دوى وايې د يوه تن له خوا د ډېرو کارتونو اخســتل به يو شخص ته د څو ځلې رايې ورکولو زمينه برابره کړي
، چې په وېنا یې دغه چاره به د ټاکنو روڼتيا تر پوښتنې لاندې راولي.
دا چې يو ځل بيا د ملي شورا (پارلماني) ټاکنو ته دوه مياشتې پاتې دي او د تېر په څېر بياهم د نوم ليکنې پروسه د ټاکنو خپلوک کمېسيون له خوا پېل شوې ده، او خلکو ته کارتونه ورکول کېږي٠ خو ځينې کانديدان دا وېره لري چې د تېر په څېر به بياهم هغه کسان چې زيات کارتونه يې اخستي وي، څو ځله به خپله رايه ورکړي او د انتخاباتو شفاففيت به تر پوښتنې لاندې راولي.
٢٢کلن عزيزالله چې د ننګرهار ولايت اوسيدونکى دى وايې: ما د يو کارت پر ځاي پنځه کارته اخستي او غواړم چې د تېرو ټاکنو په څېر څو ځلې خپله رايه د يوه کانديد په ګټه وکاروم څو هغه کامياب او موږ لپاره کار وکړي.
پدې اړه ساحل چې د مکتب زده کوونکى دى وايې: "ماهم د يو کارت پر ځاي دوه کارتو نه اخستي چې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړم او هغه بريالى شي.
خو (٢٥) کلن فريد ددي په خلاف وايې : د زياتو کارتو نو اخستل هيڅ کومه ګټه نه لري ما خپله يو کارت اخستي اوغواړم داسې شخص ته رايه ورکړم چې د شخصي ګټو پر ځاى ملي ګتو ته ترجيح ورکړي.
پدې اړه له ننګرهار ولايت څخه ولسي جرګې ته کانديد استاد لال پاچا ازمون وايې هر سړى د يوه ضمير، او يو نظر خاوند دى، او هغه د يوې رايې حق لري؛ نو زياتو کارتونو ته څه اړتیا ده، دغه زيات کارتونه اخيستل مانا دا چې انتخابات له درغلۍ سره مخامخ کوي، شفافيت يې له منځه وړي٠
د شکاياتو کمېسيون او همدارنګه د انتخاباتو دفتر او نورې هغه اړوندې ادارې چې پدې برخه کې کار کوي باید ددې کسانو مخنوي وکړي چې زيات کارتونه اخلي او بيا يې استعمالوي.
له ننګرهارڅخه ولسي جرګې ته يو بل کانديد استاد عبدالناصر (شفيق) هم دې ته ورته نظر لري اووايي: هر انسان د انتخاباتو د قانون لمخې هر هغه چا چې د اتلس کلنۍ عمر بشپړ کړى وي د يوې رايې ورکولو حق لري او پدې کې ټول سره برابر دي،هيڅوک هم د دوهم کارت اخيستلو حق نه لري. د انتخاباتو پروسه یوه ملي پروسه ده چې په کې ټول انسانان برابر حقوق لري پدې اړه موږ د حکومتي مقاماتو او د انتخاباتو له اړونده ادارو څخه هيله لرو چې د ويم ځل رايه ورکول مخه ونيسي.
استاد شفيق زیاتوي: "ځني داسې کانديدان هم شته چې خپلو پلويانو ته زيات کارتونه اخلي، چې دا د انتخاباتو د پروسې يو خلاف عمل دي."
دا چې په تيرو انتخابا تو کې يو زيات شمير ستونزې موجودې وې؛ چې په کې عمده ستونزه د کيمياوي موادو په مټ د ګوتې څخه د رنګ پاکيدل وو.
په دي اړه د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفتر مسئول احمد ولي (امين) وايي: " دا چې په تيرو انتخاباتو کې يو څه ستونزې وې، خو داځل مو ددي ټولو ستونزو د مخنوي لپاره ځانګړې ډله تياره ده مخنيوى او څارنه به يې کوي. د ګوتي د رنګ پاکيدلو د مخنيوي لپاره موږ زيات کوشش کړی چې دغه رنګ پاک نشي، دغه راز د ځيني اشخاصو لپا ره د دوهم ځلي رايې ورکولو زمينه برابره نه شي ، د انتخاباتو پروسه په درست ډول پر مخ ولاړه شي او هغه څوک چې دوهم ځل رايې کاروي هغه به د قانون منګولو ته سپارل کيږي او قانوني چلند به ورسره کيږي."
د ټاکنو د خپلواک کميسيون، د کړنلارې پر بنسټ د راي ورکولو له يوه نه د زياتو کارتونو اخيستل، د ټاکنو په سرغړونه کې شمېرل کيږي، ځکه يو تن د يوې رايې ورکولو حق لري، له يو نه د زياتو کارتونو لرل او يا څو ځلې راي ورکوونکې شخص، د ټاکنیزو شکايتونو د کميسيون له لوري تر پوښتنو ګرويږنو لاندې نيول کيږي.

