ټولوته ښکاره ده چې تیرو درې لسیزو جنګ جګړو یو زیات شمیر منفې اثرات په افغانستان او افغانانو پری ایښې دي. په زرګونه انسانان ووژل شول، په ملیونونو نور معیوب، او یا هم نورو هیوادونو ته مهاجر شول چې پدې ترتیب سره دغه جنګونو اقتصادي، سیاسي، فرهنګې، اجتماعې او ښوونیز بنسټونه، د هیواد له منځه یوړل.
زه یوه افغانه یم چې د جنګ په دوران کې مې نړۍ ته سترګې غړولې او په جنګ کې مې روزنه تر سره شوې او د ژوندانه زیاتره برخه مې په جنګ جګړو کې تیره شوه. څه وخت مې چې سترګې وغړولې یواځې جنګ مې ولید او ټولی خاطری د جنګ له ځانه سره لرم. لوموړنې غږونه مې چې واوریدل هغه د ټوپ او ټوپکو اوازونه وو، لومړنې شیان چې ما تنفس کړل هغه د انسانانو وینې بوی وو.
زه د دا کتر نجیب الله د حکومت په وروستیوکلونوکې دنیا ته راغلم پلار می کورنیو چارو په وزارت کې د پولیسو افسر په توګه دنده ترسره کوله، د درې میاشتو وم چې خپل پلار مې هم له لاسه ورکړ، کله چې هغه له دې فانې دنیا څخه سترګې پټې کړې زه هم له خپلې مور او مشرې خور سره د نیا او عمه سره د کابل په ښار کې استوګنه غوره کړه.
وړوکوالې مې په کور کې تیر کړد لوبو او تفریح لپاره هیڅ نه وو ښوونځې هم نه وو، لکه د نورو هیوادونو د ماشومانو په څیر مې له کوچنېوالې څخه لذت وانه خیست. یوازی وم او د خپل ژوند دغه ترخې شیبې مې تجربه کولې، زما په څير په سلګونو نور ماشومان هم وو چې د ژوندانه له هر نعمته بې برخې وو پدې هم نه پوهیدل چې ښوونځې څه ته وایې، ښوونځې ته تلل څه دې؟ ما هم د خپلې کورنۍ له غړو څخه دښوونځې په اړه یو څه اوریدلې وو او په عین حال کې مې کورنۍ ماته کورنۍ زده کړه هم راکوله.
بلآخره دغه توره دوره پای ته ورسیده، او یو نوې حکومت رامنځ ته شو، زه هم لکه د هیواد د نورو انجونو په څیر ښوونځې ته ولاړم او له هغوې سره مې یوځاې په ښوونځې کې لیک لوست پیل کړ.
د ۱۳۸۱ لمریز کال په پاې کې د همدغه کال دغوره زده کوونکې په توګه په ښوونځې کې وپیژندل شوم، او د اووم ټولګې څخه اتم ټولګې ته بریالۍ کیدم، چې ژمنۍ رخصتې منځ ته راغله، یوه ورځ سهار مهال وو چې د ښوونځې مدیرې تلیفون راوکړ او وویل چې هر څومره ژر چې کیږې باید د ښوونې او روزنې وزارت ته د زده کوونکو ترمنځ د یوی سیالۍ لپاره ورشې او په هغې کې ګډون وکړي. نوموړې وویل: زه یې د ښوونځې په استازیتوب دغې سیالۍ ته غوره کړې یم.
له غرمې وروسته ۲ بجې وی چې د ۳۰۰ تنو په شاوخوا کې د هر ښوونځې غوره زده کونکو په دغو سیالیو کې ونډه اخیستې وه، هلته وپوهیدم چې دغه راټولیدل نه یواځې د غوره زده کوونکو ترمنځ یوه سیالې ده بلکه، دا یو ازمایښت دې چې د ۱۲ تنه تکړه زده کوونکې د امریکا متحده ایالاتو ته ترې غوره او بیا د زده کړې لپاره هلته استول کیږي. مونږ ټولو پدې ازمایښتې سیالۍ کې کوم چې د "اردوگاه بذر صلح" پروګرام له لارې د جنګ ځپلو هیوادونو د نویوځوانانو لپاره جوړ او له منځ څخه یې ۱۲ تنه زما په ګډون غوره شول.
دسولی تخم "بذر صلح"
اردوگاه بذر صلح، یوه بی پرې او غیرحکومتې ټولنه ده او د هغو هیوادو ځوانانو ته چې تاره له جنګ څخه خلاصې ترلاسه کړې وې د سولې د ټینګښت، د نظرونو د ښکاره کولو، مناظرې او د رهبرۍ لپاره د سیاسی مسایلو د مهارتونو، روزنه ورکول کیږي.
په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې په خپل لومړنې سفر کې د بذز صلح ټولنې له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړم او هلته مې د "ماین" په ایالت کې د همدغه ټولنې په مرکزکې استوګنه غوره کړه. کله چې د افغانی هیات سره د دغې ټولنې دروازې ته ورسیدو، لږه شیبه تم شو هلته مې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو استازې د هغوې ملې بیرغونو سره ولاړ ولیدل. وروسته مې د همدغې ټولنې بیرغ ته نظر وکړ او په همدی ترتیب مرکز ته داخل شو.
د مرکز ټول خلک د کلتور، مذهب، ژبې ، تاریخ او نورو له نظزه سره ډیر توپیر لرونکې وو، خو بیا هم دې ته اړتبا لیدل کیده ترڅو په هغه وخت کې چې هلته پاتې شو له یوه بله سره خبرې اترې د لازیاتې پیژندګلوۍ لپاره ولرو.
زمونږ د ورځنیو پروګرام تر ټولو مهمه برخه ددې مسلې یادول وو چې څرنګه د بیلابیلو هېوادونو وګړي چې په مناقشه او جنګ کې ښکیل دې، ښه ګاونډیتوب وکړي. افغانان او امریکایان دواړه په یوه ډله کې وو ځکه د سپتمبر یوولسمی په دواړو هېوادونو خپل اثرات پری ایښې وو. خبرو اترو په جلسو او غونډو کې مو دغه ټکې چې د بل خبرو ته چې څرنګه کولای شو سوله رامنځ ته کړو، غوږ ونیسو او مقابل لورې هم باید زمونږ خبرو ته غوږ ونیسې ( د دواړولورو نظریو ته درناوې کول)، زده کړل.
د بذرصلح په نامه دغې ټولنې کې مو د بیلا بیلو هیوادونو له وګړیو سره خبرې وکړې او له هغوې سره خپل دردونه او ګړاؤنه یوځاې کړل. هغه کسان چې د کورنۍ غړی یې لکه زما په څير له لاسه ورکړې وو هم ولیدل. ما د یوې انجلۍ په صفت دا احساس کاوه چې دافغانستان په څير هېواد کې یو ډیر کم اهمیت لرم، خو په هغه ځاې کې مې دا زده کړل چې زه هم لکه د نورو ځوانو هلکانو په څیر برابر حقوق لرم. په یاده شوې ټولنه کې هېڅ ډول انسانې تبعیض نه لیدل کیده، چې دا په خپله زما لپاره یوه کافې انرژې وه تر څو وکولاې شم د خپل ژوند تګلارې ته بدلون وکړم، او دې عقیدې ته ورسیږم چې یوه ورځ به زمونږ دښمنان زمونږ دوستان بدلیږي او سوله به په هیواد کې رامنځ ته کیږي.
د امریکا متحده ایالاتو څخه چې کله بیرته خپل کور ته راستنه شوم، زه هغه انجلۍ نه وم چې یواځې درسونه ولولم، ما نوره نړۍ لیدلې وه کولاې مې شول له خپله ځاېه پورته شم ،او له کوره بهر کار وکړم ځکه د هغې وخت هم راسیدلې وو. ما کافې تجربه لاسته راوړې وه، هغه څه لوستلې او زده کړې وو ما کولای شول پدې وپوهیږم چې زه څوک یم؟ غواړم دنیا وګورم او دغه راز خپل هیوادوال هم وپيژنم، غواړم د ژوندانه هغه رنګونه ووینم چې مخکې مې نه وو لیدلي.
کله چې کور ته ولاړم تر ټولو دمخه مې خپله تیره شوې کیسه خپلې کورنۍ دوستانو او بیا ټولګیوالو ته وکړه. له هغه وخت وروسته مې د سولې د تخم یا "بذرصلح" فعالیتونه په خپل هېواد، سویلې اسیا او ځینو نورو هیوادونو کې وڅارل. مونږ په کابل کې غونډې جوړوو تر څو وکولای شو نور ځوانان په داؤطلب ډول کارونه ترسره او له مونږ سره یوځاې شي.
اوس مهال زه د سولې یوه سفیره یم او د تل لپاره به دسولې سفیره پاتې شم؛ ځکه دا د سولی د تخم سازمان یا بنسټ ددی لامل چې زه له سره پیدا (وزیږیږم) تازه او نوې بدلونونه مې په خپل ژوند کې ترلاسه کړم.

