د هرات، بامیانو، کندهار ننګرهار، او بلخ اوسیدونکې د سنبلی د ۲۷په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخیستنې په اړه ځانګړی شرایط، موخی او دلایل لری .

د انتخاباتی سیستمونو نړیوال بنسټ د خبریالانو ټیم د ولایتونو څخه عامه نظرونه راټول کړی دی.

۲۶کلنه زینب

 اسمعیل زاده د هرات ولایت اوسیدونکې وایی : ((زه په ټاکنو کې ګډون کوم که په راتلونکو ټاکنو کې برخه وانخلم نو د افغانیت رسالت به می څنګه کېږی؟

عبدالله ددی ولایت یو بل اوسیدونکې په داسی حال کې چې خپله ریکشا یی باروله وویل: که چېری د انتخاباتو له نیټې خبر شی په خپله به په ټاکنو کې برخه واخلی خو میرمنو او د کورنیو غړوته به اجازه ورنکړی چې په ټاکنو کې برخه واخلی. خو لی میرمنو او د کورنیو غړو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوی؟

هغه وایی : (( امنیت ډاډمن ندی خدای مکړه په هغوی کوم افت رانشی ))

په داسی حال کې چې یو شمیر نارینه نه غواړی خپلو میرمنواو د کورنیو غړوته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړی خو یو شمیر داسی میرمنې شته چې په ټآکنو کې د ګډون حق د خپل ځان لپاره محفوظ بولی.

پروانه علیزاده یوه له داسی مېرمنو څخه ده. هغه چې اوس له یوی بهرنی رسنۍ سره کارکوی وایی : (( زه په ټآکنو کې حتما برخه اخلم او خپل د خوښی وړ کاندید ته رای ورکوم، ځکه غواړم له خپل حق څخه مثبته ګټه واخلم ))

د رایو ورکوونکو په منځ کې یو شمیر پدی پوه شوي چې د ټاکنو بهیر د هغوی ازادی تامینوی او له بل لوری دغه ټآکنی د بهرنیو مرستو په ډیرو پیسو ترسره کېږی،  له دی امله هم باید په دی ټاکنو کې برخه واخلو.

د همایون نظري په اند چې نوموړی په یوې خصوصی تلویزونی شبکه کې دنده لري ((دغه بهیرد میلونو ډالرو په لګښت ترسره کېږی. تر څو موږ دیموکراسی تجربه او یاده یی کړو لدی امله باید په هغی کې ګډون وکړو.

یو شمیر د خپل فکری وړتیا سره چې لري یي د کاندیدانو په وړتیا سره د ازادو اوعادلانه ټاکنو په اړه فکرکوی.
 
میرمن ګلالۍ محتسب زاده د بهرنیو چارو وزارت د نمایندګی مرستیاله یو له هغو میرمنو څخه ده چې وایی: (( زه په هغه صورت کې په ټاکنو کې برخه اخلم چې کاندیدان د لازمو زده کړو څخه برخمن او بی طرفه وي.
 
د هغی د ادعا له مخی چې د اوسنی پارلمان یو شمیرغړی د خپلو ګټو په فکر کې دي، نه د خلکو او هیواد د ګټو په فکر کې.

هغه زیاتوي چې د ټاکنو څو میاشتی تیریږي خو اوس هم زیاتره وزیران سرپرست وزیران دي. د هغی په اند هغو وزیرانو چې د پارلمان څخه یی د باور رای ترلاسه کړی ده، هم کاري وړتیا نه لري. نوموړی زیاتوي دا په خپله د هیواد او خلکو لپاره یوه فاجعه او ناورین دی.

د هرات ولایت یو بل اوسیدونکې نجیب هاشمی چې تیل پلورونکې دی وایی: " زه سره له دی چې پوهیږم هغه کسان چې پیسې لری ټاکنې ګټلای شي، نه هغه کسان چې وړتیا او شایستګی لري خو پیسې نه لري خوسره له دی هم غواړم چې په ټاکنو کې برخه واخلم.

په بامیانو کې هم امنیتی حالت ته پام سره خلک په ټاکنو کې د برخې اخیستلو او یا نه اخیستلو په اړه تصمیم نیسی.
 
۴۰ کلن عبدالله برات د بامیانو د مرکز د شهیدانو د سیمی اوسیدونکې ادعا لري چې په راتلونکو ټاکنو کې به برخه اخلی، او د مخه یی یو شمیر کاندیدانو سره ژمنه کړی چې خپله رای به هغوی ته ورکړي.
 
دا په داسی حال کې ده چې د ټآکنو د قانون له مخی یو رای ورکوونکې "د واحدی او نه لیږدیدونکې رای په سیستم سره  یواځی د خپلې رایی د کارولو حق لری او بس. مګر هغه زیات وضاحت سره وایی هر یو کاندید می چې ولیده ورته وایم چې تاته رای د رکوم چې د ملګرو زړه خفه نشی. "

باید ووایو چې د کاندیدانو د طرحی او پروګرامونو په اساس هغوی ته رای ورکول نسبت د تعلقاتو او یا قومي ملاحظاتو پر بنسټ سره کولای شي، په ازادو او عادلانه ټاکنو کې مثبت بدلون ولری. هغه څه چې رای ورکوونکې هغی ته باید توجه ولري.

خو مرادعلی د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ د کالوي په قریې کې هوټل هم لري وایي: هغه کاندید ته به رای ورکړی چې ښه پروګرامونه او برنامی ولری.

د هیواد د یو شمیر وګړو په افکارو کې د مثبت بدلون په رامنځ ته کېدو سره په ټاکنو کې ګډون په دولت کې د برخې اخیستلو او دولت په جوړښت کې د ونډی اخیستلو په معنی دي هغه چې د ټولنې د ویښتیا لپاره یو ښه زیری دی.
 
۴۵ کلن غلام عباس یو له پخوانیو جهادي قوماندانانو څخه دی چې وایی :" ټاکنې د استبداد او زور زیاتی د مخنیوي لپاره یوه ښه لاره ده چې د منتخبو وکېلانو له لاری په دولت او سیاسي نظام کې د خلکو ګډون څرګندوی.

په بامیانو کې میرمنې هم د نارینه وو تر څنګ د ټاکنو په اړه فکر کولای شي.

۲۲ کلنه سلیمه د بامیانو د پوهنتون محصله او ددی ولایت د ورس ولسوالۍ اوسیدونکې پدی باور ده چې د میرمنو او ماشومانو د حقوقواو د ټولنی د محروم قشر لپاره باید  په ټاکنو کې ګډون وکړم.
 
هغه زیاتوی: که چېری زه د یوې محصلې  په توګه په ټاکنو کې برخه وانخلم څنګه به د نورو میرمنو څخه وغواړو چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

خو یو شمیر میرمنې په ټاکنو کې برخه اخیستل د خپلو خاوندانو او یا کورنیو لخوا اجازې ورکولو پوری مشروط بولی.

کبرا چې ۵۵ کاله عمر لری ددی ولایت د فولادی دری اوسیونکې ده وایی: "که چېری می خاوند اجازه راکړه ځم رای ورکوم او که یې اجازه رانکړه نو هیڅ".

په عین حال کې هغه وایې هر کاندید ته چې د هغی خاوند رای ورکړه هغه ته به خپله رای ورکړي.

په داسی حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو قانون کې د پټی ازادی، عمومی، او مستقیمې رایې ورکول د وګړو د حقوقو د برابری او د رایې ورکوونکو د خوندیتوب لپاره ثبت کړي دي.
۲۵ کلنه سکېنه چې د دولسم ټولګی څخه فارغه شوی ده او د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ اوسیدونکې ده وایې چې هغه په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون له حق څخه برخمنه شوی وه او په ټاکنو کې یی ګډون کړی وه.

هغه زیاتوي چې څو میاشتی د مخه  د جمهوری ریاست په ټاکنو کې که څه هم د هغی پلار په کور کې ویلی وه هیڅوک حق نه لري، چې د هغه د خوښی وړ پرته بل کاندید ته رای ورکړی، خو د ټاکنو په ورځ د هغی رای چانه لیده نو له دی امله یي د خپلی خوښی وړکاندید ته رای ورکړه.

خو یو شمیر داسی خلک شته چې د یوه غوره کاندید په لټه کې دي.

 ۵۵ کلن حاجی عبدالله د بامیانو د شیبرتو د سیمې اوسیدونکې ددی ډلی له کسانوڅخه دی. هغه په دی تمه دی چې یوه وړ کاندید غوره او د سنبلی د ۲۷ می نیټی په ټاکنو کې رای ورکړي.

هغه په عین حال کې وړاندوینه کوي که چېری غوره کاندید پیدا نشی نو په هغی صورت کې به یوه مخکېنی کاندید ته چې له کار سره بلد، وی خپله رای ورکړي.هغه څه چې د بامیانو د پوهنتون د کرنی د دریم کال محصل مختار ورسره موافق نه دې. هغه خپل دلیل دا ډول په ډاګه کوي:" د پارلمان مخکېنی استازي د خپل ځان لپاره د استراحت او د پیسو پیداکولو په لارو چارو فکرکوی."

سره له دی چې نا امني ښایې په کندهار کې د ټاکنو په وړاندی یوه ستره ننګونه وي خو پدی ولایت کې به په ټاکنو کې د خلکو د ونډی سلنه معلومول لا د وخت څخه د مخه کار وي. 

وحیدالله اغاجی چې ۴۱ کاله عمر لری او د کابل دروازی اوسیدونکې دی وایی: د یوی رای څخه د ګټې اخیستلو حق ده ته خدای ج ورکړی، او هڅه کوي چې ددی حق څخه په داسی توګه کار واخلی چې د ضمیرخجالت سره مخ نشی. هغه زیاتوی چې پدی کار سره هغه غواړي خپل هیوادته خدمت وکړي.

محمد اسماعیل ارمان چې د ملګروملتونو د اسکانو یا یو ان هبیتات موسسی کارکوونکې دی او ۳۴ کاله عمر لری وایی خپله رای به هغه کاندید ته ورکړي چې په هغه کې درغلی نه وي.

څنګه چې لیدل کېږی زیات خلک غواړی په ټاکنو کې برخه واخلی سره له دی چې د خپلو استازو د صلاحیتونو په اړه ډیری رای ورکوونکي د قانون په اړه لازم معلومات په لاس کې نه لري.

۵۰ کلن ګلالی  چې د سردارمدد په چوک نانوای لری وایي هغه چاته رای ورکوي چې کولای شی خپله ستونزه هغه ته ووایی: "هغه چاته رای ورکوم چې زموږ غم وخوری، قیمتي ورکه کړي او د مسلمانانو لپاره سوله راوړي."

په عین حال کې ۲۲ کلن نزیراحمد د صوفی صاحب د لیسی ښوونکې وایی: چې په ټاکنو کې به ګډون وکړي خو پدی شرط چې د جمهوی ریاست د ټاکنو په څیر راکټی برید ونشي.
 
باید ووایو چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د امنیتی حالت خرابوالی د نور ننګونو ترڅنګ د رای ورکوونکو او ښکېلو خواؤ لپاره د سترو ستونزو څخه شمیرل کیده.

په ننګرهار کې هم خلک په ټاکنو کې  د ګډون او یا نه ګډون په اړه فکرکوي.

۵۱ کلن استاد ګلاجان چې د کامی ولسوالۍ اوسیدونکې دی وایی: زه په ټاکنو په دی خا طر ونډه اخلم تر څو خپله رای یو داسی کس ته ورکړم چې  زده کړې یې کړی وي.
 
یو زیات شمیر کسان چې هوډ لري رای ورکړي د وړتیا لرونکو کاندیدانو په اړه څرګندونی کوي.
 
۳۷ کلن انجینرحبیب الرحمان چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدنکې دې وایی" انتخابات زموږ برخلیک ټاکوونکې دی هر څوک باید په هغې کې برخه واخلي. او هغه چاته رای ورکړي چې د وطن د خدمت فکر ورسره وي"

یو شمیرهوډ لري چې د هغوی په وینا جنګسالارانو ته رای ورنکړي.

شیراغا ۴۲ کلن د ښیوی ولسوالی اوسیدونکې وایې چې هغه او کورنۍ یی به حتما په ټاکنو کې برخه واخلی او یوه مناسب کاندید ته به رای ورکړی. هغه زیاتوي: "زه ټولوهیوادوالو ته وایم چې د خدای لپاره جنګسالارانو ته رای ورنکړي."

یو زیات شمیر رای ورکوونکې بیا د رای ورکولو لپاره یو لړشرطونه وړاندی کوي. 

۳۰ کلن بریالی د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالی اوسیدونکې وایې که چېری امنیت وي هغه او کورنۍ به یی رای ورکړي، او که نه په ټاکنو کې به برخه وانخلي. هغه وویل : د جمهوری ریاست په ټاکنو کې د ناامنۍ له امله زیات شمیر خلکو برخه وانه خیسته.

په بلخ ولایت کې هم خلک په ټاکنو کې د ګډون او نه ګډون په اړه څرګندونې لري.

جمشید یو نجار دی چې د مزارشریف په ښار کې هټۍ لری هغه وایې هغه چاته به رای ورکړي چې ښه سړی وي او وکولای شې خپل وطن ته خدمت وکړي.

خو شفیع رحماني په بلخ ولایت کې یو خبریال دی چې په درې ترسره شویو ټاکنو کې یې برخه اخیستی وه، بیا هم غواړي چې په راتلونکو پارلمانی ټاکنو کې برخه واخلي. هغه وویل: "موږ باید د درغلیو او تقلب په بهانه انتخابات تحریم نکړو ځکه له ټاکنو پرته بله کومه لاره نلرو، او همداهغه لاره ده چې کولای شو د خپل هیواد راتلونکې پری وټاکو.

۱۹ کلن امان الله په مزارشریف کې د یوه ښوونځی زده کوونکې هم پدی باور دی چې د خپل راتلونکې د تضمین لپاره غواړی په ټاکنو کې برخه واخلی. خو هغه وایی هڅه کوي چې لومړی د کاندیدانو کړنلاره ولولي او بیا هغوی ته رای ورکړي.

خو ولی یو شمیر خلک په ولایتونو کې نه غواړي، خپله رای وکاروی؟

الهام تیموری د رات ولایت د یوه ښوونځی د دولسم ټولګی زده کوونکې وایی: " زه اوس شل کلن یم دوه کاله وړاندی مې په ټاکنو کې د ګډون حق پیداکړی دی، د رای  ورکولو کارت نلرم او نه غواړم چې په ټاکنو کې برخه واخلم، ځکه د افغانستان ټاکنې هم نمایشی بڼه لری.

یو شمیر نورو د ځینو دلایلو له مخی په ټاکنو کې د ګډون تصمیم ندی نیولی.
 
رجب ۳۷ او د بامیانو ولایت د زرګرانو د سیمی اوسیدونکې وایی: " ما تر اوسه پریکړه نده کړی چې په ټاکنو کې برخه واخلم، ځکه تر اوسه می یو وړ او شایسته کاندید نه دی پیداکړی.
 
دا په داسی حال کې ده چې یو شمیر خلک نه غواړي په ټاکنو کې برخه واخلی، ادعا کوي چې د خلکو د رایو څخه ناوړه ګټه پورته کېږي.
۲۲ کلنه ظاهره د بامیانو د پوهنتون محصله وایې چې هغې لومړی د کاندیدانو لیست لیدلی او په هغو هیڅ یو اعتماد او باور نشم کولای. هغه وایې: " زه په ټاکنو کې برخه نه اخلم، زه وینم چې د خلکو د پاکو رایو څخه ناوړه استفاده کېږي.
 
خو یو شمیر خلک  د ټاکنو په اړه د لازمو معلوماتو د نشتوالي له امله، نه غواړی په ټاکنو کې برخه واخلي.

صدیقه یوه ۳۰ کلنه میرمن ده او د بامیانو ولایت اوسیدونکې ده چې د هغی په خپلی وینا ښوونځی ته نه ده تللی او زده کړی هم نه لري، هغه وایی پدی نه پوهیږی چې ټاکنی څه وخت دی او  د څه لپاره.

په ټاکنو کې برخه نه اخلم ځکه چې وکېلان خپل جیبونه ډکوي، نو په دی حال کې زه چا ته رای ورکړم، ته خپله ووایه: دغه څرګندونی د کندهار ښار یوه هټۍ لرونکې ددی پوښتنی په ځواب کې وکړي، چې ایا غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي. خو یو شمیر نورو د رایو د اهمیت په اړه څه ندی  اوریدلي تر څو په ټاکنو کې برخه واخلي.

بی بی جان چې۶۰ کلنه  او د کندهار د پنجوایی ولسوالۍ اوسیدونکې ده وایی: زه تراوسه رای نه پیژنم او نه می لمیسانو او بچېانو پدی اړه راته څه ویلی دي.

خو یو شمیر خلک بیا بی کاری د خپلی نارضایتۍ لامل بولي او وایې چې نه غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي.
"زه پدی شیانو نه پوهیږم زما لپاره ښه داده چې کار او مزدوری راته پیداشی، او امنیت رامنځ ته شی."
 
داد عزیزالله وینا ده چې له زابل څخه د ورځ مزدورۍ لپاره کندهار ته راغلی او پدی ښارکې سرداګردانه ګرځي.
 لکه څنګه چې لیدل کېږی یو شمیر رایی ورکوونکې د مختلفو دلایلو له مخی نه  غواړي چې په ټاکنو کې برخه واخلی.
 
جمیل د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسیدونکې او کراچې چلوي. هغه هم د یو شمیر زیاتوهیوادوالو په څیر د وکېلانو د ژمنو د نه ترسره کولو څخه شکایت کوي. هغه وایی: "مخکنیو وکېلانو له خلکو سره ډیرې ژمنې کړی وی، مګر د خپلو خپلوانو د مقررولو او خپلو جیبونو د ډکولو پرته یې بل هیڅ ونکړل.
 
رای ورکول زورمندانو او وسلوالو کسانو ته، هیڅ ګټه نه لري نو له دی امله په ټاکنو کې برخه نه اخلم. دا هم د ننګرهار د یو تن اوسیدونکې وینا ده. دده نوم میروییس چې  ۳۵ کاله عمر لري او د دی ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکې دی.

نه یواځی په ننګرهار کې بلکې په مزارشریف کې هم خلک له ورته حالاتو څخه ویره لري او پدی اړه خپل نظرڅرګندوي.

د مزارشریف یو هټۍ لرونکې وایی چې په ټاکنو بی باروره شوی دی، ځکه که څوک یی وګټی او که ویی نه ګټي،  خلک د مخه ټاکل شوی وی.
 
خو په عین حال کې د مزارشریف یوه اوسیدونکې زهرا هم هوډ نه لري چې رای ورکړی. هغه ددی پوښتنی په ځواب کې چې ولی په ټاکنو کې برخه نه اخلي وویل: " خلک زموږ د کور دروازې ته راغلل  او د رایو کارتونه یې واخیستل، زموږ زیاتره ګاونډیانو خپل کاروتونه وپلورل نو څه فایده چې رای ورکړم.

د بهرنیو ځواکونو شتون هم د یو شمیر کسانو په وینا د رایی ورکوونکو په وړاندی یو خنډ دی.
نبی اصیل د مزارشریف یو تن اوسیدونکې ادعا لری چې تراوسه یی د رایی ورکولوکارت  ندی ترلاسه کړی او لیوالتیا هم نه لري چې په خپله یوه نظامی ته رای ورکړی. د هغه په وینا د حکومت جوړښت او تشکېل د نورو په لاس کې دی.
په لوړپوړو چارواکو د خلکو بی باوری په ټاکنو کې د خلکو نه ګډون یو بل سترلامل دی چې نه غواړی په ټاکنو کې برخه واخلي. په مزارشریف کې د مولانا جلال الدین بلخی یو ښوونکې وایې چې د رایی ورکولو کارت لری خو په ټاکنو کې برخه نه اخلی. هغه وایی " په دی هیواد کې یو رښتینی خدمتګارسړی نشته، نو ځکه هم چاته رای نه ورکوم"

یو شمیر خلک په دولتي ادارو کې د فساد شتون په ټاکنو کې د نه ګډون لپاره یوه پلمه بولی.

غلام علی ۳۰ کلن او په مزارشریف کې د سری میاشتې کارکوونکې وایي: هرڅه مسخره دی.

هغه زیاتوی زموږ حکومت مردم سالار نه دی. په اداری فساد کې یی دوهم مقام ګټلی دی، نو لدی امله نه یواځی دا چې  په ټاکنو کې برخه نه اخلم، بلکې نور خلک هم منع کوم.
 
په عین حال کې د کارپوهانو په اند د ټاکنو په وړاندی د شته ستونزو او خنډونو په موجودیت سره، که دولت او نړیواله ټولنه د سمبلی د  ۲۷می د ټاکنو په وړاندی د شته ستونزو د هواري لپاره لازمی هڅی ونکړی، ښایي ښې پایلي ونه لري، که څه هم دغه ټاکنی په درندو مالی لګښتونوسره ترسره شي.