روژه د اسلام د اساسي ارکانو له ډلې څخه دوهم اساسي رکن دې چې په هر مسلمان نارینه او ښځینه چې هغه عاقل او بالغ وي د روژې په میاشت کې فرض ده. خو لوی خدای (ج) او د هغه پیغمبر(ص) ځینې شرایط د هغو کسانو لپاره چې شرعې عذر ولري او نه شې کولای روژه ونیسي ،ذکر کړې دي.
پدې ځاې کې دوه ډلې دې یوه ډله یې هغه کسان دي چې نه پرې روژه شته او نه یې هم قضایې خو د فرضې روژو په بدل کې به فدیه ورکوي، دوهم ډله یې هغه کسان دي چې د شرعې عذر له امله ورته د فرضې روژې خوړل روا دي، خو بیا به یې قضایې حتما راوړې په دوې فدیه نشته.
1. هغه ډله کسان چې نه پری روژه شته او نه هم قضایې
په همدی اړه د شیخ الحدیث مولوې عبدالظاهر صدیقې وایې د شریعت په رڼا هغه ډله کسان چې نه پری روژه شته او نه هم قضایې شته په دې کې په ترتیب سره په پنځه ډوله:
• شیخ فاني :هغه شخص چې عمر پرې تیر شوې وی او دعمر د زیاتوالې له امله نشي کولای روژه ونیسي. په همدې اړه حضرت عبدالله بن عباس رض حدیث دې هم ذکر کړې دی وایې: (رخص الشيخ الکبيران يفطرا ويطعم عن کل يوم مسکين ولاقضا عليه) رواه الدارقطني والحاکم فقه السنة ٣٨٩مخ جلد اول.
ژباړه ( د زاړه عمر خاوندان ( شیخ فانی) دې روژه وخوري او د هرې ورځې په بدل کې دې خواړه مسکینانو ته ورکړي (فدیه دی ورکړي) خو قضا پرې نشته)
• هغه ناروغ چې د جوړیدو امکان یې نه وي په هغه باندی هم د روژې نیول نشته او نه هم پرې قضا راوړل.
• هغه څوک چې د بې وزلۍ او غربت له امله ټول کال شاقه او درانده کارونه کوي، او ددې لارې څخه د خپلو بچیو لپاره حلاله نفقه برابروي او روژه نیول ورته سخت وې دوې به هره ورځ یوه مسکین ته یوه صاع یا نیمه صاع ورکوې. (صاع په عربې پیمانې ته وایې غنم خورد کم یوچارک، نیم من اوربشې او خرما هم نیم من کیږي)
• حامله ښځه چې په روژه نیولو سره یې د حمل د ضایع کیدو ویره وي.
• هغه تې ورکوونې مرضعه ښځه چې خپل بچې ته شیدې (تې) ورکوي که چیرې روژه ونیسې نو شیدی به یې کمې او د ماشوم به یې له خطر سره مخامخ شي.
په سنن ابوداؤد کې حضرت اکرمه او ابن عباس رض د ددې ايت په اړه ( وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ) ژباړه ( هغه کسان چې د روژې نیول توان نه لري فدیه لازمه ده چې خواړه ورکړي مسکینانو ته )، احادیث رانقل کړي او وایې پدې ډله کې د زاړه عمر خاوندان (شیخ فانې) حامله او تې ورکوونکي ښځې هم شاملې دي، دا حدیث په بزاز کې هم نقل شوې دی چې حامله او تې ورکوونکي ښځي دی روژه خورې او په بدل د هری ورځې کې دې فدیه مسکینانو ته ورکوي.
دا په هغه ډله کسانو کې راځې چې نه پرې روژه شته او نه هم قضایې دوې به یواځې د هرې روژې فدیه ورکوي د فدیی اندازه پورته ذکر شوې ده.
2. هغه ډله کسان چې نشې کولای د شرعې عذر له امله روژه ونیسې خو قضایې پرې شته
په دې اړه د کابل ښار د شپږمې ناحیې د خواجه ملا علیه رحمه د جومات امام او د الحاج خالقی زاده د مدرسی مسؤل قاری زبیح الله وایې: هغه څوک چې شرعې عذر لمخې ورته د روژې خوړل جواز لرې خو وروسته یې باید قضایې راوړي یو هم مسافر او بل هم مریض دی ځکه الله ج فرمایې : (وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ...) سورة البقره آية : ۱۸۵ ژباړه: ( که څوک له تاسې څخه ناروغ او یا د سفر په حال کې وې، نو په نورو ورځو کې دې روژه ونیسي...). مسافر باید خپلې ورځې وشمیرې او له سفر وروسته دې په بل وخت کی د ددی روژو قضایې راوړي.
خو شیخ الحدیث مولوې محمد ظاهر صدیقې بیا د پورتنې آیت په ذکر کولو سره وایې په دې ډله کې مسافر، هغه ناروغ چې د جوړیدو امکان یې وي، او دغه راز حایضه او نفاسه ښځې شاملې دي. نوموړې زیاتوي هغه ډله کسان چې نشې کولای د شرعې عذر له امله روژه ونیسې خو قضایې پرې شته په لاندی ډول دي :
۱. كه چا د سفر په وخت كښي روژه وخوړله روا ده مګر نيول يې فضيلت لري لکه د بقرې سورة ۱۸۴ یم آیت (فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ) ژباړه ( هغه څوک چې توان لرې بهتره خبره ده چې روژه ونیسي خو شرط دادي كه د سفر مسافه د اوسنۍ زمانې د مفتیانو په وینا ۷۷ کیلو مترو څخه کمه نه وي. نو کله چې دغه مسافر بیرته مقیم شو باید د روژې قضایې راوړي. په همدې اړه حضرت عبدالله ابن عباس له رسول کریم (ص) نه روایت کوي او وایې: (ان الله وضع عن المسافرالصوم وشطرالصلاة وعن الحبلي ولمرضع الصوم ) ژباړه: الله پاک د مسافرڅخه روژه او نيم لمونځ معاف کړی دی او داسې د حاملې او تي ورکوونکي ښځې نه هم روژه معاف کړي ده) فقه السنة ٣٩٠ جلد اول
۲ ناروغي : هغه مریض چې د روغتیا په خاطر روژه وخورې نو کله چې دغه مریض روغ شو نو لازمه ده چې د روژې قضایې راوړي.
۳ حایضه او نفاسه ښځې : کله چې په یوي ښځې د روژې په میاشت کې میاشتنۍ ناروغې راغله نو ددې ناروغۍ له امله ورته اجازه ده چې روژه وخورې ځکه چې روژه یې نه صحیح کیږي، نو چې کله دغه ښځه پاکه شوه بیا بې یې قضایې راوړي. یا هم کله چې دیو ښځې بچې پیدا شي دهغې روژه هم نه صحیح کیږي نو چې کله پاکه شوه بیا به دا هم د روژې قضایې راوړي خو د لمانځه قضایې پرې نشته.
په همدې اړه دعايشي رضي الله تعالي عنه څخه روايت دي : ( قالت کنا نحيض علي عهد رسول الله ص فنومر بقضا الصوم ولانومر بقضا الصلاة) رواه بخاري و مسلم . ژباړه : کله چي به موږ حيض او يا مياشتنۍ ناروغي د رسول کریم (ص) په زمان کې درلوده ، نو هغه مبارک به موږ ته امر دقضايي روژي د راوړلوکاوه نه یې راته امرکاوه د قضايي لمانځه په راګرځولوسره.
که څوک د روژې په میاشت کې له دا رنګه او یا هم دی ته ورته مشکلاتو سره مخامخ کیږې باید پدې اړه له دینې عالمانو څخه مشوره واخلي.

