alt align=left src=http://www.afghanistanvotes.com/images/stories/execution1.jpg

په داشي حال کې چې ايران په هغه هيواد کې د يوشميرافغانانو د اعدام په غبرګون کې پر کور دننه  افغانانو د نيوکو موضوع د خپل دولت د مخالفینو او د جندالله د غړيو د پلويانو دشيسه بولي، په ولشي جرګه کې د خلکو استازي په دی اړه د افغانستان د دولت سمې نه پاملرنې اندېښمن کړي  دي.
خو د ايران دولت لوړپوړي چارواکې اعدام شوي کسان د مخدره موادو قاچاقيان بولي.

له څو ورځو راهيسې يو شمير افغاني کورنۍ او د اولس استازيو په ايران کې د اعدام شويو په حمايت په پراخواعتراضونولاس پوري کړي دي.

هغوى دعوه کوي چې د افغانستان دولت او د باندنيو چارو وزارت سره لدې چې د اعدام شويو د کره شميرې او نورو جزئیاتو په اړه بشپړ معلومات نه لري، څنګه کولاى شي چې د اعدام شويو افغانانو په اړه چې د ايران دولت یې د شميرې يادونه کوي پلټنه وکړي.

هغه يو زيات شمير افغاني کورنۍ چې د اولادونو جسدونه  یې په ايران کې تر اعدام وروسته، د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کې خاورو ته سپارل شوي دي ادعا کوي چې، د ايران او افغانستان د دولتونو له اړخه په يوه وخت کې د اعدام شويو کسانو د شميرې اعلان ناسم او هيڅ واقيعت نه لري، او دغه شميره ترهغه ډېره ده چې دواړه دولتونه یې يادونه کوي.

دغه کورنۍ همدارنګه زياتوي د اعدام شويو کسانو له ډلې څخه یې ډيرو لږو مدافع وکېل ته لاس رسى درلود او پر نورو تورنو کسانو باندي د افغانستان د سياسي استازيو له موجوديت څخه بغير د اعدام حکم سرته رسيدلى دى چې د دوى په اند دا يوغيري قانوني کړنه ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې يو ځل  بيا د څووم ځل لپاره يو شمير ددې کورنيو غړيو چې د هرات ولايت د غوريانو، شين ډنډ او ادرسکن ولسواليو اوسيدونکې دي د هرات  په ښار کې په ډله ايزه توګه په لاريونونو لاس پوري کړ.

دوى په داسې حال کې چې د اعدام شويو اولادونواو خپلوانو عکسونه ورسره وو له دولت څخه غوښتنه کوله چې د ايران له بنديخانو څخه دی ټول بنديان د اعدام له محکومينو سره يو ځاى افغانستان ته راوليږدوي.

په لاریون کوونکو کې ښځې، کوچنيان او سپين ږيري هم شامل وو، مهتاب ګله چې د ٥٥ کالو ښکاريده او د خپل اتلس کلن زوى عکس یې پرځيګر پوري ټينګ نيولى و، په ژړا یې حاضرکسان مخاطب کړل اویې ويل: (( زوى مي موټر چلونکى ؤ يو چا يوه اندازه نشه ای توکې دده په موټرکې ځاى پرځاى کړي وو، ١٤ مياشتي يې د تي آباد په بنديخانه کې تېري کړي، لاکن په دی دومره وخت کې زه ونه توانيدلم چې له هغه سره يوځل هم ووينم .))

په لاریون کوونکو کې اسلام شاه تر ټولوسپين ږيري سړى ؤ چې عمر یې ٨٨ کالو ته رسيده په ژړغوني ږغ راته وويل زوى مې يو کال مخکې د ايران په مشهد ښار کې تر نيول کیدو وروسته اعدام شو خو تر اوسه په دي نه يم توانيدلى چې د خپل اعدام شوي زوى مړى پيداکړم.

د رحماني په نامه ددي ډلي يو بل  ٢٧ کلن کس وایې: (( هغه کسان چې اعدام شوي يا په بنديخانه کې اچول شوي دي ټول غريب کار وو يا هم دده په و ينا له ډيرو لږو مخدره موادو سره نيول شوي دي. ))

نومړی زياتوي دی داسی قاچاق وړونکې پېژني چې له ١٠٠_ ٢٠٠ کېلو ګرامو پوري یې نشه ای توکې قا چاق کړي دي، کله چې نيول شوی دی لاکن مامورينو ته د پيسو له ورکولو څخه وروسته بيرته خوشی شوی دی.
هغه له دولت څخه غوښتنه کوي چې د واقيعتونو د معلومولو په موخه کوم پلاوى ايران ته واستوي تر څو د تورونو کسانو دوسيې په سمه توګه وګوري.

لکه څنګه چې ليدل کېږي د اعدام شويو مړي د هرات ولايت د بيلابيلو ولسواليو د اوسيدونکېو سره تړون لري، لدې امله په سمه توګه نه شي کېدلاى چې د اعدام شويو کسانو کره شميره دي په ګوته شي.

رحماني زياتوي د هغو کورنيو سره د نه تړون له مخې چې خپلوان یې اعدام شوي دي او ياهم يو شمير کورنۍ په خپله نه غواړي رسنيو ته څه ووایې، نو له همدی امله هم نه شو کولاى بشپړه شميره یې معلومه کړو. چې تراوسه پوري څومره کسان اعدام شوي دي؟

محمدظريف يو تن د هرات ولايت د کسهان ولسوالۍ اوسیدونکی دى، وایې چې په دې وروستيو کې یې د ورېنداري مړى د ايراني سرحدي پوليسو څخه د يونيم ميلون تومنو چې له ١٥٠٠ امريکایې ډالرو سره برابريږي ترلاسه کړى دى.
 نوموړى ادعاکوي چې اخښى يې په مشهد ښار کې خواري کوله چې د قاچاقو په تور ونيول سو او بېله دې چې مدافع وکېل ورته وټاکل شي، اعدام شو.
 
خو په دي اړه چې د وژل شويو افغانانوشميره څو تنو ته رسیږي ؟  په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازى قاضي نذيراحمد ادعا کوي، څومره چې دى پوهيږي په لومړى ځل ٥٤ جنازې، دوهم ځل  ٤ او وروسته يې په ايران کې د اعدام شويو کسانو ٦ جنازې د هرات ښار ته راوړي دي.
 
هغه په عين حال کې د ولسي جرګې د استازيو د کلک غبرګون په اړه هم خبر راکوي، او وایې چې د ولسي جرګې ګډونوالو له دولت څخه کلکه غوښتنه کړې ده چې په ايران کې پراته بنديان راخوشي يایې هم خپل هيوادته راولي. دده په خبره له دوى سره د اعدام شويو کسانو کورنۍ ترشاولاړي دي او دوى ډاډه دي چې دغه غوښتنه به یې ترسره کېږي.

خو د هرات ښار په لويديځه څنډه کې د برامان جامع مسجد خطيب غلام فاروق حسينيې څو ورځي وړاندي ويلي ؤ ده، ده دوه څلوېښت هغو کسانو قبرونه ليدلي دي چې مخکې په ايران  کې اعدام شوي دي.

نه يوازي د اعدام شويو د کره شميره پر سر د خلکو ترمنځ بيلابيل نظرونه دي بلکې يو شمير بيا د افغانستان دولتي چارواکې تورنوي چې دوى په ايران کې د افغاني بنديانو د پلټنو پر مهال په خپلو دندو کې تمبلي کوي.
 
د حاجي محمد په نامه يو تن د هرات ښار دوکاندار وایې: (( د افغانستان دولت د خپلو هيوادوالو هيڅ پروا نلري.))

دغه قضيې  نه يوازي په هرات ولايت کې د عادي افغانانو بلکې په اکاډميکه کچه يې هم د خلکو پام ځانته را اړولى دى.

د هرات ولايت يو تن اوسيدونکې او د پوهنتون محصل فريد احمد وایې په باندنيو هيوادونو کې د تورونو افغانانو دوسيې بايد په هغو هيوادونو کې د افغانستان د سياسي نمايندګيو لخوا ترغور لاندي ونيول شي.

هغه وایې: (( په داسي حال کې چې په ايران کې د افغانانو د اعدام پرمهال  د افغانستان د سياسي چارو استازي موجود نه وو، نو څرنګه ويلاى شي چې محکمو خپل کار په پوره روڼوالي سره ترسره کړى دى. ؟)) 

اوس چې د دواړو د ولتونو چارواکې په دې ډول ادعاوي کوي، نو په دي اړه د دولتونو تر منځ  د قانون ليد لورى څه دى؟
د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د دولتونو ترمنځ د حقوقو او سياسي چاروکارپوه څېړونکى بخت محمد بختيار وایې هر کله چې د افغانستان او ايران ترمنځ کومه هوکړه ليک موجونه وي په دي وخت کې ايران کولاى شي چې افغاني مجرمانو ته په خپله خاوره کې سزاوي ورکړي، خو په دې شرط  چې دغه سزاوي رڼې، د بشري نورمونو سره برابري او د محکمو له قوانيو سره اړخ ولګوي.
 
ښاغلي بختياروويل: (( د ملي حقونو ساتنه او په پرديو هيوادونو کې د خپلو هيوادوالو ملاتړ د افغانستان د دولت له دندوڅخه ده. )) په دې وخت کې موږ په اساسي قانون کې لولو: اته ويشتمه ماد : د افغانستان هيڅ اوسیدونکی د کوم جرم په تور باندنيو هيوادونو ته نه سپارل کېږي، لاکن د هغه جوړجاړي له مخي چې د دولتونو ترمنځ کوم تړون موجود وي او افغانستان هغه منلى وي.

دېرشمه ماده : هغه اقرار، شهادت او نوري ويناوي چې د وهلو يا زور زياتي په سبب له تورن کس څخه اخيستل شوي وي د باور وړنه دي.
 
يو ديرشمه ماده: هر څوک حق لري چې له نيولو سره سم  يا وروسته د خپل ځان د دفاع په موخه مدافع وکېل غوره کړي.
 
په دې سبب يو شمير نيوکه کوونکې دعوه کوي چې تورن کسان د محکمه کولو پر مهال مدافع وکېل نه درلود او  نه هم په هغه هيواد کې د افغانستان سیاسې نمايندګۍ په دې اړه پوښتل شوي دي.
 
د بشري حقونو د دفاع څانګي په دې اړه په کوم اند دي؟
په لوېديځه حوزه کې د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون ریېس انجنيرعبدالقادر رحيمي  په بهر کې د ميشتو افغانانو د جرمي  دوسیو څېړنه، په هغو هيوادونو کې د افغان سیاسې نمايندګيو کاربولي او په خواشينۍ سره له افغان دولت څخه غوښتنه کوي، تر څو ددغو اعدام شويو کسانو د عادلانه محکمې په اړه ولس ته ډاډ ورکړي.
 
خو د افغانستان د باندنيو چارو زارت کړني تر اوسه پوري څه دي؟

له دې سره چې د باندنيو چار وزارت چارواکو په پيل کې د اعدام شويو افغانانو شميره د خپلو سياليو ايرانيانو په ډول يادوله، لاکن په لومړي ځل د باندنيو چارو وزير ډاکټرزلمي رسول ( د ٢٠١٠د مى پر٣مه ) د طلوع په خصوصي ټلوېزيون کې  وويل چې، د خپلو خلکو د اندېښنو د ليري کولو په موخه یې په کابل کې د ايران سفير وربللى، او له هغه څخه یې په ايران کې د بنديانو، اعدام شويو او د قضيې د نورو جزیېاتو په اړه کره معلومات غوښتي دي.
 
اوس پوښتنه داده چې آيا د ايران دولت د افغانستان د باندنيو چارو د وزارت دغو پوښتنو ته ځواب ويلى دى؟

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د هيواد د باندنيو چارو د وزارت د وياند نظرهم ترلاسه کړو لاکن له ډيرو تماسونو څخه وروسته هم بريالي نه شو چې د دوى نظرولرو.

په داسې حال کې چې د ايران د باندنيو چارو د وزارت وياند رامين (( مهمان پرست )) په افغانستان کې ددې موضوع په اړه وروستي اعتراضونه د ايران د اسلامي جمهوريت د يو تن مخالف جندالله دپ لويانود سيسه وګڼله او د افغانستان له رسنيو څخه یې هم وغوښتل چې دغې موضوع ته ډيرانعکاس ورنه کړي.

دغه غوښتنه په داسي حال کې ترسره کېږي په افغانستان کې د نافذه قوانينو له مخې هيڅوک حق نه لري چې رسنۍ د خلکو د خبرولو څخه راوګرځوي. 

دغه چارواکو ويلي دي چې  د افغانستان له چارواکو څخه يې هم غوښتي دي چې ددوى په غوښتنه پسي سر وګرځوي.
په همدې وخت کې ايرانيان په دې باور دي چې د دوى د دولت په وړاندي د افغانستان د خلکو راولاړېدل د هغو کړيو کاردى چې د دوى په وينا دغه کړۍ غواړي د افغانستان او ايران ترمنځ خاشې ماتي کړي.

د دوى په هغه خبرو کې چې په دې وروستيو کې د بي بي سي په فارسي سايټ کې خپرې شوي دي هم راغلي چې دا کار د يو شمير هغه هيوادونو کاربلل سوى دى چې غواړي د دواړو دولتنو ترمنځ  فضا‌ء خړه پړه کړي خو په دي اړه نور څه نه دي سپړل شوي.
 
((مهمان پرست )) وایې : (( زما په اند د افغانستان دولت بايد په چټکۍ سره ددغي فضاء د ارامولو په لار کې هڅه وکړي ځکه دا کار د دواړو هيوادونو د دښمنانو کار دى. ))

دغه دښمنان څوک دي؟ ددې پوښتني ځواب بېرته خپله ايران ته ورګرځي.
 
د ايراني دولت د هغه غوښتني په ځواب کې چې افغاني رسنۍ دی  د اعدام شويو کسانو په اړه د افغانانو اعتراضونو ته ډيرانعکاس نه ورکوي د هيواد د اطلاعاتو کلتور وزارت دريځ څه دى ؟

ددې وزارت د رسنيو د سرغړوني څانګي دوې ورځي وړاندي ددې چاري په اړه د رسنيو د کړنو په اړه يوه اعلاميه خپره کړه چې پکښي راغلي وو، رسنۍ بايد داسي څه خپاره نه کړي چې افغان دولت له ستونزو سره مخامخ کړي يا هم د خلکو ذهنونه مشوش کړي.
 
په ايران کې د بندي افغانانو په اړه هغه مهال اندېښني راولاړي شوې چې د ولسي جرګې يو پلاوي له ايران څخه د راګرځيدو پر مهال خبر ورکړ چې له پنځه زره څخه زيات افغانان په ايراني بنديخانو کې شپې سبا کوي او له دوى څخه څه کم درې زره افغانان د مخدره موادو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي دي.
 
که څه هم ايراني چارواکې تراوسه پوري دغه معلومات سم نه ګڼي خو تېره شپه په کابل کې د ايران سفيرښاغلي ډاکتر فداحسين مالکې ددې ترڅنګ چې په کابل کې یې پر خپل سفارت باندي د مظاهره کوونکو بريد د يو شميرهغه کسانو کار ياداوه چې غواړي د دواړوهيوادونو ترمنځ اړيکې ګډوډي کړي، لاکن تر يادي شميري یې يو لږ کم ومنل.

د يادوني وړ ده چې د جندالله ګوند مشر عبدالمالکې ريګي د (٢٠١٠) د فبروري په مياشت کې د ايراني چارواکو لخوا په داسي حال کې ونيول شو چې د دوى په وينا نوموړى د غربي او سيمه یيزو هيوادونو له ملاتړ څخه برخمن دى.

د کارپوهانو په اند، دا چې د افغانستان د باندنيو چارو وزارت او د بشري حقونو مدافع وکېلانو ته څه کول په کار دي، ترڅو دغه موضوع د ايراني دولت سره حل کړي يو لږ وخت ته اړتيا لري، او په يوازي ځان ددې مسئلې  بشپړه حل کول کولاى شي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې اغيزمني کړي.