سره له دې چې په بلخ ولایت کې د ټاکنیزو سیالیو فضاء ورځ تر بلې تودیږي، د بلخ ولایت مرکز د مزار شریف په ښار کې  د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو کوچنيو او غټ پوسټرونو او انځورونو نیولی دی، د  دې ولایت یو شمیر ښځینه نوماندانې، په ټاکنیزو کمپاینونو کې بی امنیتي، تر ټولو غټه ننګونه بولي.

 

په بلخ ولایت کې ۸۴ تنو نوماندانو چې ۱۶ تنه یې ښځینه دي، د ۱۱ څوکیو لپاره چې د بلخ ولایت لپاره ورکړل شوي دي، د ولسي جرګې ټولټاکنو د سیالیو ډګر ته رادانګلي دي.

 

بلخ د افغانستان په شمال کې له امن ولایتونو څخه شمیرل کیده؛ مګر د تیر کال ولسمشریزو ټولټاکنو په پړاو کې، په دې ولایت کې نا امنۍ رامنځ ته شوی وې. د ولسي جرګې نوماندان په راتلونکو ټولټاکنو کې د دې نا امنیو له تکرار څخه، اندیښمن دي.

 

دی نا امنۍ، ښځینه نوماندانې تر نارینه نوماندانو زیاتې د ستونزو سره مخامخ کړي دي.

 

حقوق پوهه او د بلخ ولایت یوه نومانده سارا مزارۍ،  نا امني د ټولټاکنو له سیالۍ سره په تړاو کې ویني او وایي: " په بلخ ولایت کې د ټاکنیزو سیالیو له پیل څخه وروسته، نا امنۍ زیاتې شوي دي."

 

د هغه په باور د دې نا امنیو اصلي لامل، سربیره پر طالبانو، نور کسان دي چې د پیسو لاس ته راوړلو او شخصي ګټو په خاطر، په دې ولایت کې نا امنیو ته لمن وهي.

 

سارا مزارۍ زیاتوي نارینه نوماندان په دې لحاظ له ستونزو سره مخامخ ندي، پدې چې په افغانستان کې ښځې په سنتي توګه آسیب پذیرې دي، او له بلې خوا، ډېری یې امنیتي ساتونکي نلري. او دغه راز ښځینه نوماندانې یوازې په مزار شریف کې د امنیت له نظره په ټاکنیزو سیالیو کې د کومې ځانګړې امنیتي ننګونې سره مخامخ ندي.

 

ددی په وینا: "مونږ یوازې د مزار شریف په ښار کې کولای شو په آزاده توګه ټاکنیزې سیالۍ پر مخ یوسو.

 

د هغې په وینا، سره له دې په ښه توګه توانیدلې ده د مزار شریف په ښار کې د ټاکنیز سیالیو ډګر ته ننوځي؛ مګر تر اوسه نده توانیدلې چې د بلخ ولایت په ولسوالیو کې ټاکنیز کمپاین تر سره کړي.

 

ګل مکۍ سیاوش د معلولینو د حقونو فعاله او د بلخ ولایت څخه ولسي جرګې ته نومانده، د میرمن مزارۍ د وینا په تائید سره وایي: "د نوماندانو د ساتنې مسئولیت خپله په نوماندانو پورې تړاو نلري؛ دا د افغانستان دولت دی چې د نوماندانو د خوندي ساتلو مسئولیت لري."

 

میرمن سیاوش هم په مزار شریف کې د امنیت څخه راضي ده؛ اما ادعا کوي چې په ځینو نا امنه ولسوالیو کې، دولت هم د ټاکنیزو سیالیو اجازه نده ورکړې.

 

خو د بلخ ولایت د ټولټاکنو چارواکي په دې ولایت کې د ټولټاکنو د ترسره کولو لپاره د پوره تیاري خبر ورکوي.


د بلخ ولایت د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتی دفتر مسوول عزت الله آرمان وایي ،چې کمیسیون د ټولټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره تیاری لري او د مزار شریف په ښار کې امنیت ټینګ دی. 

 

هغه زیاتوي: " د بلخ په ولایت کې د ټولټاکنو کومه ځانګړې ستونزه شتون نلري، مګر پر دې حال، مونږ له امنیتي بنسټونو سره همغږي لرو او هغو ژمنه کړی چې امنیت به په ټولیزه توګه ټینګ کړي."

 

ښاغلی آرمان په ټینګار سره وایي چې په بلخ ولایت کې نوماندان له یو شمیر امنیتي ننګونو سره مخامخ دي. هغه وایي: " یو شمیر ښځینه نوماندانو چې د امنیت په ټینګښت کې یې اندیښنې لرلې، زمونږ سره په تماس کې شوي دي. مونږ د هغوی اندیښنې له امنیتي چارواکو سره شریکې کړې دي. "

 

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي هم، د ټولټاکنو د امنیت ټینګښت یې جدي ګڼلی او هغه خپل د کار په لومړیتوبونو کې بولي.

 

بل لوری ته د بلخ ولایت امنیه قوماندان عصمت الله علی زی وایي چې دامهال د ټولټاکنو د امنیت ټینګښت، د هغوی له لومړیو مسئولیتونو څخه دی.

 

هغه په دې اړه زیاتوي: "سره له دې چې د بلخ په ولایت کې جدي امنیتي ستونزې شتون نلري؛ مګر بیا هم مونږ په دې اړه د ټولټاکنو له نوماندانو سره ناستې او خبرې اترې لرلې او ژمنه مو ورسره کړې د هرې ممکنې لارې څخه چې وي د امنیت د ټینګښت لپاره به کار واخلي؛ خو نشو کولای د هر نوماند د ساتنې لپاره سرتیري وګمارو."

 

سره له دې چې د بلخ ولایت د ټولټاکنو کمیسیون او امنیتي چارواکې په دې ولایت کې د امنیت د ټینګښت ډاډ تر ډېره بریده ورکوي؛ خو ښځینه نوماندانې تر اوسه ندې توانیدلي چې، د دې ولایت یو شمیر ولسوالیو ته د ټاکنیزو سیالیو پخاطر حضور پیدا کړي. 

 

، د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسیدونکی غلام علي وایي: "مونږ تر اوسه کومه ښځینه نومانده نده لیدلې چې د شولګرې ولسوالۍ ته د ټاکنیز کمپاین په موخې راغلې وي."