په داسې حال کې چې  د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره له اوو اونیو کم وخت پاتې دی او دا مهال یې ټاکنیزې سیالۍ د ټول هیواد په کچه پیل شوي، خو د ټاکنو د بهير پر وړاندې شته امنتي

 ستونزې هغه څه دې چې ټول هیوادوال په تیره بیا د ولسي جرګې نوماندان یې له بیلابیلو ننګونو سره مخ او خلک یې لاتر مخه په ټاکنو کې پر ګډون ټکني کړي دي.  


که څه هم امنیتې چارواکو د راتلونکو ټاکنو او په ځانګړي ډول د پارلماني ټاکنو د نوماندانو د امنیت د خوندی ساتلو په موخه بیلا بیل ترتیبات نیولي دي، خو بیا هم کاندیدان د بیلابیلو امنیتي ننګونو ښکار ګرځي. ځینې یې د ټاکنیزو سیالیو پرمهال برمته کیږي، ځینې وژل کیږي او یا هم ورته د په کور کیناستلو ګواښونه کیږي؛ دا هغه پیښې دي چې کاندیدان یې تر بل هر څه وارخطاء کړي او په ځینو سیمو کې یې حتی ټاکنیزې سیالۍ تر خپل پراخ اغیز لاندی رواستي دي.


 د چنګاښ ۲۹مه د هرات ولایت په " ګلران " ولسوالۍ کې ولسي جرګي ته نوماند  "محمد یوسف" چې یادی ولسوالۍ ته د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو لپاره تللی وو د نامالومه وسلوالو له لوری د خپلو ساتونکو سره برمته شو.


په همدي اړه د لویدیځ زون د پولیسو د حوزی ویاند عبدالروف احمدی بیا www.afghanistanvotes.com  ته  په هرات کې د یوه کاندید تښتونه منې او وایې چې په دی اړه پلټنې روانې دي.دده په وینا پولیس په کلکه ددی پیښې د عاملینو په لټه کې دي، خو تر دی مهاله یې څرک نه تر سترګو کیږي.


د هرات ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولایتي دفتر مسؤل علی احمد رادمنش په همدی اړه وایي: " ګواښل، برمته کول او یا بل څه چې د یوه کاندید له لوري په بل کاندید تر سره کیږي په خپل ذات کې ټاکنیزه سرغړونه ده، کله چې یو څوک مونږ ته مراجعه کوي او د یو چا  په اړه شکایت کوي، سرغړونکې زمونږ سره ثبتیږي او موضوع امنیتي چارواکو سره شریکیږي. دغه راز کاندید کولای شي په دی هکله له امنیتي چارواکو سره نیغ په نیغه اړیکه ټینګه کړي.


 که له یوې خوا د هیواد په لویدیځ کې د ولسي جرګې کاندیدان د وسلوالو له لوری برمته کیږي، خو بل لوری بیا  په سویل ختیځ کې کاندیدان د بمې چاودنې ښکار ګرځې.


د  زمري په لومړی نیټه د هیواد په سویل ختیځ ولایت خوست کې ولسي جرګې ته نوماند مولوي سعیدالله سعید د بمې چاودنې ښکار شو.


د اسماعیل خیلو ولسوالۍ ولسوا ولی شاه رحمت هم پیښه مني او وایي چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې مولوي " سعید" د اسماعیل خیلو ولسوالۍ په یوه جومات کې خپلو پلویانو ته وینا کوله.  چې له امله یې نوموړی کاندید سخت ټپې او وروسته د ورپيښو ټپونو له امله ومړ.


دده په وینا په چاودنه کې د کاندید په ګډون ۲۲ تنه ټپیان شوي وو، چې د ځېنو ټپیانو روغتیایي حالت نازک وو.


په افغانستان کې د ټولټاکنو د ترسره کېدو پر مهال ځينې ستونزې  پيدا کېږي؛ د دولت مخالفې وسلوالې ډلي په وار وار ګواښونه کوې او وایې چې رای ورکوونکې او کاندیدان به ښکار وګرځې که چیرې په ټاکنو کې ونډه واخلي دا چې اوس مهال د تیر کال د ولسمشریزو او والایتي شوراګانو د ټاکنو په پرتله د هیواد په ځينو سيمو کې امنیت د پخوا په پرتله خراب شوى دی.


صایمه خوګیانۍ چې یو ځل بیا یې  ولسي جرګې ته د ننګرهار له ولایت څخه خپل ځان نوماند کړی دې وایي: "په تیرو کلونو کې امنیت یو څه ښه وو، موږ په هره سیمه کې کمپاین کولای شو. خو سږ کال د تیرو کلونو په پرتله امنیت یو څه خراب دی ښځینه کاندیدانی نشي کولای د ننګرهار په لیری پرتو ولسوالیو کې خپلې ټاکنیزی سیالۍ تر سره کړي چې دا ستونزه د نارینه ؤ په پرتله د ښځو په وړاندې څو چنده زیاته ده."


خو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالغفور بیا وایي: دوی د کاندیدانو د امنیت د خوندیتوب لپاره هر کاندید ته دوه امنیتي ساتونکي ورکړی څو د خپل ځان امنیت خوندي کړي.


دغه راز خان محمد مجاهد چې له کندهار څخه يې ولسي جرګې ته ځان کانديد کړی دى وایي: "زموږ کمپاينونه روان دي، خو د پخوا په پرتله ځکه کمزوري دي چې اوسمهال په کندهار کې امنيتي وضعيت يو څه ترينګلى دى.


طالبان او د دولت نور مخالف وسلوال د بیلابیلابیلو لارو ګواښونه کوي، د هری ممکنه لارې څخه چې وي د ټاکنو د خنډ او ځنډ لامل به وګرځې، چې دې  چارې پارلماني ټاکنو ته نوماندان او عام وګړي  اندېښمن کړيدي.
 

اوس پوښتنه راولاړیږي چې دولت څنګه کولای شې په درست ډول د کاندیدانو امنیت خوندي کړي څو د وسلوالو له لوری د برمته کولو او یا هم د بمې چاودنو ښکار نه شي، او ددی  چارې د مخینوي لپاره باید کوم ګامونه پورته کړي؟


په همدی اړه د پوځې چارو کارپوه او د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال جنرال عبدالهادي خالد وایي:دولت مسولیت لري چې د کاندیدانو امنیت وساتي، او چې په ټول هیواد کې امنیت کمزوری دی، زما په اند کاندیدان هم باید خپل ځان په خپله وساتي هغو سیمو ته چې پوهیږي امنیت ورکې کمزوری یا هم نشته د ورتګ څخه ډډه وکړي، خپلې ټاکنیزې سیالۍ په هغو سیمو کې چې خوندی امنیت دی تر سره کړي.


جنرال خالد زیاتوي: دامهال په افغانستان کې جنګ روان دی، که څه هم د کورنیو چارو وزارت د کاندیدانو لپاره امنیتي پولیس ورکړي خو د کاندیدانو شمیره هم ډیره ده، دوی نه شي کولای د کاندیدانو امنیت سل په سلو کې وساتي؛ دا ډیره ستونزمنه خبره ده چې امنیتي چارواکې دې د بمې چاودنو مخه ونیسي.
 

خو بل لوری ته بیا د افغانستان د اردو پخوانې افسر او پوځې کارپوه امان الله امان وایي: که څه هم امنیتي چارواکو په وار وار سره په خبری ناستو کې د ټاکنو او د رای ورکوونکو د امنیت د خوندي ساتلو لپاره ډیرې خبرې کړيدي، خو هغه څه چې لازم دي نه دې تر سره شوي.


د امان په وینا پکار ده چې دولت د نړیوالې ټولنې په همکارۍ کوټلي کلک ګامونه پورته کړي؛ آن تر دی په هغو سیمو کې چې د امنیتي ننګونو امکان شته، چاڼیزه عملیات تر سره او د مخالفینو د ګواښونو د راکمولو او لمنځه وړلو په برخه کې عملې کار وکړي.