دا د کابل ښار په ختیځ د یکه توت په سیمه کې د یوه اندیښمن سپین ګیری بزګر د خولی وینا ده، هغه ښار چې ویل کیږي په راتلونکو څو وروستیو کلونو کې د ژمي په ساړه موسم کې د واوری او باران د نه اورښت سره مخ شوی.
په تیر وخت کې د واری او باران اورښت د ژمي په موسم کې یوه عادی او معمولی خبره وه، په واورو د یوه او بل ویشتل، او داسی نوری د واورو لوبی د کابل د ښار د استوګنو له مستیو او بوختیاؤ څخه شمېرل کیده.
بزګر شیرین اغا، په داسی حال کې چې د خپل تیر عمر یو ژمنی یادګار یی راته وایه ، یوځل به غلی شو رنګ به یی تور واوښت او بیا به یې له لږ ځنډ وروسته خبری شروع کړی، خو دا ځل د ژمي په موسم کې د واوری او باران د نه اورښت له امله پریشانه معلومیده، چې دغه ستړیا او پریشاني یی له خبرو او څیری څخه له ورایه معلومیده؛ هغه څه چې نه یواځې هغه بلکه دده په څیر په زرګونه نور هېواد وال یې هم له خطر سره مخامخ دي.
نوموړي د خپل عمر د شاوخوا شپیتو کالو د بزګری د تجربی کیسه په داسی حال کې راته کوله چې د مخ پوستکی یې ګونځی شوی ؤ.۵۸ کلن بزګر په داسی حال کې چې د کابل سیند په غاړه د لومړي مکروریانو د پله تر څنګ په خپله ځمکه کې د یوي څپری لاندی ناست ؤ او د څه په اړه یی فکر کاوه، مرکی کولو ته راوباله.
د نوموړی بزګر په وینا چې د کورنۍ د غړو شمېره یې لسو ته رسیږي په خپله ځمکه کې د زیار ایستلو له لاری هغوی ته یوه مړۍ برابروي، وایي چې له دیرشو کالو راپدیخوا کال په کال د واورو او باران اورښت مخ په کمیدو دی خو صحیح په یاد نه لري چې کله دی هم ژمی له واوری او باران پرته راغلي وي کوم چې یې سږکال ویني.
له تیر څخه د کابلیانو او کابل میشتو له لوری دا یو مشهور متل دی :" کابل دی بی زرو وي نه بی واوری" دا خبره را په ګوته کوي چې د واوری اورښت د یوه امریکایی ، اروپایي اوسیدونکي او یا افغان له انده سره توپیر لري، ځکه هغوی د واوری اورښت د طبیعت د ښکلا لپاره ښه راغلاست بولي خو یو افغان، هغه د رزق دپیدا کولو او نورو ټولو لپاره یوه سرچینه بولی ، تر دی چې له سرو زرو یې هم غوره ګڼي.
شیرین اغا وایی بی سواده نه دی ښوونځی یې لوستې او باور لري، د واوری او باران نه اورښت ددی لامل شوی چې د اوبو سطحه له یوه کال څخه بل کال ته راکمه شي.
نوموړې مې له لاسه نیسي او د هغه کوهی غاړی ته می بیایی له کوم څخه چې د ۱۳ کالو راپدیخوا د خپلی شپږ جریبه ځمکی د خړوبولو لپاره تری ګټه پورته کوي او وایي، څو کاله وړاندی کولای شول د دوه مترو په واټن کې د لاس په مټ له کوهي څخه اوبه راپورته کړي، خو دا مهال د ۱۸ مترو په واټن کې هم اوبه نه لیدل کیږي.
هغه زیاتوي:" که څه هم څوک د خدای په کار نه پوهیږي خو د بنده له انده غر، ځوړی، دښتی ورشوګانی او ټوله مځکه وچه ده ، نه پوهیږم اخر به څه پیښ شي؟"
ده د خپلو خبرو په لړ کې راته زیاته کړه، سږ کال یی دوه ځلې د تلی او لیندی په میاشتو کې د کاهو او نورو سبزیو تخمونه په دی هیله تر خاورو لاندی کړي چې واوره به اورښت وکړي، خو کله چې ونه وریده ځمکه وچه او تخمونه یی هم شنه نه شول، او که شنه شوی هم وو بیرته وچ شول.
بزګر په داسی حال کې چې کرل شوی کاهو یی را ته په ګوته کاوه وویل نبات له خاوری څخه د تیغ وهلو وروسته بیرته وچ شوی، خپل مخ یی ماته را وګرځاوه او وی پوښتل: " له وچې ځمکي هم څه شنه کیږي؟ که چیری حالات همداسی دوام وکړي، د بزګرو ټغر به هم ټول شي".
شیرین اغا په داسی حال کې چې د تیر کال د حاصلاتو د زیاتوالی څخه یې یادونه کوله وویل:" تیر کال دری جریبه ځمکي ۷۰۰ منه غنم حاصل کړی وو، تر دی مهال به څو ډوله سبزیو رشد کړی وو خو سږکال تر اوسه مو چې هر څه کرلي هغه مخ په وچیدو دي."
نوموړی په داسی حال کې چې د وچکالۍ اساسي حل لاره نه پیژني، خو وایې افغان دولت او نور هېوادونه باید بی له ځنډه ددی ناورین په اړه لاس په کار شي، که نه نو افغانان به د لوږي له لاسه ومري او یا به له هېواده کډه کولو ته اړ شي.
په همدی حال کې د هوا پیژندنی د اداری رئیس عبدالقدیر قدیر وایي د افغانستان د اقلیم مطابق په دغه هیواد کې د واوری اورښت معمولاً د لیندۍ د میاشتی څخه د کب تر پاي پوری د اوبو د منابعو او باران بیا د کب د میاشتی نه نیولی د غوایی تر میاشتی پوری د زراعت او اوسیدو د محیط (محیط زیست) لپاره حیاتي ارزښت لري.
خو هغه د باران او واوری نه اورښت یوه نړیواله ستونزه په ګوته او ادعا کوي چې دغه ستونزه د ځمکي د کری د تودوخي او اقلیمی بدلونو سره تړاک لري، دا مهال ټوله نړۍ له دی ستونزی سره لاس او ګریوان او په بیلا بیلو ډولونو یې له ننګونو سره مخامخ کړی ده .
قدیر زیاتوي د اقلیم د بدلون له مشخصاتو څخه د تودوخي د درجی تغیریدل دي، هر کله چې بی وخته هوا ګرمه او یا هم سړه شي موسم بارانی او یا هم وچکالي رامنځ ته کيږي، لکه دا مهال چې افغانستان، پاکستان او د سیمی نور هېوادونه له دغو اقلیمي بدلونونو څخه زیانمن شوي دي، دغه راز نور هيوادونه لکه امریکا، چین او اروپا د زیات باران د اورښت او سړی هوا سره مخامخ دي.
د هوا پیژندنی د اداری رئیس وایی صنعتي هېوادونه د خپلو طبعی منابعو څخه د ناوړه ګټه اخیستنی په پایله کې زیات ګل خانه ای غازونه تولید او دغه غازونه هوا ته پورته کيږي چې د اقلیم د بدلون لامل ګرځي.
د نوموړي په وینا :" په هوا پیژندنه کي وایی که یو ډالر په لګښت ورسوۍ اووه ډالره ګټه به ترلاسه کړۍ"، ده له افغان دولت نه وغوښتل تر څو د نوموړي اداره له تخنیکي پلوه مجهزه او کارکوونکي ورته ونیسي، او دغه راز له هغوی سره د مسلکي زده کړي په برخه همکاری وکړي.
د باران او د واوری نه اورښت به په د هیواد د کرنی په سیستم او ځنګلونو څه اثرات ولري په دی اړه د کابل پوهنتون د کرنی د پوهنځي رییس پروفیسورمحمدیاسین محسنی وایي: " د هوا وچوالی، د واوری او باران نه اورښت په ځانګړي دول د لیندۍ او مرغومى په میاشتو کې کولای شي حاصلات په ځانګړي ډول غنم چې د مني په موسم کې کښت کیږي او د ژمي په موسم کې کافې لمده بل (باران او د واوری اورښت) ته اړتیا لري، یوه ستر زیان دی.
محسنی زیاتوي کیدای شي د هر نبات تیغ له ځمکی سر ووهي خو د هوا سوړوالی او د واوری نه اورښت یا هم د نبات د ساتونکي پوښ نه شتون ددی لامل ګرځي دغه شین نبات بیرته وچ شي. نوموړی خپلو خبرو ته دوام ورکوي او وایې دا حالات د افغانستان په ځنګلونو په ځانګړي ډول په میوه لرونکو ونو چې کمزوری ریښی د غیر مثمرو ونو ونو لکه بلوط او څیړۍ په پرتله لري، بد اثرات پر ځای پریږدي.
د ستونزی د حل لاره څه ده؟
هغه ټینګار کوي چې دولت د کرنی مالداری اوبو لګولو، بریښنا، کلیو او پراختیا وزارتونه کولای شي له ننۍ ټکنالوژۍ څخه په ګټي اخیستنی سره د اوبو منابع مهار او له هغي ګټه پورته کړي.
خو هغه د ستونزی دایمی حل په هیواد کې د یوی ملي ستراتیژۍ په طرح او د هغي په پلي کیدو ویني او بس.
په همدی حال کې ځیني کارپوهان باور لري، د موسمي واوری او باران نه وریدل له کرنی، باغ داری او مالداری نه غیر په افغانستان کې د د اوسیدو د محیط لپاره هم جدي ننګوني د خپل ځان سره لري.

