مرادخانې دکابل دسیند په غاړه پرته د کورونو یوه کوچنۍ او وړه مجموعه ده، چې یو ۱۵۰ کاله وړاندې دغه کوچنۍ مجموعه یو له ګڼې ګوڼې ډک سوداګریز بازارڅخه شمیرل کیده. دغه سیمه د زیاتو تاریخې او کلتوری ارزښتونو درلودونکې وه. دمرادخانې تاریخ په افغانستان کې د قزلباش قوم د تاریخ سره سمون خوري. قزلباشان د صفی الدین اردبیلی او شاه اسماعیل صفوی دطریقت پیروان وو. کله چې د "آق قویونلو" کورنۍ په شپاړسمه میلادې پیړۍ کې له منځه ولاړه، دوې د اسماعیل صفوی لپاره زیات خدمتونه ترسره کړل، هماغه وو چې د دغه خدمت په بدل کې په صفوې دربار کې لوړمقامونه اوعالې منصبونه ترلاسه کړل، چې داپه خپله ددی سبب وګرځېد ترڅو قزلباش قوم دیوی ممتازی طبقې په صفت دشعیه مذهب په پیروانو کې خپل ځان ښکاره کړی.
نادر افشار چې ددغه قوم له یوې څانګې څخه وو، ددوې په مرسته وکولای شول دصفویانو حکومت په ۱۷۳۵ کال کی له پښو وغورځوي او پرځاې ۱۲ کاله دفارس، کندهار،او بخارا په ځمکو خپله واکمنې وچلوي. نادرافشارډهلی هم یوځلې فتحه کړی وو او له هغه ځاې څخه یې زیات غنیمتونه دخپل ځان سره فارس ته راوړی وو، چې دهغې له ډلې څخه دکوه نور الماس دبیلګې په توګه یادولای شو.د نادرافشار له وژل کیدو وروسته دقزلباشانو یوه ډله له احمدشاه ابدالې سره یوځاې، او هغه سره یې دتخت اوتاج په لاسته راوړلو کې ملګریتوب وکړ. دا امر په خپله ددې سبب شو چې قزلباشان یوځل بیا مقام اومنزلت په دربار کې حفظ او په لاس راوړي. هغه مهال چې تیمورشاه درانې پایتخت کابل ته راولیږداوه، دقزلباش قوم دیوه قوماندان او مشر مرادخان له لورې ورته دکابل د سیند په غاړه یوه ټوټه مځکه د سوغات په ډول ورکړل شوه، چې له هغه وروسته دغه سیمه د مرادخانې په نامه یاده شوه، په دغه سیمه کې به د قزلباش قوم ډیرۍ خانان او دقوم مشران چې په دربار کې دمقام اومنزلت خاوندان وو اوسیدل.څرنګه چې مرادخانې د اشرافو داستوګنې ځای وو، ځکه نو ددې ځاې کورونه د یوې ځانګړې ښکلا درلودونکې وو. ددیوالونو ګچ کول، په لرګیوباندی کندنکاری، دخونو داخلې تزئینات، په کړکیواو دروازو دنقشو باسل اونورې ځانګړتیاوې ټول دمهارت او استادۍ خبر ورکوونکې وو چې د کلونو راپدیخوا په دغه سیمه کې کارشوي وو او دخپلو هنرې مهارتونو نه یې په ګټې اخیستنې سره دمرادخانې دسیمې کورونو ته ځانګړې ښکلا او زینت وربخښلې وو.د دولتونو نه پاملرنه زمونږ دغه فرهنګې اوهنری میراثونو ته ددې لامل وګرځید چې دمرادخانې سیمه ورو، ورو له یاده ووته، او دقزلباشانو داشرافو هغه ځاې ځایګې چې یووخت د دربار لوړرتبه کسان وو له خرابیو او چټلیو سره مخ ،او ددې وروستیو څو لسیزو په دوران کې د چټلیو او کثافاتو ډیري په سیمه کې پیدا شول. د دولتونوسمه نه پاملرنه ددغې تاریخې او له هنرې آثارو نه ډکې او غنې سیمې ښارګوټی دنابودۍ او خرابوالې باعث شول. دجنګ په کلونو کې په خاص ډول دکابل په خپل منځې جنګ کې د کابل دمراد خانې سېمې اوسیدونکي کډه کولو ته اړ شول، او مراد خانې دیوې متروکې، کنډوالې او تقریبا له خلکوڅخه په یوه تشه داستوګنې سېمه بدله شوه. دغه کار(د دولتونو نه پاملرنه اوکورنې جنګونه) نه یواځې دا چې دمرادخانې سیمه یې له خلکو څخه خالې ،اوکډه کولو ته یې اړکړل بلکه هغه معماران او هنرمندان چې زمونږ ددې اصیلې سیمې پاسداران وو ځینو یې دا فانې دنیا او ځینو ېې دغه سیمه ترک او کډه وکړه.دطالبانو له حکومت نه وروسته اود هېواد په تارېخ کې د نوې بهیر په پیل کیدو سره، خوشبختانه دمراد خانی سیمه یوځل بیا بخت منه شوه او یوځل بیا د دولت او نړیوالو بنسټونو ترالتفات لاندی راغله.په ۲۰۰۶ م کال کې دفیروزکوه په نامه موسسې چې دلاسې صنایعو اوتاریخې ابداتو په برخو کې یې کارکاوه او د انګلستان د شهزاده چارلز په مالې مرسته جوړه شوې وه، دمرادخانې د سیمې بیاجوړونه، د محلې معمارانو اوهنرمندانو روزنه د خپلې پاملرنې په محراق کی راوسته. په داتیرو څو کلونو کې دغې موسسې دمرادخانې په سیمه کې کار وکړ او په دې باندی بریالۍ شوه ترڅو یوه زیاته برخه د مرادخانې دسیمې بیا جوړه او له سره ورغوي. په دغه بیا جوړونه کې د کورونو اساسي ترمیمول، دکړکیو، دروازو او کورونو حویلۍ له هغو موادو نه په ګټې اخیستوسره چې سل یا یوسلوپنځوس کاله وړاندې ددې سیمې په جوړونه کې ترې ګټه اخیستل شوې وه، شامل وو. دغه راز یې په یاده شوې سیمه کې د ژوند دښه والې او بهبود شرایط هم برابر کړل چې په هغې کې دنوې کانالیزاسیون ایجادول، دچټلیو او کثافاتو څخه دسیمې پاکول، دښوونځې او روغتیایې کلینک جوړول شامل دی. ددې ترڅنګ د "فیروزکوه" موسسې لاسې صنایع لکه زرګري، آهنګري، کلالې ، ګچ کارې او دلرګیوپرمخ کندنکارې هم د مرادخانې په سیمه کې غښتلې ، او ملاتړ یې کوې.دمرادخانې دبیارغونې دپروژې مسوول انجینر هدایت الله دخپل کارپه اړه داسې وایې: لومړی مونږ ساحه له کثافاتو او چټلیو څخه پاکه کړه چې دغه کار څومیاشتې وخت په بر کې ونیوه، ځکه دلته دڅو کلونو کثافات او چټلۍ جمع شوې وې. وروسته مو هر کور په جدا ډول سروې اودبیا جوړونې نقشې مو طرح او جوړې کړی. انجینر فتاح چې ددې پروژې د انجینرانو له ډلې څخه یوتن دې د یادې شوې پروژې په اړه داسې رڼا اچوي: د کورونو له سروې وروسته په دیوالونو نقشې، رسامۍ او په لرګیود کندنکارۍ له پاتې شونو څخه نمونې او بیلګې راخیستې، وروسته یې له هغو طرحو نه په بیا جوړونه کې دپرمختللې ټکنالوژۍ نه په ګټې پورته کولوسره کمپیوټرې طرحې جوړولې او وروسته به یې په عملې ډول دکورونوپه بیا جوړونه لاس پورې کاوه.څه وخت چې مو د انجنیر هدایت الله څخه د هغه کورونود څرنګوالې په اړه چې وران شوې وو،او په سختۍ سره یې بیا جوړونه ترسره کیده وپوښتل؛ دلازمو توضیحاتو د ارایه کولو ترڅنګ یې وویل: دمرادخانې دسیمې ټول کورونه د روباه خانې (دکورونو لاندی هغه ځاې چې انسان په کې په ټیټه کولای شې ننوځي) دلمده بل اورطوبت نه د وقایې په خاطر ژغورلوته اړتیا لري، کله هم مجبور وم دغې روباه خانې ته ننوځم خو دغه کار له خطره ډک شمیرل کیده.ځکه په هغو ستنو او پایو کې چې دغه کورونه پرې لپاسه اباد شوې وو چاودونه او درزونه موجود وو او هره شیـبه ددی امکان وو چې دغه پاېې راونړیږي او ټول کورونه په روباه خانه کې را وغورځیږي. دمرادخانې دسیمې یوتن اوسیدونکې دفیروزکوه موسسې څخه په مننې سره زیاته کړه که یو یا دوه کاله نور هم دغه کار (بیارغونه) نه ترسره کیده، کیداې شې هیڅکله هم په دې باندی بریالې شوې نه وو چې دکابل ددې تاریخې سیمې د معمارۍ هنر وساتو. ځکه زیاتره بناګانې (ستنې) په ډيرخراب حالت کې وې چې په یوې عادې زلزلې یا باران سره د تل لپاره له منځه تللې او دغه ځاې چې زمونږد اصیل کلتور یوه برخه ده په یوه کنډواله بدلیدو.انجنیر هدایت الله دهغه هنرمندانو په برخه کې چې ددې سیمې د تعمیراو بیارغونې لپاره کارکوي وویل: هغوې په ډیرو ستونزو او مشکلاتو وکولای شول یوڅو استادان لکه په لرګیودکندنکارۍ، ګچ کارۍ، دیوال بندۍ او کلالۍ لپاره دهیواد دبیلابیلو برخو لکه نورستان، هرات، استالف ....نه کابل ته راوستي دي. ترڅو ددې استادانو ترنظرلاندی د دغې تاریخې سیمې دبیارغونې کار په هماغه تاریخې سبک ترسره شي. هغه یادونه وکړه چې په هیواد کې دمعمارۍ دهنر یوکم شمیر استادان پاتې وو، که چیرې ورته پاملرنه نه وای شوی کیدای شوه چې دتل لپاره دغه هنرپه افغانستان کې دسلګونو نورو تاریخې اثارو په څیر نابود او یا هم غلاشوی وو.سره له دی چې په هیواد کې دبیا رغونې څه کارونه په دا وروستیو څو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې ترسره شول، خو له اهمیت څخه ډک او با ارزښته کارونه، هغه کارونه دې چې زمونږ دتاریخې آبداتو او ارزښتونو په ساتنه کې ترسره شوي دي،او له نورو هرو برخو څخه د دولت او نړیوالې ټولنې زیاتې او جدې پاملرنې ته اړتیا لري. ځکه که زمونږ فرهنګې میراثونه یوځل نابود او له منځه ولاړ شي نو د بیا جوړونې او نوې کوونې قابلیت نه لري. دبیلګې په ډول په بامیانو کې د بودا مجمسې او دهډې غیرمنقول موزیم زمونږ ددې ادعا لپاره ښکاره ثبوتونه دي. له بلې خوا زمونږ تاریخ او هویت زمونږ دهمدغو تاریخې ارزښتونو او اصیل کلتور په ساتنې پورې اړه لري؛ مونږ کولای شو په هغه وخت کې خپل هویت وساتلې شو کله چې مو خپل دغه فرهنګې او کلتورې میراثونه او ارزښتونه ساتلې اوسې چې مرادخانې دهغې له ډلې څخه یوه کوچنۍ بیلګه ده.
مرادخانې؛ د تاریخ دروازه
کاوه آهنگر
مرادخانې دکابل دسیند په غاړه پرته د کورونو یوه کوچنۍ او وړه مجموعه ده، چې یو ۱۵۰ کاله وړاندې دغه کوچنۍ مجموعه یو له ګڼې ګوڼې ډک سوداګریز بازارڅخه شمیرل کیده. دغه سیمه د زیاتو تاریخې او کلتوری ارزښتونو درلودونکې وه. دمرادخانې تاریخ په افغانستان کې د قزلباش قوم د تاریخ سره سمون خوري. قزلباشان د صفی الدین اردبیلی او شاه اسماعیل صفوی دطریقت پیروان وو. کله چې د "آق قویونلو" کورنۍ په شپاړسمه میلادې پیړۍ کې له منځه ولاړه، دوې د اسماعیل صفوی لپاره زیات خدمتونه ترسره کړل، هماغه وو چې د دغه خدمت په بدل کې په صفوې دربار کې لوړمقامونه اوعالې منصبونه ترلاسه کړل، چې داپه خپله ددی سبب وګرځېد ترڅو قزلباش قوم دیوی ممتازی طبقې په صفت دشعیه مذهب په پیروانو کې خپل ځان ښکاره کړی.
نادر افشار چې ددغه قوم له یوې څانګې څخه وو، ددوې په مرسته وکولای شول دصفویانو حکومت په ۱۷۳۵ کال کی له پښو وغورځوي او پرځاې ۱۲ کاله دفارس، کندهار،او بخارا په ځمکو خپله واکمنې وچلوي. نادرافشارډهلی هم یوځلې فتحه کړی وو او له هغه ځاې څخه یې زیات غنیمتونه دخپل ځان سره فارس ته راوړی وو، چې دهغې له ډلې څخه دکوه نور الماس دبیلګې په توګه یادولای شو.د نادرافشار له وژل کیدو وروسته دقزلباشانو یوه ډله له احمدشاه ابدالې سره یوځاې، او هغه سره یې دتخت اوتاج په لاسته راوړلو کې ملګریتوب وکړ. دا امر په خپله ددې سبب شو چې قزلباشان یوځل بیا مقام اومنزلت په دربار کې حفظ او په لاس راوړي. هغه مهال چې تیمورشاه درانې پایتخت کابل ته راولیږداوه، دقزلباش قوم دیوه قوماندان او مشر مرادخان له لورې ورته دکابل د سیند په غاړه یوه ټوټه مځکه د سوغات په ډول ورکړل شوه، چې له هغه وروسته دغه سیمه د مرادخانې په نامه یاده شوه، په دغه سیمه کې به د قزلباش قوم ډیرۍ خانان او دقوم مشران چې په دربار کې دمقام اومنزلت خاوندان وو اوسیدل.څرنګه چې مرادخانې د اشرافو داستوګنې ځای وو، ځکه نو ددې ځاې کورونه د یوې ځانګړې ښکلا درلودونکې وو. ددیوالونو ګچ کول، په لرګیوباندی کندنکاری، دخونو داخلې تزئینات، په کړکیواو دروازو دنقشو باسل اونورې ځانګړتیاوې ټول دمهارت او استادۍ خبر ورکوونکې وو چې د کلونو راپدیخوا په دغه سیمه کې کارشوي وو او دخپلو هنرې مهارتونو نه یې په ګټې اخیستنې سره دمرادخانې دسیمې کورونو ته ځانګړې ښکلا او زینت وربخښلې وو.د دولتونو نه پاملرنه زمونږ دغه فرهنګې اوهنری میراثونو ته ددې لامل وګرځید چې دمرادخانې سیمه ورو، ورو له یاده ووته، او دقزلباشانو داشرافو هغه ځاې ځایګې چې یووخت د دربار لوړرتبه کسان وو له خرابیو او چټلیو سره مخ ،او ددې وروستیو څو لسیزو په دوران کې د چټلیو او کثافاتو ډیري په سیمه کې پیدا شول. د دولتونوسمه نه پاملرنه ددغې تاریخې او له هنرې آثارو نه ډکې او غنې سیمې ښارګوټی دنابودۍ او خرابوالې باعث شول. دجنګ په کلونو کې په خاص ډول دکابل په خپل منځې جنګ کې د کابل دمراد خانې سېمې اوسیدونکي کډه کولو ته اړ شول، او مراد خانې دیوې متروکې، کنډوالې او تقریبا له خلکوڅخه په یوه تشه داستوګنې سېمه بدله شوه. دغه کار(د دولتونو نه پاملرنه اوکورنې جنګونه) نه یواځې دا چې دمرادخانې سیمه یې له خلکو څخه خالې ،اوکډه کولو ته یې اړکړل بلکه هغه معماران او هنرمندان چې زمونږ ددې اصیلې سیمې پاسداران وو ځینو یې دا فانې دنیا او ځینو ېې دغه سیمه ترک او کډه وکړه.دطالبانو له حکومت نه وروسته اود هېواد په تارېخ کې د نوې بهیر په پیل کیدو سره، خوشبختانه دمراد خانی سیمه یوځل بیا بخت منه شوه او یوځل بیا د دولت او نړیوالو بنسټونو ترالتفات لاندی راغله.په ۲۰۰۶ م کال کې دفیروزکوه په نامه موسسې چې دلاسې صنایعو اوتاریخې ابداتو په برخو کې یې کارکاوه او د انګلستان د شهزاده چارلز په مالې مرسته جوړه شوې وه، دمرادخانې د سیمې بیاجوړونه، د محلې معمارانو اوهنرمندانو روزنه د خپلې پاملرنې په محراق کی راوسته. په داتیرو څو کلونو کې دغې موسسې دمرادخانې په سیمه کې کار وکړ او په دې باندی بریالۍ شوه ترڅو یوه زیاته برخه د مرادخانې دسیمې بیا جوړه او له سره ورغوي. په دغه بیا جوړونه کې د کورونو اساسي ترمیمول، دکړکیو، دروازو او کورونو حویلۍ له هغو موادو نه په ګټې اخیستوسره چې سل یا یوسلوپنځوس کاله وړاندې ددې سیمې په جوړونه کې ترې ګټه اخیستل شوې وه، شامل وو. دغه راز یې په یاده شوې سیمه کې د ژوند دښه والې او بهبود شرایط هم برابر کړل چې په هغې کې دنوې کانالیزاسیون ایجادول، دچټلیو او کثافاتو څخه دسیمې پاکول، دښوونځې او روغتیایې کلینک جوړول شامل دی. ددې ترڅنګ د "فیروزکوه" موسسې لاسې صنایع لکه زرګري، آهنګري، کلالې ، ګچ کارې او دلرګیوپرمخ کندنکارې هم د مرادخانې په سیمه کې غښتلې ، او ملاتړ یې کوې.دمرادخانې دبیارغونې دپروژې مسوول انجینر هدایت الله دخپل کارپه اړه داسې وایې: لومړی مونږ ساحه له کثافاتو او چټلیو څخه پاکه کړه چې دغه کار څومیاشتې وخت په بر کې ونیوه، ځکه دلته دڅو کلونو کثافات او چټلۍ جمع شوې وې. وروسته مو هر کور په جدا ډول سروې اودبیا جوړونې نقشې مو طرح او جوړې کړی. انجینر فتاح چې ددې پروژې د انجینرانو له ډلې څخه یوتن دې د یادې شوې پروژې په اړه داسې رڼا اچوي: د کورونو له سروې وروسته په دیوالونو نقشې، رسامۍ او په لرګیود کندنکارۍ له پاتې شونو څخه نمونې او بیلګې راخیستې، وروسته یې له هغو طرحو نه په بیا جوړونه کې دپرمختللې ټکنالوژۍ نه په ګټې پورته کولوسره کمپیوټرې طرحې جوړولې او وروسته به یې په عملې ډول دکورونوپه بیا جوړونه لاس پورې کاوه.څه وخت چې مو د انجنیر هدایت الله څخه د هغه کورونود څرنګوالې په اړه چې وران شوې وو،او په سختۍ سره یې بیا جوړونه ترسره کیده وپوښتل؛ دلازمو توضیحاتو د ارایه کولو ترڅنګ یې وویل: دمرادخانې دسیمې ټول کورونه د روباه خانې (دکورونو لاندی هغه ځاې چې انسان په کې په ټیټه کولای شې ننوځي) دلمده بل اورطوبت نه د وقایې په خاطر ژغورلوته اړتیا لري، کله هم مجبور وم دغې روباه خانې ته ننوځم خو دغه کار له خطره ډک شمیرل کیده.ځکه په هغو ستنو او پایو کې چې دغه کورونه پرې لپاسه اباد شوې وو چاودونه او درزونه موجود وو او هره شیـبه ددی امکان وو چې دغه پاېې راونړیږي او ټول کورونه په روباه خانه کې را وغورځیږي. دمرادخانې دسیمې یوتن اوسیدونکې دفیروزکوه موسسې څخه په مننې سره زیاته کړه که یو یا دوه کاله نور هم دغه کار (بیارغونه) نه ترسره کیده، کیداې شې هیڅکله هم په دې باندی بریالې شوې نه وو چې دکابل ددې تاریخې سیمې د معمارۍ هنر وساتو. ځکه زیاتره بناګانې (ستنې) په ډيرخراب حالت کې وې چې په یوې عادې زلزلې یا باران سره د تل لپاره له منځه تللې او دغه ځاې چې زمونږد اصیل کلتور یوه برخه ده په یوه کنډواله بدلیدو.انجنیر هدایت الله دهغه هنرمندانو په برخه کې چې ددې سیمې د تعمیراو بیارغونې لپاره کارکوي وویل: هغوې په ډیرو ستونزو او مشکلاتو وکولای شول یوڅو استادان لکه په لرګیودکندنکارۍ، ګچ کارۍ، دیوال بندۍ او کلالۍ لپاره دهیواد دبیلابیلو برخو لکه نورستان، هرات، استالف ....نه کابل ته راوستي دي. ترڅو ددې استادانو ترنظرلاندی د دغې تاریخې سیمې دبیارغونې کار په هماغه تاریخې سبک ترسره شي. هغه یادونه وکړه چې په هیواد کې دمعمارۍ دهنر یوکم شمیر استادان پاتې وو، که چیرې ورته پاملرنه نه وای شوی کیدای شوه چې دتل لپاره دغه هنرپه افغانستان کې دسلګونو نورو تاریخې اثارو په څیر نابود او یا هم غلاشوی وو.سره له دی چې په هیواد کې دبیا رغونې څه کارونه په دا وروستیو څو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې ترسره شول، خو له اهمیت څخه ډک او با ارزښته کارونه، هغه کارونه دې چې زمونږ دتاریخې آبداتو او ارزښتونو په ساتنه کې ترسره شوي دي،او له نورو هرو برخو څخه د دولت او نړیوالې ټولنې زیاتې او جدې پاملرنې ته اړتیا لري. ځکه که زمونږ فرهنګې میراثونه یوځل نابود او له منځه ولاړ شي نو د بیا جوړونې او نوې کوونې قابلیت نه لري. دبیلګې په ډول په بامیانو کې د بودا مجمسې او دهډې غیرمنقول موزیم زمونږ ددې ادعا لپاره ښکاره ثبوتونه دي. له بلې خوا زمونږ تاریخ او هویت زمونږ دهمدغو تاریخې ارزښتونو او اصیل کلتور په ساتنې پورې اړه لري؛ مونږ کولای شو په هغه وخت کې خپل هویت وساتلې شو کله چې مو خپل دغه فرهنګې او کلتورې میراثونه او ارزښتونه ساتلې اوسې چې مرادخانې دهغې له ډلې څخه یوه کوچنۍ بیلګه ده.Write Your Comment
د ورځې وروستې خبرونه
• مصباح: افغان کريکټ لوبډله بايد نورې لوبې هم وکړي
• پاکستان: ډرون بريد د القاعدې مهم غړی وژلی
• بانکي: عرب ليګ د سوريې لپاره د م.م مرسته...
• د بلوڅانو پر حالت کانګرس کمېټې غونډه وکړه
• د بشر نويد کالم،پښتونخوا:د اجمل خټک ډايرۍ خپرول...
• اوونيز ويديويي رپوټ: هلته دلته
• په کابل کې سړې هوا په نشه روږدي کسان...
• حميد حسن: گټل بايلل نه ، ښه لوبه مهمه...
• د کریکټ یوې ورځنۍ لوبې ګټونکی څوک بولئ، افغانستان...
• ګیلاني: افغان سوله باید د پاکستان په زیان تمامه...
• پاکستان: ډرون بريد د القاعدې مهم غړی وژلی
• بانکي: عرب ليګ د سوريې لپاره د م.م مرسته...
• د بلوڅانو پر حالت کانګرس کمېټې غونډه وکړه
• د بشر نويد کالم،پښتونخوا:د اجمل خټک ډايرۍ خپرول...
• اوونيز ويديويي رپوټ: هلته دلته
• په کابل کې سړې هوا په نشه روږدي کسان...
• حميد حسن: گټل بايلل نه ، ښه لوبه مهمه...
• د کریکټ یوې ورځنۍ لوبې ګټونکی څوک بولئ، افغانستان...
• ګیلاني: افغان سوله باید د پاکستان په زیان تمامه...
د کلتور او ټولنې وروستۍ مقالې

