د کب د میاشتی له پاې او د غوایی تر پیل پوری دولتي بنسټونو، غیردولتې مؤسسو او د افغانستان خلکو، نوی لمریز کال د نیالګیو په کښینولو او د ګلانو په کرلو ولمانځه. د هغو کسانو لپاره چې سوړ ژمی یې سخت تیر کړی وو، د نوي کال پیل او د پسرلي راتګ ورته د خوشحالۍ یوه ښه موقع شمېرل کیده.
په همدغه خوشحالۍ د ۱۳۸۸ لمریز کال د وری په شلمه د کابل ښار یو شمېر ځوانانو د نیالګیو په کښینولو او د ګلانو په کرلو سره د علی اباد روغتون په انګړ کې د نوي پسرلي لمانځه وکړه.
دغه ځوان هلکان او نجونې چې د افغانستان د بیلابیلو قومونو څخه استازیتوب کوي، په رضاکارانه ډول د "صله" په نامه یوه ټولنیز بنسټ سره کار کوي.
د علې اباد روغتون په کورنیو جنګ جګړو کې زیات زیان لیدلی وو، خو خوشبختانه چې پدی وروستیو کې یې د بیا رغونې د کارونو پر بنسټ لویه برخه بشپړه شوې ده. د "صله" په نامه د ټولنیز بنسټ رضاکاره کارکوونکې هیله مند دي، چې د نیالیګیو په کښینولو او د ګلانو په کرلو سره به ددغه روغتون چاپیریال او باغ د ناروغانو، د هغوی سره راغلیو پایوازانو ، د روغتون د کارکوونکو او داکترانو لپاره یوه مناسبه فضا رامنځ ته کړي. دغه رضاکاره کارکوونکي پدی باور دي چې ناروغان د داکترانو له درملنې پرته روحې آرامتیا، تازه هوا او سوله ایزه فضا ته هم اړتیا لري.
د نیالګیو د کښینولو او ګلانو د کرلو دغه پروسه د علی اباد روغتون په انګړ او باغ کې د طبی پوهنتون د رییس، روغتونونو او د باغونو د پالنې، ساتنی او څارنی مسؤلینو، په همکارۍ عملی شوه ترڅو په وړ او مناسبو ځایونو کې د ګلانو په کرلو او د نیالګیو په کښینولو ډاډمنتیا او اطمینان د خلکو ترمنځ او ټولنه کې رامنځ ته شي.
د دغه ټولنیز بنسټ رضاکارانو خپلو دوستانو ته د بریښنالیکونو په استولو او ټلیفونونو په کولو سره ددغې پروژی مالی لګښت هم برابر کړې دی؛ همدارنګه پدی کار کې د علې اباد روغتون ګاونډیو کورونو هم خپله ونډه له یاده نده ویستلی او د خپل توان په اندازه یې مرسته کړې ده، دوی توانیدلې ترڅو ۲۵۰ د مرسل ګل نیالګي او ۵۰ ونې د روغتون په انګړ او باغ کې کښېنوي.
همدارنګه د کابل د طبی پوهنتون محصلین او د علی اباد روغتون کارکوونکي دې ته وهڅول شول ترڅو د سیمې په ښیرازۍ کې ونډه واخلي، چې پدی ترتیب سره په مجموعې ډول ۱۵۰۰ اصله او د مرسل ګلان د علی اباد روغتون په انګړ او باغ کې کښینول شول.
ددغې رضاکارې ډلی د زحمتونو پایلې ددې لامل شوې تر څو د علی اباد روغتون ښیرازه، سربزه او ښکلا یې لاپسې زیاته شي. اوس مهال د مرسل ګلانو غوټۍ کړي او ډير ژر به دغه غوټۍ په ګلانو بدلی شي.
د "صله" په نامه د ټولنیز بنسټ رضاکاره کارکوونکې زمونږ د ښاریانو یوه کوچنۍ ډله ده چې د خپل هېواد په وړاندې یې د مسؤلیت احساس کړی؛ د هغوی دغه کړنې د ټولو هیوادوالو لپاره د هیواد په بیا رغونه او سمسورتیا کې یوه سریزه او سرمشق شمېرل کیږي.
هر کله چې مونږ او تاسو مسؤلانه عمل وکړو، ټول کارونه زمونږ په ګټه دي اوکولای شي زمونږ ژوند ته غوره والی ور بخښي، چې دغه کار د سولی ورورولۍ او آرامۍ په فضا کې شونتیا لري.
مجتبی د "صله" په نامه د ټولنیز بنسټ رضاکاره کار کوونکو له ډلې څخه یو تن دی، نوموړې د کابل د طبې پوهنتون د اخری کال محصل دی او دا مهال په امریکا کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره، د ازمونې په تیارۍ بوخت دی.

