په افغانستان کې دقانون پربنسټ دولاړی ټولنې درامنځ ته کیدو لپاره آزادي غوښتونکي مبارزې او  مترقی فعالیتونه د 20 پیړۍ په لومړنیوکلونو کې دامیرحبیب الله خان د پاچاهۍ په دوره کې پیل شول. په ۱۹۰۵ زیږدیز کال کې چې د ۱۲۲۳  هجری قمرې سره سمون خوري دروښان فکرو اوپوهانو یوې ډلې چې په شاهي مدرسی او د حبیبې په دارالعلوم (اوسنۍ حبیبې لیسي) پورې اړه درلوده د یوه وړاندیز په ترڅ کې له  امیر څخه وغوښتل چې د یوی ټولنې په جوړولو پیل وکړي چې دغې ټولنې وروسته یوه پنځلس ورځنۍ جریده د "سراج الاخبار" په نامه خپره کړه.امیردهغوې وړاندیز ومانه او  یاده شوې ټولنه د یوه شاهی فرمان په بنیاد جوړه شوه. ددې ټولنې رییس چې په عین حال کې دسراج الاخبار جریدې مسوول مدیر هم وو مولوې عبدالرؤف خاکې او منشې مولوې محمد سرور واصف وو، چې وروسته یې بیا د مشروطه غووښتونکو د تحریک منصب هم ترلاسه کړ.دغه انجمن وکولای شول چې د ۱۹۰۶ میلادې کال دجنورۍ دمیاشتې په یوولسمه چې د۱۳۲۳ قمرې کال دصفر دمیاشتې له ۲۵ نیټی سره سمون خوري دسراج الاخبار لومړنۍ ګڼه خپره کړي. لیکوالو او ددی خپرونې کاروکوونکوبه هڅه کوله چې د سراج الاخباردمقالواو مطالبوله لاری دامیر پاملرنه دنړۍ دهېوادونو پرمختګونو ته ور واړوي او خلکوته مترقي  افکار ورسوي. دسراج الاخبار د کارکوونکوآزادي غوښتونکي افکار نه یواځی په افغانستان بلکه په برتانوي هند،منځنۍ اسیا او ایران کې هم خپلې اغیزې پرځاې پریښودی.ویل کیږي چې ددې نشریې دلومړنۍ ګڼې ډیرې نسخی دافغانستان له پولو څخه بهر هم د قلم دخاوندانو او روښان فکرانو ترمنځ لاس په لاس ګرځیدي او هغوې  د داسې یوه قانون په شتون  چې دمترقې او پرمختللو فعالیتونو مرکز ؤ خوشحاله وو. دبرتانوې هند دولت چې په افغانستان کې دسراج الاخبار خپریدل یې هم په افغانستان او هم دهند په نیمه وچه کې د ځان په زیان لیدل پر امیرحبیب الله خان باندې د فشار په اچولو سره ددی نشریې دنورو ګڼو د چاپ مخه ونیوله او په دې توګه  دسراج الاخبار جریده دخپل لومړي خپرنیز پړاؤ په ترڅ کې یوازې یوه ګڼه چاپ شوه.سره له دې چې امیر دنورو ګڼو دچاپ مخه ونیوله خو د ټولنې غړو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.همدا دوې وو چې دهېواد په تاریخ کې د لومومړنیو مشروطه غوښتونکو څخه یاد شول. دافغانستان په تاریخ کې مشروطه غوښتونکي په دوو پړاؤنو کې مطالعه کولای شو چې دلومړیواو دوه یمو مشروطه غوښتونکو په نامه نومول شي دي.لومړني مشروطه غوښتونکي هغه لومړنۍ سیاسې ډله وه چې په افغانستان کې یې دیوې پرمختللې،  ازادي غوښتونکي او خپلواکې ټولنې بنسټ او بنیاد کیښود. ددې ډلې مجموعې شمیره چې دامیرحبیب الله خان د دربار له روښان فکرو او  ترقي غوښتونکو غړونه جوړه وه، ۳۰۰ تنو ته رسیده چې په بیلابیلو هستو او کړیو کې یې فعالیت کاوه. ددې ټولوکړیو په سر کې مولوې محمد سرورو واصف وو  چې وروسته امیرحبیب الله خان دمشروطه غوښتنې په جرم په 1909 کال کی اعدام کړ.واېې کله چې هغه دتوپ مخې ته وتاړه نولاندی شعر یې د وصیت په ډول خپلو اخلافو ته ولوست:
   ترک مال وترک جان و ترک سر             در ره مشروطه اول منزل است
که څه هم چې دغه نهضت ډير ژر وټکول شو خو  ددې نهضت د بنسټ ایښودونکو افکارو او عقیدې د هغو خلکو د لارې څراغ شو چې د ټولنېز عدالت او د قانون د واکمنۍ دپلې کیدو لپاره یې رڼا اچوله.
دلومړنۍ مشروطه غوښتونکو فکري اصول عبارت وو له: داسلام په مبین دین باندی ټینګه عقیده، ملي یووالی،دمعارف دودول او د مطبوعاتو تأسیس، دآزادو او عادلانه ټاکنو له لارې دملي شورا(پارلمان)جوړیدل او د ټولنېز عدالت تأمینول.
هغوې دهېواد اقتصادي پرمختګ ته هم پام درلوده اوپه طرحویې د بریښنا د بندونو او مواصلاتي لارو جوړول شامل وو. دسراج الاخبارخپریدل په دوهم پړاؤ کې تر یوې شپږ کلنې وقفې یا ځنډ وروسته په کال ۱۹۱۱ میلادې کې چې د ۱۳۲۹ هجری قمرې سره سمون خوري دمحمود طرزې په مدیریت پیل شو، اوداځل دسراج الاخبارجریده د"سراج الاخبار افغانیه" په نامه خپره، او ویې وکولای شول چې خپلو خپرونوته دوام ورکړي. ددې خپرونې لیکوالو او  همکارانود مشروطه غوښتنې داعیه په پټه توګه په شخصې او خصوصې محافلو کې بیانوله. که څه هم پدې دوره کې مشروطه غوښتونکو کوم ګوندي جوړښت نه درلود، خو د مخکېنۍ دوری په پرتله یې ډیر واک او امکانات درلودل او اصلي دلیل یې په دې نهضت کې  د دربار  د رجالو  او شاهې کورنۍ د افرادو غړیتوب وو چې دهغو له ډلې نه کولای شو د امان الله خان نه یادونه وکړو.
 د دوه یمو مشروطه غوښتونکو موخې دلومړنيو مشروطه غوښتونکو سره ډیر توپېر نه درلود، هغوې هم د قانون دواکمنۍ اویوه مشروطه شاهي نظام دتأسیس په لټه کې وو.
‌ دامیرحبیب الله خان تروژنې وروسته دهغه زوی امان الله خان پاچاشو.په دی وخت کې د ټولنې  دروښان فکرو او مترقي کړیو ترمنځ یوه هیله راپیدا شوه، ځکه چې  امان الله خان نه یوازې یو مترقې شخص و بلکې د مشروطه غوښتونکو سره یې هم  اړیکې درلودی او د افغانستان په وروسته پاتې ټولنه کې د یوه بدلون د رامنځ  ته کیدو په لټه کې و.د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو په برخه کې د امان الله خان لومړنې او ډیر مهم ګام د هېواد دخپلواکۍ اعلانول وو. وروسته لدی چې انګلستان او  ځینو هېوادونو د افغانستان خپلواکي په رسمېت وپیژندله نو پاچا د نورو اصلاحې پروګرامونو (کړنلارو) په پلې  کیدو اقدام وکړ. دهغو اصلاحاتو له ډلې څخه چې امان الله خان د مشروطه غوښتونکو تراغیزلاندی ترسره کړل، کیداې شې چې له بهرنیو دولتونو سره دهېواد دسیاسي اړیکو دپراختیا، دمریې توب له منځه وړلو، په ټول هېواد کې دهلکانو  اونجونودښوونځیو پرانستلو، دمسوولې کابېنی جوړولو، داساسي قانون  د تدوینولو اونافذولو چې دافغانستان دعالیه دولت اساسي نظامنامې په نامه یادیدله او د نورو قوانینو (نظامنامو) نافذیدلو او خپرولو او داسې  نورو اقتصادي، ټولنېزو او کلتوري اصلاحاتوڅخه یادونه وکړو.
وروسته لدې چې امان الله خان دبهرنیو توطؤ او کورنیو بلواګانو له امله هېواد پریښودو ته اړ شو په هیوا د کې یوه  نامطلوبه سیاسي او ټولیزه فضا حاکمه شوه. په دغه دوره کې چې تر ۱۳۴۳ هجرې لمریز پورې یې دوام وکړ ټول هغه سیاسي ټولنېز پرمختګونه چې په اماني دوره کې افغانستان ترلاسه کړې وو بیرته لاه لاسه ورکړل. په سلګونو روښان فکران او سیاستوال په زندان  کې واچول شول، اعدام شول اویا له هېواده وشړل شول. دغه دوره چې تر ۳۰ کلونو یې  ډیر دوام وکړ په حقیقت کې د ډیموکراسۍ او ټولنیز پرمختګ په لورې  د افغانستان دطبیعې خوځښت په وړاندی خنډ شوه، چې په نتیجه کې یې افغانستان د یوڅو کلونو لپاره دبشري تمدن له کاروان څخه وروسته پاته شو.