سره له دی چې په افغانستان د طالبانو ترماتې وروسته د حامد کرزی د حکومت په رامنځ ته ک
یدو سره په تیرو ۹ کلونو د نړیوالو ځواکونو د حضورسره سره د هیواد سویل،
ختیځ او لویدیځ د ناامنۍ سره مخ وو خوددی ترڅنګ بیا د هیواد مرکزي سیمې ،شمالی او شمال ختیځ ولایتونه نسبتا ارام او د ښه امنیت څخه برخمن وو. دغه ولایتونه چې په کې بلخ ، فاریاب ،سرپل ، جوزجان، سمنګان ، تخار، بدخشان ، کندزا و بغلان شامل دی ډیرۍ اوسیدونکې یی تاجیک او ازبک قومونه جوړوي او په لږ شمېر پښتانه اوهزاره قومونه هم لري.
د هیواد شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د پاکستان، چېن، تاجکستان او ازبکستان سره ګډه پوله لری، خود پاکستان او چېن سره د افغانستان په پوله د هندوکش او پامیر د غرونو لړۍ د پولی دواړو خواوو ته د خلکو ترمنځ تګ راتګ ستونزمن کړی دی. ولې روسیی ته د نږدی هیوادونو تاجکستان او ازبکستان ترمنځ تګ راتګ د امو په سیند د ډیرو جوړو شویو پلونو په وسیله په اسانۍ سره ترسره کیږي.
له یوی خوا د تاجکستان او ازبکستان هیوادونو سره د شمالی ولایتونو ګاونډیتوب، او په افغانستان کې د امریکا حضور او له بلې خوا د سیاسي ډلو ترمنځ کړچېچونه د افغانستان د دولت د کمزورتیا لامل شوی دی، او ددی ولایتونو کمزوری امنیتي وضعه یې نوره هم بدتره کړی ده.
د سیاسي ډلو ترمنځ روانې اړی کړی او ددی ډلو ترمنځ ډله ییزې جګړې اوس هم د خلکو په زهنونو کې پاتی دی او هره شیبه په بیلابیلو بڼو له راڅرګندیدو سره سم ددی سیمو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
په بلخ کې د جنرال عبدالرشیددوستم په مشری د جنبش او محمد محقق په مشری د حزب وحدت د ډلو جګړی د جمعیت اسلامی د ګوند له پخواني قوماندان استاد عطا محمد نور سره چې اوس یی د بلخ سیمه ییز واک ترلاسه کړی دی، د طالبانو د واکمنۍ څخه د مخه او د حامدکرزي د حکومت پر مهال زړې او نوی بدبینۍ د ټولو په ذهنونو کې پاتې دي.
ددی دری سیمه ییزو قدرتونو ترڅنګ د ګلبدین په مشرۍ د حزب اسلامی ډله هم له دی دری قدرتونو او په ځانګړی ډول د عطامحمدنور سره جګړې کړي دي.
د حزب اسلامی پخوانی قوماندان، د پکتیا اوسنی والي او د حامدکرزي سلاکار جمعه خان همدرد په ۱۳۸۶ او ۱۳۸۷ کلونو کې په سمنګانو او بغلان ولایتونو کې د جنرال دوستم او عطامحمدنور د طرف داره ځواکونو سره په تشنج پیدا کولو تورن شو. په کال۱۳۸۷ کله چې د جوزجان والی وو د خلکو د پراخو مظاهرو سره مخ شو چې له امله یې اته تنه لاریون کوونکې ووژل شول او ددی لامل وګرځیده چې جمعه خان همدرد بیا جوزجان ته ورستون نه شي.
په افغانستان چې د نړیوالو قدرتونو د ګټو ټکر او د روسی تر اغیز لاندی هیوادونو سره ددی هیواد ګډه پوله په سیمه کې د واکمنو دښمنیو تر څنګ ورو ورو په شمال کې د ناامنۍ او نښتو خبر ورکوي. ددی بهیر په ترڅ کې د شمال خلک له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د نا امنۍ د پراخیدلو له امله، له ویری سره مخ کړي دي.
دسمنګانو ولایت اوسیدونکې ۴۷ کلن غلام محمد وایی : (( خلک د وسلو او مهماتو د اخیستلو په فکر کې دی ځکه چې د امنیتی ارګانونو لخوا په امنیت باوری نه دي او ویریږی که چېری سیمه ییزی جګړې پیل شې چې و کولای شي له خپل ځان څخه دفاع وکړي. په شمال کې ډله ییزی سیالۍ هم پراخیږي، امنیتی حالت مخ په خرابیدو دی چې زموږ خلک ددی حالت څخه اندیښمن دی ))
همدارنګه د شمالی ولایتونو څخه د یوه ولایت د ملي امنیت رییس چې د نوم له ښودلو څخه یی ډډه کړی وایی (( موږ داسی ډیر اسناد ترلاسه کړی چې د شمالی ولایتونو بی ثباته کولو لپاره د هڅو ښودنه کوی. هغه وایی چې د خلکو په منځ کې د وسلو ویش ، د طالبانو د نفوذ پراخیدل او پدی ولایتونو کې د هغو ډلو لخوا چې پخوا یی سره ستونزی لرلی ډله ییزو سیالیو ته لمن وهل ټول هغه موارد دي چې په سیستماتیک ډول سره ترسره کېږی اوغواړی چې د هیواد شمالي ولایتونه نا ارامه کړي.
دغه امنیتي چارواکې د شمالی سیمو په بی ثباته کولو کې د یوشمیر استخباراتي کړیو تر څنګ په دولت کې د ځینو کړیو لاس دخیل بولی او وایی (( له بده مرغه په افغانستان کې په دولت کې یو شمیرحاکمی کړۍ د خپلو ډلییزو او قومي ګټو لپاره دخپلوعقدو له مخی نه دا چې په هیواد کې امنیت نه غواړی، بلکه غواړي با امنه سیمی هم ناامنه کړي. ))
ددی امنیتي چارواکې څرګندونی هم د بلخ د والی عطامحمدنور سره ورته دي هغه هم د جمهوری ریاست په ټاکنو کې یو شمیر دولتی کړۍ په ځانګړی ډول د کورنیو چارو پخوانې وزیر در شمالی ولایتونو په نا امنه کولو تورن کړی وو.
خو د یوشمیرحکومتی خلکو او د کورنیوچارو پخوانې وزیر دلیل چې ښاغلی نورهغوی د هیوا د د شمال په نا امنه کولو تورن کړی وو څه کېدلای شی؟ او هغوی به د شمالی ولایتونو د نا امنۍ څخه څه ګټه ترلاسه کړي؟
یو تن سیاسی څیړونکې او پردولت نیوکه کوونکی ډاکتر محی الدین مهدی پدی اړه وایي: ((د حامدکرزي د حاکمیت د پیل څخه په افغانستان کې یو شمیر قومي حرکتونه ترسترګو شو چې دغه حرکتونه د یوی خاصی ډلی او د حامدکرزي د شاوخوا کسانو څخه وو . چې دغه کار د لویدیځو تکنوکراتانو سره په همغږی تر سره شو. موږ ددی شاهد وو چې ددی ډلو په پلوۍ ډیری جګړی وشوی، ټول ددی شاهد دي چې کله اسمعاعیل خان د هرات والی وو هغه وخت په هرات کې یو شمیر ډلو د هغو په وړاندی یو ایتلاف جوړ کړی وو چې د هغه د ځوی د وژنی او له هرات څخه د نوموړي د وتلو لامل شو.
همدارنګه دی ډلو هڅه کوله چې ددوستم ، عطامحمد نور او جمعه خان همدرد تر منځ هم نښتی وشی دغه ډلې چې له بده مرغه سیاسی مسایلو ته په قومی سترګه ګوري په شمال کې د عطامحمد نور له واک او پدغو ولایتونو کې د شته امنیت څخه راضی نه دي، او هڅه کوي چې د سویلي سیمو نا ارامۍ شمال ته هم لمن وغځوي.
څرنګه چې نړیواله ټولنه پدی پوه شوی ده چې طالبان د هیواد په سویل کې دډیر ملاتړ څخه برخمن او دغه راز حزب اسلامي د ناامنۍ لامل ګرځي، همدا لامل دی چې دغه ځانګړی ډلې نا امني د یوې سراسري ستونزې د ښودلو لپاره هڅه کوي چې نورې سیمې هم نا امنه کړی؛ له بلی خوا دغه ډله، طالبان خپل یو قومی قدرت بولي.
ښاغلي مهدي پدی اړه د ډاکترانور الحق احدی د خپرو شویو مقالو یادونه کوي چې په ۹۰ لسیزه کې د ډاکتر انورالحق احدی لخوا د پښتنو د زوال تر سرلیک لاندی خپری شوی اشاره کوي. په دی مقالو کې د ښاغلی احدي له خولې یادونه شوی ده چې باید د طالبانو تحریک د پښتنو د قدرت ساتلو لپاره له ملاتړڅخه برخمن شي.
د ښاغلی مهدي د ویناؤ تر څنګ په شمال کې یوه بله مسئله چې د امنییتی وضعی په اړه یی د خلکو ویره زیاته کړی ده هغه د امنیتی ځواکونو کمزورتیا ده. خلک د طالبانو د بیا راتګ او د هغوی سره د خپل حاکمیت په دوره کې د جګړو په اړه اندیښمن دي، دغه راز یو شمیر پدی باور دي هره سیمه چې نا ارامه اوهلته د نشه یي توکو کښت وي د هغی سیمې بیارغونی ته ډیره پاملرنه کېږی خو شمالي چې امنیت یی ډاډمن دی په تیرو نهو کلونو کې یی بیارغونی ته ډیره کمه پاملرنه شوی ده.
د مزار شریف د یوی لیسی ښوونکي صیف الدین باور په وینا دی اندیښنو هم په مزارشریف کې د ناامنۍ او قومونو تر منځ بی باورۍ سره مرسته کړی ده . هغه وایی : ((د افغانستان دولت د هیواد ټولو وګړو ته په یوه سترګه نه ګوری، داسی هڅه کېږی چې طالبان یوځل بیا واک ته ورسیږي او هر هغه څوک چې د طالبانو د بیرته راتګ سره مخالف وي د هغه سره مخالفتو نه پیداکېږی. موږ سوله غواړو خو طالبان چې زموږ خلک یی وژلی او ان د خلکو باغونه او فصلونه یی سوزولی دي څنګه کولای شو پری باور وکړو چې دا ځل به زموږ سره په سوله کې ژوند وکړي.
د سیاسی مسایلوڅیړونکې هارون میر پدی باور دی چې د ملی امنیت له مشرۍ څخه د امرلله صالح ګوښه کېدل چې د هیواد له امنیتي حالت سره اشنا وه د هیواد په شمال کې تخریبی ډلی فعالی شوی دی په شمال کې د ناامنیو د زیاتیدلو امکان هم زیات شوی دی.
دغه راز په شمال کې امنیت د ناټو او امریکایي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره خاص اهمیت لری د ختیځ د لویی لاری د نا امنه کېدو وروسته او د ناتو د لوجیستکې موادو د لیږد لپاره د پاکستان پرځای د ناټو او امریکایی ځواکونو لپاره د لوجیستکې موادو لیږد د روسی له لاری چې د شمال څخه مرکز ته رسیږي د ناټو د تمویل لپاره غوره شوه. اوس ددی سیمی نا امنه کېدل نه یواځی دا چې د خلکو لپاره ناوړه خبر دی بلکه د تروریزم سره د ناټو او امریکا جګړه هم له ګواښ سره مخامخوي.
په تیرو څو ورځو کې د کندز-تخار او کندز-بغلان په لویو لارو کې وسلوالې نښت په داسی حال کې وشوی چې د یو شمیر خلکو او امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلی لامل شوې.
حفیظ الله فرزان چې پدی وروستیو کې له بدخشان څخه کابل ته راغلی دی وایی زموږ د سپرلیو موټر د کندز دعلی اباد په سیمه کې د طالبانو سره د افغان او بهرنیوځواکونو د جګړی له امله دوه ساعته دریدلی وو او هغه راکټ چې د وسلوالو طالبانو له لوری وویشتل شو زموږ د موټر سره په څو مترۍ واټن کې ولګید.
دغه جګړی د افغانستان د ملي اردو ځواکونو لخوا په بغلان ولایت چې دچاڼیزوعملیاتو د پیل سره سمې ترسره شوی. د شاهین قول اردو قوماندان د یوی خبری غونډی په ترڅ کې وویل (( یوشمیردولتی چارواکې په شمال کې د شورشیانو ملاتړ کوی هغه وویل که چېری دغه چارواکې خپل کارته ادامه ورکړی نومونه به یی په ډاګه شي.
دغه راز په شمال کې د سرحدی پولیسو د قوماندان دغه څرګندونی چې ویلی یی وه (( که چېری دهیواد په شمال کې د امنیت تخ ته پاملرنه ونشی مافیایی بانډونه او طالبان به دغه نسبتا ارامه سیمه هم ناامنه کړي). دغه څرګندونی او اندیښنی په داسی حال کې ترسره کېږی چې په هیواد کې د سولې ملي مشورتي جرګه هم جوړه شوی وه او افغانستان د نړیوال کنفرانس لپاره چې په کابل کې به جوړشی تیاری هم نیسي چې ټول مرسته کوونکې هیوادونه به په دی کنفرانس کې برخه واخلی.
خو دغه سوال اوس هم د خلکو په ذهنونو کې پاتی دی چې ایا دغه نړیوال کنفرانس به هم د تیرو څو نړیوالو کنفرانسونو په څیر چې د افغانستان د ستونزی د حل لپاره جوړشوی وو، له ستونزو څخه د افغانستان د خلکو د ویستلو لپاره اغیزمن تمام شي اوکه نه؟
لکه څنګه چې ولیدل شو د سولې ملي مشورتي جرګه جوړه شوه اود طالبانو د پخلاکولو لپاره د بندی طالب جنګیالیو دخوشی کولو او د تور لیست څخه یی د دوی د مشرانو د ویستلوغوښتنه وکړه، خو ولی تر اوسه یې په طالبانو باندی د جګړې له ډګر څخه د لاس په سرکېدو هیڅ تغیرندی کړی، او د هرې ورځې په تیریدو سره د طالبانو اراده د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو په وړاندی د جنګیدو لپاره ورځ تربلی غښتلې کېږي.
د سولې ملي مشورتي جرګې څخه یوه اونۍ وروسته د طالبانو غبرګون دا وو چې دوي په هلمند کې د جاسوسۍ په تور یو ۷ کلن ماشوم اعدام کړ یا یې هم په کندهار کې د واده په مراسمو کې ځان مرګی برید تر سره کړ چې د ۸۰ کسانو د مرګ ژوبلی لامل شول.

