د پښتو ژبې تکړه شاعر محمد امین ملنګ جان له نن څخه شاوخوا پنځه نوې کاله وړاندې په ١٢٩٣لمريزکال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د چمیار کلې د ملک عبدالشکور خان کره دی دنیا ته سترګې وغړولې. ملنګ جان د ملک عبدالشکور ځوې او چمیار خان لمسې دی، ملک عبدالشکور دښمندار سړى و او دښمنانو په ډېره بې رحمۍ وواژه. د ځینو رویاتو په وینا ملنګ جان لا دری کلن وو چې پلار یې د لدی فانې نړۍ څخه سترګې پټې او د وخت ناخوالو ېې ژوندانه ته لاره پیدا کړه، هماغه وو چې د چمیار په کلې کې یې خپل پوله او پټی د ناوړه او ناروا دودونو او تربګنیو له امله له لاسه ورکړ.
خو هغه څه چې ما په خپله لیدلې، د اوریدلو او لوستلو سره بیا توپیرلري، د ملنګ جان د پلار په قبر هغه ډبر لیک چې د وخت چارواکو اییښې په کې راغلې چې نوموړې د ۱۲۸۹ هجری شمسی کال د روژي په میاشت کې د یو تن محمد زایې له لورې پداسې حال کې ووژل شو چې د مازیګر لمونځ یې اداء کاوه. چې دا په خپله د ملنګ جان د زوکړې د کال په اړه یوه ستونزه راپیدا کوي. خو بنا په هر تقدیر د روایاتو لمخې د منګ جان پلار په ۱۲۹۶ لمریزکې وژل شوی دی.
زده کړه او د شعر پیلامه
ملنګ جان د خپلو پنځو وروڼو سره له دې دردوونکي پېښې څخه وروسته د چميار کلي څخه د پېراوړو کلي ته چې له پخواني کلي څخه چې یوکيلو متر لرې پروت دې کډه وکړه ، چې څنګه په ښه او بدو سره پوه شو نو د ژوند سختو ناخوالو دې ته پرینښود چې قلم او کتاب راواخلې او خپله ادبی تنده پری ماته کړې. دی سختو ناخوالو او ناکردو نوموړې دی ته اړه کړ چې د خپلې کورنۍ د نورو غړو سره اوږه په اوږه ودریږی او له دغو ناخوالو څخه د خلاصون یوه لاره ځانته پیدا کړي، همدا لامل وو چې ملنګ جان د زده کړې له خواږه نعمت څخه بې برخې پاتې شو.
یوه ورځ ملنګ جان څاروي ځنګل ته د څړ لپاره بیولې وو، څاروي د وښو په خوړلو بوخت و او ملنګ جان ورته د ځنګل او سيند تر مينځ قرار ناست وو او ننداره یې کوله چې ناڅاپه يو سپين ږيرى ملنګ چې کچکول یې په غاړه او سپينې جامې يې په تن دې، را پيدا او د ده په لور را روان دى. نوموړې فکر وکړ چې ملنګ به ورڅخه خیرات وغواړې خو هغه هیڅ هم ونه غوښتل منلګ جان ته یې په ښې لاس سره په شاه یو ډب ورکړ،بیا یې کچکول او یو کتاب ورکړ چې د کتاب ګوره او کچکول په غاړه واچوه خو خیر او خیرات به نه بلکې د وطن او هیوادوالو ملنګ به یې.
له هغه را وروسته امین جان په منلګ جان بدل او د پښتو ادب په رنګينه دنيا ورګډ شو. ملنګ جان د ملنګ کيسه په خپل یوه شعر کې داسې راوړې ده:
ځنګل کې ناست وم يو ملنګ راغى
ډېر نوراني راته تر څنګ راغى
راغى زما په خوا کې ودرېدو
نوراني مخ يې لکه برق وځلېدو
ما وې غوښتو له د قلنګ راغى
دا ملنګ نه و، لوى امير و
په غريبانو ډېر زهير و
ډانګ يې په لاس لکه پلنګ راغى
له دېرې ويرې ساه مې بنده شوله
وضعه مې لږ شانته بې خونده شوله
چې مې په غوږ د کچکول ترنګ راغى
اى ملنګ جانه اوس ته څه غواړې
څنګه حيرت کې پرېشان ولاړې
لکه چې ما سره په جنګ راغى
د ملنګ جان له دغه شعر څخه معلومیږې چې نوموړې ددې سپین کالې ملنګ په لیدو ډیر بې مجاله کیږې که ګورې چې ملنګ هم په ځنګل کې تری تم کېږې، ملنګ جان وارخطا کیږې، خو هغه کتاب چې ملنګ ورکړې وو که څه هم زده کړه یې نه وه په ویلو یې پیل وکړاو له ځانه سره بې زمزمه کاوه. ډیره موده یې دخپلې کورنۍ سره د وخت له ناخوالو سره مبارزه وکړه، خو اخر دې ته اړ شول چې پیراوړ هم پریږدی او د کامې ولسوالۍ د داربنګ کلې ته کډه وکړې، ویل کیږې په دغه وخت کې د ملنګ جان عمر پنځلس کاله وو.
په کامه کې یې د ترور زامن اوسیدل، له داربنګ سره نږدې د څوکۍ بابا په نامه یو غر دې ملنګ جان یوه ورځ دغه غره ته چې په سر یې زیارت هم شته ورغلې وو چې ناڅاپه یې بیا هغه د سپینو جامو ملنګ ولید چې ملنګ جان خپل دغه حال په یوه شعر کې داسی بیان کړی:
مجبوريت کړمه بېشانه دلته تنګ
د بهسودو نه شوم لاړ مخ په داربنګ
پاس په غره کې ګرځېدمه عزيزانو
چې ښکاره شو راته بياه هغه ملنګ
راته يې وويل ملنګ جانه لاړ شه کور ته
د بهسودو خواته روان شوم هغه درنګ
شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته د بهسودو پیراوړو کلي ته راستون او د جلال اباد په امنيه او کونړ چې هغه مهال لویه ولسوالې دوه نيم کاله د سرتيري په توګه دنده ترسره او وروسته بيا په خپل کلي کې په مزدورۍ او بزګرۍ بوخت شو.
په کال ١٣٢٤کې د سرارمحمدداوو له لوری د لومړې ځل لپاره کابل ته وبلل شو. په کال ١٣٢٨ کې ورته سردار محمد داود چې هغه مهال لومړې وزیر وو د ليک لوست لپاره يو ښوونکی وګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلی او لوستلی شول.
په ١٣٣٢ کال بیا کابل ته وبلل شو او په کابل راډيو کې د پښتو موسيقۍ د منتظم په توګه وټاکل شو. دۀ او دده څلور تنو زده کوونکو ته د قبايلو په رياست کې ځای ورکړل شو او د ژوند تر پايه يې همدا دنده پرمخ يوړه چې په ترڅ کې يې ورسره دپشتونستان ديو ساعته پروګرام لپاره هم سندرې جوړولې.
د افغانستان مشهور ليکوال سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار وايي : پر ۱۳۳۴ يا ۱۳۳۳ لمریز کال چې د وخت سروزير سردار محمد داود له پاکستاني چارواکو سره يو لنډ سياسي جوړ جاړی ته ورسید، نوموړی له ملنګ جان څخه غوښتنه وکړه چې تر يوه وخته د ((پشتونستان)) له يادونې ډډه وکړي ،پر ملنګ جان دغې خبري ډير بد تاثير وکړ،غوښتل ئي تر هر څه تير او بيرته خپل ټاټوبې ته ولاړ شي ،ښاغلې بختانې وايي چې ماورته وويل "ته خبریې د پاکستان دبهرنيو چارو وزير کابل ته راغي يوازي درې ورځې صبر وکړه"، خو ده ورته پرهماغه ماښام د خپل زړه بړاس د یوه ښکلې غزل په توګه د خپل یوه زده کوونکي په زړه راکښونکې اواز سره ور ډالۍ کړ، چې وایې:
چا غوږ کــــې راتــــه ووېـــل چې جانان مه يادوه
د سرو شونډو له پـــــاســــه سور پېزوان مه يادو
زما مينه رښتيا ده، هوس نـــه دی په دې پوه شه
نور و نه وايــــې ماته چــــې جــــانـــــان مه يادوه
شمه پــــــــه ژړا ده، لبـــــــاســــــي پتنګان لاړل
وردانګه ملنګ جانه، خــــوف د ځــــــــان مه يادوه!
د ژوند وروستې کلونه
د ١٣٣٤ کال په وروستۍ نيمايي کې د ځينو ستونزو له کبله وزګار شو خو د پښتو ټولنې د افتخاري غړي په توګه منلی و، نو همدا لامل وو چې خپل پوره معاش يې ورکاوه، همدغه کم معاش او تنخوا وه چې استاد ملنګ جان پری ژوند تیراوه. له بده مرغه مرګ دغه خوږژبې ولسې شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپلې کورنۍ سره تلو، د (لته بند) په کږليچونو کې پرې موتړ واوښت او له خپل يواځيني درې کلن زوی (دوا جان) سره یې لدی فانې نړۍ څخه رخصت واخیست، چې جنازه یې په خپله پلرنۍ هدیره چمیار کې خاورو ته وسپارل شوه. په کال ۱۳۳۹ لمریز کې قبر د پښتو ټولنې له لورې جوړ او یو ډبر لیک چې پرې لیکل شوې، ولګول شو.
که څه هم په افغانې ټولنه کې د ژوندیو قدر نه وې خو چې کله ومرې بیا یې پرنورو قدر پیدا کیږې او خلک یې په نامه بیلابیلې ورځې او شعارونه جوړوي، ولې ملنګ جان چې په خپل ذات کې د پښتو شعر یوه نامتو او ځلانده څیره ده، که څه هم پرمزار یې په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د ننګرهار والې ګل اغا شیرزې له لورې ګنبده جوړه شوه خو بیا یې هم مزار له خاورو او خځلو نه ډک دی ساتونکې هم نه لري...
استاد ملنګ جان د وطن او وطنوالو په درد دردمند او ځوریده تل یې د دوی په اړه شعرونه ویلې او خپل زړه ته یې پرې ډاډ او تسل ورکړې دی. دى د آزادی طبعې خاوند او سخت حاضر جواب و، څه به يې چې واورېدل، يا به یې وليدل سمدلاسه به يې د شعر په ژبه هغه مطلب راوړ.
ملنګ جان په خپلو شعرونو کې ناوړه دودونه، ناروا ظلمونه، بې علمي ، تربګني، بډې د ټولنې او خلکو د وروسته پاتې کېدو عوامل ګڼي، او په لوړه مېړانه او جرات یې د هر ډول ډار او وېرې نه پرته، پرې په ډانګ پييلي توګه نېوکې کړي دي.
د استاد ملنګ جان په اړه که هر څومره ولیکو بیا یې هغه څنګه چې لازمه ده ستاینه نه کولای او نه یې هم په درست ډول په دې لنډو ټکو کې در پیژندلای شوې د استاد د ژوندانه هره برخه جلا کتاب جوړیږې خو پدې ځاې کې د استاد یو شعر تاسې ته ډالۍ کوو هیله ده پدې شعر مو ادبې تنده ماته شي.
چــي بي ننګ او بي پښـتو وي، پښـتون نه دي
چــي د قوم په شــرميدو وي، پښـتون نه دي
پښـتون هغه دي چـي غـم د تمام قـوم خـوري
چـــي د ځــان په جګــيدو دي، پښـتون نه دي
د پښـتون نظــــر مـــدام په ننګ و نام وي
چي نظــر يي په پيســـو وي، پښـتون نه دي
پښـتون هـــر کله طالب د خپل شـــرف دي
چـــي طالب د ســپينو سرو وي، پښـتون نه دي
پښـتون تل په خــپله ژبه تينګ ولاړ وي
چه په دروغ يي ګفـتګـــو وي، پښـتون نه دي
پښـتون نه شــــي باداري د چــا مـنـلي
چــي اختيار يــي د پردو وي، پښـتون نه دي
په نصيب د ملنګ جان دغه مســـري شوي
چــي خپه په دی مســرو دی، پښـتون نه دي

