شپیته کاله مې د هغه لپاره زیار وکیښ، په غم کې یې غمجنه او په خوښۍ کې به یې خوشاله وم، مګر د عمر په پای کې یې له کوره و شړلم .
دا د هغه ۷۳ کلنې میرمنې وینا ده چې خپل ځان په مستعار نامه عمه شیرین راپیژني او د کندهار ولایت د پنځمی ناحیې د لوی ویالې د سیمې اوسیدونکې ده، شاوخوا یوه میاشت کیږي چې د میړه له لورې طلاق او د کور څخه يې شړلی ده. عمه شیرین چې د ژوند لوړو او ژورو ډیره زهیره او ستړې کړی وه په ډیره خواشینۍ سره یې وویل:" چې په ځوانی کې مې د خلکو د کور کارونه کول او زحمت مې وکیښ څو د خپلو اولادونو نس ورموړ کړم، هغه وخت چې می میړه په میاشتو او کلنو بیکاره او د اولادونو څخه بیزاره وو." شیرینه وایې نږدې یوه میاشت وړاندې یوه ورځ یې میړه ورته وویل چې را باندی (طلاقه یې) او د کور څخه یې وشړله.
په داسې حال کې چې دغی سپین سرې ښځې ته وګوری، پوهیږی چې د ۶۰ کالو د میړه او اولادونو پایله یې یوازی سپین ویښتان، ناروغه او ناتوانه بدن او الوتی رنګ پرته نور هیڅ ندي ور پاتې شوي. عمه په هډوکېن مخ، چاودو شونډو او غمګینه څېره اضافه کوي او وایې میړه یې کله چې د ۱۲ کلو وو، د چرسو په دا ناوړه بوټې روږدی شوی دی.
اوس پوښتنه رامنڅ ته کيږې چې څه شې ددی طلاق د رامنځ ته کیدو لامل وګرځيد، چې دا ۶۰ کلن ژوند یې برباد او هغه یې له کوره وشړله؟
د شیرینې ۸۰ کلن میړه، چې په مستعار نامه عبدالباری یې ځان راپیژاند وویل: " شیرینو زما په خبره عمل نه کاوه، ما به ورته وویل چې کالي دلته پر تناب مه هواره وه ځکه کله چې د صابون اوبه په دغه ځاې کې تویېږی هغه ګلان خرابوی او وچووي يې. خو دی دا خبره نه اوریده، اعصاب می خراب شوه او طلاقه مې کړه، ښه مې وکړل."
خو مېرمن یې، د میړه خبرې غندي او وایې کله چې می د میړه د کور څخه را وشړلم، نو هوا سړه وه او ګلان په دغه موسم زموږ په کور کې نه وه.
عمه شیرینه وایې چې ۷ زامن، ۷ لوڼی او له ۲۰ څخه زیات لمسیان لری. زامن یې ځینې په سوداګرۍ او ځینې نور یې په نورو کسبو اخته دي، خو لوڼې یې ټول د بخت په لور تللي دي. دا سپین سری میرمن زیاتوي چې اوس د یوه زوی په کور کې اوسیږی.
اوس مهال طلاق په کندهار کې په کومه کچه کې دی؟
د کندهار ولایت د بشر د حقونو د ولایتي دفتر کارکوونکې میرمن نجیبه وایې چې د ښځو په مقابل کې تاو تریخوالی د پخوا په کچه په کندهار کې ډیر شوی، مګر د طلاق ګراف را ټیټ شوی دی. نوموړې د تاو تریخوالی د ډیریدو لامل بی امنیتي په ګوته او زیاتوي چې ښځې نشی کولای په اړوند ادارو کې، د خپل حق غوښتنه وکړی. د دی په وینا د ښځو د تاو تریخوالي اړونده موضوع ګانې اوس هم د کندهار په ولسوالیو کې د طالبانو لخواه حل کېږی.
نجیبه وړاندی وایې د ښځو لاسرسی د میړه څخه د طلاق غوښتنی او د میړه له لوری د طلاق نه ورکول کیدای شی په چې په دی ولایت کې د طلاق کچه راټیټه کړي.
هغه زیاتوی: (که کله هم ښځې په دی وتوانیږي چې خپلی د تاوتریخوالی ډکې ستونزې او یا هم طلاق تر محکمو ورسوي، خو بیا هم محکمې د نارینه ؤ او مسوؤلینو له ډار څخه پرته عادلانه فیصله نشي کولای.)
ولی د ډیرو پیسو په لګښت سره د تاو تریخوالی په اړه اوس هم دا ډول سره دا ستونزې موجودې دي.
په ولسي جرګه کې کابل د خلکو استازی او شنونکې میرمن شکریه بارکزی د طلاق په اړه وایې: ( په ۸ کالو کې نه کېږی چې د افغانستان د ښځو د پیړیو ستونزی حل او فصل شې). ولی هغه دا منی چې دولت کمزوری، دغو مسایلو ته د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه ، د ښځو ناخبری او اقتصادی ستونزی ددی لامل ګرځې چې د ښځو سره تاو تریخوالی د تیر په څیر دوام وکړي.
د حل لارې کومې دي؟
میرمن بارکزی زیاتوی: "کله چې د زده کړی، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي فعالیتونه د ښځو لپاره ډیر شي نو دا ستونزه به په لږه کچه ټیټه شی."
اما د طلاق شرایط د اسلام له نظره کوم دي؟
د کابل ښار د لویدیځی جامعی امام شیخ عبدالقدیر عالمی وایې، د اسلام مبارک دین د کورنۍ او د کورنۍ د غړو تر منځ په محبت ټینګار کوي. د هغه په وینا اسلام فزیکې تاو تریخوالی (وهل او ټکول) روانې تاوتریخوالی (بد او رد ویل) د ښځو پر خلاف منع کړی دی، مګر نارینه ؤ ته یې دا حکم کړی دی چې خوراکه، د اغوستلو کالي او د اوسیدلو ځای په ډیر ښه حالت سره ور ته برابر کړي.
عالمی زیاتوي که چېری په ګډ ژوند کې د نظر توپیر پیدا، د میړه او میرمنی ګډ ژوند ته د دوام لپاره څه نه پاتې کېږی، نو هغه وخت اسلام طلاق روا کړی دی. دغه دیني عالم زیاتوي کله چې طلاق ورکول کېږی نو په هغه صورت کې د ښځې مهر چې د هغی حق دی، باید د میړه له لوری ښځې ته ورکړل شي.
په همدې ډول عبدالعظیم بن بدوی د (مختصر فقه) کتاب لیکونکی لیکې طلاق په دوه ډوله دی، یو طلاق د شریعت او نبوي سنتو په اساس او بل طلاق بدعت دی.
ډيری پیښې چې موږ په خپله ټولنه کې لرو او وینو يې چې د هغې له ډلې څخه د عمه شیرینی طلاق هم د بدعت د طلاق له ډلې څخه دی، دا په دی مانا چې میړه هیڅ یو شریعی مسوولیت کوم چې دی یې باید ترسره کړي د طلاق څخه مخکې او یا هم د طلاق نه وروسته، نه دی تر سره کړی او یا یې نشوای کولای چې تر سره یې کړي.
خو عمه شیرینه چې تر اوسه یې د ۶۰ کلنۍ پوری ګډ ژوند په ډیرو خواریو باندی جوړ کړی وو او د هغه له لوری وشړل شوه ، هیڅ ګیله او شکایت نه لری. نوموړې دا خپل تقدیر او قسمت بولي چې د هغه څخه هیڅ خلاصون نه لری. په ډیر آرام چپ او مات زړه باندی خپل د مرګ ورځې ته شېبی شمېری، تر څو د ژوند د دغه درانه او بی رحم بار څخه بیغمه شي.
د عمه شیرینی (سرنوشت) ژوند، په یوه کس پوری تړاؤ نه لري، د افغانستان په زرګونو ښځې ددی سرنوشت درلودونکې دی او یا به وي. که چیري دولت یوازی او یوازی د اسلام د اصولو په بنا په قضایې ادارو کې قانون حاکم او هغه په عادلانه ډول پلې کړي، نه دا چې د عاداتو او سیمه ییزه چال چلند له لاری. دولت باید په دغه لاره کې په نښه شوی پروګرامونه طرح او جوړ کړي، که نه نو په ډیر شمېر کې ښځې به د دا ډول قبیلوی بدو عاداتو او رسمو قربانی شی.
دوشنبه، ۶ غوایی ۱۳۸۹ - ۴:۱۰
په کندهار کې بې ساری طلاق
ظاهر اضطرابي
Write Your Comment
د ورځې وروستې خبرونه
• افغانستان: د پاسپورتونو وېش پیل شو
• د ورځې انځورونه
• د بشر نويد کالم، پښتونخوا:د يو افغان احتجاجي فرياد
• حمید حسن: له پاکستان سره په لوبه کې 'نه...
• ناټو: په روان کال کې به ولسي مرګ ژوبله...
• د افغانستان ګالف لوبډلې د سپینو زرو مډال وګاټۀ
• راپور: ډرون بريدونو سلګونه ملکي پاکستانيان وژلي
• د کندهار په پولیسو برید
• پکتيا: کورنیو تاوتریخوالو د پنځو ښځو ژوند اخیستی
• کندوز کې یخې هوا څلور پوونده او زرګونه څاروي...
• د ورځې انځورونه
• د بشر نويد کالم، پښتونخوا:د يو افغان احتجاجي فرياد
• حمید حسن: له پاکستان سره په لوبه کې 'نه...
• ناټو: په روان کال کې به ولسي مرګ ژوبله...
• د افغانستان ګالف لوبډلې د سپینو زرو مډال وګاټۀ
• راپور: ډرون بريدونو سلګونه ملکي پاکستانيان وژلي
• د کندهار په پولیسو برید
• پکتيا: کورنیو تاوتریخوالو د پنځو ښځو ژوند اخیستی
• کندوز کې یخې هوا څلور پوونده او زرګونه څاروي...
د کلتور او ټولنې وروستۍ مقالې

