ولسمشر کرزي د طالب زندانیانو د دوسیو د څیړلو په موخه یو کمیسیون جوړ کړ، چې له څو ورځو راپدیخوا یې د طالب زندانیانو د دوسیو په څیړلو پیل کړی دی. خو د سیاسي – پوځې او حقوقي چارو شنونکې بیا په دی ټینګار کوي د طالب زندانیان خلاصون چې حقوقي او قضایې ستونزې یې په مخ کې پرتې دي؛ د افغانستان روان امنیتي او سیاسي حالات لا پسی کړکیچن، او د دولت مخالف لوری به غښتلې کړي.

 

افغان ولسمشر حامد کرزي د سولي د مشورتي جرګې په غوښتنه د یوه فرمان په صادرولو سره د هغو زندانيانو د دوسيو د څېړلو په موخه، چې له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي. په دی اړه یې يو جګپوړی دولتي پلاوی ټاکلی، چې مشري یې د عدليې وزير کوي، د لويې څارنوالۍ او د سولې د تحکيم ملي کميسيون استازي، د ولسمشر حقوقي او عدلي سلاکاران يې غړي دي.

 

د ولسمشر حامد کرزي د دغه فرمان  په ترڅ کې عدلي او قضایي ادارو ته لارښوونه شوې، چې په پلازمېنه او نورو ولايتونو کې دې د هغو تورنو کسانو دوسيو ته دې بيا له سره کتنه وکړي چې دامهال په زندانونو کې ورځې شپې تېروي. 

 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دفتر رئیس لعل ګل لعل بیا وایې چې د مشورتې جرګې پریکړه، د ولسمشر د فرمان متن او د ولسمشر د فرمان لمخې چې کوم کمیسیون جوړ شوی له یوه بل سره په ټکر دې او باید تر منځ یې همغږي رامنځ ته شي.

 

لعل زیاته کړه ما اوریدلې هغه کمیټه چې بندیانود دوسیو د څیړلو په موخه جوړه شوي ویلي چې مونږ د هغو بندیانو د دوسیو پلټنه کوو کوم چې عدلي او قضایې ارګانو ته یې  دوسیې نه دی محول شوي، او یواځې د پولیسو په ولکه کې دي. زما په اند دا شیان د سولې د جرګې په تشکیل باندی ریشخند وهل دي او بل مطلب تری نه شی افاده کیدای.

 

بله خبره داده چې ولسمشر په حقوقې مسایلو دومره نه پوهیږي چې هغه دا ټول درک کړي، د هغه په فرمان کې حسن نیت راغلي او د اسې هم ویل شوي چې دغه کسان بی ګناه او د غلطو راپورونو لمخې نیول شوي دی. حسن نیت د هغه چا لپاره چې هغه ستا پر مقابل کې ولاړ دی لکه هغه څوک  چې د طالبانو او یا هم د حزب اسلامې یا نورو وسلوالو په ډلو پوری تړاؤ ولري، حسن نیت د هغوی د اعمالو بخښل د یوي موخې لپاره تر سره کیږي. که بې ګناه خلک دولت نیولي وی یا نړیوالو ځواکونو دا د قانون لمخې دا د ولسمشر فرمان ته اړتیا نه لري، دا پخپله د بشر حقونه تر پښو لاندی کول دی، دولت او نړیواله ټولنه دواړه باید ددی کسانو د خساری جبران وکړي.

 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دفتر رئیس زیاتوي له بده مرغه کوم کمیسیون چې په دی اړه جوړ شوی د افغانستان د بشری حقونو سازمان د یاد کمیسیون له کړنو څخه تر دی دمه ناراضه دی، دوی باید هغه پریکړی چې محمکو هم نیولي، محبوسین دی یا یې هم دوسیې په محاکمو یا عدلی قضایې ارګانو کې تر څیړنی لاندی دي، باید ټول خپل هدف وګرځوي او دا بر رسي کړي، ځکه یو سړی کیدای شي په غلطه فیصله زندان ته ورغلی وي.

 

پوښتنه داده چې د سولي مشورتي جرګې پریکړو به ته څومره عملي بڼه ورکړل شي؟

 

پوځې کارپوه او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی نورالحق علومې وایې: زما له انده د مشورتي جرګې پریکړه کومه قانونې بڼه نه لري، که چیری دولت په ریښتیا هم دولت وی او قانون ته درناوی ولري نو ملي شورا په خپله د ولس مرجع ده د هغوی پریکړو ته باید درناوی وشي، نه د یو څو چکچکیانو په راغونډولو سره؛ کومه پریکړه چې د چکچکیان کوي او مونږ وایو چې دا  د خلکو پریکړه ده.

علومې وایې لکه څنګه چې نور کارونه هدف ته نه دي رسیدلې زه باوری نه یم چې د سولې مشورتي جرګه به هم خپل هدف ته ورسیږي.

 

بل لوری ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازی سټیفن دي میستورا  د شنبې (د جون په ۱۳مه) په ورځ رسنیو ته وویل چی د ملګرو ملتونو یو هیات به په دې لیست کی د القاعدې او یاغي طالبانو د مشرانو په نومونو باندي له سره غور وکړي.

په همدی اړ د سیاسي چارو شنوونکې وحید مژده وایې دا لیست له نن څخه شاوخوا نهه کاله وړاندی لیکل شوي دی او دامهال نوی کتنې ته اړتیا لري.

 

 دا لیست اوس زوړ شوی ځینی خلک چې نومونه یې په دې لیست کی دي، اوس مړه شوي لکه ملا دادالله او داسې نور. ددی ترڅنګ نور داسي طالب مشران چې هغوې د امریکایانو سره په زندانونو کې وو دامهال په کابل او یا په ولایتونو کې له دولت سره عملاً همکار دي؛ همدا لامل دی چې نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه غواړي په دغه لیست له سره کتنه وکړي او ځینې هغه کسان چې د افغانستان اساسي قانون مني او همکاري کوي، نومونه یې باید له تور لیست څخه لیري شي.

 

نیویارک ټایمز هم د جون د ۱۴مې نیټې په ګڼه کې د ملګرملتونو د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې پټ ساتل شوی ویلي، چې ډیراحتمال شته له تورلست څخه به د یو زیات شمېر طالبانو نومونه وایستل شي، چې په دې کې به د طالبانو پخوانی وزیران او سیاسي څیرې شاملې وي نه د هغوي اوسنی پوځي قوماندانان.

 

د جنوری له میاشتې راهیسي افغان ولسمشر حامد کرزی له دې لست څخه د طالبانو د نومونو د حذفولوغوښتنه کړی ده، خو له دغه لست څخه د ټولو طالبانو د نومونو د ایستلو پرسر یو څه ناندری رامنځ ته شوي دي.

امریکایي چارواکي په دې اړه اختلاف لري؛ روسیه او چین هم چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، له دې اقدام سره موافق نه دي.

 


له ۱۹۹۹ کال راهیسي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پریکړه لیک له مخې په تورلست کې د طالبانو او القاعده د غړېوشاملول پیل کړي دي تراوسه پورې د طالبانو۱۴۲ او له القاعده سره په ارتباط د ۳۶۰ افرادو نومونه په دی لست کې شامل شوي دي.


ملګروملتونو له دولتونوغوښتي، چې د دغو افرادو بانکي حسابونه باید بند کړي اوهم یي پرهغوي د نړېوالو پولو ترمنځ په سفر کولو بندیز لګولی دی.

 

ویل کیږي د روان میلادي کال د جنوری په میاشت کې د لندن تر کنفرانس مخکې د طالبانو د پنځو پخوانیو چارواکو (د طالبانو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وکیل احمد متوکل، د سوداګری د وزارت پخوانی مرستیال فضل محمد، د طالبانو پخوانی مطبوعاتي مسول شمس الصفا امین زی، د پلان د وزارت پخوانی مرستیال محمد موسی هوتک او د سرحدونو د چارو د وزارت پخوانی مرستیال عبدالحکیم )، نومونه له تورلست څخه وایستل شول، خو د ۱۳۷ کسانو نومونه لا تراوسه په دی لست کې پاتي دي.

 

وړاندی تر دی د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک رسنیو ته  ويلي وو چې هېواد يې په افغان حکومت کې د هغو منځلارو طالبانو د ورګډېدو ملاتړ کوي، چې له القاعدې ډلې ځانونه جلا کوي او وسلې پر ځمکه ږدي.

 

ده ته ورته په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا بی بی سی سره په یوه ځانګړي مرکه(د جون شپږمه) کې ويلي وو ''که چېرې د طالبانو مشران اساسي قانون ومني، له ټولو بهرنيو ترهګرو سره اړيکه غوڅه کړي، او د جګړې پرځای د خبرو لاره خپله کړي، د امنيت شورا او نړيوالې ټولنې لپاره به دا ډېره ګرانه وي، چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ونه مني. ''

 

مستورا دا خبره هم له رسنیو سره شریکه کړی وه چې د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري، نه به طالبان او نه به د هغوی مقابل لوری د جګړې په زور بریالي شي. د حل یوازینۍ لار د واضح او څرګندو شرایطو پراساس خبرې اترې دي.

 

د ولسمشر له لوری  وروستي فرمان صادریدل داسې ښکاري چې د سولې جرګې د پرېکړې لپاره به دا د دولت لومړی غبرګون او عملي ګام وي.

 

خو اوس دلته پوښتنه رامنځ ته کیږي هغه کسان به چې د کرزی د فرمان لمخې  له زندان نه خوشي شي، بیرته وسلې ته لاس نه کړي؟ پداسې حال کې چې تر دی وړاندی نور لوړپوړي طالبان له زندانه تر خوشی کیدو وروسته وسلی ته لاس کړ او د افغان دولت په وړاندې عملاً جنګیږي.

 

په همدی اړه د پوځې چارو شنونکی نورالحق علومې بیا وایې: دا کارونه ټول له قضا او څارنوالۍ پوری تړاک لري که په ریښتیا هم نیول شوي کسان بې ګناه دی ولي دوی نیول شوي؟ دوی باید پخوا تر دی چې جرګه دایره شي خوشی شوې وای.

 

دده په وینا هغه وسلواله طالبانه چې په جرګه یا د واده په مراسمو برید کوي، او یا هم یو اته کلن ماشوم په دار ځړوي؛ څوک څه حق لري چې دا ډول کسان په لیست کې ونیسي او بیا دی خوشې شي. که دا ډول کسان تر نیولو وروسته خوشي شي د بیلګې په ډول ملادستګیر یا ملاعبدالرزاق چې څو کاله وړاندی له بنده خوشې شول، دوی بیرته ولاړ د دولت په مقابل کې ودریدل، او بې ګناه خلک یې ووژل، ددی خلکو نیول بیا څه مانا؟

 

خو بل لوری ته د سیاسي چارو شنونکې وحید مژده بیا له ښاغلي علومي سره ورته نظر نه لري او وایي: دا یو پر ځاي کار دی او باید تر سره شي. ځکه د ملي امنیت ادارې ۹۰ سلنه کارکوونکي په یوې ځانګړي ډلي پوری تړاؤ لري، او ډیری یې بی ګناه خلک نیولي دي. بله هم دا کسان چې ازادیږي ډیری یې ولسي وګړي دي دوی طالبان نه دي فقط په یوه او بل نامه زندان ته ور اچول شوي.

 

مژده زیاتوي: کرزی په خپل دغه فرمان سره نه شي کولای طالبان راضي کړي، کرزی غواړي په دی پلمه طالبان سولې ته تشویق کړي څو په سویل کې چې یوه ناکراره سیمه ده د پارلماني ټاکنو تر سره کیدو ته زمینه برابره کړي. 

که څه هم طالبانو او حزب اسلامي په لومړي سر کې د مشورتي جرګې جوړیدل د امریکایانو له لوری د هغوې یوه دسیسه بللې وه، خو جرګې د افغانستان په جګړه کې ښکیلو دواړو لوروغږ وکړ څو د خبرو اترو ته غاړه کیږدي.

 

طالب ویاند قاری یوسف احمدی www.afghanistanvotes.com  ته وویل دا به وخت څخه د مخه خبره وې، زمونږ موقف لکه د پخوا په څیر روښانه دي، باید ټول بهرنیان له افغانستان څخه ووځې. پاتې شوه د جرګې په اړه، په دی اړه لا له وخته ده  او حالاتو ته په کتو سره به له رسنیو خپل دریځ شریک کړو.

 

خو یو شمیر نورو شنونکو په دا وروستیو کې بیا د افغانستان په سویل كې د طالبانو وروستيو حملو ته په اشارې، چې په كې عامه خلكو ته د سر درانه زيانونه واوښتل د ولسمشر كرزي د سولې په پلان نیوکه كړې او هغه يي هسې يوه بې ځايه هڅه بللې ده.

 

په همدی اړه پوځې کارپوه علومې زیاتوي، دا یوه جلامسئله ده طالبان د آی اس آی له لوری تحریک کیږي، څه چې هغوی وایې هغه مني؛ دا کارونه یواځې د آی اس آی مزدوران او ترهګر کوي، داسي کسان باید خوشي نه شي. ځکه ددی کسانو خوشی کول افغان ولس ته ګټه نه رسوي، امنیتي چارواکې باید بیګناه کسان ونه نیسي او هغه کسان چې څوک یې وژلی او یایې هم د چا مال لوټلې وي هغوي باید د خپل عمل په سزا ورسول شي.