
په داسې حال کې چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د ټول هیواد په کچه تيارى روان دی، خو د ټاکنو د بهير پر وړاندې شته امنتي ستونزې په تیره بیا په ننګرهار کې چې د هیواد په ختیځ کې پروت او د پاکستان له هیواد سره شریکه پوله لري، مخ په زياتېدونکو نا امنيو خلک لاتر مخه په ټاکنو کې پر ګډون ټکني کړي دي.
اوس مهال د ننګرهار په ځينو سيمو کې امنیت د پخوا په پرتله خراب شوى دی. طالبان او د دولت نور مخالف وسلوال د بیلابیلابیلو لارو ګواښونه کوي، د هری ممکنه لارې څخه چې وي د ټاکنو د خنډ او ځنډ لامل به وګرځې، چې دې چارې پارلماني ټاکنو ته نوماندان او عام وګړي اندېښمن کړيدي.
دا چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو په وړاندی به په ننګرهار کې امنیتي حالات څه ډول وي، او آیا یادې ټاکنې به د ټاکنو کمیسیون د مهال ویش سره سمې تر سره شي، په دې اړه سياسي څېړونکى او د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وايي: " دا چې ټاکنې يوه سياسي پروسه ده، نو پدې کې شک نشته چې د دولت مخالفين به پدې لټه کې وي څو د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر وړاندې خنډ پيدا کړي. په دی اړه وېره او اندېښنې شته، که امنيتي حالت همدغسې وي ممکن ټاکنې ترسره نه شي."
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو تر ټاکنو د مخه وسلوالو طالبانو او ددو لت مخالفو ډلو لکه اسلامي حزب خلکو ته د خطر څراغونه ولګول چې د رای ورکولو په نيت د رای ورکوونې مرکزونو ته ولاړ نشي، او نه هم خپلې ګوتې په رنګ ولړي که نه نو ګوتې به يې پرې شي .
د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په دوهمه ورځ طالبانو په کندهار کې د دوو تنو ګوتې، چې په ټاکنو کې يې ګډون کړى وو او په رنګ ککړې وې پرې کړې.
دلته پوښتنه راولاړېږي چې طالبان او د دولت مخالفې کړۍ آیا اوس هم افغان دولت او تېره بيا په ننګرهار کې راتلونکو پارلماني ټاکنو ته ستر ګواښ دى، بله دا چې د ننګرهار امنيتي چارواکي په کومه کچه توانېدلي ددې ګواښ مخه ونيسي، په دی اړه د ننګرهار امنیه قومندانۍ وياند سمونوال عبدلغفور داسې وایي: د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنيت په اړه يې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي تر لارښوونې د نو رو امنيتي ارګانونو په همغږۍ ډېر کوښښ کړى چې ټاکنې د ننګرهار په ټولو کليو او بانډو کې سل په سلو ډاډمنې ترسره شي.
د سمونوال غفور په وينا په دی اړه یې خپلو تېرو تیروتنو ته په کتنې سره په امنیتي پلانونو کې بدلونونه راوړي، چې له همدې شېبې څخه د ټاکنو تر مودې پورې یې د نوماندانو او د ټاکنو په ورځ د رای ورکوونکو امنيت خوندي کړي. ده زیاته کړه دوی د کانديدانو د امنيت په اړه ځينې شرطونه ټاکلي چې د هغې په نظر کې نيولو سره هر کانديد کولاى شي ددوي په غوښتنه دوه تنه امنیتي ساتونکي په قانوني ډول له ځانه سره وګرځوي .
خو سياسي څېړونکى لال پاچا ازمون باور لري چې د امنيتي چارواکو دغه پرېکړه به د ټاکنو روڼتيا تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړی وايي لکه څنګه چې وليدل شول تېرو ټاکنو هم موږ ته يوه نه هیریدونکې پایله پريښوده؛ په تېرو ټاکنو کې درغلۍ وشوې چې يوه نړيواله موضوع وګرځېده او اصلي لامل يې نا امني وه.
ښاغلى ازمون زياتوي: "اوس هم يو شمېر کسان د درغليو په تمه ناست او په دې هڅه کې دي، چې د ټوپک او وسلې په کارولو سره په ټاکنو کې در غلۍ وکړي؛ چې داکار په خپل ذات کې يوه ستره نا امني ده."
دده په باور دولت بايد د نو ماندانو په پرتله د عامو وګړو د ژوند د خونديتو ب په هکله ډېره پاملرنه وکړي او پرې نږدي چې هغوي د دوه اورونو ترمنځ راګیر پاتې شي.
دوه ويشت کلن مشال چې خپل ځان د جلالاباد اوسېدونکى راپېژني وايي : په ټاکنو کې د امنيت د نه شتون له امله اندېښمن دى، او د ګډون په اړه یې زړه نازړه دى. دى وايې د طالبانو له لوري ګواښل کېږي چې په ټاګنو کې ګډون ونه کړي.
نوموړى د ټاکنو په کمېسيون نيوکه کوي چې رای ته یې هېڅ ارزښت نه ورکوي، او هغه کسان د ټاکنو د پایلو تر مخه ګټونکي اعلانوي چې د ځينو سياسي کړيو لخوا ورپه ګوته شوي وي.
خو په همدې اړه د ټاکنو د کمیسیون ویاند نورمحمد نور بیا وایي: "مونږ په دا وروستیو کې په راتلونکو ټاکنو کې ددی کار د مخنیوي په اړه د خپلو ولایتي دفترونو ریسانو ته لوړه ورکړې چې نه به په خپله، او نه به هم نور کسان پریږدي چې په ټاکنو کې درغلي وکړي او یا هم ورته زمینه برابره کړي."
بل لورې ته جاويد چې خپل ځان د ننګرهار پوهنتون محصل راپه ګوته کوي وايي د تیرو ولسمشريزو ټاکنو په ورځ ورباندې د رای ورکوونې په محل کې د لاسي بم چاودنه وشوه؛ خو نوموړى خپل ځان خوشبخته بولي چې د مرګ له خولې ژوندى راووت. جاوید لا له وړاندی وايي په راتلونکو ټاکنو کې به د ګډون په هکله فکر هم ونکړي، ځکه طالبانو دا وښودله څه يې چې زړه وغواړي تر سره کولاي يې شي.
خو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال غفور ددوي برعکس خبره کوي او وايي: په ننګرهار کې د خلکو په اند تر ټو لو ناامنه ولسوالي خوګياڼي ده، چې په دی ولسوالۍ کې په تیرو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې (٠٠٠ ، ٢٨) وګړي لاړل او هلته يې خپله رای استعمال کړه.
نوموړى له خلکو غواړي چې په ډاډه زړه د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او خپل راتلونکى په خپله وټاکي.
خو بل لوری ته سياسي څېړونکى لال پاچا ازمون بیا د طالبانو په پرتله زور واکي او جنګ سالاران زيات تورنوي او وايي: دوي د طالب او بلې نامې نه په ګټې اخيستنې غواړي د خلکو په منځ کې وېره او ډار واچوي؛ مونږ دا منو چې طالبان ددې حکومت خلاف دي، خو فکر نه کوم چې هغوي دې د هېواد په کچه امنيت ته ګواښ وي.
د ښاغلي ازمون په باور ځينې خلک د خپلو شخصي ګټو په خاطر اوبه خړوي او ماهيان نيسي.
دا چې ټاکنې به ډاډمن او خوندي امنیت کې ترسره شي او که نه او په هغې کې به د خلکو ونډه څومره وي؟ دا هغه پو ښتنه ده چې راتلونکى به يې ځوابوي.

