له ښې لورې څخه کاوه آهنګر، استاد رستګار، نظری آریانا او عبدالظاهر اضطرابی
د هرات ولایت له متبحر میناتوریست فضل احمد رستګار خبری اتری

د ۱۳۸۸ د چنګاښ په دریمه د چهارشنبې په ورځ د مولانا جلالدین بلخې په دوه زره نفری تالار  په هغه غونډه کې چې د "مرکز تربیوی هرات باستان"  دزده کوونکو د فارغیدو په مناسبت جوړه شوې وه، زه د استاد مسعود جویا په بلنه د ښاغلې اضطرابی سره یوځاې هغې غونډې ته ولاړم.

د محفل په یوه برخه کې مو ددې وخت پیدا کړ چې له دوه تنو سره لیده کاته وشول، چې یو د هیواد تکړه قصه لیکونکې ښاغلې نظری وو چې کلونه پخوا مې ورسره د افغانستان د لیکونکو په ټولنه کې اشنایی درلوده، او بل هم تکړه  میناتورست استاد رستګار چې د استاد سعیدمشعل له شاګردانو څخه دې ولید چې مخکې لدی څخه مې د استاد رستګار نوم اوریدلې وو خو لیدلې مې نه وو؛ ورسره اشنا شوم.

د غونډې له پاې ته رسیدو څخه وروسته مو له دوستانو سره پریکړه وکړه چې نیم ساعت د استاد رستګار سره د هغه په کور کې پاته شو او لا نور د میناتورۍ د هنر په اړه د زړه خواله سره وکړو.

د مازدیګر شاوخوا ۵ بجې کیدونکې وې چې له ښاغلې نظری اریانا او اضطرابې سره یوځاې د  استاد رستګار کور ته چې د "باغ مراد" په سیمه کې واقع وو ولاړو. استاد په ډیر اخلاص سره زمونږ هرهکلې وکړ او ښه راغلاست یې ووایه.
هغه مهال چې د استاد سره په حجره کې کیناستو، متوجه شوم چې استاد په ښکلې او بشاشه څیره د سپین ږیرتوب نښې را څرګنده شوې دي.

له تعارف او درنګ څخه غیر په کاملا دوستانه فضا کې مو خبرې سره شروع کړې او ښاغلې اضطرابې مو دخبرو له جریان څخه یاداشت اخیست.

آهنګر: استاد رستګاره که مهربانې وکړی او ووایې چې څه وخت، او ولې دې د میناتورۍ هنر ته مخه وکړه؟

رستګار: په ۱۳۴۷ کال کې هغه مهال چې زه ۱۷ کلن او په یوولسم ټوولګې کې وم، زیاته علاقه مې د میناتورۍ له هنرسره پیدا شوه. هغه مهال د استاد مشعل خواته ولاړم، هغه مهال استاد مشعل د هرا ت په دارالمعلمین کې تدریس کاوه،او په خصوصې ډول مې ددغه هنر د زده کړې پیل وکړ او دغه موقع می ترلاسه کړه. د درې کلونو په شاوخوا کې د استاد تر څار لاندی مې د میناتورۍ هنر شاګردې وکړه او کلونه نور هم له استاد  سره نږدې همکار پاتې شوم.

آهنګر:: استاده که لطف وکړې د میناتورۍ د هنر د زوکړې په اړه معلومات راکړې چې څه وخت دغه هنر منځ ته راغلې دی؟

رستګار: سره لدی چې د تیموریاتو له دورې څخه د مخه د میناتورۍ هنر په غزنې، کابل او د خراسان په ځینو نورو ښارونو  کې کاریده، خو کله چې امیر تیمور ګورګان روم  هغه په خپل قلمرو کې راوست، یو شمیر میناتوران بغداد ته ولاړل او هلته یې په رومې ښوونځیو کې په زده کړه پیل وکړ، او له هغه ځاې څخه یې نوې سبک رامنځ ته کړ، چې د هغه سبک نوم یې "روم – بغداد" کیښود.  له هغه وروسته تیمور د روم او بغداد هنرمندان بخارا ته یوړل او هغوې یوځاې د بخارا دهنرمندانو سره د "روم – بغداد – بخارا" سبک رامنځ ته  کړ. هریو له یادو شویو مکتبونو څخه د میناتورۍ  د هنر په ترقې کې خپله ارزښتناکه ونډه اخیستې ده. خو میناتور له استاد کمال الدین بهزاد (942- 854هـق) څخه وروسته دهرات سبک دې چې دا هم خپل اوج ته رسیږې او نړیوال شهرت ترلاسه کوي.

فرهاد د شیرنۍ صورت په غر کې تراش کوې دتیمورګورګانې له مړینې څخه وروسته هرات د ګورګانیانې رهبرانو مرکز وګرځېد، تیموری سلاطین د استاد بهزاد له سبک سره اشنا شول او هغه یې د " روم- بغداد- بخارا" سبک ته زیات خوښ کړ او دهغې په پراختیا کې یې هڅه وکړه. هغه څه چې ویل کېږې د استاد بهزاد څخه به پاتې شوې وې هغه یو جلد د سعدې بوستان دې چې د مصر د قاهرې په موزیم کې ساتل کیږي. خو کلونه پخوا ما په خپله د کابل په موزیم کې د استاد بهزاد یو دوه اثره لیدلې وو، خو چې اوس به هغه اثر هلته پاتې وې او که نه زه هم تر خبر نه یم.

آهنګر: هغه مشخصات چې هراتې سبک یا داستاد بهزاد سبک  د "روم- بغداد- بخارا" له مکتب څخه  بیلوې، کوم دي؟
رستګار: هغه څه چې د استاد بهزاد سبک  د "روم- بغداد- بخارا" له مکتب څخه  بیلوې هغه په سمه توګه د  ډول ډول ځلیدونکو او رڼو رنګونو کارول په تصویرونو کې دي، چې دا کار د بهزاد ژور حساسیت د رنګونو په اړه ښکاره کوي. د بهزاد له تصویرونو څخه هغه څه چې په نظر راځې ، هغه زیات په اصطلاح له ساړه رنګونو ( د شنه او آبې رنګ بیلابیل مخلوطونه) ته تمایل درلود، خو په ټولو ځایونو کې ګرم رنګونه (په ځانګړې ډول تیزنارنجې) د هغوې ترڅنګ، هغوې ته تعادل وربخښلې وو.
د هر تصویر یوه یوه اجزا د هغې مجموعې سره زړه راښکوونکې ده.  دغه واقعیت په هغه تصویرونو کې لیدل کیږې چې دربارې جنبه ونه لري او عادې ژوند ورکې انځور شوې وې( د آسپې شیدی ورکول خپل بچې ته په څړځاې کې، د هغه تن تنبه چې د بل چا په حریم یې تېرې کړې وي، خذمتګاران چې خواړه راوړي او نور). بله دا چې د بهزاد په تصویرونو کې د سړیو صورت د ناویانو په څیر یونواخت او مشابه ندی نقاشی شوی، بلکه هر صورت ځانګړې خواص له ځانه ښکاره او د ژوندانه حرکتونه ورکې لیدل کیږي.

ددغو ټولو مشخصاتو مجموعې د هرات سبک رامنځ ته کړې دې چې له شک څخه غیر د ددې سبک بانې استاد کمال الدین بهزاد دی. د بهزاد نفوذ له هغه څخه په راوروسته هنرمندانو کې وده او پراختیا موندلې او دغه سبک په فارس او هند په ځانکړې ډول په بخارا کې ډیر رواج پیدا او زیات پیروان لري.

آهنګر: ښاغلې استا‌د رستګار ویلای شۍ چې استاد بهزاد دخپلې خوښې وړ رنګونه له کوم شی څخه ترلاسه کول؟

رستګار: استاد بهزاد د خپلې خوښې وړ رنګونه له ګیاؤ، تیږو لکه لاجورد، یاقوت او د فلزاتو لکه طلا او سپینو زروڅخه جوړول، خو دا مهال مونږ د رنګ جوړولو هغه امکانات او مواد په لاس کې نه لرو، او یواځې د کیمیاوې رنګونو څخه ګټه پورته کوو.
دغه راز استاد سعید مشعل د رنګونو د ترکیب او مویک په اړه لیکلې دې، چې په خواشینۍ سره باید ووایم چې تراوسه ندې چاپ شوې او په اغلب ګمان د هغه نسخه یواځې د استاد مشعل له کورنۍ سره ده.

نظری آریانا: ما اوریدلې وو چې استاد مشعل برسونه د پیشو له ویښتانو څخه جوړول، ترڅو وکولای شې په هغې سره میده کاری په تابلو ګانو باندی ترسره کړي.
آهنګر: کولای شې یوه اندازه د استاد مشعل د کاری سبک په اړه هم معلومات راکړۍ.

رستګار: له شک څخه پرته استاد  محمد سعید مشعل زمونږ د زمانې له پیاوړو هنرمندانو څخه وو، هغه نه یواځې دا  چې میناتور بلکه په مجسمه جوړونه کې یې هم پوره مهارت درلود. استاد مشعل د میناتورۍ په دواړو برخو (تصویر او تذهیب) کې استاد وو، خو د تذهیب په برخه کی یې طرحې واقعاً خلاقانه او د ستاینې وړ دي. په یاد لرم هغه مهال چې استاد مشعل ویل په تذهیب کې د اسمان له ستورو څخه الهام اخلي. د ستورو موقعیت د اسمان په څنډو کې کله به چې اسمان شین اوځلیده د دنیا یوه غوره تذهیب د استاد لپاره شمیرل کیده، او هغه به یې په ځیرکۍ سره په خپل تخیل کې سره پییل.

آهنګر:  ګرانه استاده کولای شې د یوه اندازه معلومات راته ده میناتورۍ او نقاشې په اړه راکړی؟
رستګار: په میناتورۍ کې هنرمند شیان له نږدې څخه مشاهده کوې ، یعنې له ټولو جزیاتوسره چې په نقاشۍ کې هغه شیان نه شې کولای یو هنرمند مشاهده کړي، ولې د میناتوریست په دید کې هغه په ټولو جزیاتو سره راځي. د بیلګې په ډول یو میناتوریست هنرمند د غره په څوکه یوه زرکه په تصویر کې انځوروي، هغه د زرکې د پښو رنګ، خط او په پښو باندې خالونه له ټولو جزیاتو سره په خپل تصویر کې وینې او هغه په کې رانغاړي. بله دا چې په میناتور کې هنرمند آزاد دې چې په طبیعت کې تصرف وکړي. هغه کولای شي طبعې رنګونه د خپلې ذوق او خوښې وړ په رنګونو بدل او یوه اندازه لاسې طبیعت جوړکړي. همدالامل دې چې کله مونږ اسمان په میناتور کې په نارنجې رنګ سره وینو، همدادلیل دی چې استاد بهزاد د آهو په سترګو کې د طلایې رنګ څخه ګټه پورته کړې ده.

په داسې حال کې چې د نقاشۍ په هیڅ یوه تابلو کې مونږ یوه طلایې سترګه نده لیدلې. په میناتورۍ او نقاشۍ کې درنګونو څخه ګټه اخیستنه هم توپیر لري، د بیلګې په ډول په نقاشۍ کې معمولاً روغنې رنګونو څخه ګټه پورته کېږې پداسې حال کې چې په میناتورۍ کې زیاتره د آبې رنګونه کارول کېږي. دغه راز میده کارې د میناتور یو له بارزو خواصو څخه شمیرل کیږي چې په نقاشۍ کې  هغې ته ډیره کمه پاملرنه کیږي.

آهنګر: ولې په میناتورې تابلو ګانو کې عمق وجود نه لري؟د استاد رستګار د ښکار ځاې اثر
رستګار: بلې ته درسته خبره کوي. څرنګه چې مو مخکې ورته اشاره وکړه د میناتورۍ له مشخصاتو څخه یوه داده چې هنرمند ټول شیان له نږدې څخه وینې، د میناتوریست لپاره ټول شیان په یوه واټن کې قرار لري همدا دلیل دې چې میناتوریست ټول شیان دخپل دید له نظره مساوې ترسیموي. یو بل ټکی چې په میناتورۍ کې مهم دی هغه د تخیل او جولان په کاملاً خلاصه او بې سرحده فضا کې دمیناتورۍ ترسره کول دي. سره لدې چې میناتور د ټولو شیانو زیات جزیات د نقاشۍ لمخې په تصویر کې انځوروي، خو دغه امر هیڅکله هم د هنرمند د پرواز مانع چې په کاملا خلاصه او ستره فضا کې ترسره کیږې، نه ګرځې.
 
 نظری آریانا: یوبل ټکې چې زه غواړه هغه ووایم دادی چې په میناتور کې ټول شیان ځان او روح پیدا کوي. زما له انده میناتوریست هنرمند طبیعت د یوه ژوندی موجود په څیر ویني. د بیلګې په ډول که موږ چیرې د میناتورۍ یوې پردی ته  ځیر شو په هغې کې به حرکت او  خوځښت  ووینو؛ حتې بی روحه شیان لکه  تیږې او غرونه به هم ګرځنده او جانداره ولیدل شي. هیڅ کله هم موږ نشو کولای د میناتورۍ اثر له تحرک او خوځښت څخه تصور کړو. د بیلګې په ډول د استاد رستګار دې تابلو ته وګورۍ ( استاد نظری یوې تابلو ته ګوته نیسې چې په هغې کې فرهاد د خپلې خوږې محبوبې شیرنې لپاره غر سوری کوي) چې پکې ټول شیان حرکت لرونکې دې حتې تیږې هم جانداره لیدل کیږي. دغه خوځښت په نقاشۍ کې هم لیدل کیږې، خو د یوې قاعدی په ډول تری ګټه نه پورته کیږي.

اضطرابی: رستګار صاحب که مهربانې وکړۍ او دخپل سبک په اړه لږڅه راته ووایی.
رستګار: له هغه ځایه چې زه د استاد سعید مشعل شاګرد وم د هغه له کار او سبک سره مینه لرې او  له هغه څخه متاثره یم. خو یو ټکی چې زه یې ویل غواړم هغه دا چې استاد مشعل د غوراو هرات سبک یو ځاې کاراوه او په ځینو مواردو کې یې دغه دواړه سبکونه له یوه بل سره تړلی دي. چی دا د استاد یوه بله لاسته راوړنه ده او زه ورسره بې حده علاقه لرم.

د ماښام د رانږدې کیدو له امله دې ته اړ شو چې خپلې خبرې له استاد فضل احمد رستګار او نظری آریانا سره را لنډې کړو. اضطرابې صیب یوه بله اخرې پوښتنه له استاد رستګار څخه د هغه د آثارو په اړه وکړه چې آثار لرې او که نه، او که لری یې هغه یې ننداری ته وړاندی کړي دی؟
رستګار پداسې حال کې چې خپلې سترګې یې  په دیوال کې یوې نقطی ته نیولی وې  په ژور آواز سره چې احساس پکې له ورایه معلومیده، ځواب راکړ:
د تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو په دوران کې می په سلګونه هنرونه کښلې چې د اقتصادې ستونزو له امله یوه بدله نسخه هم نه لرم، غیر لدی  دوه کوچنیو تابلو ګانو څخه چې ستاسې تر مخ پرتې دي او تاسې یې وینۍ.

هغه مهال چې د هوټل په لورې چیرته چې موږ اقامت کاوه، حرکت وکړ د استاد رستګار نا امیدۍ اوحسرت ته مې اندیښنه کوله چې هغه د خپلو له لاسه ورکړو اثارو په اړه کوله او هر وخت به زما ترسترګو دغه شیبه کیدله. د استاد مشعل په یاد کې ډوب شوم چې اوریدلې مې وو، کله چې طالبانو د اسپ د بچې (کورنګ) ښکلې مجسمه چې د هرات د ښار په پارک کې یې جوړه کړې وه، ماته کړه، هغه کس وو چې دخپل ژوندانه ټول شیان له لاسه ورکړل او د ناروغۍ له امله په بستر پریووت.

په همدې چرتونو کې ډوب ووم چې تیزباد راغې او خپل ځان ته یې متوجه کړم ومی لیدل چې د هرات د ښار اسمان شین او له ستورو څخه ډک ښکاریږي، له ځانه سره مې داسې وویل آیا بیا به هم بهزاد او مشعل هرات ته راشي ترڅو له شین او رون اسمان له ستورو نه الهام واخلي؟ او ایا هغه وخت به هم راشې چې موږ د خپلو هنرمندانو هنر ته یو څه ورکړو، تر څو دوې دې ته اړ نه شې چې خپل اثار وپلورې او یا یې له غم څخه د مرګ کومې ته ولاړ شي.