په دی اړه یو شمیر خلک بیلابیل اندونه لري او وایي که له دولت سره د ګلبدین حکمتیار یوځای کیدل د ښه نیت او ریښتینولۍ له امله وي، دا کار به په افغانستان کې د امنیت خونديتوب سره مرسته وکړي؛ خو نور بیا دغه اند نه لري او وايي حکمتیار له افغان دولت سره موافق نه دی او هغه نه مني.د شنونکو په وینا جنګ د افغانستان د ستونرو د حل یواځینۍ لار نه ده، ددی مسئلې سره په تړاک له دوؤ کالو راپدیخوا ډیر ځلې په پټه افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولی خبری کړي دي.
په دا وروستیو کې د ولسمشرۍ د دفتر ریاست په محتاطانه ډول د هغو خبرو پخلې کړی کومې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامې ګوند له غړو سره د نړیوالې ټولنې او امریکا په ملاتړ ترسره شوي.
که چیرې پاملرنه وشې نو د جګړې ډیری قربانیان د شوری یرغلګرو له مهال نه راپدیخوا عادي افغانان دي، وموغوښتل د ګلبدین حکمتیار د احتمالې یوځای والي په اړه د ځینو هيوادوالو نظرونه له ځانه سره ولرو، دوې afghanistanvotes.com ته داسې وویل.
د کابل ښار د خیرخانې مېنی اوسیدونکې طوبا عثمانی، وایې که چیرې حکمتیار افغان وي نو باید نور پرینږدي لا ډير افغان زلمیان ووژل شي، او هېواد کنډواله شي.
میرمن عثمانی زیاتوي: « افغانستان په خپله د افغانانو په مټ جوړیداې شي.»
خو د کابل ښار یوه بله اوسیدونکې ۲۴ کلنه سجیه سعیدی وایي، ګلبدین د جنګ یواځینی لامل ؤ او کوم خدمت یي نه دی ترسره کړی؛ خو که هغه چیرې له جنګ څخه لاس واخلي او له دولت سره یوځاې شي د سولې له بهیر سره به مرسته وکړي.
دغه راز د کابل ښار د چهاردی د سیمې ۴۸ کلن حاجی پاینده محمد هم له خپلو نورو کابل ښاریانو سره ورته نظر لري.
هغه وایې که حکمتیار په واقعي ډول د سولې له راوستو سره لیواله وي (د تیر په څیر راکټونه ونه اوروي)، غوره ده له دولت سره سره یو ځاې شي.
خو ۳۸ کلنه میرمن عزیزه سعیدی د څلورمو مکروریانو اوسیدنکې چې خپله خپل ځان خبریاله راپیژنې بیا بیل اند لري، او وایي:"یواځې د حکمتیار په راتګ سره سوله نه شي راتلای، ملاعمر او نوری مخالفې وسله والې ډلې د هغه په راتګ سره له جنګه لاس نه اخلي."
خو د ازادۍ د مطبعې د صحافۍ د څانګې کارکوونکې شکیلا بیا ادعا کوي:" له دولت سره د حکمتیار په یوځاې کیدو سره به د هغه تر نفوذ لاندی سیمو کې امنیت غوره شي."
عبدالقدوس بره کی چې خپل ځان د افغانستان د ځپل شویو او بې ځایه شویو د شورا غړی راپیژني او شاوخوا ۵۸ کاله عمر لري د نړیوالې ټولنې همکاري د سولې په راوستلو کې اړینه بولي. هغه زیاتوي:" که چیري زمونږ بهرني ملګري په دی اړه ښه نیت ولري او په جدي ډول له ملاعمر، حکمتیار او نورو مخالفو وسله والو ډلو څخه د سولې له بهیر سره د یوځاې کیدو غوښتنه وکړي، په دی صورت کې به په افغانستان کې سوله تأمین شي."
د افغانستان د ځپل شویو او بې ځایه شویو شورا په ۱۳۸۴ کال کې جوړه شوی او دامهال ددی شورا د سویل ختیځ زون مسؤل او د پکتیا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسیدونکی ۶۰ کلن سایرخان کلیوال وایې دغه شورا اوسمهال نږدی دری ملیونه غړي لري. نوموړي د افغانستان د ځپل شویو او بې ځایه شویو خلکو تر منځ هماهنګي ددی شورا یو له بنسټیزو دندو څخه په ګوته کړه.
سایرخان کلیوال په داسې حال کې چې د مخالفو وسله والو سره په یوه کره "ملي او سیمه ییزه" تګلاره زیات ټينګار کوي، زیاته کړه:" د نړیوالی ټولنې په پاک نیت د دولت او مخالفو وسله والو تر منځ سوله او ټیکاؤ په سیمه کې راتلای شي."
خو په دی اړه یو شمیر نور خلک ډيره خوښې ښکاره کوي. ۵۷ کلن میرزامحمد د کابل ښار د ګلباغ سیمې اوسیدونکې له همدې ډلې څخه دی او وایي:"هر مخالف وسله وال زمونږ د ورونو څخه دی، هرکله راتلای شي ځکه مونږ سوله غواړو."
دی ته ورته د کابل ښار د بی بی مهرو د سیمې نور استوګن هم په دی اړه خوشحاله دي، ۵۳ کلن غلام رباني حقیقې دا کار د سولې په وړاندی یو مثبت ګام بولي او وایي:" د مخالفینو په راتلو سره نه یواځې دا چې د سولې بهیر عملي کیږي؛ بلکه ریښتینې ولسواکي به هم رامنځ ته شي."
خو ځینې نور بیا له رباني حقیقي سره ورته نظر نه لري او له دولت سره د حکمتیار په یوځاې کیدو خوښ نه ښکاري.
د کابل ښار یو ترکاري پلورونکې ۳۶ کلن عبدالله بیا وایې: په هغه ویاله کې چې اوبه تللي، بیا هم ځي. نوموړي په داسې حال کې چې ترکاري یې پریمنځله زیاته کړه:" حکمتیار نه راځې، او که را هم شي سوله نه ټینګیږي."
که څه هم پورته یاد شوي کسان د حکمتیار د یوځای کیدو په اړه بیلابیل اندونه لري، خو یو شمېر نور یې بیا د حامد کرزي په مشرۍ د افغان دولت په خبرو باوري نه دي.
د کابل د لومړي مکروریانو د پله تر څنګ یو شپیته کلن کروندګر چې له خپل ځوی سره یې په ځمکه د کرل شویو کاهو او پالکو للون (خشاوه) کاوه له همدی ډلې څخه دی، هغه پوښتنه کوي: " اوس چې ولسمشر او پارلمان لرو، کوم کار یې کړی؟ په دی چې بل څوک دی له بهره راشي او څه دی وکړي."
دا اند یواځې هغه خلک نه لري چې د ښوونې او روزنې له نعمت څخه بی برخې دي، هغه خلک چې علم او پوهه هم لري دی ډلې سره ورته نظر لري.
د کابل د شاه شهید د سیمې استوګن ۵۴ کلن عبدالواحد وایي:" حامدکرزي څه وکړل، چې ګلبدین به یې وکړي؟"
خو یو شمیر نور بیا له دارنګه سیاسي تړاکونو څخه بی خبره دي او یا هم په لوی لاس نه غواړي ځان دخیل کړي.
د بې بې مهرو د سیمې یو تن د عبدالقیوم په نامه وایي: " نه پوهیږم د ګلبدین په راتلو به سوله راشي، که اړ و دوړ؟"
بل لوری ته د کابل ښار د عبدالهادي داوي د لیسې د ۱۱ ټوولګې زده کوونکی ۱۸ کلن شاهپور په دی اند دی او وایي حکمتیار باید له تیر څخه پند واخلي، له دولت سره د يو ځاې کیدو په صورت کې نوموړی د سولې له بهیر سره مرسته کوي.
یوه بله ډله خلک بیا د حکمتیار د حزب اسلامي ګوند د یوی څانګې یو ځاې کیدل له دولت سره د سولې د راتګ لپاره یوه غوره لاره بولي. د لوګر ولایت د محمد آغی ولسوالۍ استوګن تازه میر چې په خپله وینا یې ۴۰ کاله عمر لري او شاوخوا شل کاله يې په سعوي عربستان کې تیر کړی، ادعا کوي او وایي:" د حکمتیار په راتګ سره به ۵۰ سلنه جنګ له منځه ولاړ شي."
خو نور بیا په هیواد کې جنګ جګړې د پردیو لاس وهنه بولي او وایي: " تر څو چې پاکستان، ایران او نور ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې خپله لاس وهنه بنده نه کړي، سوله نه شي راتلای."
دا د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي ۲۵ کلن محمدیوسف خبرې وې چې د موضوع اړوند یې له مونږ سره شریکې کړی.
محمد یوسف ددی احتمال وینې چې له دولت سره د حکمتیار په یوځای کیدو سره به نوری مخالفې وسله والې ډلې د بیلګې په ډول د جلاالدین حقاني او یا نور... د دولت په وړاندې خپل بریدونه زیات کړي.
خود د فاع وزارت یو تن تنقیص شوی افسر ۳۵ کلن عظیم جان په افغانستان کې د سولې د خبرو په اړه شکمن دی،هغه وایي:" تجربو دا په ډاګه کړی چې رهبرانو په کعبه شریفه کې لوړه وکړه؛ خو په هغې یي وفا ونه کړه، اوس څنګه باور کولای شو چې ګلبدین د سولې دغې بهیر ته ژمن پاتې کیدای شي؟"
ددی ټولو سره سره یو زیات شمیر خلک تیر ته په کتو د تنظیمونو او ګوندونو کړنې تر پوښتنې لاندی راولي.
۴۵ کلن جاوید چې ځان د افغان عثمان په نامه د یوه خپلواک شرکت کارکوونکی راپه ګوته کوي وایي:" ازمایلي ازمایل لویه تیروتنه ده." هغه وړاندی کاږي کله چې دولت له خلکو پرته غواړي مخالفین سولې ته دعوت کړي پریږدئ چې دعوت یي کړي.
جاوید ادعا کوي: " د محاسبې ورځی شته او ډیر ژر به هر څوک د خپلو کړنو په اړه خلکو ته ځواب ورکړي."
یوه بله ډله د بهرنیو ځواکونو مرستې د سولې په اړه تر پوښتنې لاندی راولي.
۲۲کلن روح الله د بګرامۍ د لیسې فارغ زده کوونکی بیا وایي، ولې ټول هیوادونه نه شي کولای په افغانستان کې روانی جګړی ته د پای ټکی کیږدي؟"
له دغه حالت سره ډيری افغانان نا خوښه دي او وایي ولی په خپله افغانان دغه کار نه ترسره کوي، تر څو په ټولیزه ډول د جد و جهد له لارې په وطن او خپل منځ کې سوله رامنځ ته کړي.
د موبایل کارت پلورونکی معراج الدین بیا وایي: " ترڅو چې ټول رهبران او ګوندونه په خپلو کې جوړ نه شي د سولې راتګ له امکان څخه لیري بریښي."
دغه راز د موضوع په پاې کې یو تن ځوان محصل چې د کاردان په نامه شخصي ښوونیزه مؤسسه کې د حقوقو زده کړه کوي، وایي:" دولت ددی پرځاې هغه کسان چې جنایت کوي محاکمه کړي ورسره ایتلاف کوي،هغه کارچې له اصولو خلاف دی. له خاینینو سره باید قانوني چال چلند وشي، او نړیوالی محکمی ته د محکمه کولو لپاره وړاندی شي."
یادونه باید وشي چې له دولت سره د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د یوی ډلی د یوځاي کیدو خبری په داسې حال کې ګرمې شوي او زور یې اخیستې چې د بشری حقونو فعالین، د پارلمان یو شمیر غړي د چارو پوهانو او څیړونکو له دولت څخه غوښتي څو د مخالفینو سره ( د حکمتیار د حزب اسلامي ډلې په ګډون) د خبرو اترو په اړه مخکی له مخکی یو شفافه او رڼه تګلاره غوره کړي. د دوی په اند له طالبانو سره د خبرو اترو په چوکاټ کې د ټولو خلکو ګټې باید خوندي وي، داسې ونه شي چې د سولی له تأمین او عدالت پرته د جګړی د قربانیانو حقونه تلف او لمنځه یوړل شي.

