د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې ډيرﺉ ښځې د نارینه ؤ په څیر درانده کارونه کوې، د غه کار نه یواځې کورنۍ ستونزی دې بلکه یو سیمه ایز دود هم ګرځېدلې دې چې له امله یې ښځې نشې کولای له هغې مخ وګرځوي.
دغه سیمه ایزه دودونه دې چې د ښځو په وړاندې یې بیلا بیل ښنډونه رامنځ ته کړې او نشې کولای خپلې ستونزې په خلاس مټ له نورو سره شریکې کړي. په زیاتره سیمو کې ښځې سره لدې چې د کور کارونه سرته رسوي، دې ته اړې دي چې له کوره بهر ووځې او ټول هغه کارونه چې یو نارینه یې په نورو سمیو کې تر سره کوي، باید عملي کړي.د بیلګې په ډول له غره څخه د لرګیو راوړل، ډول ډول درانده کارونه او کرهڼیزې چارې.
که څه هم د پخوا په پرتله پر ښځو باندې د درندو کارونو ترسره کول یو څه کم شوې دې خو بیا هم یاد شوی دود او دستور په هغه سیمو کې اوس هم تر سترګو کېږې، چې له ښارې سیمو څخه لېری پرتې وي، په هغو سیمو کې د ژوندانه لومړنۍ اسانتیاوې لکه څرنګه چې په نورو سیمو کې موجودې دې نشته، او که وې هم، هغه به د ګوتو په شمار وي.
په همدې اړه په ختيځو ولايتونوکي د بشري حقونو د خپلواک کمسيون د ښځو د څانګي مسووله وږمه صافۍ وايې د ننګرهار په لري پرتو، غرنيو سيمو او شينوارو کې مېرمني په درنو کارونو بوختې دي. په دغو سیمو کې زياتره مېرمنې د کور څخه د بهر د درنو کارونو په ترسره کولو مکلفې دی د بیلګې په ډول په شېنوارو کې د میرمنو په واسطه د غره څخه د لرګیو را ښتکه کول د هغوې له دندو څخه شمېرل کیږي.
اغلې صافۍ زياته کړه کره شمېره په لاس کې نلري چې په ختیځو ولایتونو د ننګرهار په ګډون، لغمان نورستان اوکنړ په ولایتونو په غرنيو سيمو کي درانه کارونه او د غرونو څخه لرګي راوړل او نوردرانه کارونه ترسره کول د ښځو له دندو څخه شمېرل کيږي .
مېرمن صافۍ وويل موږپه دې اړه د قومي مشرانو،علماوو او د قوم سپین ږیرو ته ورکشاپونه جوړکړي ترڅو دی ستونزي ته دحل یوه لاره پیدا او مخه یې ونيول شي.
که چیرې د موضوع لاملونه په ژوره توګه وڅیړو نو وبه لیدل شې، په هغو سیمو کې چې په ښځو باندی درانده کارونه ترسره کیږي ددې کار زیات لاملونه ترسترګو شي، لکه علم او پوهې له خواږه نعمته بې برخې کیدل، اقتصادي ستونزې، رواني ستونزی، د پرمختللې نړۍ په اړه بې خبري، په اسلامې اساساتو کامل نه پوهاوې، او په ځانګړې ډول د مرکزې دولت سمه نه پاملرنه ده.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي سر محمقق عبدالصمد عزیزې د یادې شوې ستونزې لاملونه په ټولنه کې د ښځې او نارینه تر منځ د مساوې حقونو نه موجودیت د یو شمېر نورو غټو او عمده ستونزو لکه اقتصادي او سمیه ایزه ناوړه دودونو موجودیت.
د نوموړې په وینا د هېواد په سلو کې دیرش میرنو ته په خپله خوښه د واده کولو حق نه ورکول کیږې او په جبر او زور میړه ته ورکول کیږي چې دغه کار په خپله په واده کې د ښځې اراده په واده کې سلبوې او ښځه د یوې کنیزې په څیر د یوې معاملې په ترڅ کې خرڅیږي.
عزیزی زیا ته کړه اقتصادې ستونزې نه یوازې دا چې ښځې یې دی ته اړې کړې چې درانده کارونه ترسره کړي، نارینه یې هم د ستخو او درندو کارونو په ترسره کولو اړ کړي دي.
لکه څرنګه چې مو په پورته ځاې کې ورته ګوت نیونه وکړه، د زیاتره خلکو له انده ددغه کار اصلي لامل بیا د مرکزې حکومت سمه نه پاملرنه ده، او دلیل راوړې که د وخت مرکزې دولتونو لکه څرنګه چې لازمه وه لیرې پرتو سیمو ته سمه پاملرنه کړې واې په وخت او مهال یې ورته د ژوندانه لومړنۍ اسانتیاوې برابری کړې واې نو، اوس به دغه شتې ستونزې تر ډیره بریده هوارې شوې وای.
دغفران الله په نامه یو تن چې ځان یې د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکې راپیژاند داسې وویل: "که څه هم دولتې چارواکو په وار، وار سره د خپل بام واورې د نورو په بامونو اچولې، او ددې کار پړه هم په سیمه ایزه وګړو وراچوي، او وایې د سیمې خلکو دولت نه پریښود چې په سیمې ته سړک تیر او هلته د ژوندانه لومړنۍ اسانتیاوې لکه د روغتیایې او ښوونیزو مرکزونو پرانیستل او داسې نور ترسره کړي.
د غفران الله په وینا که څه هم پخوا د دولت په وړاندې د همدغو سمیه ایزه وګړیو له لورې راز راز مخالفتونه کیدل، او ددغه کار مخه به یې په هر ډول چې وه، نیول کیده خو اوس چې مرکزې دولت هم شته په دغه برخه کې سمه پاملرنه نده شوی. دده په وینا دا دولت دنده ده چې خلکو ته علم او پوهه ورسوي، او خلک هم باید له دولت سره همکارې وکړي ځکه وایې "له یوه لاس څخه ټک نه خيژي" خپل ځان او کورنۍ باید د دنیوې او دینې علومو څخه باخبره کړي.
غفران الله زیاته کړه که چیرې د نړۍ نورو هیوادونو ته نظر واچوو هغوې د علم او پوهې له برکته سپوږمۍ او ستورو ته پورته کیږې ولې افغانانان اوس هم له دغو کړاؤنو سره مخامخ دې د ماشینونو کار اوس په خپله او په خپلو ښځو تر سره کوي.
دغه راز دی ته ورته ښځې د هیواد په زیاتره برخو کې د درندو کارونو په ترسره کولو سره د بزګرۍ چارې هم پر مخ بيايي او هميشه پدې هڅه کې وي چې په کرنيزو چارو کې خپله وړتيا وښايي. د افغانستان په ګڼو سيمو کې له ډيرو کلونو راپديخوا کروندګرد کوکنار په کښت بوخت دي خو د څو کلنو راهسې د نشه اي توکیو کرکیله، توليد او قاچاق د مخنیوي لپاره دولت او نړيوالۍ ټولنې هڅې پيل کړي دي .
همدغه خبره مو په ننګرهارکي دمولوي حميم د مدرسي استاد شيخ الحديث مولوي محمد ظاهر صديقي سره شریکه کړه نوموړې وايي په اسلام کي په ښځو، ماشومانو او په هرکس ددرنو کارونو ترسره کول حرام دي خو دا چي ميرمني د نورو په پرتله ضعيفي دي د اسلام په مبارک دين کي په هغوي درانه کارونوکول شرعاً حرام دي . دکایناتو څښتن او پالونکي ذات په خپل کلام کې فرمایی: "لایکلف الله نفساً الا وسعها" ژباړه: (ندی مکلف هیڅ یو نفس تر څو له وسی او توان سره یې برابر وي). نو ددې مبارک ایت اوداددوي د حقوقو تلف کول او ضايع کول دي . بايد ميرمنوباندي هغه کارونه وکړل شي چي د هغوي لپاره مناسب اوهغوي يي له توان څخه وتلاي شي .
که چیرې د ښځو اوسنۍ حالت د پخوانې سره پرتله کړو نو وبه لیدل شې چې په ټولنه کې ښځې ته د یوه مال او متاع په سترګه کتل کیږې، په کورنۍ کې غیر لدی څخه چې اسلامې او د مروجه علومو له زده کړې څخه بې برخې دي، ددې اجازه هم نه ورکول کېږې چې د کورنۍ د نارینه غړو په وړاندې خبری وکړي.
دا هر څه په داسې حال کې ترسره کیږې چې یادی شوې کورنۍ په نورو علومو سربیره اسلامې علومو ته هم لاس رسی نه لري، که چیرې د اسلام مبین دین وڅیړي نو ور معلومه به شې چې ښځې کوم حقوق لري، او په اړه ېې پلار مور، ورور او ترونه څومره مسؤلیت لري، که چیرې دغو کورنیو ته چې په لیرې پرتو کې سیمو کې ژوند کوي د اسلام د مبارک دین په اړه معلومات او زده کړه ورکول شې نو په هیڅ وجه به بیا په خپلو تور سرو (خویندو او میندو) درانده کارونه ونه کړي.

