داسې ښکاري چې د کابل او تهران د سياسي اړيکو اسمان چې له تيرو نهو کالو او په ځانګړې توګه په ايران کې د احمدي نژاد واک ته له رسيدو وروسته سره له دې چې د ايران ستر دښمن امريکا په دې هيواد کې ميشته ده دا اړيکې د ورورۍ کچې ته رسيدلې وې؛ وريځو پوښلې دي.


د ښاغلي کرزي او احمدي نژاد تر منځ دوستي د دوې د ولسمشمرۍ په دواړو دورو کې خورا نږدې او ورورګلوي بلل شوی. په ايران کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته چې پايلې يې په هغه هيواد کې د سمونپالو له سختو مخالفتونو سره ملې وې، او د يو شمير ناخوښو ايرانيانو پر مرګ ژوبلې او زنداني کیدو تمامې شوې، حامد کرزې لومړنې ولسمشر و چې هغه يې د برياليتوب له امله مبارکې وويله. همدارنګه په افغانستان کې د ولمسمشرۍ د دويمې دورې لانجمنو ټاکنو مخکې تردې چې د ټاکنيزو سرغړونو څيړنه وشي او ټاکنې دويم پړوا ته ولويږي لومړنى لاس ګل او د مبارکې ډالې چې کابل ته راورسيده، د احمدي نژاد له لورې وه.


اوس ددې دواړو ولسمشرانو د سياسي مخالفينو له لورې دا اړيکې نامشروع بلل شوي دي. دی اړیکو له ايران نه کابل ته د تيلو د ټانکرونو د نه راپريښودو پر سر خورا سخته غوټه خوړلې او د افغانستان په بيلابيلو ښارونو کې يې د خلکو غوسه راپارولی ده. په دې غبرګونونو کې چې په خپل ډول کې بې ساري هم دي، مخالفت کوونکو په کابل کې د ايران د سفارت پر لوحه رنګ وشينده او هګۍ يې وروغورځولې همدارنګه يې د ايراني مشرانو انځورونه وسوزول. که څه هم چې، افغان چارواکو د ايراني مشرانو د انځورونو د سوزولو له امله خواشينې څرګنده کړه ، خو په ټوله کې دا لاريونونه د هغه حکومت تر مشرۍ لاندې تر سره کيدل چې ځان داحمدي نژاد دوست او ملګرى ګڼي.


په وروستيو لسو کالو کې د افغانستان او ايران د حکومتونو سياسي اړيکې تر ډيره د احمدي نژاد او کرزي تر منځ د شخصي اړيکو نه اغيزمنې دي. نه د دواړو هيوادونو تر منځ د سياسي او د يپلوماتيکو اړيکو او ددې هيوادونو د ملي ګتو له امله، ډير ځله وليدل شو چې د افغانستان سياسي ګټو ته د ايران له لورې پام ندې شوې. په همدې توګه په ۱۳۸۸ لمریز کال کې تر ټاکنو وروسته د ايران دولت د مخالفينو د ټکولو وروسته د افغانستان د دولت ليد لورې ددې هيواد سياسي ليد لورې د ولسونو او مدنې ټولنو د ليد لورې په پرتله تر ډيره د احمدي نژاد سره همغږى و.


دوه ګاونډي هيوادونه ايران او افغانستان د زرګونو کالو ژبنۍ، ديني او فرهنګي مخينې سره سره د خواوشاه زرو کيلو مترو اوږدې پولې په لرلو سره يو د بل په خوا کې پراته دي.


ايران په پنځوسمه لسيزه کې په افغانستان کې د نښتو د پيليدو وروسته د میليونون افغان کډوالو کوربه و. چې همدا اوس هم ويل کيږي خواوشاه درې مليونه افغان کډوال په ايران کې ميشت دي. دا کډوال د ايران پوليسو له لورې ځورول کيږي او بچيانو ته يې د ايراني استوګنو په څیر د زده کړې حق نه ورکول کيږي. ځينې وختونه له کډوالو سره د ايراني واکمنو ناسم چلند  د ايران او افغانستان تر منځ موجودې اړيکې هم ننګولې دي.


د  طالبانو د واکمنې له ړنګيدو او په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو د ځاې پرځاې کيدو وروسته ايران د کرزي په مشرۍ دولت د ملاتړو او مرسته کوونکو په ډله کې شميرل کيده . که څه هم چې ښاغلی کرزى چې د لويديز په ځانګړې توګه امريکا په ملاتړ واک ته رسيدلې و، خو ويې کولاې شول چې د احمدي نژاد په مشرۍ د امريکا له خورا ستر دښمن هيواد  سره ښه اړيکې وپالي.


که څه هم چې په دې وروستيو کې خپرو شويو رپوټونو وښودله چې له ايران سره د ښاغلي کرزي اړيکې پولي اړخ هم لري. د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز یو رپوټ خپور کړ چې پکې ويل شوي د ولسمشر کرزي د دفتر ريس داودزى له ايران نه بې شميره پيسې تر لاسه کوي. دا رپوټ د ولسمشر له لورې هم ومنل شو، او ددې پيسو د لګولو ځاې د ولسمشرۍ د ماڼۍ لګښتونه په ګوته شول.


دې مسئلې په ايران کې هم بحثونه راوپارول د ايران د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو جرګه ګۍ ددغه هيودا د بهرنيو چارو له وزير نه د څرګندونو غوښتنه وکړه، خو د ولسمشر احمدي نژاد پلوي ورځپاڼو د هغې ډلې د (کيهان) ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د پيسو ورکړه اغيزمن کار وباله.


په افغانستان کې د امريکا د لس کلن شتون په اوږدو کې د ناټو او امريکايي ځواکونو چارواکو ډير ځلي ايران د افغان دولت د مخالفيو پر ملاتړ او هغوې ته د جنګي وسايلو په ورکولو تورن کړې دى، خو دا تورونه د ايران له لورې رد شوي، او د افغان دولت له لورې ورته پام ندى شوى.


د ايران له لورې افغانستان ته د راتلونکو ټانکرونو ايسارول په دې هيواد کې د سون توکيو بيې لوړې کړي او د نورو اړتيا وړتوکيو بيې هم د ليږد راليږد د بيو د لوړيدو له امله لوړې شويدي. چې دا چاره په کابل او هرات کې د ايران پر خلاف د خلکو د غبرګونونو د راپارولو سبب شوه.


ددې لاريونونو په غبرګون کې په کابل کې د ايران سفير فدا حسين مالکي د ايران د دولتي اژانس (ايرنا) سره په مرکه کې د لاريون تنظيموونکي لويديز پال وبلل او ويې ويل:"دافغانستان له دولت نه غواړو چې د ايران پر سفارت بريدکوونکي وپيژنې، او ويې نيسي، له هغې پرته به، ايران د افغانستان سره په خپلو سياسي او ديپلوماتيکو اړيکو له سره کتنه وکړي".


خو دايران دا غوښتنه د افغانستان د حکومت له لورې په يو بې ساري اقدام سره رد شوه.


دافغان دولت يو وياند رفيع فردوس په ځواب کې وويل:"کابل تهران نه دى، د افغانستان خلک حق لري په هره برخه کې خپل غږ پورته کړي او د خپل حق غوښتنه وکړي".


د احمدي نژاد دولت په دې تورن دې چې د خپلو سياسي مخالفينو پر وړاندې يې له زور نه کار اخيستى او زرګونه تنه ايرانيان يې په سياسي او نظرې عقيدو زندان ته اچولي.


ددې دريځونو غوره کولو په لړ کې ايران په هغه هيواد کې افغان سفير عبيدالله عبيد د بهرنيو چارو وزارت ته وروغوښت او له هغه نه يې د کابل او هرات د لاريونونو د وضاحت غوښتنه وکړه.


ايران دعوه کوي چې کابل ته په تلونکو ټانکرونو کې بار سون توکي په دغه هيواد کې ميشت ناتو ځواکونه کاروي ، نو دهمدې امله دې ټانکرونو ته دتګ اجازه نه ورکوي. دا هغه دعوه ده چې د ناټو ځواکونو له لورې رد شويده.


دسياسي چارو يو کارپوه احمدسعيدي په دې باور دې چې هماغه ډول چې ايران په دننه کې په خپلو چارو کې خپلواک دى او افغانستان ترې د کورنيو چارو په اړه د وضاحت غوښتنې حق نلري په همدې ډول ايران هم دا حق نلري چې افغانستان ته بريد وټاکې چې څو ټانکره تيل چيرته او څه ډول مصرفوي. هغه وايي دا تيل له عراق ، کويټ او ترکمنستان نه اخيستل شوي او د يو نړيوال تړون له مخې د ايران له لارې افغانستان ته راوړل کيږي. افغانستان ددې حق لري چې اوبو ته د لارې د نه لرلو له امله د ګاونډيو هيوادونو له لارو کار واخلي هماغه ډول چې ايران د افغانستان د اوبو نه د خپلو کرنيزو چارو لپاره ګټه پورته کوي.


خو هغه څه چې د افغانستان او ايران تر منځ د ښواړيکو ټاکوونکې ده هغه د دواړو هيوادنو د ولسمشرانو تر منځ دوستانه اړيکې دي چې په دې تيرو لسو کالو کې يې ددې دواړو هيوادونو تر منځ پر هر ډول اړيکو سورې غوړولې دی.


نو ايا په دې مسله کې به هم د دواړو ولسمشرانو تر منځ خوږې اړيکې د ستونزو غوټه پرانيزې؟ دايران له لورې د تيلو د ټانکرونو تر ودرولو وروسته د افغان ولسمشر لومړي مرستيال مارشال فهيم دغه هيواد ته سفر وکړ. او د نورو مسايلو تر څنګ چې د ايرانې چارواکو سره يې پرې بحث او خبرې اترې وکړې د ايران د ترانزيت له لارې دهمدې سون توکيو راليږدول و. خو د اونيو له تيريدو وروسته هم ايران د غو ټانکرونو ته د تګ اجازه ورنکړه.

ښاغى سعيدي وايي په ټوله دنيا کې د خلکو حساب کتاب له حکومتونو جلا دى په داسې حال کې چې د دريمې نړۍ هيوداونو کې خلک څنډې ته کړل شوي او تر ډيره حکومتونه په خپل سر پريکړې کوي. بايد د خلکو حساب کتاب په بشپړه توګه له حکومتونو جلا وګڼل شي.


احمدسعيدي د ولسمشر کرزي پر مانا لروونکې چوپتيا نيوکه کوي او وايي " نه ايران داحمدي نژاد دى او نه افغانستان د حامد کرزي دى، دهمدې امله بايد کرزى له احمدي نژاد سره خپلې شخصي اړيکې يوې خواته کړي او په دې مسئله کې جدي ګام پورته کړي چې د ايران حکومت دا ستونزه هواره کړي"


سعيدي زياتوي چې کله د ايران حکومت خپل وګړي دهغوې دمدني اعتراضونو  په بدل کې ټکوي ،نو هيڅکله به زموږ په هيواد کې دسون او نورو توکيو بيې لوړې نه شي، څو دخلکو په منځ کې سترې ستونزې رامنځته کړي.


د افغانستان د سياسي چارو بل څيړونکې هارون مير د افغانستان بهرنې سياست د نړۍ او سيمې هيوادونو له مشرانو سره دشخصي اړيکو نه اغيزمنتیا په ګوته کوي او وایې د دا سیاست باید په يوې سمې او پرځاې کړنلارې چې پر ملي ګتو ولاړې وي جوړ شي.


مير وايي د ايران له لورې د ټانکرونو درول  يوازې د ايران او افغانستان تر منځ اړيکو کې يوه نګونه نده ،بلکې په هغه هيواد کې د افغان کډوالو ستونزې  هم  هغه څه دي چې ددې دواړو هيوادو  سياسي اړيکې يې ننګولې چې دا چاره تر ډيره د خلکو د احساساتو د راپارولو او د ايران پرخلاف د لاريونونو د ترسره کولو لامل شويده.


په ايران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د افغان دولت له مخالفينو نه د ايران د ملاتړ په اړه خپاره شوي رپوټونه ددې لامل شوي چې د افغانستان خلک د ايران ښه نيت ته هم په بد نظر وګوري.


هارون مير ددې ستونزو نه د راوتلو لار د سياسي او ديپلوماتيکو اړيکو دستګاه فعالول بولي. هغه وايي چې اوس زموږ د هيواد بهرنۍ کړنلاره د ولسمشر له لورې جوړيږي. دا په دې معنا ده چې که دولسمشر کرزي شخصي اړيکې دهر هيواد له ولسمشر سره ښې وې دهغه هيواد سره به دافغانستان اړيکې هم ښې وي، خو که دولسمشر اړيکې د کوم هيواد سره سړې او جوړې نه وي نو زموږ د هيودا بهرنې سياست به هم دهغه هيواد په اړه ګونګ او بې موخې وي. 


ښاغلى ميروايي:"زما له نظر د بهرني سياست جوړونکې دستګاه لومړى کار دا دې چې په افغانستان کې د نړۍ او سيمې هيوادونو روا او ناروا ګټې سره بيلې کړي. د سيمې هيوادونه او له هغې ډلې ايران په افغانستان کې هم روا اوهم ناراو ګټې لري. بايد زموږ حکومت ددې وړتيا ولري چې ايران قانع کړي چې په افغانستان کې دامريکا او ناټو شتون د هغه هيواد په زيان ندى. همدارنګه د اوبو او فرهنګي اړيکو پر سر چې د دواړو هيوادونو وګړي يې سره نه بيليدونکې کړي د وروګلوۍ په فضا کې خبرې وشي. ددې ترڅنګ بايد ايران او بل هر هيواد چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي ددې کار نه راوګرځول شي. او دا هر ګاونډي هيواد ته وښودل شي چې پر خپلو پښو ولاړ او دیموکراتيک هيواد د هغوې په ګټه دې.


اوسمهال په ايران کې د افغان سوداګرو د خواوشا دوه زره ودرول شويو ټانکرونو ستونزه پر خپل ځاې پاتې ده د همدې امله د افغانستان د سوداګرۍ خونې له ايران سره خپلې سوداګريزې اړيکې پريکړي.


تر اوسه ددې لانجې پايلې ندې څرګندې چې پر کومې لورې به درومې؟ ايا دا لانجه به ددواړو هيوادونو د ولسمشرانو تر منځ د اړيکو تار وشلوي؟ او د افغانستان دولت به د يو جدي دريځ خپلولو ته وهڅوي که نه؟ لکه چې يو شمير اعتراض کوونکي افغانستان ته د ايرانې توکيو پر راوړلو د بنديز غوښتنه کوي، ايا دولت به هيواد ته د ايرانې توکيو د راوړلو پر مخنيوي برلاسى شي؟ له بله پلوه، ايا افغانستان د سيمې هيوادونو په ځانګړې توګه ايراني توليداتو د يو مصرفوونکي هيواد په توګه ددې وړتيا لري چې له ايران سره خپلې سوداګريزې اړيکې پرې کړي؟


که څه هم چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ويلي چې په هيواد کې يې د سون توکيو د ستونزې د هواري لپاره پريکړه کړې چې له دې وروسته به د روسيې هيواد له لارې د سون توکي راواردوي، خو بله پوښتنه داده چې د ايران له لارې د سون توکيو ستونزه، د ايران له لورې پر افغانستان د فشار راوستلو يوه وسيله ده او که ايران د افغان دولت د ننګولو لپاره کومه بله لار هم لري، تر څو افغانستان د خپلو دوه دوستانو امريکا او ايران تر منځ په سياسي چارو کې تر ډيره  دايران لمن ونيسي؟ او يا دا چې د افغانستان دولت به ددې وړتيا ومومي چې د يو ګاونډي هيواد ايران او د هغه د سخت دښمن امريکا تر منځ د يو ملګري او ملاتړي هيواد په توګه رول ولوبوي؟