افغان ولسمشر حامد کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوې سره د امریکا متحده ایالاتو ته په څلور ورځنې رسمې سفر، په دی موخه ولاړ، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د وروستیو لفظی شخړو، خړی پړی شوی اړیکې یو ځل بیا سره ټینګې، او د سولې ملي مشورتي جرګې په اړه د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي.
ددغه سفر بلنه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له لوری د روان میلادی کال د مئ په میاشت کې لکه چې نوموړی په یوه لنډکې نا پیش بینی شوی سفر کابل ته راغې، تر سره شوی وه.
د امریکا او افغانستان تر منځ دغه لفظې شخړی هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان څخه په خپل وروستي سفر کې لیدنه وکړه او ښاغلی کرزی يې د اداری فساد شتون له امله تنبه کړ. د بارک اوباما له سفر وروسته افغان ولسمشر څو ځلې ملګری ملتونه د امریکا متحده ایالات د ولسمشریزو ټاکنو کې په درغلۍ کولو تورن او زیاته یې کړه" بهرنیان (په افغانستان کې) د لاس پوڅې او مزدور حکومت د جوړیدو غوښتنه کوي".
د کرزی دغه تیزی خبرې د امریکا د سپینې مانۍ له لوری "ټکان ورکوونکې" وګڼل شوې، که څه هم په لومړی سر کې د سپنې مانۍ ویاند رابرټ ګیبز ویلې ؤ چې دا خبری کیدای شي د امریکا متحده ایالاتو ته د کرزي په سفر یو څه محدویتونه رامنځ ته کړي، خو امریکا بې له ځنډه د حامد کرزی په مشری افغان حکومت سره د خپلو اړیکو د ښه کولو په لټه کې شوه او په دی لړ کې یې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په تلویزونې مرکو کې د کرزي څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
اوس پوښتنه رامنځ ته کیږې چې ولی امریکا له کرزی سره داسی نرم چلند کوي؟
نړیوالې سرچینې دغه پوښتنه ځوابوي او وایې: حقیقت دادی چې په افغانستان کې د نوي زرو امریکایي سرتېرو په موجودیت او د طالبانو په ضد په کندهار کې د سترو پوځي عملیاتو د پیل کېدو په درشل کې دواړه ولسمشران (کرزی او اوباما) نه شي کولای په عام محضر کې یو له بل سره نانندري ووهي.
د وسله والو په ضد د دوي ستراتیژي به په دې پور اړه ولري، چې خلکو ته د وسله والو په ځاى یو بدیل وړاندې کړي. په دې مانا، تر هغې چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر وي ، امریکا باید ورسره په ګډه کار وکړي.
خو سیاسي کارپوه وحید مژده بیا ددی کار لاملونه نور په ګوته کوي او وایې، زما په اند حامد کرزي د خپلو اتو کلونو کاري تجربې په درلودو سره د امریکایانو له هغه عادت سره (که چیری امریکایانو ته څوک څه ونه وایې دوی داسی فکر کوي هغه څه چې مونږ وایو دا به یې لکه د یوه ګوډاګې په څیر عمل کوي) اشنا شوی او پری پوهیږي.
دده په وینا حامد کرزي هم په خپل ځان خطر قبول کړ، او دغه خبری یې وکړی، کرزی پوهیده چې په افغانستان کې دده بدیل هغه څوک چې امریکایانو ته منلو وړ وي نشته، او بله دا چې "کرزي د امریکا په وړاندی لا له وړاندی ټولی ممکنه لاری بندې کړي دي؛ د بیلګې په ډول که چیری کرزی امریکا لیری کړي، ووژل شي او یا هم په خپل مرګ مړ شي د اساسي قانون پر بنسټ داسې یو کس واک ته ورکول کیږي چې امریکا به بیا کرزی ته دعاګانې وکړي."
بل لوری لامل یې په افغانستان کې د سولې مشورتې جرګه ده چې په افغانستان کې جوړیږي، چې د امریکایې چارواکو په ذهن کې جرګه یوه بلا ښکاری او لدی ډاریدل که چیری له کرزي سره بد چلند وکړي نو دی به د جرګې غړي د امریکا په ضد راوپاروي، نو دا ټول هغه مقدماتې لارې چارې وی چې کرزي ترسره کړې وی همدا لاملونه ؤ چې امریکا دیته اړ وه له هغه سره نرمه رویه وکړي اود اداری فساد په وړاندی په حامد کرزي زیات فشار وانه چوي.
مژده وړاندی وایې : "کرزی امریکا ته یوه ستونزه ده، خو په افغانستان کې نورو ستونزو ته په کتو سره امریکا مجبوره ده چې دغه ستونزه ومنې."
د کرزی له انتخاب کیدو وروسته تردی مهاله نږدی شپږ میاشتې تیریږي خو بیا هم لویدیځ چارواکې او ملګري ملتونه په افغانستان کې له اداری فساد څخه سر ټکوي، خو په دا تیرو شپږو میاشتو کې د اداری فساد یوه ستره بیلګه عدلې او قضايې ارګانو ته معرفې نه شوه، کومه چې دا په ډاګه کړي د کرزي حکومت د اداري فساد په وړاندی کلکه مبارزه کوي. ددی کار لامل څه دی او ولی کرزی د اداری فساد په وړاندی جدی ګامونه نه پورته کوي؟
یو ځل بیا هم وحید مژده وایي: د حامد کرزی د کار په اجندا کې د اداري فساد سره مبارزه په اخرو لیکو کې راځې، او دی هم دی مسئلی ته ځکه لیوالتیا نه ښایې چې دده ملګري اکثره هغه کسان دي چې په اداري فساد متهم دي؛ نو زما په اند څوک چې یو کار کوي او دی په خپله او ملګري یې پری متهم وي معلومداره خبره ده چې نه غواړي خپلو ملګرو ته ستونزې رامنځ ته کړي.
د بیلګې په ډول ځینې کسان شته چې څارنوالۍ په هغه باندی د اداری فساد تور لګولي، لکه صدیق چکري چې دامهال له هیواده بهر اوسیږي، له انترپوله هم د هغه د نیولو غوښتنه شوی خو دا کار عملي شوی نه دې، ځکه چې غربیان هم دی مسئلې ته دومره لیوالتیا نه لري، دوی هم په خپله غله دي او غل د غل سره یو څه نرمښت کوي.
خو ایا په دا ډول شرایطو کې به د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لیدنه کتنه، چې یو ځل بیا سره له نږدی ګوري، د افغانستان لپاره د یوه روښانه راتلونکې ټاکونکي وي؟
سیاسي کار پوه محمود صیقل وایې: په تیرو اتو کلونو کې له دواړو لورو امریکا او افغانستان له لوری تیروتنې شوی، په ځانګړي ډول د افغانستان څخه. خو دمګړی ددی هڅه کیږي هغه جبران شي دا په دی نه جبرانیږي چې دواړه ولسمشران دی له یوه بل سره کینې او یو څه دې ووایې، غیر لدی څخه چې په عمل کې یې پلې کړي.
داسی لیدل کیږي، چې مونږ په خپلو ادارو کې ډیری له دیموکراسي او د قانون د حاکمیت خبری کوو، خو په عمل کې هغه ګامونه چې پورته کیږي هغه زمونږ له خبرو سره په ټکر کې دي.
هغه څه په واشنګټن کې د قانون له حاکمیت، غوره حکومتداری، سالمې اداری او نورو په اړه خبری کې خو په عمل هغه ګامونه چې په دا تیرو اتو کلونو کې په افغانستان کې اخیستل شوي مونږ یې ورځ تر بلې د قانون له حاکمیت او سالمې اداری، نه لیري کړی یو. "تر اوسه پوری روابط د دوه اشخاصو ترمنځ دی نه د دوو هیوادونو ترمنځ" د اوباما د اداری لیوالتیا د افغانستان په اړه یواځې د ترهګری په اړه ده، او که د بل څه نه هم خبری کيږي هغه هم د ترهګری سره تړاک لري.
د چارو شنونکې وایې که څه هم دمګړی امریکا په سیمه کې د خپلی نوی ستراتیژۍ د پلې کولو په هڅه کې ده او غواړي افغانستان کې د خپلو نور اضافې تازه دم سرتېري رالیږلو سره خپل پوځې پیاوړتیا زیاته کړي، خو بل لوری ته چې افغانستان د لندن د کنفرانس د موخو د پلي کیدو ( د سرتاسری سولې او امنیت د ټینګښت لپاره له مخالف وسله والو سره د سولې د خبرو د پیلیدا)، په لټه کې دی.
واشنګټن ته د حامد کرزی د تګ پر مهال د خبرو اجندا یوه هم د سولي د مشورتي جرګې په اړه خبرې وی،چې ټاکل شوی د جوزا په میاشت کې ترسره شي.
که څه هم اوباما، په سپينه ماڼۍ کې له حامد کرزي سره په ګډه ناسته کې د سولې ملي مشورتي جرګې څخه ملاتړ وکړ، خو يو شمېر افغان سياسي شنونکي دغه شان ملاتړ د جرګې په پايلو اغېزمن نه ګڼي .
اوباما، په دغې ناسته کې وويل، چې مشورتي جرګه د افغانانو لپاره ډېره مهمه ده او هېواد به يې له هغو طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ وكړي، چې له توندلارو او ترهګرو سره خپلې اړيكې پرې، د افغانستان اساسي قانون او د بشر حقونو ته درناوی وكړي.
خو په ولسي جرګه كې د كندهار د خلکو استازی خالد پښتون بیا وایې د اوباما ملاتړ ځکه ګټه نه لري، چې د قضيې مهم اړخ طالبان دي او هغوى تراوسه مذاکرې ته هېڅ ميلان نه دى ښودلى.
نوموړي زیاته کړه، دمګړی بهرني ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې ښکیل دي، او په عين وخت کې له سولې ملاتړ کومه ګټه نه لري، او اوباما يواځې ددې لپاره چې جرګه تخريب نه شي، خپل ملاتړ ښودلى دى.
د ولسمشر کرزی د سفر پرمهال د هغه وياند وحيد عمر چې نوموړی هم په یاد سفر کې ورسره ملتیا کوي له کرزي سره د امریکا د باندنیو چارو وزیری میرمن کلنتن د ليدنې کتنې په اړه رسنیو ته وويل : ''د باندينيو چارو وزيرې هيلري کلنټن اعلان وکړ چې هېواد يې له افغانستان سره د اوږد مهال ستراتيژيک ګډون غوښتونکی دی، او دا به دوام لري، که چیری له افغانستانه امريکايي پوځيان هم ووځې نو زمونږ همکاری به د يوه اوږده ستراتيژيک تړون په چوکاټ کې دوام ولري.''
دا چې د افغانستان او امریکا تر منځ دغه ستراتیژیکې اړیکې به دواړو هیوادونو ترمنځ څه اهمیت ولري؟ صیقل زیاتوي: "په دی کې شک نشته چې افغانستان له امریکا سره د ژورو ستراتیژیکو اړیکو درلودو ته اړتیا لري، افغان حکومت په دا تیرو اتو کلونو کې ډیر حساس پړاؤ ته رسیدلې او هره شیبه یې د ړنګیدو امکان شته؛ دا اړیکې هغه مهال ټینګیدای شي چې مونږ د هغې د پلې کیدو ذهنیت ولرو، خو په ډیری نهیلۍ سره وایم چې په کابل کې د نظام جوړونې ذهنیت نشته."

