر څخه چې ۳۰ سانتي یې عرض او ۱۸۰ سانتي متر یې طول و، او د لیکلو سبک یې د مشهورو تیږو په څیر (په اوه قلمونو) دی ( هغه تاریخی اثر چې ویل کیږي منحصر په فرد و او اوسمهال د هرات پیر خواجه عبدالله انصاری پر مزار کې) څه نا څه د دې ښار د ختیځ په پنځه کیلو متري کې، ساتل کیږي.


ښاغلی کبیري زیاتوي څه موده وړاندې، نه یوازې د بهزاد پر قبر باندې د لوحې تیږه موجوده وه، بلکه د رستم علي نقاش ( د کمال الدین بهزاد خورې، د مړینې نیټه ۹۴۲ هجري سپوږمیز) د مزار تیږه هم لیدلې ده. په داسې حال کې چې اوس مهال د رستم علي د قبر د تیږې هیڅ خبر نشته.


ښاغلی کبیري وایي د رستم علي قبر د بهزاد په ختیځه کې، د یوه کیلو متره واټن په حدود کې شتون لري او د وروستي ځل لپاره په ۱۳۸۸ کال کې، نوموړي پخپله د رستم علي پر قبر د تیږې لوحې لیدلې وه.


هغه د رستم علی د قبر تیږي د ځانګړتیاوو په هکله وایی: " د رستم علي قبر، له سپین مرمر څخه جوړ شوی او پر هغه باندې آیت الکرسي هم حک شوی چې اندازه یې، څه نا څه دوه مترو ته رسیده. "


په داسې حال کې چې فضل احمد رستګار، خطاط، مناتوریست او د معاصر میناتوریست استاد مشعل له همکارانو او شاګردانو څخه چې څو کاله وړاندې وفات شوی، د ښاغلي کبیري خبرو په تائید سره وایي: کمال الدین بهزاد د هرات په ښار کې زیږیدلی دی؛ او د شاه اسمعیل صفوي په وخت کې د ایران تبریز ته یوړل شو؛ مګر کله چې د رستم علي د مریضې پوښتنې لپاره هرات ته راغی، بیا ایران ته ولاړ نه شو. بهزاد وروسته د هرات له تمیدو څخه، په دې ښار کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په هرات کې د سید عبدالله مختار د قبر تر څنګ، خارو ته وسپارل شو.


مګر د هرات تاریخي آثارو د نړیوالې پروژې آمر، ایام الدین اجمل وایي چې د بهزاد د قبر تیږې د هغه پوستې سرتیرې چې په څو کیلو متري کې یې موقعیت درلود، د مسئولینو له اطلاع څخه پرته د خارو لاندې کړې وې چې وروسته بیا، د یوه پلاوې په حضور د هرات ارګ یا اوسني موزیم ته انتقال شوې تر څو د تاریخي آثارو له غلو څخه، خوندي پاتې شي. 


اجمل دا هم وایي چې د رستم علي د قبر تیږه چې هغه هم د پخواني تاریخي اثارو له ډلې څخه ګڼل کیږي، هم هغه مهال غلا شوی چې په اړه یې تر اوسه کوم خبر نشته.


ښاغلي اجمل وویل: " مونږ پوهیږو چې د بهزاد د قبر تیږه د هغه د قبر پر سر خورا اهمیت لري، مګر مجبور و تر څو د ساتنې لپاره یې دا کار تر سره کړو. "


مګر ولې، د بهزاد د قبر لیدونکو لپاره، بله تیږه چې د هغه د قبر ښکارندوی وي، د قبر پر سر یې نده ايښودل شوی؟


ښاغلی اجمل وایي چې هغه د دې ډول ډبرې وړانديز په څو څو ځله د دې ولایت والي او نورو چارواکو څخه کړئ؛ مګر تر اوسه ظاهراً دا غوښتنه د هرات ولایت دولتي بودیجه کې د پیسو د تخصیص د نشتون له کبله، نده عملي شوې.


هرات د افغانستان له تاریخي او فرهنګي ښارونو څخه، د یو زیات شمیر تاریخي آثارو په لرلو کله نا کله د تاریخي آثارو غلو تر یرغل لاندې راځي؛ مګر تر اوسه هغه ډول چې تر سترګو کیږي، د هرات ولایت د تاریخي آثارو ساتونکي نهادونه او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د دې ښار د تاریخي آثارو د غلا د مخنیوی لپاره کومه سمه کړنلاره په لاس کې نلري.


ښاغلی اجمل د هرات تاریخي آثارو  د دوامداره غلا په اړه وایي چې په تیرو دوو کلونو کې څه نا څه د دې آثارو د غلا ۱۲ پیښې، له هغوی سره ثبت شوي دي، چې تر ټولو مهم یې د هرات ملي موزیم غلا چې ۱۳۸۷ کال د میزان په میاشت کې تر سره شوه، ګڼل کیدای شي، چې په نتیجه کې ۲۲ قلمه تاریخي آثار د مختلفو دورو لکه بودایی، غوریانو او تیموریانو له دورو څخه غلا شوي و.


د یادونې وړ ده چې د هرات د موزیم د غلا په پیښه کې یو له دوو تنو تورنو نیول شویو غلو له ډلې څخه، له نیول کیدو درې شپې وروسته، په مرموزه توګه د هرات په زندان کې ووژل شو چې تر اوسه د دې وژنې دلیل او انګیزه نده روښانه شوې. 


د هرات د تاریخي آثارو د ساتنې د پروژې آمرپه وینا، د دې ښار د تاریخي آثارو وروستنی غلا، څو میاشتې وړاندې پیښه شوه چې په پایله کې یې، دوه عدده تیږي له هغه زیارت څخه چې په " ده نو" د هرات په لویدیځه کې له " خواجه نظام الدین او شیخ صدرالدین آرماني" مقبرو څخه لاس وهنه شوې وه، همداشان د خواجه نظام الدین قبر هم په غیر قانوني توګه کندن کاري شوې وه. 


هغه وایي: " د یونسکو په فرهنګي لست کې د هرات پخوانی ښار نه ثبت کول، د هرات د تاریخي آثارو د ساتنې یوه بله اندیښنه ده. "


نوموړی زیاتوي چې سره له دې چې دا اقدام له ۱۳۸۴ کال راپدې خوا پیل شوی؛ مګر تر اوسه پورې په عملي توګه کوم کار ندی تر سره شوې.


د هغه په وینا، هغوی د هرات په پخواني ښار کې د فرهنګي ځایونو په توګه د ۲۰۰ ثبت شویو کورونو له ډلې څخه، د ۵۴ په تعداد یې تر اوسه د آغا خان مؤسسې په مرسته په وړیا توګه بیا رغولي دي، تر څو د هغو تاریخي ارزښت وساتل شي؛ مګر د افغانستان د دولت نه پاملرنه او پلټنه، د دې ښار د نه ثبتولو له عمده دلیلونو څخه شمیرل کیږي.


باید وویل شي چې د هرات پخوانی ښار، له سینما چوک څخه ( د طالبانو په وخت کې وران شو) پیل، تر خواجه کله، فلکه پایان آب، فلکه سین ادی، حدوداً دوه میلیونه دوه سوه پنځوس زره متر مربع مساحت، احتواء کوي.


همدا شان د افغانستان دولت د نه پاملرنې تر څنګ، ښاغلی اجمل د د یونیسکو سازمان په فرهنګي لست کې هرات پخواني ښار نه ثبتولو دلیل ، د پخواني ښار اوسیدونکي د کورونو خاوندان سرغړونه له هغه تفاهم لیک څخه د هرات د تاریخي آثارو د ساتنې له نهادونو سره شوی و،  بولي.


هغه زیاتوي سره له دې چې په تفاهم لیک کې د هرات پخواني ښار د جایدادونو له خاوندانو څخه غوښتل شوي دي تر څو خپل د ځایونو پخپل سري ترمیم یا خپل د کورونو خرڅلا او اخیستل د تاریخي آثارو د ساتنې پروژې له خبرولو څخه وړاندې تر سره نکړي؛ مګر یو شمیر خاوندانو دا تفاهم لیک یې نقض کړی او د پخپل سري بیارغوني حتی د بیاودانولو کارونه ترسره کوي چې پخپله د هرات پخواني ښار د ثبتولو د شاته اچولو باعث شوی، او د یونیسکو سازمان په فرهنګي لست کې درج شوی ندی.


هغه د ساري په ډول د پخواني ښار یو له تاریخي آثارو څخه،  " د قودال جومات" چې د دې ښار  د لیلامي جادې په مقابل کې موقعیت لري، نوم اخلي او وایي چې د دې تاریخي جومات بنا، مولوي جلیل الله مولوی زاده یو تن دینی عالم، په خپل سر ویجاړ او له سره ودان کړی دی.


په همدې حال کې د هغه په وینا،  د  دې ولایت د نورو تاریخي آثارو تر څنګ د هرات لاسي صنایعو ساتنه او ودې ته هم لازمه پاملرنه نده شوې.


هغه وایي اوسمهال په لسګونو دوکانونه د هرات په ښار کې لاسي صنایع او تاریخي آثار پرته له کوم ځانګړي مقرراتو څخه خرڅوي.


غله، د قبرونو تیږې او نور تاریخي آثار، وروسته له غلا کولو ماتوي او په وړو ټوکونو بدلوي. د قبرونو تیږي چې د غلو څخه ترلاسه شوې او د هرات په موزیم کې ساتل کیږي، ډېری یې مات شوي یا په وړو برخو اره شوي دي.


ښاغلی اجمل په دې اړه وایي چې چپاول ګران، ولی غلو د نیولو پر مهال په کراتو اعتراف کړی چې هغوی ته ویل شوی چې تاریخي تیږې، وروسته له غلا څخه ماتې شي، وروسته یې بیا له یوې سیمې بلې ته ولیږدوي.


اما د هرات تاریخي آثارو د غلاو تر شا د چا لاسونه شتون لري؟


یوې باخبره سرچینې د نوم اخیستلو څخه په ډډه کولو، ( afghanistanvotes.com) ته وویل چې پخپله د هرات ښار انتیک خرڅوونکي هم د دې ښار تاریخي آثارو او ډبرو په غلا کې لاس لري.


دا سرچینه وایي چې اوس مهال د هرات ښار د انتیک خرڅوونکو اتحادیې د وکیل زوی او لمسی، د دې ډول آثارو د غلا په تور په زندان کې بنديان دي.


سرچینه زیاتوي چې د یادو کسانو له کورونو څخه هغه تاریخي تیږه چې ترلاسه شوې د هرات په لویدیځ د "غوریانو" په زیارت پورې تړاو لري.


مګر حاجي محمد عمر د هرات ښار د انتیک خرڅوونکو اتحادیې وکیل، دا ادعا  ردوي او وایې د هرات د تاریخي آثارو په غلا کې، د هرات د انتیک خرڅوونکو اتحادیې غړي لاس نه لري؛ مګر د خپل زوی او لمسي د بندي کیدلو په اړه، وایي چې هر څوک خپل مسئولیت لري.


سره له دې چې هرات د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۸۰ تاریخي آثارو او باستاني ساحو په لرلو سره د داخلي او بهرني سیلانیانو د خوښې وړ سیمه ګڼل کیږي، مګر د هرات ولایت د دې آثارو او ساحو ساتنه د دولتي چارواکو نه پاملرنه، له یوه خوا د تاریخي آثارو غلا د مافیایي کړیو د فعالیت له خوا، د دې ولایت له جهانګردۍ صنعت څخه د هغه سرشاره عواید تر ډېره بریده کم کړي دي؛ مګر که چیرې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د یونیسکو نړیوال سازمان او اړونده نهادونه وغواړي، کولای شي د دې ننګونو د حل لپاره ، موثر او عملي ګامونه واخلي.