تمه کیده چې افغانستان به ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو په رسمي پړاؤ کې، د هغوې د شمیري او ټاکنیزو سیالیو زیاتوالي ته په پاملرنې سره، د هیواد په امن منطقو ک
ې څه نا څه د تودو ټاکنیزو سیالیو شاهد اوسي؛ خو په بامیانو کې چې د هیواد د تر ټولو امن ولایتونو څخه دی، د ټاکنیزو سیالیو دورې له پیل څخه د نږدي څلورو اوونیو په تیریدو سره ، تر اوسه یوازې لږ شمیر نوماندانو په ټاکنیزو سیالیو پیل کړی دی.
د تیرو پارلمانی او ولسمشریزو ټولټاکنو په پرتله، د بیلبورډونو، پوسټرونو او تبلیغاتی شعارونو شمیر په بامیانو کې ډېر لږ تر سترګو کیږي. د بامیانو ولایت تر اوسه پورې د پام وړ ټاکنیزو غونډو او ګډونونو شاهد هم نه وو.
په تیرو ۹ کلونو کې د هیواد د امن لرونکو سیمو، په ځانګړې توګه د مرکزی سیمو خلکو ګډون په سیاسی او ټاکنیزو غونډو کې د هیواد د نورو برخو په پرتله، خورا ښه و؛ خو دا ځل د دې ډار شته چې په امن سیمو کې، په ځانګړې توګه په بامیانو کې، د ټولټاکنو پیل له بل هر وخت څخه ډېر سوړ تر سترګو کيږي.
د هغو نوماندانو شمیر چې دا مهال یې په ټاکنیزو تبلیغاتو یا سیالیو پیل کړی، د اوسنۍ فضاء څخه ناخوښې څرګندوي او په راتلونکو ټولټاکنو کې د خلکو د ګډون د څرنګوالي په هکله اندېښمن دي.
د حقوقو او سیاسي علومو کارپوه او د بامیانو له ولایت څخه د ولسي جرګې ټولټاکنو ته نوماند اسداالله مخلص وایی: " خلک د اوسنيو پارلماني ټولټاکنو په اړه د تیرو ولسمشریزو او ولایتی شورا په ټولټاکنو کې رامنځ ته شویو درغلیو له امله، تر ډېره بریده زړه وهلی شوي او د دې ټولټاکنو د پایلو په اړه ډېر بې باوره شوي دي."
د کارپوهانو په اند، په څو تیرو ټولټاکنو کې شعارونه، په ځانګړي توګه د تیر کال ولسمشریزو ټولټاکنو په بهیر کې چې د نوماندانو له خوا مطرح کیدل، په ځانګړې توګه د حامد کرزی ټاکنیز کمپاین ملاتړ کوونکو له خوا؛ مګر تر اوسه هیڅ یو عملي شوی ندی، دا بل دلیل دی چې د ټولټاکنو او ډیموکراسۍ دعمومي تګلارې په اړه یې د خلکو په باور، ډېره منفي اغیزه اچولې ده.
اکبر دانش په بامیانو کې د مدنی فعالینو له ډلې څخه په دې اړه داسې وایی: " په تیرو ټولټاکنو کې پراخې درغلۍ، په سیاسي چارو کې د ځانګړو بهرنیو کړیو بربنډه لاس وهنې، د قانون د حاکمیت نشتون، د اداري فساد شتون، د پارلماني ټولټاکنو پر مهال د احتمالي نا امنیو رامنځ ته کیدل؛ هغه اساسي عوامل دي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د خلکو د ګډون د کموالی لامل ګرځیدلای شي. له بله پلوه، د خلکو نه باور پر حاکم نظام باندې سربيره، د ملت په کور کې د ولسی جرګې یو شمیر استازو تبعیضې چلند او د قومي حاکمیت پر تګلارې اتکا، نور هغه عوامل دي چې خلک یې د راتلونکي ټولټاکنو په نسبت ناهیلې کړي دي. "
د بامیانو ولایت ډېری زده کړیالان او فرهنګیان هم دا وار د تیرو ټولټاکنو پر خلاف، د ټولټاکنو د ترسره کیدلو څرنګوالي په اړه ډېره پاملرنه نه لري، او دا ټولټاکنې خپل د سرنوشت لپاره اغیزناکې او مثبتې نه انګیري.
ضمان علی رفیع، د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیال، په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د تګلارې نفس او د ټولټاکنو عادلانه توب او شفافیت تر پوښتنې لاندې نیسي. نوموړی وایی: " ډیموکراسي په افغانستان کې په سمه توګه پلي شوې نده، ټولې چارې د کلیوالي او سنتي معیارونو پر بنسټ پر مخ ځی. د افغانستان اوسني حاکمان پخپل لاس د ډیموکراسۍ پروړاندی د خنډ ګرځیدلو لپاره فعالیت کوي؛ ځکه د خلکو ګډون پخپله ګټه نه ویني، نو په دا ډول حالاتو کې څنګه کولای شو چې ټولټاکنو ته هیله من واوسو؟"
بل لوری د تاریخ څیړونکی ډاکټر خادم حسین عاطفي، د رفیع له اند سره موافق ښکاري. نوموړې د نړیوالې ټولنې برخورد د دوه ګونو سیاستونو ملاتړ په اصطلاح " د یوه بام او دوه هوا سیاست" لامل ګرځې، تر څو د خلکو باور د نړیوالې ټولنې د صداقت په اړه د مردم سالاری په پلي کولو کې له منځه یوسی.
نوموړې زیاتوي: " په ۲۰۰۱ کال کې د بن له کنفرانس څخه وروسته د نوي سیاسي نظام په رامنځ ته کیدو سره ، داسې هیلې وې چې هیواد به په کراره کراره د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د ریښتني ډیموکراسۍ په لور چې د ټولو افغانانو غوښتنه وه، ګامونه اوچت کړي؛ خو له بده مرغه ولیدل شو چې د افغانستان وضعیت د تیرو ۹ کلونو په پرتله نه یوازې دا چې د ښه والي په لور ندی تللی، بلکه هره ورځ مونږ د ژورو تشو او ننګونو شاهدان یو چې اوسني نظام یې تر ډیره بریده ضعیف او نا کاره کړی دی.
خو د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د ټاکنیزو سیالیو کمرنګی هغه موضوع ګڼی چې په نوماندانو پورې تړاو لري او کمیسیون په دې اړه هیڅ رول نلري.
هغه وایی: " د ټاکنو کمیسیون د انتخاباتي سیالیو د څرنګوالی په هکله نشی کولای کوم رول ولوبوي، ځکه دا پخپله د نوماندانو پورې تړاو لري."
په بامیانو کې د زیربنا ګانو نه پرمختګ او په هیواد کې وروستۍ سیاسي پیښې په ځانګړې توګه د طالبانو ورګډول په قدرت کې، په مرکزي سیمو د کوچیانو بریدونه او د ولسي جرګې له خوا د هزاره قوم د ۱۰ وزیرانو رد کیدل ۳ ځلې یو پر بل پسې، د بامیانیانو لپاره نور اړین موضوعات دي.
د بامیانو اوسیدونکی ۲۶ کلن عبداللله رضایی، وایی: " د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو څخه وروسته، په مرکزی سیمو ، په ځانګړې توګه بامیانو کې، یوه مرمۍ هم نده فیر شوی، او د بامیانو خلکو په خپل ټول توان د مرکزی دولت او نړیوالې ټولنې سره مرسته کړې ده."
هغه د بامیانو د ولسي وګړو همکاری د مرکزی دولت او بهرنیو ځواکونو سره معکوس ګڼی او پوښتي: " د دې همکاریو او سولې پایله څه وه؟ زمونږ د سولې پایله دا وه وسلوال کوچیان چې د حکومت له خوا یې ملاتړ کیږی، پر سوله خوښو خلکو چې ۹ کاله وړاندې یې خپله وسله بی له کوم شرط پرته حکومت ته سپارلې وه، حمله وکړي. په تیرو ۹ کلونو کې د بامیانو ولایت د بیارغاونې په برخه کې هیڅ پاملرنه نده شوې او په پای کې د هزاره قوم ټول نوماند وزیران د حکومت په خوښه د ولسي جرګې له خوا رد شول."
د بامیانو خلکو په افغانستان کې د بن د توافقاتو پر بنسټ له نوي سیاسي نظام څخه وروسته ، د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې لرلې دي. د بامیانو ولایت د اوسیدونکو ګډون د ۱۳۸۱ کال په بیړنۍ لویه جرګه،او د ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې پراخ او د پام وړ و. د خلع سلاح پروګرام یا هغه ډایاک او ډی ډی ار هم په بامیانو او د هیواد په مرکزي سیمو کې په سمه توګه پر مخ ولاړ. د ولسمشرۍ، پارلماني او ولایتي شوراګانو ټولټاکنې د بامیانو د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شوې.
یو شمیر سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې په بامیانو کې دا ځل د خلکو نهیلۍ، تر ډیره بریده له هغې تګلارې څخه متاثره ده چې د تیر کال ولسشمریزو ټولټاکنو څخه وروسته یې شکل نیولی دی.
په مرکزي زون کې د مدني ټولنې او بشري حقونو مسؤول اسمعیل زکی په دې اند دی چې د بامیانو ولایت د یو شمیر استازوله لوری پر خپلو ټاکنیزو ژمنو عمل نه کول، او په هیواد کې وروستۍ سیاسي پيښې، په مرکزي سیمو کې د رای ورکوونکو په روحیې تر ډېره بریده منفي اغیزه پريښې ده.
زکی وایی: " په سیاسي ځواک کې د طالبانو شریکول، د ولسي جرګې له لوری د هزاره ګانو نوماند وزیران او د کرزي له لوری په هغو ژمنو باندې عمل نه کول چې د مرکزې سمیو خلکو سره یې کړې وې، د بامیانو پر خلکو بده اغیزه پريښې ده، ځکه نو په راتلونکو پارلماني ټولټاکنو کې د خلکو ګډون به ډیر د پام وړ او ځلانده نه وي."

