په داسې حال کې چې قره قل د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو توکو څخه شمېرل کیږي، خو یو شمیر دغه ګټه نامشروع او ناروا بولي.
نوی زیږیدلی وری کله چې وغواړي په لړزیدلو پښو ودریږي او په لاره تلل زده کړي، خو بیواکه شي او بیرته په ځمکه راپریوځي.
په دی وخت د "رحمت بای" نظر کې د نوې زیږیدلی وری پوستکی ته چې الوتې رنګ یې درلود، میده میده ول په ول ،ګلان یې لا خلاص شوي نه وي خپل ځان ته راجلبوي، او خپلو کسانو ته حکم کوي چې د وری سر له تن څخه جلا کړي.
کله چې دغه نوی زیږیدلی وری ځان د چړې لاندې اوویني، نو له ډیرې بېوسی نه په بع، بع، بع،سرشي او مور یې چې تر اوسه یې لا د لنګوال دردونه نه دي هېر کړي، تر څو چې خپل بچي ته پام ور اړوي اوبه له ورخه تیریږي او یو غمژن غږ یې د اعتراض په ډول له خولې نه اوځي، بع، بع، بع، او همداسې یې غږ ورو په ورو تیزیږي لکه چې خپل غږ د نورو پسونو غوږونو ته رسوي څو ورسره غمرازي ښکاره کړي، یوه شېبه لا نه وه تیره شوې چې ټولو په یوځای بع ، بع ، بع ، بع ،اوازونه شروع کړل.
پسونه د خپل غږ له پورته کولول وروسته یو له بل سره نږدی او خوله په خوله شول، ته به داسی فکر کوې هغه خطر چې دوی ته مخامخ دی یو بل خبروي.
یا خو یی هم فکر کاوه په خپل دغه کار به د قرقل د نوی زیږیدلی وری ژوند وژغوري، فکر یې کاوه دوی به وتوانیږي د قصاب په لاس د ورکي د حلالیدو مخه ونېسي، هغه څه چې له امکان څخه لېری ؤ، خو ګټه یې څه وه، د پسونو مالک "رحمت بای" د ورکي د ژوندي پاتی کیدو اجازه نه ورکوي.
رحمت بای چې د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالی د پوګاني خدر د قریې اوسیدونکی دی وویل:" ډیر ښکلی دی، په لوړه بیه به وپلورل شي".
هغه ادعا کوله د وري په حلالیدو سره یی مور د بچی له جنجال څخه بریا مومي، او راتلونکی کال به د نوي بچي راوړلو ته تیاره شي.
بای په داسې حال کې چې چپن یې په خپلو پراخو اوږو سموله داسې ټنګار کاوه، که چیرې دغه نوي پیدا شوی وری حلال نه کړي د څو ورځو په تیریدو سره په خپله مري، نوموړی د مېږی ډنګروالی ته ګوته نیسی او دلیل راوړي مېږه نه شي کولای خپل بچي لوی کړي.
خو ولی د قرقل وري د مېږی له ګیډی نه ویستل کیږي او یا هم له زیږون وروسته حلالیږي؟
ویل کیږي کله چې د وري له زیږون څخه څو ورځې تیرې شي نو د پوستکي ګلان یې ورو، ورو سپړل کیږي چې په دی کار سره خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
رحمت الله بای چې په شاوخوا خلکو کې په « مینگ قولی بای » یا د زرګونو پسونو په خاوند مشهور دی، ویاړي چې دې قره قل د پوستکو په تولید یې شهرت موندلی دی.
د قره قل د پوستکو سوداګري د افغانستان یو له پخوانیو کلتوری صادراتو څخه شمېرل کيږي، که څه هم اوسمهال دغه صادراتی توکی د قرقل پسونو د نسل د لمنځه وړلو او کموالی له امله تر نېوکو لاندی دی.
د مزار شریف د ښار یو تن اوسیدونکی او د قره قل د پوستکو سوداګر محمد عسکر سلطاني وایي: د قرقل سوداګری د افغانستان په شمال کې د هغوې په حرفه او کسب بدله شوی، او هغوی نسل په نسل په دی سوداګرۍ کې بوخت او د پوستکو د جلابانو په نامه شهرت لري.
په داسې حال کې چې ویل کیږي د افغانستان شمالی ولایتونو بلخ، قندوز، جوزجان، شبررغان او فاریاب کې خلک نه یواځې دا چې د قره قل د پوستکو په خاطر د قرقل د وریو په وژلو لاس پوری کوي، بلکه دوی بلاربی او حامله مېږې له لنګوال څخه د مخه د قرقل د پوستکی د ترلاسه کولو لپاره حلالوي، خو سلطاني دغه کار ددې سوداګری د مخالفینو خلاف تبلیغات بولي.
سلطاني په داسې حال کې چې د کوټې په دیوال يې ځړیدلو پوستکو ته اشاره کوله، ومنله چې نوی زیږدلی وري د پوستکي د بیې لپاره حلالوي. نوموړی زیاتوي د حامله میږو او د نویو پیدا شویو وریو وژل تاید کړل خو ټینګار یې کاوه چې دا بې ځایه تبلیغ دی، او رقیبان یې نه غواړي چې خارج ته دې د قره قل پوستکي صادر او د وطن اقتصاد وده وکړي.
دلته سوال پیدا کیږې چې د نړۍ په بازار کې د قره قل د پوستکو ترټولو زیات مصرف کوونکی کوم هېوادونه دي؟ سوداګر په دې اند دي چې انګلستان، ډنمارک، او فنلینډ د قره قل تر ټولو ستر پیرونکي دي.
د مزار شریف یو بل سوداګر نقیب الله ارژنګ، د قرقل د پوستکو د لاسته راوړلو په هکله وایې: د قره قل پوستکي ډيری په دوه طریقو بازار ته وړاندې کیږي، یوه دا چې مالداران یې په ځانګړې توګه په بازار کې پلوري، او بله دا چې قصابان له بازار نه( د صحت عامې د تاید د ټاپې نه بغیر) څو میږی اخلي او په خپل سر یې په هر ځاې کې چې خوښه شي حلالوي او له خیټو نه یې بچي را اوباسي او پوستکي یې د خرڅلاو لپاره په سوداګرو پلوري.
دا چې قصابان ولې د صحت عامې د تاید مهر نه اخلي ، دلیل راوړی او وايي چې صحت عامه د حامله میږو د حلالولو اجازه نه ورکوي کیدای شي چې د بلاربو میږو غوښه به د روغتیا لپاره ګټوره نه وي، او د ناروغیو لامل به وګرځي.
ارژنګ زیاته کړه ځینې سوداګر قصابانو ته لا له وړاندی پیسی ورکوی تر څو "تقر" یا نوی زیږیدلی وری ترلاسه او اخیستونکې یی بیا ډیری پیسی پری وګټي.
داچې د بلاربو میږو حلالول یا مخکې له زیږون څخه د هغوی له خیټو بچي راویستل، د روغتیا لپاره ستونزې راولاړوي که نه؟
د بلخ ولایت د وترنري د خدماتو آمر ډاکتر محمد هاشم وایی: د بلاربو حیواناتو حلالول خو یو د اسلام له نظره هم منع ده، او بله دا چې غوښه خوړل یې د هاضمې جهاز د خرابوالي لامل ګرځي.
هغه زیاته کړه هغه میږې چې بچې یې په خیټه کې ضایع شي کیدای شي بیلا بیلی ناروغۍ لکه "بروسلوز" او یا نوری ... ولري په ډیره سادګۍ سره انسانانو ته ولیږدیږي. دده په وینا دداسې مرضونو شمېره چې له حیوان څخه انسان ته سرایت او لیږد لري تر ۳۰۰ ډولونو پوری رسیږي.
آیا د دغو بلاربو حیواناتو ( چې بچي یې د زیږیدو نه د مخه ضایع کړي وي) د غوښې خوړل، په دغه مرض د انسان اخته کیدل، څومره حقیقت لري؟
ددغه ولایت د عامی روغتیا ریس ډاکتر میرویس ربیع ادعا کوي او وایی ډیری هغه خلک چې حفظ الصحه نه مراعات کوي او د حیوانې محصولاتو څخه ګټه پورته کوي د بروسلوز یا دی ته ورته نورو ناروغیو چې له حیوان څخه انسان ته سرایت کوي اخته کیږي.
داکټر ربیع زیاته کړه : ډیری هغه ناروغان چې په حیواني ناروغیو اخته او د علاج لپاره یې کلینک ته په ځنډ مراجعه کړي وي، بلاخره ددغه مرض له لاسه مړه شوي، چې نومونه یې ددغه کلینک د راجسټر یا د درج په کتاب کې ثبت شوي دي.
خو د اسلام له نظره د قره قل د میږو د نویو زیږیدلو بچیو وژل روا دی که ناروا؟
په دی اړه د بلخ په ولایت کې د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجه د روضې خطیب مولوي محمد قاسم وویل:" که چیرته نوي زیږیدلي وري ووژل شي نه یوازې ددې حیواناتو په حق کې بلکه د مسلمانانو د حلالی تغذیې په برخه کې مو پاملرنه نه ده کړی."
هغه ټینګار کوي چې داسې یو آیت یا حدیث نشته چې د مور په خیټه کې د یو حیوان د وژلو اجازه ورکړي.
د بلخ ولایت د حج او اوقافو پخوانی ریس مولانا عبدالنافع هم دا خبره مني او وایی چې د پوستکو په خاطر د بلاربو میږو او ووریو حلالول د ناروا کارونو له ډلی څخه دی.
داسی ویل کیږي چې د طالبانود واکمنۍ پرمهال دا کار ناروا بلل شوې وه چې تقریبا د قره قل د پوستکو سوداګري نږدی هیڅ ته رسیدلې وه، خو د ددوی د پرځیدو نه وروسته د سوداګرو پام بیا د غه سوداګری ته واوښت.
ددې پوښتنی په ځواب کې چې د طالبانو په وخت کې ددغه ډول پوستکو سوداګري ولې له زوال سره مخ شوه، هغه وویل، یو خوا خو د سیاسي اړیکو په وجه بهر ته صادرات ډیر کم وو او له بله پلوه طالبانو خلک دیته اړ کول څو لونګی په سر کړي، خلقو ایجازه نه لرله چې قره قل دې په سر کړي.
خو یوی بلی سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي داسې ویل طالبانو په ښکاره نه غوښتل چې شمال او ټول افغانستان دې په اقتصاد کې ترقي وکړي، پداسی حال کې چې په دی ښه پوهیدل چې قره قل او قالین د افغانستان د له مهمو سوداګریزو توکو څخه شمېرل کیده.
د بلخ ولایت د قره قل د پوستکو یو بل سوداګر سید محمد بیا وایی:" که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پرمهال قره قل نزول ته رسیدلی وو خو بیا هم په پټه توګه اول پاکستان ته او بیا نورو هیواودونو ته لیږیدل".
هغه زیاته کړه ما په ۲۰۰۹ میلادی کال کې ۲۱۰۰۰۰ په شمار د قره قل پوستکې له هیواد نه د باندې لیږلي چې ډيرو یې تور او الوتی رنګ درلود.
سره لدی چې سیدمحمد ددومره شمېر پوستکو بیه د ۵ ملیون ډارلرو شاوخوا په ګوته کړه، خو بیا هم ادعا کوي چې دغه رقم ډیر لږ او له هغې نه راضي نه دی.
د بلخ ولایت د سوداګرۍ دخونی ریس سید طاهر روشن زاده وایې چې په افغانستان کې د قره قل د پوستکو د سوداګری تاریخچه۶۴ کالو ته رسیږي، د صادراتو کموالي یا زیاتوالي په بیلابیلو وختونو کې توپیر درلود.
د هغه په وینا د قره قل د پوستکو صادرات له ۲۰۰۳ میلادي کال نه ورسته ورځ په ورځ په پیاوړی کیږي چې تر ټولو زیات رقم يې په ۲۰۰۶ کال ته رسیدو چې په دغه کال کې ۱۰۰۰۰۰۰ جلده پوستکي له هیواده خارج ته صادر او نږدی۵۰۰۰۰۰۰۰ ډالر عاید یې درلود.
لیکن دده په اند د قره قل صادرات د تیرو کلونو په نسبت د ۲۰۰۶ میلادي کال په پرتله ډیر فاحش کم شوی چې لامل یی نړیوال اقتصادی رکود شمیرل کیږي.
په همدی حال کې د افغانستان د سوداګریزو خونو د صادراتو د عمومي ریاست مدیر وایی د ۱۳۸۷ هجری کال ټول صادرات ۱۳۸۷۰۰۰۰ ډالرو ته رسیږي، چې فنلنډ ، ډنمارک ، انګلستان او چین هیوادونو ته صادر شویدي.
د قره قل پوستکي په څو پړاوونو کې تیاریږي؟
د مزار شریف یو بل تن محمد ایوب چې د قره قل د پوستکو کاریګر دی د قرقل د صادراتو لپاره د دغو پوستکو د جوړولو او تیارولو د پړاوونو په هکله داسې وایې: د ووري له حلالولو او پوست کولو وروسته له ۵ نه تر۲۵ پوستکو پوری له مالګې ورکولو وروسته پوستکې سرپه سر د څه مودې لپاره کیښودل کیږي، وروسته بیا د یوې ورځې لپاره لمر ته اچول کیږي چې وچ شي ، په آخر کې یې کاریګر( پخوونکی) پخوي.
ددغه کاریګر په وینا ، چې د پوستکو پاکول او مالګه ورکول لدی امله دی چې خراب نشي او بیا یې وروسته تراشي او وچه وي یی.
د قره قل د پوستکو پخول څنکه کیږي؟
هغه اوویل د قره قل پوستکي د غوایی په پوستکي کې د اوربشو د اوړو او اوبو سره یو ځای د ۱۸ نه بر ۲۰ ورځو پورې کیښودل کیږي د کاریګرانو په اصطلاح چې پاخه شي ، وروسته مینځل کیږي بیا وچیږي، په بل پړاؤ کې خرخره او ټکول کیږي.
هغه زیاته کړه چې له خرخرې او ټکولو نه مطلب پاکول او تراشل دي.
.
یاد صنعت ګر زیاتوی: دغه پوستکي په منظمه توګه قینچي او وروسته یو داسې ماهر ته چې پدې څانګه کې ځانګړی مهارت لري ورسپارل کیږي چې د صاراتو لپاره یې په مختلفو اقسامو تقسیم او تیارکړي.
د هغه په وینا د قره قل د شکل او پیژند ګلوی لپاره له لسو نه تر شلو کلونو پورې تجربې ته اړتیا ده څو وتوانیږي په درست ډول ددغو اقسامو پیژندګلوي او درجه بندي وکړای شي.
دایوب په وینا د افغانستان د قره قل پوستکي په نړیوال بازار کې له قالینو وروسته د افغانستان د سوداګریزو توکو څخه شمیرل کیږي.چې په اول پړاو کې ډنمارک ، فنلنډ ، او انګلستان هیوادونو ته صادریږي، او نور هیوادونه یې بیا له دغو نوموړو هیوادونو څخه پیري، چې لدې نه په زینتي ،باکیفیته او ګرم لباسونو کې کار اخلي؛ خو په افغانستان کې د قرقل له پوستکې څخه ډیری د قرقلی خولۍ جوړی او د ګټې اخیستنی لپاره مالدارو او کاکه ګانو ته وړاندی کیږي.
د مزارشریف یو بل تن اوسیدونکی ستارخان چې د واړه ګل والا قره قلي یې په سر وه داسې اوویل :" له شلو کالو راپدیخوا له قره قلی نه استفاده کوم، کومه ورځ چې مې قره قلي په سر نه وي نو داسې انګیرم چې سر مې درد کوي، کیدای شي عادت مې ورسره اخیستی وي."
هغه زیاتوي تراوسه پورې مې لس قره قلیانې زړې کړي، نوموړی دا خبره ډیر ویاړ او کاکګی فکر کاوه.
دا چې د قره قلي ګنډل څه ډول تر سره کیږي؟ عبدالله چې په مزار شریف کې د قره قلي ګنډونکې دی وایی: د قره قلي جوړول آسانه کار نه دی، له ګنډلو ورسته د یوې ورځې لپاره په یو خاص قالب کیښودل کیږي، بیلابیل ډولونه لري چې له ۵۰۰ افغانیو نه تر ۵۰۰۰ افغانیو یا لدې نه هم زیات ارزښت لري. دهغه په وینا د کم ګل والا قیمت کم، او د زیات ګل والا په لوړه بیه خرڅیږي.
هغه په خندا وویل د قره قلیانو بازار د طالبانو په وخت کې کم شوی وو، خو د کرزي په راتګ بیرته ښه شو.
په اوس وخت کې د چین محلي لباس ټول د وړیو دی، او د حامد کرزي قره قلی په خارج کې ددنیا ټول پام ځانته را ګرځولې دی.

