که څه هم د بهرنیو ځواکونو لوری د ولسي وګړو وژل کیدل په دا وروستیو کلونو کې خپل حساس پړاؤ ته رسیدلي، او افغان دولت ټینګار کوې په هر ډول چې وي باید دغه ځواکونه د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې پرته خپل عملیات ترسره کړي.
خو بهرنیو ځواکونو یو ځل بیا د خپلو شپنو عملیاتو په ترڅ کې چې د ننګرهار د سره رود په ولسوالۍ کې ترسره کړل، لس تنه ووژل. بهرني ځواکونه وژل شوی کسان وسلوال ترهګر بولي، ولی بل لوری ته د سیمې قومي مشران، ديني عالمان او ځایې چارواکې وژل شوي کسان بې ګناه عام وګړي بولي.
پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د روان زیږدیز کال د مې په ۱۴ مه د جمعې په شپه، يوه نيمه بجه بهرنيو ځواکونو د سره رود ولسوالۍ د کوشکک په سيمه کې عمليات وکړل. له پیښې وروسته د یادې یو زیات شمیر وګړیو په لاریون لاس پوری کړ، د قهریدلو لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ وډب هم رامنځ ته شو په پایله کې لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله هم واوخته او یاده پیښه یې لاپسې کړکیچنه او خواشینونکې کړه.
د افغانستان جمهوري رياست هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ناټو ځواكونو دغه عمليات غندلي دي او ويلي يې دي چې په دغو عمليات كې لس ملكي وګړي وژل شوي دي او په اړه یې د سملاسي پلټنو امر کړی دی.
په كابل كې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو د عامه اړيكو مسوول ډګروال وين شنكس خبريالانو ته وويل، چې یاد عمليات د هغو كسانو پر خلاف شوي دي، چې په ناټو ځواكونو يې د حملې پلان درلود.
شنكس زياته كړه چې د ننګرهار والي او د امنيې قومندان ته یې مخكې له مخكې د عملياتو په اړه خبر وركړی ؤ، او هم یې له عملياتو وروسته ترلاسه کړي يوه اندازه وسلې او مهمات دغو چارواکو ته ښودلي دي.
بل لوری ته د سره رود د مرکزي جومات خطيب مولوي عزيز الرحمن بیا د شنکس خبره نه منې او وايې: بهرنيو ځواکونو سيمه کلابنده کړه، هغه لوګري او بزګران چې د غنمو ترېشل يې کاوه، د دوى تر بريد لاندې راغلل او لس بې ګناه انسانان ووژل شول. د نوموړي په وينا، وژل شوي ټول کسان د بې بنسټه راپورونو له مخې، وژل شوي.
دا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې افغان ولسمشر حامد کرزی لا د امریکا د سفر څخه بیرته هیواد راستون شوی نه ؤ، او دوه ورځې وړاندی د امریکا ولسمشربارک اوباما سره یې د ناټو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکې وګړو د وژل کیدو په اړه د افغانانو اندیښنه شریکه کړه.
كرزي وويل: "افغان حکومت باوری دی چې د ملكي وګړيو د وژنې د ستونزې شتون به، خلك له طالبانو سره يوځاى كیدو ته اړباسي."
اوباما هم ومنله، چې په جګړه كې تېروتنې رامنځ ته كېږي، خو امريكايي سرتېري به خپل ځانونه له ستونزې سره مخ كړي، ترڅو د عامو وګړيو مرګ ژوبله راكمه شي.
هغه وويل: " دی په دې برخه كې لېوالتيا لري، ترڅو د ملكي خلكو د وژنې كچه راټيټه شي او زياته يې كړه، زه نه غواړم چې عام وګړي دې ووژل شي."
كه څه هم افغان چارواكي وايي، چې په دې وروستيو كې د نړيوالو ځواكونو له خوا د ځانګړو مقرراتو د وضع كېدو له امله په پوځي عملياتو كې ولسي مرګ ژوبله كمه شوي ده خو دغه ستونزه په بشپړه توګه نه ده حل شوې.
خواوس پوښتنه رامنځ ته کیږې چې ولې بهرنې ځواکونه د وسلوالو ترهګرو پرځاې عام ولسي وګړي په نښه کوې؟
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی مولوي عطاالله لودين وايي، چې افغان دولت بايد د ملګي وژنو او خپل سرو عملياتو د بندولو لپاره ډېر جدي ګامونه واخلي.
نوموړي د خبرداری په ډول وویل: "موږ له دولت نه غوښتنه کوو، چې ددغه ډول عملیاتو جدي مخه ونیسې، که نه نو دا به د افغانستان مسلمان ملت ته د یوه عمومي او ملي پاڅون زمنیه برابره کړي، او د امریکایانو حالت به همهغه حالت ته ورسیږي، کوم چې روسان ورسره مخامخ شوي وو."
د مئ په ۱۵ مه په جلال اباد ښار کې، د سره رود ولسوالۍ نږدې زرو قومي مشرانو او عالمانو له والي ګل اغا شېرزي، د کورنيو چارو وزارت له راغلي پلاوي او ځايي چارواکيو سره په دې اړه ګډه غونډه وکړه، څو د دارنګه پیښو د رامنځ ته کیدو لپاره تدابیر ونیسي او د یادی غمیزی د رامنځ کیدو د څرنګوالي په اړه هر اړخیزه پلټنې وکړي.
د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې لوى رييس جنرال ميرزا محمد يارمند چې سیمه ته د څیړونکې پلاوی سره تللی وويل: "په سيمه کې به له خلکو په دې اړه پوښتنه کوو او له بهرنيو ځواکونو به په دې اړه کره شواهد او اسناد وغواړو."
بل لوری ته د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي بیا وایې، چې د عملياتو په اړه ورسره ايتلافي ځواکونو اړيکه نيولې وه، خو زياته یې کړه چې د عملياتو پرمهال ځينې تېروتنې شوې دي .
شېرزي وويل، چې له دوى سره اسناد او شواهد شته، چې عمليات د يوه طالب سرګروپ ملا شمس الدين د نيولو په موخه ترسره شوي و .
د نوموړي په وینا له دوى سره اسناد، بمونه، هاوان، ډول ډول وسله، د ملي اردو او ايتلافي ځواکونو جامې پرتې دي، چې د عملياتو له سيمې څخه ترلاسه شوي دي .
ننګرهار چې د هیواد یو له ختیځو ولایتونو څخه دی چې نسبتا آرامه او هر ورځ تری د مرګ ژوبلی خبری نه راځې، خو په دا تیره شاوخوا یوه میاشت کې دی ورته دوهمه مرګ ژوبله ده چې د بهرنیو ځواکونو له لوری د سره رود په ولسوالۍ کې رامنځ ته کیږي.
په همدی اړه مشرانو جرګې د مئ په ۱۶مه د د امریکا په مشرئ ائتلافې ځواکونو عمومې قوماندان جنرال ستانلی مک کریستال، وربللې ؤ ، خو نوموړی د ورتګ څخه ډډه وکړه او هغه یې د امریکا د قانون خلاف عمل وباله.
دمک کریستال دغه عمل ددی لامل شو چې د افغان سناتورانو غوسه راوپاروي، آن تردی چې ځینو ېې د سنا د مجلس د دروازو د تړلو غوښتنه هم وکړه. خو د مشرانو د جرګې مشرصبغت الله مجددی بیا د هغو بهرنیو سرتيرو د محاکمې غوښتونکې شو، کومو چې په سره رود ولسوالۍ د ولسي وګړو په وژنه کې لاس درلود.
مجددی زیاته کړه: "د هغه عمل په وړاندی چې دوی یې مرتکب شوي، غوره ده محاکمه شي."
بل لوری ته بیا په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو بله استازی صفیه صدیقي یادی پیښې ته په اشاری سره چې ورکې د اتم ټولګي يو زده کوونکى هم د طالب په جرم وژل شوى وویل: " هېڅ داسې اسلامي ټولنه نشته، چې ملا، طالب، قاري او مدرسه دې ونه لري."
صفيې صديقي د پیښې پړه د ننګرهار د والي په غاړه واچوله، او هغه یې مخاطب کړ چې د ننګرهار ولس ته دی دا ډول پېښو د نه تکرارېدو ژمنه ورکړي.
د ننګرهار والي هم په دی اړه خپل خفګان ښکاره او زیاته یې کړه : "د بې ګناه خلکو د وژلو په اړه، زه مسووليت لرم". هغه ژمنه وکړه، چې د راپور تر بشپړېدو وروسته به، مکمل جريان ولسمشر کرزي ته وړاندې کړي.
که څه هم ځايې چارواکو او له مرکز کابل څخه ورغلي پلاوی وویل چې د څیړنو تر بشپړیدو وروسته به خپل راپور ولسمشر کرزی ته وړاندی کړي، خو د افغانستان د سولې کاروان مشر حاجي عبدالظاهر قدير وويل: دوى به څارنوالۍ ته د بهرنيو ځواکونو له لوری د اسنادو غوښتلو او پر لاريون کوونکيو د پوليسو له لوري د ډزو کولو په اړه عرېضې وړاندې کړي.
ظاهر قدير وويل، ترڅو چې د بې ګناه وګړيو قاتلين او د هغوى په اړه جاسوسي کوونکي نه وي په ډاګه شوي، خپلو احتجاجي غونډو ته به دوام ورکوي.
د نوموړي په وينا، بهرنيان د ولسمشر فرمان نه مني، چې د شپې له خوا عمليات يې ناقانونه اعلان کړي دي.
نوموړي ګواښ وکړ، که په راتلونکي کې دغه ډول عمليات ترسره شي، نو دوى به حکومت ته د شکايت او ژړا پرځاى د خپلو خلکو پوښتنه په خپله وکړي.

