ژباړه : سپېڅلى 

ټاکل شوې ده چې په نږدی راتلونکې کې  د سولې مشورتي جرګه په کابل کې جوړه شي . په کار خو دا وه چې ياده جرګه د روان کال د غوايي مياشتي پر دولسمه نېټه جوړه شوې واى خو د يو شمير دلايلو په سبب لکه د حامدکرزي سفر وځنډېده.


د پوهني وزير او د مشورتي جرګې د جوړېدو مسؤل فاروق وردک د کرزي د سفر تر څنګ د جرګې پر ځنډېدو باندي باندي د لوېديځ د خواشينۍ په اړه خبرې کړې وی.


د ښاغلي وردګ په خبره چې د لويديځ دغه

اندېښنه به د کرزي په سفرسره له منځه ولاړې.
اوسمهال چې کرزى د امريکا او لندن له سفر څخه کابل ته راګرځېدلى دى، ټاکل شوې چې د سولې مشورتي جرګه د١٦٠٠تنو دولتي او بيلابيلو قومي مشرانوڅخه د روان عيسوي کال د جون پررر۲ مه نېټه جوړه شي .
خو ددې جرګې د څرنګوالي، موخو او پايلو په اړه يو شمير پوښتنې راولاړي شوي دي.


لومړى د جرګې د جوړېدوځاى: د افغانستان اساسي قانون د یوې قانونمندی مرجع په توګه ملي جرګه په دوو څانګو ويشلې ده:

  ۱:( ولسي جرګه ، دمشرانوجرګه )
۲: (د ولايتونو او ولسواليو شوراګاني، ستره محمكه دهغې رئيس اوغړي.


له دې امله د سولې او مشورتي جرګې چې د هيوادنيو موضوعګانو اړوند تصميمونه نيسي، او تصميونه يې هم اجرايي بڼه لري، د قانون پوهانو له نظره د افغانستان په هيڅ يو نافذه قانون کې قانوني مشروعيت نه لري.


د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد فيض الله جلال په دې اړه وايي: موږ د افغانستان په قوانينو کې د ملي مشورتي  جرګې لپاره حقوقي ځاى نه لرو، له همدې سببه هره پریکړه چې په دې جرګه کې کېږي يوازي  د توصيې بڼه لري، نه اجرايوي او د چارو بشپړونكې.


د ښاغلى جلال په باور چې هره موضوع د رای اچونې لپاره په هيواد کې ايښول کېږي، بايد  مشروعيت او قانوني والې ته يي ډېره پاملرنه وشي تر څو پرېكړې او تصميمونه يې اجرايوي بڼه خپله كړي. پرهمدې بنسټ اوسمهال چې پرېكره يي قانوني ده پارلمان دى، چې د افغانانو نماينده ګي كوي او په يو ديموكراتيك او قانوني بهير کې  د افغانستان په اساسي قانون کې روښانه ځاى لري.


بله موضوع چې ډيره مهمه ده هغه د وسله وال مخالفانو شتون او نه شتون دی په جرګه کې له دې سره چې ويل كېږي ددې جرګې اساسي موضوع پيداكول د يوې داسې لاري، چې پربنسټ يي د سولې راوستلو لپاره د طالبانو
سره خبرې وشي، آيا د طالبانو شتون په دې جرګه کې كومه مثبته پايله د ځانه سره لري او که نه؟ 

 

دديموكرات ملې جبهې يوغړى محمدآصف بكتاش په دې اړه وايي: جرګه د افغانانو يو پخوانى دود دی، چې د اختلافونو د ليري كولو او سولې راوستلو لپاره به جوړېده.


اوس چې افغان حكومت غواړي، د مخالفونو سره د سولې راوستلو لپاره ((دسولې ملي مشورتي جرګه)) جوړه كړي، مګرپه داسې حال کې ،چې طالبان به خپله شتون نه پكښې کې لري زما په اند بايد د ښې نتيجې انتظار ورته ونه لرو.


همدا سی د سياسي چارو څېړونكى وحيد مژده وايي:  طالبان د كرزي دې جرګې ته په هيڅ  اهميت قايل نه دي ، هغوي فكر كوي چې په نظامي نظر ورځ د بلي يو ښه حالت ته روان دي، په همدې بنسټ كوم وخت، چې  د امريكا لخوا طالبان ته په دريم هيواد کې د پناه وركول وړاندېز وشو، هغوى دغه وړاندېز مسخره كړ.


په داسي حال کې چې دغه جرګه هم د طالبانو سره د خبرو كولو پر سر جوړېږي، بيا د طالبانو نشتوالي په جرګه کې كوم هدف درلودلاى شي؟


كه څه هم ددې جرګې د سمبالښت د کمیسیون مشر ښاغلى فاروق وردګ وايي چې: ددې جرګې  مهم هدف د مخالفو سره د سولې رامنځته كول دي.


آصف بكتاش د طالبانوسره د خبرو اترو ددغې جرګې د جوړېدوهدف تر ډېره ځایه نسبت طالبانو ته د حكومت په ګټه ګڼي.


هغه په دې باور دی چې كرزى د تېرو ټاكنو د پراخه درغليو په كتلو سره خپلې اړيكې او د حكومت واګي د خپل ولس سره ښې ګڼي، نو له دې امله يي د حكومت ګټو ساتلو لپاره  جرګه ښه وسيله ټاكلي ده، مګر د ښاغلى بكتاش له نظره د جرګې د ډېروغړو اړيكه  د حكومت سره ددې سبب ګرځې، چې جرګه يوازي يو نمايش او ننداره وي.


همدا ډول د نماينده ګانو د مجلس غړي او پر تېرو ټاكنو کې د ډاكترعبدالله عبدالله پلوى سرورجوادى وايي: كرزى په رښتيا سره نه غواړي، چې سوله دي راشي  هغه پوهېږي چې په دې جرګه کې د سولې د نوم په اخستلو سره سوله نه راځي. هغه تلاش كوي، چې جرګه د قانوني ننداري په توګه خلکو ته وړاندې كړي اوغواړي له دې لار کې خپل غير ډيموكراټيك كارونه او قومي چاري د اساسي قانون په نظرکې مشروع وښيي.


د سولې د ملي مشورتي جرګې د اړيكو او تشريفاتو ريئس عبدالقادرځاځى وايي: په دغه جرګه كه (۱۶۰۰) تنه د افغانستان د خلکو د هري طبقې څخه راټولېږي، او هدف يي په هيواد کې د جنګ او تاؤتريخوالي پاى ته رسول دي.


دا چې د جرګې په هدفونو کې راغلي دي د مخالفو ډلو سره د خبرو كولوزمينه، مخالفي وسله والي غاړي پر ډلبنديو ویشل او همداسي د خبرو كولو حل لاره عملي كول دي. مګر كورني او بهرني څېړونکې ددې جرګې هدف د حامدكرزى په ګټه ګڼي او د جرګې زيات غړي د حكومت پلويان بولي.


ګارډين ورځپاڼې ليكلي: د جرګې زيات غړي به د طالبانو د قدرت ويشلو پر سر او د افغانستان په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوستلو پر موضوع بحث وكړي.


يو  لويديځ ډيپلوماټ چې د جرګې د ( ۳۶۰) غړو نومونه يي ليدلي دي و ګارډين ورځپاڼې ته ويلي دي، چې اكثره كسان د حامدكرزى پلويان دي.


يوه سرچېنه وايي: چې په دې جرګه کې د كندهارد سيمي څخه د حامدكرزى ورور نماينده ګى كوي، او د نورو ولايتونو څخه هم هغه كسان برخه لري، چې په تېرو ټاكنو کې د كرزى د كمپاين چلونكى وو.


ايا د سولې ملي مشورتي جرګه  په دغسي حالاتو کې د ناامنۍ په لمنځه وړلو، او طالبان  سولې ته په راوستلو کې كومك كوي؟


د ولسي جرګې غړى نورالحق علومي وايي: چې دغه جرګه نشي كولاى ښه والی د افغانستان د وضيعت په بدلولو کې ولوبوي، بل لوری ته وسله وال طالبان هم په دغه حقيقت پوه دي. پرهمدې دليل د حامدكرزى غوښتني ته چنداني پاملرنه نه لري  كولاى شو ووايو، چې د طالبانو آخرني بريدونه يو واضح ځواب  د كرزى غوښتنو ته وو.

 
بل  لوری نور طالبان پوهېږي چې كرزى څومره ناكاره راووت  او څومره ضعيف، كمزورى او ناخوښ  دي.

په همدې حال کې ملي جبهې چې د افغانستان د حكومت مخالف ايتلاف دی وويل، چې په دې جرګه کې ګډون نه كوي، دغه سياسي جريان وايي چې په دغه جرګه کې ټول  ګوندونه ځاى کې نه لري اونه شي كولاى چې د يوې تلپاتي سولې په راوستلو سره كومك وكړي.


د ملي جبهې وياند فاضل سانچارکې په جرګه کې د كډون نه كولود لاملونو په باب وايي: دغه جرګه زما په نظر هغه وزن، اعتبار او حقوقي ځاى نه لري، دغه جرګه كاملاَ فرمايشي  او حكومتي ده چې غړي يي هم د حكومتي چارواكولخواټاكل كېږي.


اوس ټاكل شوی چې د سولې مشورتي جرګه تر دوه پلا ځنډېدلو وروسته چې يو پلا امريكا ته د حامدكرزى د سفر له امله او دوهمه پلا د ولايتونو څخه د ګډون كونكو غړو د نه ورسيدلو له امله ځنډېدلې وه، دغبرګولي پر ( ۱۲ ) نيټه جوړه شي.


سياسي ګوندونه چې د جرګې پايلو ته بې باوره دي او بل لوري د مخالفي وسله والې غاړي لويه برخه طالبان، چې د جرګې په وړاندې بې پروايي او بي اهميتي څرګندوي.

آيا دغه جرګه به وتوانېږي چې د سولې لپاره   يوڅه راړوي وي؟ دی کار مخکې له مخکې شكونه او ګومانونه  په ذهن کې پيداكړي دي.


بله موضوع ځيني بيلتونونه دي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د حامد کرزی متحدان ( محمدمحقق اوكريم خليلي ) په مركزي ولايتونو کې دهزاروو او كوچېانو خپل منځۍ شخړي، لامل ګرځیدلی دي.


ښـاغلى محقق او ټولوهزاره نماينده ګانو په ملي شوراکې ګواښ وكړ، چې كه د كوچېانو او هزارو تر منځ ستونزه هواره  نه شي نو د جرګې څخه به بايګاټ تحريم وكړي.


همهاله د سيمه ییزي جرګې ناكامه تجربه چې درې كاله مخکې جوړه شوې وه په ملي مشورتي جرګې بد آغېز كړی دی.


د شنونکو په اند د سولې مشورتي جرګه چې په كابل کې جوړېدونكې ده، هماغه د سيمه یيز امن جرګې ته ورته بولي، او  وایې بېله پيسو مصرفولو بله كومه ګټه نه لري.