د محمدنادرشاه تر وژنې وروسته د هغه زوې محمدظاهر چې لا ۱۹ کلن وو پاچا شو. د محمدظاهر د سلطنت په لومړیو دیرشو کلونو کې د حکومت واګي تر ډیره بریده د هغه د ترونو محمدهاشم خان او شاه محمود او د هغه د تره د زوې داؤد خان په لاس کې وې.

مګر تر دوه یمې نړیوالې جګړې وروسته چې د دیموکراسۍ اصولو په نړۍ کې پراختیا وموندله او د بشرې حقونو نړیواله اعلامیه د ملګروملتونو د سازمان له لوری غړو دولتونو ته د قبول وړ سند په توګه اخبار شوه، د هیوادونو غړیتوب په دې سازمان کې پدې شرط منل کیده چې باید د دی سازمان معتبر اصول او اسناد، منجمله د ملکرو ملتونو منشور ومني  چې د دیموکراسۍ او د بشر حقونه په کې منعکس شوې او نړیوالې مرستې هم ددې سازمان د اصولو او د ا سنادو په منل کیدو سره منل کېدې. محمدظاهر شاه د خپل سلطنت په وروستۍ لسیزه کې پریکړه وکړه چې د قدرت واګې په خپل لاس کې واخلي او د صدارت چارې د شاهې کورنۍ او محمد زایې قبیلې له لاس نه راوباسي. په ۱۳۴۳ لمریز کال کې یې د شاهې اساسي قانون د تسوید کمیسېون جوړ کړچې د اساسي قانون د مسودی تر تدوین وروسته په همدغه کال کې د پاچا له لورې توشیح شو چې په تارېخ کې د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون په نامه یادیږي.

د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې پارلمانې ټاکنې ومنل شوی، صدارت د شاهې کورنۍ له ولکې څخه ووت، د ښځو ټولنیز حالت هم ښه شو، د اساسي قانون د احکامو پربنیاد د ټاکنو قانون وضح او پارلمانې ټاکنې ترسره شوی. که څه هم  چې د پارلمان جوړیدنه د محمدنادرشاه په اصولو کې هم شامله وه او په عملاً هم جوړ شو خو له دیموکراتیکو معیارونو سره یې سمون نه درلود او د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د دیموکراتیکو پارلمانې ټاکنو معیارونه سجل کړل او د هغه وخت په شرایطو برابر منتخب پارلمان جوړ شو.

پدی پړاؤ کې  په خلکو کې  د ډیموکراسۍ د روحییې له پرمختګ او پراختیا سره په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د خلکو لیوالتیا ډیره شوه  او د سیاسي ګوندونو جوړیدو ته زمینه برابره شوه . د اساسي قانون د ۳۲ مادې د حکم پر بنیاد ګوندونو د تشکیل اجازه وموندله ، خو لدې امله چې د پارلمان له لورې تصویب شوی د ګوندونو قانون د پاچا لورې توشیح نه شو او ګوندونه یې په یوه ډول مبهم حالت کې پریښودل، نو هغوې خپلو فعلتونو ته په نیم ښکاره او نیم پټه توګه دوام ورکړ.
د ګوندونو د قانون د نشتوالې له امله حکومتې چارواکو وخت ناوخت د سیاسي ګوندونو  د فعالیت مخه نیوله جې داکار د دولت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د دښمنۍ د پیدا کیدو سبب کیده. په پاې کې دغه دښمني د هغې کودتا لامل شوه چې په ۱۳۵۲ هجرې لمریز کال کې د پاچا د تره د زوې محمد داؤد خان په مشرۍ او د کیڼ اړخو ګوندونو په مرسته ترسره شوه. که څه هم د داؤدخان  په مشرۍ تر سره شوې دغې بریالۍ کودتا شاهې رژیم له منځه یوړو او جمهورې نظام یې اعلان کړ، خو د  محمدداؤد خان جمهوریت هغه نیمګړې دیموکراسې له منځه یوړه کومې چې شاوخوا یوه لسیزه یې دوام درلود، او د جمهورې نظام  په نامه یې یو مستبد (ډیکتاتور) او ټولیټارې نظام مسلط کړ.