د يکشنبې په ورځ د چې دغبرګولي ١٦سره سمون خوري، د افغانستان دوو لوړپوړو امنيتي چارواکوحنيف اتمر او امرالله صالح له خپلو څوکېو څخه ګوښه شول.

که څه هم دغو دواړو لوړپوړو چارواکو په جلاجلا خبري ناستو کې د خپل ګوښه کېدو دليل د سولې دمشورتي جرګې په ورځ د امنيتي تدابيرو په ټينګښت کې خپل پاته راتله په ګوته کړل.

ښاغلي اتمروويل :"زه په بشپړاخلاص وايم چې د امنيتي تدابيرو په اړه مې دلايل د ولسمشرله اړخه ونه منل شول نو ځکه د کورنيو چارو له وزارت څخه ګوښه کېږم، او د ګوښه کېدو ليک مي ولسمشر ته وړاندي کړى چې له نيکمرغه هغه هم منلى دى"

په همدې ډول امرالله صالح په خبري ناسته کې وويل : " د سولې د مشورتي جرګې د امنيت په لارو چارو کې زما پر کارونو باندی د ولسمشر بې باوري دې ته وهڅولم چې استعفاء ورکړم . "

خو د دغو دوو لوړ پوړو چارواکو  ګوښه کېدنې يو لړ پوښتنې راولاړي کړي دي. يوه پوښتنه داده چې آيا د دغو دواړو لوړپوړو چارواکو له خپلو مقامونو څخه د ګوښه کېدو يوازينى علت د مشورتي جرګې په امنيت ټينګولو کې ځنډ دى او که نورعلتونه هم لري؟ او که يوازي د سولې د مشورتي جرګې پر کېږدۍ باندي د طالبانو له اړخه د راکېټونو راغورځول يوه هسي  پلمه شوه ؟

د ولسمشر کرزي وياند وحيدعمر ددغو دواړو لوړپوړو چارواکو د ګوښه کېدوعلت يوازي د سولې د مشورتي جرګې پر کېږدۍ باندی د طالبانو له خوا بريد په ګوته کړ، او ددوى د مسؤليت له احساس څخه يي مننه وکړه.

خو د لوګر ولايت پخواني والي او د سياسي چارو کارپوه کريم هاشمي  په دي باور دى چې په دې استعفاءګانو کې سياسي غرض نغښتى دى او يوازى د سولې د مشورتي جرګې د امنيت د ټينګښت په لار کې کمزوري يوه بهانه ده. ښاغلى هاشمي وايي چې :" د سولې د مشورتي جرګې پر کېږدۍ باندي د طالبانو لخوا بريدونه د همدغو چارواکو د کار پر وخت د کابل د مخکنيو بريدونو په پرتله د لږ ارزښت لرونکې وو. زما په ياد دي چې طالبانو د١٣٨٧کال دغوايي د مياشتي پر٨ مه نېټه پر کابل باندي بريدونه وکړل چې په پايله کې يي د خلکو استازي پکښي ووژل شو. همدا ډول پر فروشګاه بزرګ افغان باندي چې د ولسمشرۍ له دفتر څخه په سل مترۍ واټن کې پرته ده  بريدونه په څو ځله تردې بريدونوغښتلي وو، نو ولی په هغه مهال کې د امنيتي مقاماتو د کمزورۍ په اړه چاڅه نه ويل او د هغوى استعفاء ونه منل شوه. همدا ډول که چېري موږ د سولې د مشورتي جرګې په ورځ د کمزوري امنيتي وضعي دغه دليل ومنو او دا ووايو چې د دواړو لوړپوړو چارواکو استعفاء يوازي همدا دليل دى، ولی ښاغلي رحيم وردګ له دې امر څخه مستثنى دى؟ له دې سببه زما په باور دغه دوه لوړ پوړي چارواکې په ځانګړي ډول ښاغلى صالح استعفاء ته اړشوى دى . "

ددې تر مخه هم د ښاغلي اتمر او صالح له ولسمشر سره ددوى د مخالفتونو خبرې کېدلې په ځانګړي ډول ددې مخالفتونو سرچېنه د طالبانو د خوشي کېدو  پرسره وه. ښاغلي صالح په وار وار رسنيو ته په سياسي غونډوکې شکايت کړى ؤ چې دده رياست يو شمير ويره اچونکې ونيسي او قضايي څانګو ته يي هم وسپاري خو له څه وخت وروسته بيرته خوشي شي، نوموړي دغه کار د طالبانو د پياوړتيا په لار کې اصلي ټکى ياد کړ.

په همدې ترتيب ښاغلي اتمر د کرزي په ډله کې په دې تورن ؤ چې کلک قوم پرست دى خو په تنده لهجه يي د طالبانو په وړاندي خبرې کولې په داسي حال کې چې ولسمشر طالبانو ته د ورونو په نامه ږغ کوي.

اوس داسي ويلاى شو چې دغه دوه تنه لوړپوري چارواکې په داسي حال کې له خپلو دندو څخه ګوښه شول چې د سولې مشورتي جرګې په خپل پرېکړه ليک کې له دولت څخه وغوښتل چې په زندانونو کې پراته طالبان ازاد کړي.

د سياسي چارو کارپوه او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي نورالحق علومي وايي :" په باوري ډول ويل کېداى شي چې ښاغلي صالح او ښاغلي اتمر ولسمشر ته د نژدې کسانو او د پاکستان د استخباراتو د فشار په واسطه ليري کړل شوي ترڅو طالبانو ته زرغون څراغ ښکاره شي. ښاغلي صالح ته ټول استخباراتي مسايل معلوم او د ګاونډيو هيوادونو په استخباراتي لاسوهونو باندي ښه پوهيدى او تل به يي ولسمشر ته مشورې ورکولې چې دغه مشورې د پاکستان پر استخباراتي کړيو ښه نه لګېدلې همداسبب و چې د پاکستان استخباراتو په څو ځله له کرزي څخه غوښتې وو چې صالح له خپل کار څخه ګوښه کړې، پايله همدا شوه چې کرزې د افغانستان ګټې د پاکستان تر ګټو قربان کړي."

اوسمهال چې په ترکېه کې د باور جوړوني او د اسيايي هيوادونو ترمنځ د همکارۍ غونډه روانه وه، حامد کرزي هم پکښي ونډه واخيسته او ددې غونډې په ترڅ کې يي له يو شمير ترکې لوړپوړو چارواکو او کېدلاى شي د پاکستاني چارواکو سره يي هم د امنيت راوستلو پر څرنګوالي او د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه خبري کړي وي.

د صالح او اتمر له ګوښه کېدو سره سم د پاکستان د کورنيو چارو وزير په خپل غبرګون کې د افغانستان سره د ښو اړيکو خبري وکړې.

په همدې ترتيب د کورنيو چارو د وزير په خبرو کې ويل شوي وو چې د جرګې د پيل په ورځ يو تن د بريد کوونکو څخه د مشورتي جرګې د تدارکاتي کميسون غړى ؤ او د جرګې د تدارک او استخدام ټول کارونه د هيواد د ښووني او روزني د وزير فاروق وردک په غاړه و نو ولی د ولسمشر کرزي له اړخه ښاغلى وردګ تر پوښتنو لاندی ونه نیول شو؟

د ولسي جرګې غړى سرور جوادي وايي: " لکه څنګه چې ښاغلي امرالله صالح وويل د جرګې له بريد څخه ماسوا په لسګونو نور کورني او باندني دلايل هم موجود لري، په ډاګه شوه چې ښاغلى امرالله صالح د حامد کرزي د ټيم طالبانو او د پاکستان استخباراتو له کاره ګوښه کړى دى . او په خواشينى سره بايد يادونه وشي چې يو ځل بيا ولسمشر کرزى تروريسټانو ته تسليم شو او د افغانستان ګټې يي تر خپل قومي او ډله ییزي عقيدې قربان کړلې."

ښاغلى جوادي له دواړو لوړ پوړو چارواکو سره د کرزي د ستونزې په اړه وايي :" صالح د تروريسټانو او د پاکستان د استخباراتو سرسخت دښمن ؤ هغه په څو ځله په ولسي جرګه کې يادونه کړې وه چې لوړ پوړي دولتي چارواکې د ترويزم په مخنيوي کې همکاري نه کوي دغه له صالح سره د کرزي لويه ستونزه وه او دوهمه ستونزه داوه چې د نوموړي په استخباراتي چارو کې وړتيا او ټول استخبارات يي په خپل واک کې و. اوس دده په ليري کېدو سره کرزي ته اسانه ده چې هر څه چې غواړي هغه وکړي.

همدا ډول کرزي له اتمرسره هم ستونزه درلوده ، د کرزي او اتمر لومړۍ ستونزه داوه چې اتمر د پاکستان په و ړاندي ډير سخت فکر درلود همدغه ټکى د اتمر او صالح يو ګډ صفت دى.

دوهم ټکى له طالبانو سره د اتمر ضديت ؤ، که څه هم هغه يو ډير پښتون پلوى ؤ خو د پښتونو د سياسي وروسته پاته والي لوى عامل يي طالبان ګڼل او درييمه ستونزه د اتمر او کرزي ترمنځ د قدرت د ځانګړي ويش په اړه ده هغه په څوځله له کرزي سره شخړه کړې ده او په دې وروستيو کې يي د ګوښه کېدو هوډ هم کړى ؤ"

د سولې مشورتي جرګه پاى ته ورسيده چې د پريکړه ليک په اتمه ګڼه کې يي په کلکه غوښتنه ظوې وه چې د افغانستان دولت او نړيوال ځواکونه بايد ژرترژره د طالبانو په راخلاصيدو کې هڅه وکړي کوم چې د ملي امنیتي او پوليسو لخوا په زندانونو کې اچول شوي دي. د سياسي چارو کارپوره هارون مير په دې اند دى چې ښاغلى ابراهيم (سپين زاده ) د کرزي له خاصو کسانو څخه دى چې دا مهال د ملي امنيت سرپرست وټاکل شو، نوموړى به د طالبانو د خلاصون ټولي لاري چاري ورته اسانه کړي تر څو په زندان کې پراته طالبان راخوشي شي. خو دغه پوښتنه لا پرځاى پاته ده چې آيا د ناټو او امريکا ځواکونه به په داسي اسانۍ سره اجازه ورکړي هغه کسان خوشي کړي چې دوى د ډيرو پيسو او ملګرو په قربانۍ نيولي دي او بيا د دولت او نړيوالو ځواکونو په و ړاندي وجنګيږي.