د سولې ملي مشورتې جرګه چې ټاکل شوي د غوایې په ورستیو کې به جوړه شي په اړه یې لا له وړاندی د افغانانو ترمنځ بیلا بیلې خبرې کیږي. ځینې ورته د شک په سترګه ګوري او وایې دا جرګه هسې د وخت ضایع کول دي او لکه د سیمه ییز امن جرګه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جوړه شوی وه، له کومې معلومې پایلې پرته به پای ته ورسیږي.
خو ځینې خلک او دولتي چارواکې یې بیا په اړه مثبت اند لری او وایې یاده جرګه به خپل ټاکلی هدف چې د مخالفو وسلوالو سره د خبرو کولو وړاندیز او د هغې لپاره د یوه چوکاټ جوړول دی، تر لاسه کړي.
ټاکل شوی وه د سولې ملي مشورتې جرګه د غوایې په دولسمه نیټه ترسره شي، خو د یو شمیر دلایلو لمخې یاده جرګه وځنډول شوه. دا چې د کومو دلایلو لمخې یاده جرګه د خپل ټاکلي وخت څخه ورسته شوه د افغانستان د سولې د مشورتي جرګې د تخنيكي او تداركاتي چارو د كميسيون ريیس ډاكتر فاروق وردګ وایې: "څلورعمده لاملونه ، امريكا ته د ولسمشر تګ، د ولسي جرګې د كانديدانو د نوم ليكلو لړۍ، امنيتي او اقتصادي ملحوظات د دې سبب شو، چې دغه جرګه كابو درې اوونۍ وروسته جوړه شي."
په دی اړه چې د جرګې میکانیزم څه دې او خلک په څه ډول دغې جرګې ته رابلل کیږي، بیلابیل اندونه شتون لري.
په دی اړه چې په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی معین مرستیال داسې وایي: سیستم او میکانیزم د انتخاب دادی چې په ولایتونو او ولسوالیو کې حکومتې چارواکې (والیان او ولسوالان) د قومونو مشران او سپین ږیري راغواړۍ او د هغوې له منځ څخه د رایو په اکثریت هغه څوک غوره کوي چې د ښه شهرت، پوهې او نیک نوم خاوند وي. او دغه راز یاد شخص به د هغه قوم سره تړاک هم ولري چې په یاده سیمه یا ولسوالۍ کې اکثریت لري. یعنې د جرګې استازی د خلکو له لوری ټاکل کیږي، نه د چارواکو له لوری انتصابیږي.
خو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی میرمن شکریه بارکزی وایې بیا د ښاغلی معین سره په یوه نظر نه ده او وایې: د خلکو غوره کول یادی جرګې ته په دوه ډوله دي، یو انتخاب دی چې د مدنې ټولنو، پارلمان، ولایتي شوراګانو، ځوانانو ټولنو او نورو بنسټونو څخه ورته خلک غوره ګیږي خو د ولسوالیو په کچه بیا خبره له انتخابه وځې او خلک انتصابیږي.
اغلی بارکزی وایي په لومړي سر کې میکانیزم همدا ډول ؤ، خو په دا وروستیو کې میکانیزم د ولس د ځینو استازو او ولایتي چارواکو له لوری په خپله ګټه یو څه بدلون موندلې دی. بدبختانه دغه شمیر وکیلانو او چارواکو په خپله خوښه یو شمیر لستونه ترتیب کړي دي. کچیری دا کار په ریښتیا هم عملې بڼه غوره کړي نو دا جرګه به یوه نندارتون ته ورته جرګه وي، او لکه څرنګه چې تمه تری کیږي د تلپاتې سولې په رامنځ ته کیدو کې خنډونه رامنځ ته کړي.
په همدی اړه د سولې ملې مشورتې جرګې ویاند ګل آغا احمدي وردګ بیا دا خبره نه منې او وایې: دوی ته کوم لست د چا له لوری نه دی ورکول شوی، په ولسي جرګه ګې د ملت استازو له فاروق وردګ سره د جرګې د غړو د میکانیزم په اړه مشوره وکړه، دوی هم اندیښمن ؤ چې اشخاص په درست ډول جرګې ته ورپیژندل شي.
احمدی زیاته کړه: "هرڅوک دیته لیواله دی چې خپل خلک یې جرګې ته لاره ومومې، خو هغه خلک به ورپیژندل کیږي چې وکولای شي د افغانستان د خلکو حقیقې استازي وي، او بله دا چې تر اوسه پوری د جرګې د غړو لست نهایې شوی نه دی چې څوک دی ورکې غړیتوب ولري."
ددی پوښتنې په اړه چې څومره ښځې دی جرګې ته رابلل شوي دي، میرمن بارکزی وایې: تر دی دمه د ټولو رابلل شویو ښځو شمیره په درست ډول مالومه نه ده چې څو تنه دی، خو په اټکلي ډول زه دا ویلای شم چې د ۲۰۰ په شاوخوا کې به وي.
د نوموړی په وینا که څه هم د ښځو شمیره دومره کمه نه ده چې ښځې ونشې کولای خپل غږ ورکې پورته نه کړي، یوه خبره چې ورڅخه ډار لرم هغه د ښځو یو موټې کیدو مسئله ده، کچیرې په لږ شمېر کې ښځې سره یو موټې او یو غږ شي نو وبه کولای شي ملي سالمې لارې چارې به وړاندی کړې؛ برعکس که شمیره هر څومره ډیره شي ولې یو موټی توب ورکې نه وي، نه خپل غږ پورته کولای شي او نه هم سالمې لارې چارې لټولې او وړاندی کولای شي.
که څه هم په یاده جرګه کې به د دولت له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو د پیل کیدو او د هغې د څرنګوالې په اړه خبری او بحث وشې، خو په کابل ښار کې د شتو امنیتې ننګونو له امله امنیتي ځواکونو لا له وړاندې خپلې تیارۍ نیولي، دغو تیاریو او جرګې په اړه کابل ښاریان او د کابل پولیتخنیک پوهنتون زده کوونکي چې په لړ کې یې رخصت شوې، بیلابیل اندونه لري.
کابل ښارۍ ۲۴ کلنه مِهرګان وایې: ټول هیوادوال د جرګې پایلو ته خوشبینه دي، څو مثبت او غوره بدلون په هیواد کې چې تلپاتې سوله ده رامنځ کړي. خو یوه خبره چې زه یې په اړه اندیښنه لرم هغه د جرګې د جوړیدو ځاې دی، څرنګه چې مونږ ډیری ستونزی لرو که چیري یاده جرګه د ښار په زړه کې جوړه شي نو دا به شته ستونزی لا پسي پراخې او ډيری کابل ښاریان به د بیلابیلو کړاؤنو سره مخ کړي.
مِهرګان زیاتوي: "کچیرې د جرګې ځاې ته بدلون ورکړل شي، دا به ډیر ښه کار وې، بیا به خلکو ته دومره ستونزی چې د امنیتې ارګانو له لوري رامنځ کیږي نه وي."
د کابل پولی تخنیک یو تن محصل ۲۱ کلن عمران مجید که څه هم د مِهرګان سره یوه خوله نه دی، خو دی بیا په ډیره قهرجنه لهجه وایې: "جرګې مونږ ته هیڅ ګټه نه رسوي، دا ټول زمونږ په ژوند لوبې کول دي چې د چارواکو له لوری تر سره کیږي."
عمران مجید وړاندی زیاتوي: "روان تعلمي کال په مونږ باندی له کال اوږد شو، زه او زما په څیر ډير مسافر محصلین شته چې دغه کال ورته ډیر دروند او په لوړه بیه ددی نا اهله چارواکو له لوری تمام شو."
که چیرې پخوانیو جرګو ته وکتل شې نو په هغوې باندی ډیر مالې لګښتونه راغلي دي، ایا د سولې په مشورتې جرګه به هم لکه د نورو جرګو په څېر لوړ مالي لګښت راشي؟
په دی اړه د یادی جرګې ویاند احمدی وردګ زیاتوي: تر اوسه پوری په دی اړه څه نشم ویلاې چې څومره لګښت به راځې، خو ویلای شم چې په دی جرګه به لکه د نورو په څیر دومره مالې لګښت نه راځي، ځکه د لویې جرګې د خیمې استحکامات په خپل ځاې دي یواځې لږ رنګ کولو ته اړتیا ده، زیات لګښت چې راځې هغه د جرګې د غړیو لپاره د اوسیدو ځاې دی.
دده په وینا د جرګې د غړو د اوسیدو لپاره د پولیتخنیک عمومې لیلیه ترمیموو، چې په هغې باندی یوه اندازه مالې لګښت راځې څو د اوسیدو لپاره جوړه شي، په ټوله جرګه دومره زیات څه نه راځې کومې چې دا مهال یې د رسنیو له لورې خبرې کیږي، دا ټول اوازې او افواهات دي.
احمدي په دی اړه چې د جرګې د تنظیم چارې د چا په غاړه دي وویل: د وزیرانو شورا د جمهور رئیس په مشرۍ چې د ۱۳۸۸ د کب د در۳ مې نیټې په ناسته کې پریکړه وشوه چې د سولې ملې مشورتې جرګې د تنظیم چارې ریاست د پوهنې وزیر فاروق وردګ جمع اداری امورو له لوري په ګډه د نورو همکارانو په مرسته پرمخ وړل کیږي.
څرنګه چې د دی جرګې له نامه څخه معلومیږې چې د تلپاتې سولې په اړه د ولس له استازو سره مشوره کول دي، نو د طالبانو دریځ به ددی جرګې د جوړیدو په اړه څه وي، آیا دوې به د جرګې پریکړې ته چې د سولې د خبرو پیلول دي، غاړه کیږي؟
په همدی اړه طالب ویاند قاری یوسف احمدي www.afghanistanvotes.com ته له څه ویلو څخه ډډه وکړه.
قاری یوسف زیاته کړه دا به له وخت څخه د مخه وي چې مونږ په دی اړه څه ووایو، مونږ به له وخت سره سم خپل دریځ د جرګې په اړه ښکاره او د رسنیو له لاری به يې خلکو سره شریک کړو، "هغه ساعت هغه مصلحت."

