د هيواد يو شمير رسنۍ د ورځنۍ چارو په خپرولو بوختې دي ، خو ملي او ټولګټو چارو ته لږه پاملرنه کوي . د رسنيزو چارو کارپوهان وايي، په کومه کچه چې انځوريزې رسنۍ د ناامنيو له پېښو څخه ولس خبروي په همهغه کچه ددوى د خپرونو د اغېز څرنګوالى لږ تر سترګو کېږي، ښوونيز او روزنيز اړخ يي له پامه غورځولى دى .
د دوى په اند د ټلوېزوني څانګو مسؤليت يوازي د نا امنيو پېښو په خپرولو، د سريالانو او ټنګ ټکور په وړاندی کولو سره سرته نه رسيږي.
د هغوى په نظر د ټولنيزو، اقتصادي، فرهنګي او سياسي چارو په اړه خپرونی هم د ښوونې اوروزنې په لار کې د خپلو (اوريدونکو،ليدونکو يا لوستونکو) د پوهنيزی سويې د لوړولو په موخه مهمه چاره ده چې بايد له پامه ونه غورځول شي.
همدارنګه د يوې ټولنې د فرهنګي چارو د ودې تر څنګ د ليدونکو تفريح او مشغولتیا ته هم پاملرنه د رسنيو يوه بله بنسټيزه دنده او مسؤليت دى، په داسی حال کې چې په ځينو وختونو کې دغه مسؤليت ته لکه څنګه چې ښايي په هغه ډول پاملرنه نه کېږي.
د افغانستان د رسنيو د همږغۍ د څانګې مسؤل حسني مدني وايي: " رسنيوته په کارده چې ترهرڅه لومړى خپلو روزنيزو نيمګړتياؤ ته چې د خلکو په ورځني ژوند کې ډيره اړينه ده کلکه پاملرنه وکړي. "
دده په اند دغې نيمګړتيا ته د نه پاملرنې یوه انګيزه کېدای شي دا هم وي چې يو شمېر رسنۍ ملي موخه او ستراتيژي نه لري يوازی يي تکېه پر سوداګريزو خبرتياو، يا د سياسي او مذهبي ډلو ټپلو سره پر تړاؤ باندی ولاړه ده .
هر څومره چې د خپلواکو رسنيو په اړه بحثونه شوي دي ،دوى مني چې يو شمېر يي غواړي خپل خپرنيز ناپېيلتوب وساتي خو دده په خبره دغه يوشمېر هم د بيلابيلو ننګونو، د مالي ستونزو، د مسلکې کارکوونکو له کمښت، د تخنيکې او امنيتي اسانتياؤ د نه درلودولو سره لاس او ګرېوان دي.
مدني په داسی حال کې چې د يو شمېر رسنيو کار خلکو ته د روانو چارو رسول نسبتا ښه بولي خو وايي په دی لار کې ځيني نيمګړتياوی شته چې بايد له منځه ولاړې شي.
دى د بېلګې په ډول وايي: "ډيری رسنۍ کورنۍ پيښې هم له باندنيو سرچېنو څخه ترلاسه کوي او بيا يي خپلو ليدونکو ته وړاندی کوي. "
ښاغلى مدني وايي، د رسنيو سوداګريزې بڼي غوره کولو دا موقع چمتو کړې ده چې ځيني ناوړه او د نه لېدولو وړ پروګرامونو خپرولو ته لارهوار کړي.
هغه زياتوي : د رسنيو دغو کمزورو پروګرامونو روزنيز او ښوونيز اړخ په پرله پسې ډول له پښوغورځولى او شخصي سليقه يي ورسره ګډه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، د غوره فرهنګي او ښوونيزو خپرونو چمتو کول د هېواد د ټولو رسنيو بنسټيزه دنده ده او وايي بايد د هېواد رسنۍ په اوسمهال کې د هيواد ټولې رسنۍ دغه ټکې ته ډېره پاملرنه وکړي.
دا په داسی حال کې ده چې ځيني پوهان وايي، که چېري رسنۍ خپلو لېدونکو،اوريدونکواو لوستونکو ته سالمې او روزنيزي خپروني ونه لري نو داسي ويلاى شو چې دغه ډول رسنۍ په ټولنه کې يوازی د بد اخلاقۍ د خپرولو لپاره ملا تړلې ده، اوغواړي چې په دې ډول خپل مخاطبين له لاري واړوي.
ارواپوه او د افغانستان دعلومو اکاډمۍ غړى سرڅېړونکى فضل احمد غروب وايي : "کله چې اوريدونکي ،لېدونکي ياهم لوستونکي هره ورځ د رسنيو په سرټکو کې لومړى د جنګ او جګړو، وينو،غم ،چاودونو او ځانمرګيو بريدونو خبرونه اوري روښانه خبره ده چې د کورنۍ،کوچنيانو او ځوانانو پر اروا باندي ناوړه اغېزه کوي . "
دده په خبره يو شمېر ټلوېزوني څانګې د هندي او ايراني سريالانو په خپرولو بوختې دي، لېدونکې په دغو سريالانو کې ګوري چې يو څوک وسله را اخلي او بل څوک په وژني، يا په کوم چا باندي زهر خوړل کېږي يا ګوري چې يو چا ته سپکاوى کېږي ياهم د تاوتريخوالي نورې نندارې د ټلويزون په پرده ورته راښکاره کېږي، چې دغه کار پر دغو ليدونکو باندی منفي اغيزه کوي.
نوموړى د ښوونيزو او روزنيزو خپرونو په ليکه کې چې پر خپلو کتونکو باندی ښه اغيزه کوي د (دنياي اسرار) او (بعدپنجم ) نومونه يادوي او وايي ددغه او دی ته د ورته نورو سريالانو خپرېدل چې له يو یا دوو ټلويزيوني څانګو څخه خپريږي پر هر ننداره کوونکې په ځانګړي ډول پر ځوانانو باندي ښه اغېزه پرېباسي.
د کارپوهانو د ليدلوري ترڅنګ يو شمېرهغه عام وګړي چې د بيلابيلو ټلويزيوني څانګوخپرونې ګوري د دغو انځوريزو خپرونو په اړه په کوم اند دي او څه وايي ؟؟
د کابل ښار يو شمېر ښاريان د ټلويزيوني خپرونو په اړه وايي، تل د دجګړه یيزو خبرونو خپرول، د ځانمرګيو بريدونو او وژونکو بمي چاودونو چې ډير انساني ناورين يي اړولى وي ښودل يا هم د يو شمېر ټلويزوني څانګو څخه د ايراني او هندي سريالانو وړاندی کول د يادو ټلويزوني څانګو له لويو نيمګړتياؤ څخه ګڼل کېږي چې لېدونکي يي هيڅکله له خپرولو سره جوړ نه دي.
محمدرضا فايز د خپل ١٣-١٤ کلن زوى سره د کابل په نوي ښار کې د سيمسارۍ په دوکاندارۍ بوخت دى، د هغه د سرسپين وېښتان او ظاهري بڼه نوموړى لږ تر لږه شپېته کلن راښيي وايي، هره ورځ د مرګ ژوبلې خبرونه دده اودده د کوچنيانو پر اروا بده اغيزه کوي.
هغه زياتوي: " ټلوېزونونه بايد داسي څه خپاره کړي چې زموږ دهيوادوالو راتلونکي ته هيله پيدا او کار ته ملا وتړي."
د کابل ښار يو بل اوسيدونکى ٢٧ کلن کبير وايي:" کله چې د ښوونځي د جوړېدو خبر له کوم ټلوېزيون څخه واورم نو ډيرخوښ شم خو برعکس د ځانمرګي بريد او چاودنې پېښه مې پر مغزو ناوړه اثر کوي آن دا چې ډوډۍ مې هم خوا ته نه کېږي."
خو ٢٨ کلن جمشيد چې د کابل ښار د چنداول اوسيدونکى دى د ټلويزيوني خپرونو ته له بلي زاويي څخه ګوري او وايي، د ډيرو ټلوېزونونو موسيقي د خلګو غوږونه ور پړسولي دي، ټوله ورځ ساز دى، نڅاوې او موسيقي ده ، دده په خبره دغه ډول خپرونې د يوه مسکېن او بیچاره هيواد لپاره هيڅ ګټه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې يوه ډله د کابل ښاريان بيا د خپلو نومونو په نه يادولو سره د يو شمېر په زړه پوری خپرونو نومونه داسې په ګوته کوي لکه : (صحت براي همه )، (فرهنګ وتمدن اسلام )، (کاخ بلند)، (هزارخوشۀ عقيق)، (ګفتمان)، (بانو)، (امروزامشب)، (بامردم ) ، (قاصدک)، (حقيقت)، (انوارهدايت) ، (وادي ګرګ ها) .
ددې برعکس يو شمېر بيا د څو داسی خپرونونو او سريالو نومونه يادوي چې دوى ورڅخه ناخوښه دي او خپرول يي نه غواړي لکه : (افغان مدل)،(موج ها) ، (عروس خرد سال ) ، ( سپېده ها) ، (هيج لند) ، ( رزم و بزم ) ،(کشتي کج) (امتحان زندګي)، ( آهات ) او یا هم دی ته ورته نور ايراني او هندي سريالونه او د موسيقۍ خپرونې چې ددوى په وينا يي ترخپرولو، نه خپرول څو ځله غوره او ښه دي.
د ځينو مخاطبينو په وينا ولی يوه ډله ټلوېزوني څانګي يوازي منفي او د ناامنيو خبرونه خپروي او ولی يي د روزنيزو خپرونوکچه ټيټه ده ؟؟
د طلوع ټلوېزيون د خبري څانګې مسؤل مجاهد کاکړ وايي: " موږ په خبري سرويس کې کورني، باندني، اقتصادي، سپورتي او فرهنګي خبرونه لرو او د خبري ارزښت له مخې پيښې په پام کې نيسو."
ښاغلى کاکړ وايي هر کله چې د هيواد په کوم ګوټ کې ښوونځي، روغتون يا هم لوبغالى نوې جوړيږي، موږ يي خبر خپروو.
خو د طلوع ټلوېزيون د نورو خپرونو په اړه يي ځواب ويل له خپل کاري واک څخه پورته وګاڼه او د ځواب ويلو لپاره يي بل څوک راوپيژاند، لنډه داچې ددې څانګي هيڅوک چمتونه شو چې ددوى د خپرونو او سريالونو په اړه د خلکو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب ووايي.
د رسنيو څارونکى صديق الله توحيدي وايي : " انځوريزي رسنۍ په دوه دليلونو سره ناچاره دي موسيقي او سريالونه خپاره کړي، لومړى دا چې تر اوسه پوري موږ په هېواد کې پروډکشنونه او د وړموسيقۍ کارځايونه نه لرو، دوهم دا چې رسنۍ له مالي ستونزو سره لاس او ګريوان دي نو دوى اړ دي چې د سوداګريزو خپرونو او يا هم د خپرونې په منځ کې کله ناکله د تفريحي او ذوقي خپرونو (موسيقي او سريال) په خپرولو سره کولاى شي خپل مخ ته پرتې مالي ستونزي حل کړي.
نوموړى ددې د ليلونو ترڅنګ وايي، يو شمېر داسی رسنۍ هم شته چې له يوې مخې ملي ستراتيژي يا هم ملي موخي نه لري، يوازي خپلې ورځې او شپې تېروي.
ښاغلى توحيدي زياتوي: ټولي رسنۍ د ولس لپاره دي او بايد د هيواد ولس په ګټه داسي معياري خپرونې وړاندی کړي چې هېواد او ولس ته ګټه ولري، او دغه رازخلک ور څخه يو څه زده کړي.
ښاغلي توحيدي يو بل ټکې ته په اشارې سره وويل:" که چېري په هيواد کې د فلم جوړولو مؤسسې او د رسنيو څانګې د دولت او نړيوالې ټولنې له خوا ملاتړ ترلاسه کړي نور سنۍ به د باندنيو اړتياؤ څخه وژغورل شي ."
خو نوموړي دغه خبره يو مخ ونه منله چې د يوشمير انځوريزو رسنيو ټولې خپروني د خپرېدو وړ نه دي، دى زياتوي که چېري رسنۍ جنګي خبرونه خپروي بايد ترڅنګ يي د بيارغوني، سپورتي او فرهنګي خبرونه هم له ياده ونه باسي او په همهغه ډول يي خپاره کړي.
دده په خبره د بياروغونې خبرونه هغومره ډيرنه دي چې ټول خبري سرويس په بر کې ونېسي په داسی حال کې چې جنګي او اطلاعاتي خبرونه د نورو خبرونو په پرتله ډير وي.
اوس پوښتنه دلته داده چې کورنۍ د خپلو کوچنيا او یا تنکېو ځوانانو په وړاندی د ټلويزوني څانګو د بې ارزښته خپرونو د لېدلو پر مهال څه مسؤليت لري؟؟
فضل احمد غروب یو ځل بیا وايي چې د ښوونې اوروزنې پوهانو، کورنۍ د کوچنيانو د روزني او شخصت جوړوني لپاره ځانګو بللې ده، د کوچنيانو د روزنې د څرنګوالي په لار کې د هغوى په هيلو او غوښتنو باندي پوهيدل او ځان خبرول ډېر ارزښت لري.
بله پوښتنه داده چې آيا د هېواد د ښوونې اوروزنې په سيستم کې د ناوړه زده کړې په مخنيوي کې د رسنيو له لارې کومه چاره لټول شوي ده ؟
دا چې ښوونه او روزنه کولاى شي د يوې ټولنې د پرمختګ په لار کې ګړندي ګامونه واخلي او د بداخلاقۍ او تاوتريخوالي له منځه وړولو لپاره ګټوره واقع شي، د ښاغلي غروب په خبره دا نو د يوې ټولنې پر بلې ټولنې د اغېزې شیندلو په څرنګوالي پوري اړه لري.
ددې پوښتني په ځواب کې چې که د يوې ټلويزوني څانګې ځيني خپرونې ګټورې نه وي نو د هغوى پر ځاى بايد څه ډول ګټورې خپرونې خپرې شي؟
غروب زياته کړه کېدای شي د هغو خپرونو پر ځاى د ټرافيکې قوانينوپو هاوى، د غيري اخلاقي پيښو په وړاندی د خلکو مسؤليت، د معيوبينو او معلولينو د لاس نيوي، د چاپيريال ساتنې، فردي او ټولنيزې خواپاکۍ ته پاملرنه او همدارنګه د نورو موضوعاتو په اړه خپرونې جوړول او وړاندی کول خلکوته ډيرې ګټې لري.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت څخه وروسته په دی اتو کلونو کې د رسنيو دغه يو څه وده هم د روان حکومت لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده.
که څه هم اوسمهال يو شمېر رسنۍ د وړ او ښه کېفيت توليداتو د نه درلودولو له امله د نيوکو تر دروند بار لاندې راځي خو بيا هم په ټوليزه توګه د رسنيو دغه لږ ودې خلکو ته په هر اړخيزه برخه کې ډېر څه ورکړي دي، او که وکتل شي د رسنيو اوسنى حالت اته کاله وړاندی هيڅکله داسي نه ؤ چې پر دولت او چارواکو دی نيوکې وکړي او د دموکراسۍ لپاره دی خپل ږغ پورته کړي، ځکه په داسې کړو هره ګړۍ له بيلابيلو ننګونو سره مخامخ کېدلې.
خو اوس د رسنيو دغه روان بهير ته کلکه پاملرنه په کارده ترڅو ددغي کلکې پاملرني په رڼا کې خپله ټولنه د دیموکراسۍ پر ارام ټغر باندې خوشحاله ووينو څو د راتلونکي جوړ، سمسور او کامران افغانستان لپاره يو نوى زېرى راکړي .

