عبدالباری جهانې په ۱۳۲۷ لمریزکال چې د ۱۹۴۸ زیږدیز کال سره سمون خورې د كندهار ښار د کابل دروازې سیمې ته نږدې د باميزو په كوڅه كي د یوه شتمن او سوداګر شخص عبدالاحد خان په كوركې دې نړۍ ته سترګې غړولي. د معمول سره سم د خپلې کورنۍ په دستور د دینې زده کړې د ترلاسه کولو لپاره جومات ته لیږل شوی او خپلې لومړنې زده کړې یې د ملا نورمحمد څخه ترلاسه کړي، خو د دینې زده کړې سره سره یې ښوونځې هم ندی پری ایښې او خپل کتابونه یې د عصری علومو د زده کړې لپاره ښوونځې ته په تګ سره تر شا کلک تړلي دي.
جهانې د دولسم ټولګي برى ليك د کندهار په ښار کې د حاجي ميرويس خان نيكه د عالي ليسې څخه ترلاسه كړيدى، او په ۱۹۷۲ کې یې خپلې لوړې زده کړې د كابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځې د تاريخ او جغرافيې په څانګه كي پاى ته رسولي دي. او دغه راز یې دوه ځله د انګليسي ژبي د زده كړی لپاره بيروت ته سفر کړې چې په لومړي ځل د يوه كال او په دوهم ځل د دری مياشتو لپاره تللى دى.
د جهانې د شعر انګازه د ښوونځي په دوره کې پيدا شوه خو د پو هنتون په دوره کې يې بشپړ تکامل وکړ او آن چې تر اوسه یې د شعر قلم د کاغذ پرمخ روان او جارې دی.
ښاغلي جهاني د خپل ژوند ډيره برخه په پښتو ټولنه او د علومو په اكاډمۍ كې تېره كړېده، په پنځه ويشت كلنۍ كې یې يو كال د كابل مجلې د مسؤل مدير په توګه هم دنده ترسره کړې ده. کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو او خلک کډه کولو ته اړ شول نو دی هم اړ شو څو په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډه وکړي. په پاکستان کې یې له شاوخوا دوه کاله ژوند کولو وروسته د امریکا غږ راډیو پښتو څانګې ته ازموینه ورکړه او له ازموېنې بریالې راووت، له بریالیتوب وروسته اړ وو چې د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته کډه وکړي، او تردی مهاله هم هلته له وطن څخه لیرې اوسیږي.
ښاغلې جهاني د شاوخوا لسو آثارو څښتن دی، د اشعارو ټولګې یې پنځه دي چې عبارت دي له ورکه مينه ،پايکوب ، د سباوون په تمه ، شپيلۍ او کوه طور څخه.
په نثری برخه کی یې د "قوماندان" په نوم ناول چې د تیرو دريو لسيزو ترخه او پريشانه حالات پکې زکر شوي، "د هرات پښتانه اوستره لوبه" بل تاريخی اثر دي چې دغوريانو ، تيموراو تيموريانو او نورو پښتنو امپراتورانو چې په هرات کې يې ژوند کړی یادونه کړې ده، دریم تاریخې اثر یې "د مشکو کاروان" دې چې د پښتو ادب د معاصرې دورې د شاعرانو ژوند ليک او آثارو بيلګې ورکې ذکرشوي او دغه راز د کلاسيکې دورې شاعران یې هم پکې له یاده ندي ویستلي، دريمه برخه آثار يې منظومې ژباړې دي چې شميره يې دريو ته رسيږي لکه "غربي ګلونه او شقی لمنې" د انګلیسي څخه ژباړه ، "بګهت کبيرد پښتو په بڼ کې" او دريمه منظومه ژباړه یې "د خيام سرونه د پښتوپه تال کې" ده.
دلته یوه کوچنۍ بیلګه د خیام سرونه د پښتو په تال کې له کتاب څخه چې استاد باري جهانې پښتو ته ژباړلې تاسی ته وړاندې کوم:
ای بس نباشیم و جهان خواهد بود
نه نام زما و نه نشان خواهد بود
زین پیش نبودیم و نبود هیچ خلل
زین پس چو نباشیم همان خواهد بود
پښتو ژباړه:
موږ به نه یو پر دی مځکه دا نړۍ دا به جهان وي
نه به موږ دلته اوسیږو نه به زموږ نوم او نشان وي
پخوا هم پر دنیا نه وو دغه شپې وې دغه ورځې
او چې لاړ سو له دې سرایه دا زمان دا به مکان وي
که چیرې د جهانې شعري او ادبي انځورګريو ته وګورو هغه خپل نظر او اندونه د افغانانو او هېواد سره مينه او د هغه په برخليک کښې ځان شريک ګڼل هيڅ وخت نه هیر کړي او نه یې هم پټ کړي دي؛ په رښتيا چې هغه د هېواد، د تاريخي عظمتونو، لوړو شخصيتونو او افغان ولس تل مینه ښودلې او لري یې ،د جهانې د ليونۍ ميني يوه وړه بيلګه دهغه په لاندی شعر کې ښه انځوریږي، لکه چې وايي :
کندهار دی که لغمان دی وطن زما دی که پنجشير دی که واخان دی وطن زما دی
هره لويشت مې د نيکه او بابا ګوردی پر هر ګام باندي لهد او کفن زما دی
د همدغه شعر په بله دوبيتي کښي وايي :
که تاجک دی که ازبک دی يو افغان دی ددې خاورې هزاره ترکمن زما دی
چې فکرونه د نفاق پالي په سر کې امتیاز یې د وهلو کشتن زما دی
د ښاغلي جهانې په اړه ډاکټر لطیف بهاند داسې وایې: " د باري شعر د پښتو ادب د هغو څو ګوت شماره شاعرانو په شعر کې راځي ، چې له رازونو او نيازونو ډک دی او دا رازو نياز لا تر اوسه وړ ، وړونکي او وړ سپړوني نه لري. دده په شعر کې د داستان، افسانې يا نظمې ليکنې يوه ستره او غوره ځانګړتيا داده چې هغه د کومې لاسي ايديالوژۍ او يا واکمن مئين او اسير نه دی. هغه مئين دی،خو په ښکلا، ادا، تخليق، انځورونو او نووښت مئين دی. دې سره له ټوله ياغيتوبه تر نه باوره پورې د هغوی پېرزو او ناز وړي خو دې، اسير نه دی."
لکه څنګه چې ښاغلې بهاند هم ګوت نیونه ورته وکړه د جهانې په شعرونو کې یاغیتوب له ورایه څرګندیږي، د وخت او بخت ناخوالو ته سر نه ټیټوي، او نه هم خپل طبیعت ورته دا اجازه ورکوي چې اسمان ته سر ټیټ کړي لدې سر ټیټولو خو ورته قلم شوې سر غوره او بهتر ښکارې لکه چې وایي:
د سر سودا منمه خو چې سر ټیټول غواړي قاصده ستنوم دی ورلیږمه خو دې نه
خالق مې ککرۍ سجدی ته نه ده پیدا کړی تندیه ماتوم دې لګومه خو دې نه
څرنګه چې مو مخکې هم ورڅخه یادونه وکړه باري جهانې یو زیات شمیر شعرونه لیکلې چې ځېنې په هماغه وخت کې د سیمه ایزو، محلې او ملي سندرغاړو له لورې ویل شوي دي، د جهاني په خپله وینا لومړنې شعرونه یې ورڅخه نادرکه شوې، هغه ددې نادرکۍ لامل د هغې په اهمیت نه پوهیدل بللي دي. د ښاغلې جهانې د شعرونو نه هیریدونکې بیلګه د افغانستان ملې سرود دې چې ملي شهرت یې را په ګوته کوي.
داهم د استاد جهاني د شعر یوه بیلګه:
غزل
پیالې نسکوروم دې تشومه خو دې نه
نصیبه بدلوم دې قبلومه خو دې نه
تقدیره زولنې دې د جانان تر کوڅې وړمه
زندانه نړوم دې تیرومه خو دې نه
ازل مې لیونتوب دی له نامه سره کرلې
گریوانه څیروم دی ټولومه خو دې نه
د سر سودا منمه خو چې سر ټیټول غواړي
قاصده ستنوم دی ورلیږمه خو دې نه
خالق مې ککرۍ سجدی ته نه ده پیدا کړی
تندیه ماتوم دې لګومه خو دې نه
یاغي یم د فریاد لپاره نه یمه راغلې
آسمانه کڼوم دې ژرومه خو دې نه
د غره پر ژبه غواړم د شیرینی د نوم ذکر
جنونه پاروم دې ویدومه خو دې نه
زخمونه د حبیب دی د طبیب کوڅې ته نه ځم
پرهاره شړوم دې رغومه خو دې نه
چی هر محراب ته ځمه ستا جلوه پکې بلیږي
د یار د تصویر خاله هیرومه خو دې نه
چې شمېر د جهاني د ګناهونو باندې کیږي
زاهده ړندوم دې خپلومه خو دې نه


۲۰۱۰/۱۰/۱۴ ـ ځينې کسان ډير بې وخته له يوه او بله ځايه څخه د شاعر ، اديب، دې او هغه په نامه ډير زيات مشهوره شول خو دوي د شعر، ادب، ادبياتو او يا هنر له نظره د منلو وړ دی بلکې دوي ته په کار دي چې نور هم ځان پوه کړي. په هر حال د جهاني په برخه کې غلطي ونه شي. جهاني يو نړيوال شاعر، اديب، څېړنمل، د ترکيب او جوړښت په معنا کې او هم په ا دبي ښکلا کي يو ستر افغان دی. زه د عامې کتابخانې په تالار کي دري ځلې د هغه سره مخامخ شوي يم. دغه وخت کې زه د مکتب زده کوونکي وم. زما د جهانې اشعار ډير زيات خوښيږي، او ډير خواږه دي چې له شاتو نه هم زياتئ کوي. که څه هم ډير امکان لري چې دې ما ونه پېژني خو جهانې ماته ډير نازک خياله، منتقد، سبکي، ځيرک، ممثل او د ښکلا خاوند په ادب، ادبياتو، ژبې، قريحې، لهجې، پالنې او قدر کې ستر لارښود بريښي. زه د جهاني په غږ وياړم. کله چې دي وايي: مسته پاميره...... نن دی بيا وينم په ږيره .....
جهاني زمونږ د پښتو ژبي لپاره يو ډير اوچت افتخار دی او په دې کې هيېڅ شک نشه. هغه يو اماتورنه دې هغه د ادب په هنر کې يو محقق او ستر لارښودی دی.
په ډير درناوي
لټون
زه جهاني په دې جهان لټوم
لږ او ډير سهار ماښام لټوم
مين په خاوره د افغانستان لټوم
جهاني ددې خاورې ستر بچئ دئ
عالم، پوه، پوهاند او پوهيالئ دئ
د پښتو ژبې ډيربيدار نوميالئ دئ
زه جهاني په وار وار او خامخا لټوم
کله دلته او کله هلته په هر ځاي لټوم
دغه خوږ ژبئ ا د يب د اديبانو لټوم
جهاني را پاڅه چې سيمې ته ليونتوب راغلئ
ډير بي وخته، په نا پوهيو د ماشتوب راغلئ
د هر افغان د کور مخې ته په پلمو راغلئ