alt

که څه هم د سینما هنر د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د خلکو په ژوندانه کې ژور مثبت بدلونونه رامنځ ته کوي، آن تردې چې ځینې یې په ملیاردو ډالره کلنی عاید لري، خو په افغانستان کې بیا هر څه په بل ډول دي او خلک دغه هنر په درنه سترګه نه ګوري.

کلونه وړاندې په افغانستان کې د سینما حالت غوره وو، ډلې ډلې خلک به د بیلابیلو فلمونو د لیدولو لپاره ورتلل، خو اوسمهال سینما ته د خلکو ورتګ کم شوی، او یواځی هغه خلک ورځي چې عمرونه یې له ۱۴ نه تر ۲۵ کلونو پوري وي، په داسی حال کې چې شاوخوا دوه لسېزی وړاندی به زیات شمیر خلک د کورنۍ له غړو سره سینماګانو ته ورتلل او فلم به یی د پند او عبرت لپاره لیدلو، خو اوس دا هر څه سرچپه شوي دي. 


د کابل ښار یو زیات شمیر نندارې (سینماګانی) چې د کورنۍ جګړې پرمهال لا هم د خلکو پر مخ پرانیستې وې او خلک به هره ورځ ورتلل، خو اوسمهال یواځی یو څو ګوته په شمار نندارې په کابل ښار کې شته چې ډیر لږ مینه وال لري، د ځینو مینه وال په ورځ کې له ۵ څخه تر ۱۵ پوری رسیږي. یو لدې نندارو څخه د کابل ښار د باغ بالا په سیمه کې د اریوب نندارې ( آریوب سینما) ده، کله چې یو څوک ورننوځي د موسیقۍ د لوړ آواز سره سره ورکې چوپتیا احساس کيږي،  په دیوالونو يې لکه د نورو سینماګانو په څیر د کورنیو او بهرنیو فلمونو لوی لوی عکسونه او پوسترونه لیدل کيږي.

د ورځې شاوخوا یوه نیمه بجه وه د اریوب سیمنا ته ورغلم د کارکوونکو نه پرته ورکی بل هیڅوک نه لیدل کیدل، د لیدونکو په وینا یي هغه له شوره ډکه سینما چې یو وخت یي ځانګړی نوم درلود اوس چوپه چوپتیا خوره وه، یواځې یو کوچنی تلویزون ورکې چالان وو او بس.

 د سینما د کارکوونکو په وینا امنیتي حالات خراب دي د فلم مینه وال کم تر سترګو کيږي او آن تر دی چې زیاتره وختونه یې د ورځې لیدونکي تر پنځو تنو هم نه اوړي، دوی زیاتوي که حالات همداسې وي لکه د بهارستان سینما په څیر به دا هم ډیره ژر وتړل شي.


د کابل په ښار کې اوسمهال په کم شمیر سینماګانې کار او فعالیت کوي چې له ډلی څخه یی د پارک ، سینماپامیر، او آریانا هغه سینماګانې دي چې یو څه لیدونکي او مینه وال لري، چې ډیری تنکي ځوانان او د ښوونځي زده کوونکي جوړوي.


د اریانا نندارې (سینما) یو تن مسؤل د نوم په نه ښودلو سره راته وویل: دوی په سینما کې هغه څه وړاندې کوي چې وکولای شي د مینه والو پام ځانته راوګرځوي، ډیری امریکايي، جاپاني ، کوریایي ، هندي، پاکستاني او افغاني فلمونه  نندارې ته وړاندي کوي.

نوموړي زیاته کړه، هره ورځ دری وخته د سهار لس نیمې ، د غرمی یوه نیمه او دری نیمی بجې بیلابیل فلمونه مینه والو ته وړاندې کوي، خو د اوس لپاره د هندي فلمونو بازار تر نورو ټولو ګرم دی او ډیر مینه وال لري.


د شهرنو پارک سینما هغه سینما ده چې د دشمن په نامه یو زوړ هندي فلم ورکی نندارې ته وړاندی شوې او مینه وال یې هم ډیری تنکي ځوانان دي.


۱۴ کلن صمیم چې ځان د کابل ښار استوګن را پیژني او د شهر نو "پارک سینما" ته د فلم لیدلو لپاره راغلی دی وایي: د کابل ښار د یوه ښوونځي زده کوونکی دی چې اوسمهال یې ښوونځې د سړې هوا له امله تړل شوې، دا یي اووم ځل دی د پارک سینما ته ورځي او هغه فلمونه وینې چې کیسه ولري، دده په وینا که څه هم خوشحالیږي افغاني فلمونه ووینی خو په سینما کې دومره چلښت نه لري همدا لامل دی په سینماګانو کې هندي فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي.


ایمل چې یو بل تنکی ځوان دی او تازه یې ږیره پرمخ راغلی وایې دی هم زده کوونکې دی او د خپل ملګری صمیم په غوښتنه دلته د فلم لیدو ته راغلی او غواړي فلم وویني، تر دی وړاندې دری ځله سینما ته ورغلې او ډیری هغه هندي فلمونه ګورې چې سنیل شټي، آجی دیوګن،سنجیدت او اکشی کمار په څیر هندي فلمي لوبغاړي ولري. 


په همدی اړه د افغان فلم له مرستیال همایون پائیز وویل: سره لدی چې د افغان فلم ریاست له بهر څخه د فلمونو په راوړلو کې خپله هڅه کړې چې په دغو فلمونو کنترول ولري، خو ډیری فلمونه د قاچاقیانو له لارې هېواد ته راوړل کیږي او په تور بازار کې پلورل کیږي چې په دې برخه کې د افغان فلم هڅو ډیره کمه پایله ورکړی ده.


پائیز د بهر څخه د فلمونو په راوړلو کې د امنیتي بنسټونو او سرحدي پولیسو مرسته او همکاری د افغان فلم سره اړینه وبلله، او زیاته یې کړه چې د دوی له مرستې پرته په یواځې سر نه شي  کولای د اخلاقي فساد زیږوونکو فلمونو مخه ډب کړي.


که څه هم د ایمل او صمیم په څیر د سینما مینه وال چې لا تنکي ځوانان دي، او وایی د بی کارۍ له امله راغلي فلم ووینې، خو بل لوری ته دیرش کلن عبدالله چې ځان د هرات ولایت استوګن راپیژنی وایې تازه له هرات ولایت څخه د خپلو ستونزو د حل په موخه کابل ته راغلی دی. دده په وینا د غم غلطولو لپاره سینما ته له دوستانو سره راغلی او غواړي کله چې خپل کارونه خلاص کړي وروسته به د خپلی خوښي وړ فلم که نندارې ته وړاندی شي، وویني.  


عبدالله وایې:" شاوخوا شل ځلې یې سینما ته په بیلابیلو وختونو کې مخه کړي، خو هغه فلمونه ویني چې ډیری بربنډې او لوڅې برخې ونه لري، هغه فلمونه چې اصلاحي بڼه یې په انحرافي بڼې غښتلي وي."



په همدی اړه د کابل ښار د جمهوریت مارکیټ یو تن سي ډي پلورونکی صابر ددی پوښتنو په ځواب کې چې کوم فلمونه زیات لیدونکي لري او څوک دي وایې: دا مهال هندی فلمونه د افغاني او امریکایي فلمونو په پرتله زیات لیدونکي لري او هر ورځ يې هغه کسان ترې  وړي چې له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې عمرونه لري.


دده په وینا د هندي فلمونو مینه وال ځکه ډیر دي چې فلم جوړونکي کمپنۍ پری زیات لګښت کوي، څېری ، موسیقي او بک ګرونډ د یوه بل سره سر خوري، که سوداګریزه هم دي لیدونکي يې نه پوهیږي چې فلم جوړ شوی او که ټولې صحنی حقیقت لري؛ خو افغاني فلمونه بیا لکه د پاکستاني فلمونو په څیر دا ټولی برخي له یوه بل سره سمې نه تړل کیږي او نه هم پرې هغومره پانګونه کیږي، او بله دا چې کیسه یې هم ګونګه وي همدا لامل دی چې افغاني فلمونه کم لیدونکي لري.


صابر زیاته کړه:" د افغاني فلمونو په پرتله دا مهال د افغاني موسیقۍ مینه وال زیات شوي دي د ځوانانو سربیره یي د پاخه عمر خاوندان هم د رنګارنګ سندرو پټې وړي."


که څه هم دامهال د افغاني سیمناګانو زیاتره مینه وال ځوان کهول جوړي هر څوک کولای شي ورشي او د خپلی خوښی وړ فلم ننداره کړي، خو شاوخوا شل کاله وړاندی سینما ته ورتګ ستونزمن وو، هغه کسان چې عمرونه به یې کم او یا به هم د ښوونځې زده کوونکی وود ځینو فلمونو لیدلو ته نه ورپریښودل کیدل.


۵۵ کلن ګل محمد هجران  چې خپل ځان د سینما له مینه والو څخه ګڼي وایې: شاوخوا څلویښت کاله کیږي چې سینما ګانو ته ځي او بیلا بیل فلمونه لکه امریکایې، جاپاني، هندي او افغاني وېني خو دا مهال افغاني فلمونه  په سینما کې ډیر نه ښودل کیږي او د سي ډي په ډول په بازار کې پلورل کیږي.


هجران ددې پوښتنی په ځواب کې چې د پخوانۍ او اوسنۍ سینما او فلمونو تر منځ توپیر شته که نه وویل: بلی دومره توپیر لري لکه ځمکه او آسمان، ځکه پخوا به چې هر ډول فلم په سینما کې نندارې ته وړاندی کیده هغې به یوه کیسه او پند درلود، ښوونیزه بڼه به یې درلوده او خلک به یې سمی لارې ته هڅول کورنۍ به دهغی لیدلو ته راتلې، خو اوس ټول هغه فلمونه نندارې ته وړاندي کیږي چې نه پند لري او نه هم کیسه، سرتر پایه ګډوډي وي لنډه دا چې فلمونه تجارتي بڼه لري.


نوموړی زیاتوي اوسني فلمونه چې سوداګریزه بڼه لري نه کیسه او پند، تنکي ځوانان په ټولنه کې له بیلاری او ورانکارۍ ته هڅوي، زده کوونکي ښوونځی پریږدي او په هغه شل دیرش افغانیو چې مور او پلار يې ورته ورکوي فلمونه ګوري د ازموینې پرمهال ناکام او پایله يې دا شي چې د ښوونځي نه یې زړه تور ژوند يې تباه او بدبختي ورته مخه وکړي.


دا خبره د افغان فلم مرستیال همایون پائیز هم مني او وایې اوسمهال افغان سوداګر له بهر څخه فلمونه په ځانګړي ډول د هندوستان هیواد څخه  راوړي، او افغان فلم یا دولت ورکې کوم کار نه لري، دغه راز سیمناګانې هم په نامه دولتي دي خو له هغو خلکو سره اجاره دي چې له بیلابیلو مراجعو سره اړیکي لري، دغه کسان هغه فلمونه نشر ته سپاري چې خپله خوښه یې وي.


سره لدی هم داسی قوانین شته چې سینماګانو ته د تنکیو ځوانانو او د ښوونځیو زده کوونکو د ورتګ مخه نیسي خو بیا هم شته قوانین د شخصي ګټو لپاره تر پښو لاندی کیږي، چې دا کار په افغانستان کې د اداری فساد یوه بله ښکاره بیلګه ده.