۱۵کلن محمدحسین چې ځان د بامیانو د مرکز د زرګرانو د سیمې اوسیدونکې معرفي کوي په داسې حال کې چې د هغې په څیره کې د بې وزلۍ اوغربت نښې څرګندیږي وایی هغه چې د حامد کرزي په حکومت کې د بامیانو د خلکوپه برخه رسیدلي دي  دوه کېلومتره پوخ سرک دی .


محمدحسن د بامیانو د سلګونو نورو ځوانانو په څیر د اهنګرۍ، جوالیتوب او ګلکارۍ کارونه ترسره کړي او د خپلو اولادونو لپاره یی (بخورونمیر) ډوډۍ پیداکړې او د کورنۍ ۸ تنه غړي  یی  په همدی ډول ساتلي دي .


هغه وایي د بامیانو نوم د هغه چا لپاره چې له ولایت څخه د باندې ژوند کوي ډیر جالب او په زړه پورې دی، هرڅوک فکرکوي بامیانو په تیرو ۸ کلونو کې ډیره وده کړې اوپه  دې ولایت  کې ډیر کارونه  ترسره  شوي دي. سرکونه یی پاخه دي ،بریښنا لري ، د خلکو د کار موندنې لپاره تولیدي فابریکې او نور جوړ شوي، خو کله چې له نږدې لیدنه وکړي د یوې بیدیا څخه نور ډیر څه نه ښکاري.


دغه څرګندونی په داسی حال کې ترسره کېږي چې بامیان د هیواد په کچه  د ښه امنیت لرونکو ولایتونوڅخه دی. او د بیا روغونې او پرمختیایی کارونو په وړاندې هیڅ ډول موانع او خنډونه ورکې نشته، خو ولې هغه کارونه چې تراوسه پوری شوي دي په هیڅ ډول سره دومره نه دي او ددې ولایت د خلکو په ژوند کې یی کوم مثبت بدلون نه دی رامنځ کړی .


د بامیانو د ولایتي  شورا رییس جواد ضحاک  وایې د حبیبه سرابی د حکومت په پنځه کلنه دوره کې په بامیانو کې کوم د بیا رغونې کار او پرمختګ ندی شوی، څه موده وړاندې زیات شمیر وزیران او یا د وزارتونو مرستیالان بامیانوته راغلي وو. خلکو او د هغوی استاز یو تمه لرله ،چې بامیانو ته د وزیرانو په راتګ او د هغوی د خپلو سترګو لیدلي حالت  په اړه به  د خلکو او د هغوی له استازو سره  د وضعیت د ښه کېدلو او د خپلو کاري پلانونو په اړه  خبرې وکړي، او په دی اړه  به څه ژمنې هم له دوی سره ترسره کړي؛  خوله  بده مرغه د بامیانو والي داسې زمینه برابره کړې وه چې د ولایتي شورا استازو ونشو کولای  په مستقیم ډول له وزیرانو سره وګوري او د خپلو خلکو ستونزې مستقیما له هغوی سره مطرح کړي.


سره  له دې چې د وزیرانو د راتګ پر مهال  د ولایتي شورا غړي د هغوی د هرکلي لپاره د بامیانو هوایی ډګر ته تللي وو. په پای کې د با میانو ولایتي شورا ددې ولایت له والی څخه پوښتنه وکړه چې کولای شی سبا له وزیرانوسره لیدنه وکړې، یا سبا جمعه ده او ملاقات امکان نه لري او یا هم وزیران بند امیر ته لاړ شي؟

د بامیانو والي  په ځوا ب کې وویل  چې وزیران  بامیانو ته د تفریح لپاره نه دي راغلي هغوی زیات کارونه لري او ښایی د جمعې په ورځ هم کار  وکړي، ولایتي شورا دی د شنبې په ورځ خپلې ټولې غوښتنې په یوه بیانه کې جوړی کړی او په عمومی غونډه کې دې وړاندی کړي.


 موږ دغه کار وکړ او په تمه وو چې هغه به موږ له  عمومي غونډې څخه هم خبر کړي  غرمه نږدی وه چې  صرف د غرمې د ډوډۍ لپاره  ددعوت یو کارت د بامیانو ولایتي شورا ته را ورسید، بیا هم د بامیانو د ولایتي شورا غړو ټینګار درلود چې د کابینې غړي له نږدې څخه وګوري او د خلکو ستونزې ورته وړاندې کړي خو د بامیانو د والي د دفتر د  رییس لخوا وویل شول چې د کابینې محترم غړي یوه بجه پرواز لري او ولایتی شورا یواځې دغرمې  ډوډۍ لپاره دعوت شوي وه. ولایتي شورا د وظیفوي  صلاحیت له مخې چې په قانون کې هغوی ته ورکړل شوي دي مکلفیت لري تر څو د خلکو غږ د چارواکو غوږونو ته ورسوي  او د  بامیانو د خلکو او حکومت ترمنځ یو پل وي، مګر هغه وېره او اندیښنه چې د بامیانو والي د خپلې بې کفایتۍ او ناتوانۍ  په اړه لرله هڅه یی کوله چې د بامیانو د خلکو استازي هغه افشا نکړي.  نو له همدې امله یې د خلکو او د ولایتي شورا د غړو او کابینې ترمنځ د ملاقات مخه ونیوله.

د بامیانو د والي دا حرکت ددې لامل شو تر څو د هغوی استازي اعتصاب وکړي او د خپلوغوښتنو لپاره د بامیانو په مرکز او ولسوالیو کې په پرله پسې ډول مظاهرې وکړي. دغه لاریونونه او مظاهری د تیرو ۲۴ ورځو راهیسې دغه وضعیت ادامه لري. که چېرې مرکزي حکومت  د بامیانو د خلکو د روا  غوښتنو ته توجه ونکړي د خلکو او دولت ترمنځ هم واټن زیاتیږی او خلک په حکومت باندې بې باوره  کېږی او امن لرونکې بامیان به هم  نا امنه شي.


جواد ضحاک وایی د بامیانو ولایتي شورا او خلک یوه غوښتنه لري  او هغه هم د حبیبه سرابی ګوښه کول، هغه د بغلان ولایت د یوی بیلګې په توګه یاد کړ او زیاته یی کړه  چې څو تنه والیان یی تبدیل شوه خو د بامیانو والي له دومره بې کفایتۍ او کاری وړتیا د نشتوالي سره سره ولې نه  تبدیلیږي ؟


خو ددې وضعیت په دوام او ددوی غوښتنو ته  د مرکزي حکومت په بې توجهۍ سره  به د بامیانو ولایت هم د نا امنه ولایتونو په لیست کې ورزیات شي . او دغه راز به په راتلونکو پارلماني ټاکنو اغیزه ولري.


 د بامیانو ولایت یو بل اوسیدونکې وایی زما په نظر د اعتراضونو دوام او د بامیانو د ولایتي شورا اعتصاب به د عامو خلکو په  زیان وي. خو له بل لوري دغه اعتراضات یواځې د واقیعتونو د بیانولو لپاره وه  چې ټول له هغې څخه سترګې پټوي که چېرې حکومت او نړیواله ټولنه د بامیانو د خلکو د غوښتنو په اړه له دی څخه هم  زیاته بی توجهی وکړی  ښایي د بامیانو اوسنی ډاډمنه امنیتی فضا په هرج مرج بدله شی .


د بامیانو د خلکو اعتراضات او د ولایتي شورا اعتصاب لومړی ځل ندی چې دومره زیات وغځید، بلکې په تیرو کلونو کې هم ولایتي شورا  دغه ډول کړنې ترسره کړې وې خو څه موده وروسته بې له کومې  پایلې پای ته ورسیدلې.  په اعتراض او د ولایتي شورا  د دروازو په تړلو کې د بامیانو د ولایتي شورا غړي د هیواد په کچه مخکې دي.


د مدني  ټولنې  یو تن فعال  ابراهیم  تولا  پدې  باور دی چې ددوه قوو یوه یې د ناظر په توګه او بله اجرایه قوه  ددی لامل ګرځي چې د بامیانو خلک به روان کال په ترڅ کې د هیڅ ډول  پرمختیایی کارونو شاهد نه وي او یو په بل پسې به ټول چانسونه له لاسه ورکړي .


ابراهیم  زیاتوي زما په نظر ددې وضعیت ادامه او دغه اختلافات کېدای شي په دې ولایت کې په سلو کې ۴۰ د نا امنۍ لپاره هم زمینه برابره کړي او دغه وضعیت به په ټاکنو کې د خلکو په ګډون منفي اغیزه  او  ورسره به په ټاکنو کې درغلیو ته هم زمینه برابره کړي.


د بامیانو دوالي ویاند عبدالرحما ن احمدی وایی: زه پدې باور یم چې د اعتراضونو دوام او د ولایتي شورا تحصن او د خلکو هغه ډله چې د ولایتي شورا له دې ګام سره موافق دي په څو دلایلوسره د بامیانو د خلکو په ګته ندي.


دا چې په بامیانو کې د کارونو او انکشافي چارو وخت ډیر لنډ وه، همدا اوس پدې ولایت کې د پرمخیتایی چارو ښه موسم دی که چېری موږ دا چانس  او د حکومت انرژي له لاسه ورکړو موږ  به  په حقیقت کې ۱۳۸۹کال په ناکامۍ سره تیرکړی وي. بل لوری ته چې د بامیانو ولایت ته کومه اختصاصي  بودیجه په نظرکې نیول شوې ده د هغې یوه برخه  د نه مصرف له امله  کېدای شي بیرته دولتي خزانې ته مسترد شي. او همدارنګه  مطلوبه حکومتداري ، او د قانون د پلي کولو او قانون حاکمیت د حکومتي خدمتونو وړاندې کول ،عدل او انصاف، او کاري فرصتونه ارام  فکرته اړتیالري. ددې وضعیت دوام نه ولایتي  شورا او نه د بامیانو سیمه ییز حکومت کولای شي چې په سمه توګه خپل خدمات خلکو ته ورسوي.

 
چې په پایله کې به یې د بامیانو خلک د خپلو کارونو د اجرا کولو لپاره د ولایتي شورا او حکومتي ادارو د دروازو شاته سرګردانه ورځې تیروي او کارونه به یی نه خلاصیږي، خو تر ټولو مهمه خبره داده  چې موږ په نږدې راتلونکي کې د ولسي جرګې ټآکنې په مخ کې لرو اوس چې ددوه قوو ترمنځ  مقابله ده خلک د خپلو استازو د ټآکلو په اړه متاثره کوي.
 
په همدی حال کې په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو استازی سرور جوادی وایي : (( زما په نظر د دوه قواو ترمنځ  مقابله چې دواړه یی دولتي نهادونه دي او په سیمه ییزو ارګانونو پورې تړلي دي هرڅومره چې دوام پیداکوي د بې اعتمادۍ فضا نوره هم زیاتیږي او دولت به هم دې خبرې ته دومره توجه  ونکړي ))


هغه د خپلو خبرو په دوام سره وویل (( موږ زیاتې بیلګې لرو د میدان وردګو ،غزني او هرات، ولایتي شوراګانو دی ته ورته ستونزی لرلی، ولې دولت هیڅکله د هغوی خبرو ته غوږ نه دی نیولی. د حکومت له لوری غوږ نه نیول او ددې اختلافونو دوام د خلکو بې باوري د حکومت پر وړاندې زیاتوي؛ د خلکو او دولت ترمنځ واټن د سیاسي  نابودۍ په لوري یوګام دی.))


دده په وینا دغه ډول مقابله د بامیانو ولایت د نا امنه کولو لپاره ترهګرو او جګړه مارو ته زمینه برابروي ترڅو د ولسي جرګې له راتلونکو ټاکنو څخه د خلکو زړونه تورکړي.