altد روان میلادي کال د اپریل په ۱۲ مه د بهرنیو ځواکونو په ډزو سره د کندهار په ولایت کې د ملکې کسانو وژل کیدل چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل وو، په خلکو او په ځانګړي ډول په کندهاریانو چې ټاکل شوې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د دوبي په موسم کې د طالب وسله والو پرضد چاڼیز عملیات پیل کړي، منفي اثر غورځولې دی.


له پیښې وروسته ناټو ځواکونو د یوه مطبوعاتې بیان په خپراوي سره په دی اړه خفګان ښکاره کړی، او ویلي پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دغه ملکې موټر د یادو ځواکونو کاروان ور نږدی کیده، خو د هغوی له لوری یې امنیتي اخطارونو او اشارو ته هیڅ پاملرنه ونه کړه. د ناټو خبرپاڼه وړاندی وایې لومړی د خبردارۍ په ډول په یاد موټر هوایې ډزی وشوي خو بیا هم د موټر سرعت را کم نه شو او پیښه رامنځ  ته شوه.



د ولسمشر مطبوعاتې دفترهم د یوی اعلامیې په خپرولوسره دا غمیزه په کلکه وغندله. په اعلامیه کې افغان ولسمشر حامد کرزي هغه غندلي او دا یې "د ڼاټو ځواکونو د کړو ژمنو خلاف عمل" د ملکي وګړو د ژوند ساتنې په برخه کې تعبیر کړی دی.
کندهار چې د معاصر افغانستان  لومړنی پایتخت او د طالبانو د تحریک د زیږیدلو ځای بلل کیږي،دغه عملیات د باراک اوبا له ولسمشر  کیدو وروسته کله چې د امریکا د ولسمشر په توګه غوره شو، دوهم ستر پوځې ګام  دی. دغه راز دغه عملیات د هغو دیرشو زرو  تازه دم امریکایې سرتیرو لپاره چې افغانستان ته رالیږل شوي او له روژی د مخه يې د کیدو خبرې کیږي، د سرنوشت ټاکونکي بلل کیږي.


بریتانوۍ ابزرور ورځپاڼې د اپریل د ۱۹ نیټې ګڼه کې لیکې د کندهار ډیری اوسیدونکي د ناټو د دغو عملیاتو پر بریالیتوب شک څرګندوي، چې ایا هغه به وکولای شي وسله وال مخالفین وځپي، هغه وسله وال چې د ورځپاڼې په وینا تر ډیره حده یې د حکومت ضد عامه احساساتو څخه د ځان په ګټه کار اخیستی.


اوس پوښتنه رامنځ ته کیږي چې بهرنیو ځواکونو ته څه پکار دي، د ولسي وګړو زړونه راخپل کړي، څو په دغه ولایت کې عملیاتو ته لار هواره شي؟
په همدی اړه پوځې شنونکي او د پارلمان غړی نورالحق علومي وايي: د کندهار د راتلونکو چاڼیزو عملیاتو لپاره د دغه ولایت د قومې مشرانو او سپین ږیرو خوښي او ملاتړ یو ډیر اړین کار دی. بهرني ځواکونه باید خلکو ته ډاډ ورکړي، چې د دوی سر او مال دواړه به په دغو عملیاتو کې خوندي وي.
علومې زیاتوي: "که چیری بهرني ځواکونه د تیر په څیر بیا هم ولسي وګړي په نښه کړي، ستونزمنه چې د امریکا په مشرۍ ایتلافې ځواکونه دی د خلکو زړونه راخپل او دغې موخې ته په کندهار کې ورسیږي."


 د کندهار ښار یو تن مخور عبدالحنان وایې : "تر اوسه عملیات پیل شوي نه دي، خو په دغه ولایت کې بی ګناه ولسي وګړي وژل کیږي."
عبدالحنان زیاتوي دداسی عملونو تکرارول او د ولسي وګړو تلفات کولای شي د بهرنیو ځواکونو هغه لږ اعتبار ته چې دوی یې په ټولنه کې لري، لمنځه ولاړشي.

امریکایې او ناټو ځواکونه له څه مودې راهیسې په کندهارکې د سترو پوځي عملیاتو د پیل کولو خبرې کوي او وایې په دې عملیاتو سره به د افغانستان سویل او په ځانګړي ډول کندهار له طالب وسله والو څخه پاک شي. خو په افغانستان کې د ناټو ملکي استازې وایې، چې د دې عملیاتو سیاسي پله به درنده وي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سیډویل د وري په ۳۱مه (د اپریل په ۲۰ مه ) خبریالانو ته وویل، په کندهار کی د وسله والو په ضد د کیدونکو عملیاتو اصلي موخه به په دې ولایت کې د حکومت ښه کول او د ولسي خلکو د زړونو او فکرونو خپلول وي.


د ناټو ملکي استازی وایې، د کندهار امنیتي عملیات به د ښار او ولسوالیو په شاوخوا کې ځاى ځاى تر سره کیږي، مشري به یې افغان ځواکونه کوي او قدم په قدم به امنیت ښه کوي. دده په وینا د کندهار عملیات به د مارجې د پوځي عملیاتو په څیر نه وي او دا به کومه ستره غوغا رامنځ ته نه کړي.


دا په داسی حال کې رامنځ ته کیږې چې تر دی وړاندی د ناټو او امریکایې ځواکونو اعلی قوماندان جنرال سټینلي مک کریسټل په وار وار ویلي ؤ، دوی به په کلکه څارنه کوي څو ملکیان ونه وژل شي. خو ددی ټولو کړو ژمنو سره سره هم امریکایې ځواکونو یو ځل بیا وښوده چې بهرنیان څومره خپلو کړو وعدو ته ژمن دي؟


په همدی اړه د کندهار یو تن استوګن عبدالله چې تازه کابل ته راغلی وو په غوسه او قهرجنه لهجه وویل: نړیوال زمونږ د خوندیتوب او امنیت د ټینګولو لپاره نه دي راغلي، بالاګرده سره زموږ د استسمار، وژلو او خاوری لاندی کولو ته راغلي، څو له روسانو او د هغوی د ګوډاګیانو راپاته شتمنۍ راڅخه دوی یوسي.
عبدالله زیاته کړه: "بهرنیان زموژ څخه خوښي اخلي او ګرده سره غمونه راته پریږدي، د کورنۍ څو غړي مو دوی را وژلي، اوس نو ته راته ووایاست غوسه سم که یه؟  کرزی او نور دی زموژ د غریبو پوښتنه ځینې وکړي، که یه زور یې پری نه رسی بیا موژ د خپل ځان او وطن پوښتنه لکه د روسانو څخه مو چې وکړه، له دوی هم وکړو." 

 
د روان لمریز کال د وري په ۱۵ د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۴مه ) ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل هم ورسره و، کندهار ته ولاړ او هلته یې د قومي مشرانو او مخورو په یوه لویه غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشرکرزي چې د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو د شاوخوا یو نیم زر تنو مشرانو په غونډه کې خبرې کولې وویل: " که چیرته د کندهار خلک ونه غواړي په دې ولایت کې  به پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړي."


دا کار د پوځې شنونکو په اند په خپله د راتلونکو عملیاتو لپاره چې د امریکا په مشرۍ ایتلافې ځواکونو له لوری یې د ترسره کیدو خبرې کیږي، د اولس د ملاتړ راخپلول دي.
په همدی اړه ناټو ځواکونو په دا وروستیو کې ویلي وو چې د هیواد په سویل کې یې د کندهار د عملیاتو په اړه له یو شمیر مخورو او قومي مشرانو سره غونډې کړي، او دايې ورته ویلي چې دغه عملیات د سیمې د امنیت او ټیکاؤ د راوستلو لپاره اړین دي.


خو د سیمې خلک لدی څخه ویره لري چې د عملیاتو په سیمه کې به دوی کډه کولو ته اړ او همدارنګه به یې امله یو زیات شمېر بی ګناه ولسي ووژل شي.


بریتانوۍ ابزرور ورځپاڼې د اپریل د ۱۹ نیټې په خپله خپره شوی ګڼه کې د کندهار پیښې ته ګوته نیسي او لیکي: د دوبي په موسم کې به په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې د ملکي وګړو د وژنې نورې دا ډول پېښې هم رامنځته شي، ځکه د دې ولایت د لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي به د پراخو چاڼیزو عملیاتو شاهدان وي.


که څه هم د کندهار عملیات د هلمند د مارجې له عملیاتو وروسته ستر چاڼیز عملیات نومول شوي، د مارجی عملیاتو ته په کتو سره په دغه کوچنۍ سیمه کې امنیت لاهماغسی پاته او خلک د مایونو له ډاره نشي کولای خپلو کورونو ته ورشي، او که څوک ولاړ هم شي بیا یې هم ژوند له بیلابیلو امنیتې ننګونو سره مخامخ کیږي.


خو د ناټو ملکي استازی مارک سیډ ویل وایې، د کندهار د عملیاتو مهمه برخه به داوي، چې په دې ولایت کې حکومتي سیستم ښه شي، په ولسوالیو کې قضایې او عدلې چارې سمې شي تر څو خلک د خپلو ستونزو د حل په مقصد د طالبانو د غیر رسمې محکمو په ځاى حکومتي ادارو ته مراجعه وکړي .


په داسې حال کې چې کندهار یوه ګڼ میشته سیمه ده او له مارجې سره ډير توپیر لري دلته به د عملیاتو پرمهال د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډیره وي.
 په عین وخت کې پوځې شنونکې په دی اند دي چې د ملکی خلکو او طالبانو ترمنځ توپیر د ناټو ځواکونو له لوری ګران کار دی، ځکه د سېمي خلک او طالبان یو ډول کالي اغوندي، او ډیری کورنۍ پرته لدی څخه چې د وسله والو طالبانو سره تړاک ولري وسله لري.


دوی زیاتوي ددی لپاره چې طالبانو په وړاندی د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله راکمه شي، بهرني پوځیان باید د عملیاتو د ترسره کیدو پرمهال له افغان ځواکونو سره تر ټولو زیاته هماهنګي ولري.