altله ۲۰۰۰ زیږدیز کال راپدیخوا کله چې د طالبانو واکمنې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکو له لوری رانسکوره او حامد کرزی په مشرۍ لنډ مهالي اداره رامنځ ته شوه له هغه مهال راپدیخوا افغانستان له بیلابیلو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخامخ شوي؛ که څه هم دغه ستونزی ډير دي خو یوه ستره ستونزه چې د سیاسي چارو شنونکې يې په ګوته کوي هغه د ولسمشر کرزی ناسمه بهرنۍ تګلاره بولي چې د ځینو هېوادونو په وړاندې څو مخیزه سیاست لوبوي او زیاتوي همدا لامل دی چې د کرزي او په ځانګړي ډول یې د افغانستان موقف ته د هېواد دننه او بهر کې سخته ضربه رسولې ده.

په دی اړه چې د بهرنیو هیوادونو په وړاندی د کرزی دریځ او تګلاره د بدلون په حال کې ده، نوموړی ولې د بهرنیو هیوادونو په وړاندې ثابت دریځ نه غوره کوي؟ د سیاسي چارو کارپوهان بیلابیل اندونه لري.
 
سیاسي شنونکې او په پارلمان کې د کابل د خلکو استازی کبیر رنجبر وايې: " زما په اند دا د ښاغلي کرزي د شخصیت یوه عامه خلا ده." کرزی په دی موضوع کې ثابته موضع  ګیری او تګلاره نه لري ، دا ډیره د حیرانتیا خبره نه ده چې کرزی د نورو هیوادونو په وړاندې ثابته تګلاره نه لري او نه يې هم غوره کوي، دا په خپل ذات کې په حاکمیت کې یوه ډيره لویه تشه ده، هغه تشه او خالیګاه چې مونږ او زمونږ هیواد ته په کورنۍ او بهرنۍ کچه زیان رسوي.

 خو سیاسي کارپوه او خبریال وحید مژده بیا له ښاغلي رنجبر سره یوه خوله نه دی او وايې: کرزی د بهرنیو هیوادونو په وړاندې یوه مشخص سیاست لري، کرزی وايې امریکایان باید له مونږ سره مشوره وکړي او زه له هغه چا سره مخالفت لرم چې دوې په خپل سر عملیات کوې، ددی کار پایلې دا شوې چې د کرزي سره د امریکا اړیکې خړې پړې شوې؛ بله هم دا چې کرزی په افغانستان کې د جمهوریت غوښتونکو پیداوار دې او د اوباما حکومت هغه پاملرنه چې د بش د واکمنۍ پرمهال افغانستان او یا هم کرزی ته کیده، افغانستان او یا هم کرزی ته نه کوي.

مژده زیاتوي: بله خبره داده کله چې په یوه هیواد کې بهرني قوتونه وي او دغه قوتونه په هر کار کې برلاسي وي او تصمیم هم خپله نیسي، په دی کې بیا  ستونزمنه خبره ده چې د هغه هیواد حکومت وکولای شي په خپله تصمیم ونیسي، د بیلګې په ډول امریکا چې د ایران په باره کې کومې خبری کوي هغه د افغانستان په سیاست کې مستقیما اغیزه لري ځکه امریکا دلته په افغانستان کې برلاسی ده امریکا چې هر څه ووايې هغه منل کیږي؛ دا هغه ستونزي دي چې کرزی نشي کولای د یوې موضوع په اړه مشخصه او معلومه موضع ګیريوکړي ځکه د کرزی دریځ د هغو بهرنیانو تر اغیزي لاندی دې چې دلته په افغانستان کې شتون لري.
 
پوښتنه راولاړیږي په داسی حال کې چې کرزی ښه پوهیږی امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې او سیمه کې د ترهګری او بنسټ پالنې  په وړاندی پیل شوی مبارزی تر څنګ خپلی موخې او  هدفونه هم لري، خو اوسمهال افغانستان هغوي ته اړتیا لري، ولی کله کله کرزی داسې ګواښونه کوي که چېري د دوې امینتې ځواکونه پیاوړي نه شي نو دی به د نورو هېوادونو څخه د جنګې سامان الاتو د مرستی غوښتنه وکړي، ددی خبرو لامل څه دي او کرزی ولې داسی اخطار ورکوي؟

په ځواب کې سیاسي شنونکې وحید مژده وايې: کله کله چې کرزي د امریکایانو سره خبری کړي له هغو داسی انګیري چې ښايې امریکا په افغانستان کې د مرستو د غزیدا ژمنه نه وي او یا هم امریکا نه غواړي په ځینو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
یا دا هم کیداي شي امریکایان د پاکستان تر اغیزي لاندی وي چې غواړي د افغانستان امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول اردو دومره پیاوړي نه شي چې بیا په سیمه کې یو بل مشکل جوړ شي. دا مسایل چې دوی امریکایانو سره خبري کوي دده په ذهن کې دا راځي چې باید مونږ هغوی ته اخطار ورکړو، زما په اند دغه اخطارونه په همدي شیانو پوري اړه لري.

د سیاسي چارو بل شنونکې محمود صیقل بیا وايې دا په خپله د حالاتو د درک ضعف او د وضعې د تشخیص کمزوري ده، داسې یوه سیاسي عمومې کمزوري چې د یوه ملک لیډر په کې نشي کولای د نورو هیوادونو، سیاسي قوتونو او هم د خپلو هیوادوالو په وړاندي مشخص اصول ولري چې کرزی هم په همدغه ستونزه اخته دي.

محمود صیقل وړاندی وايې زه فکر کوم دا ټول کارونه د هغه چا پوری تړاک پیداکوي چې ښاغلي کرزي ته په دغسې مسایلو کې د تګلاری او دریځ لپاره مواد ورکوي او په دی اړه  وررسره سلا مشورې کوي.
دده په وینا یوه بل ستونزه چې مونږ یې لرو هغه ناببره حالات دي په هغه وخت کې باید کرزی په خپله یو ځانګړې دریځ غوره کړي خو له کومه ځایه چې دی دا ښاغلی خپله په ټولو مسایلو کې معلومه موضع ګیري نه لري او له نورو مشاورانو څخه دا ډول بې واکه مشوری ترلاسه کوي، همدا لامل دی چې پایلې يې سمي نه وي.

altبل لوری کبیر رنجبر بیا له محمود صیقل سره یوه خوله دی او زیاتوي: "زما په اند که دغه مسایل سم او عمیق برداشت شي، نو بی مسؤلیته خبری هیڅوک نه کوي، د هری خبری په اړه باید دلایل شتون ولري، د بیلګې په ډول په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېری د زیاتوالي په اړه ولې ډيرو ته اړتیا ده، او یا هم ولې اړتیا نشته؟ مګر مطلق دفع کول بی لدې چې یو مستدلل بنسټ ولري وړ کار نه دي خو په تآسف سره زمونږ په مشرانو کې دغه ستونزه شته. "

که څه هم ځینې وختونه ولسمشر کرزی د ترهګرۍ جرړی د افغانستان له پولو بهر په ځانګړي ډول په پاکستان کې ویني، خو پاکستان ته د سفر پرمهال او یا هم افغانستان ته د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د راتګ پرمهال دغه ادعا ګانې نه مطرح کیږي، بلکه دغه هیواد د غوره دوست او ملګري په توګه یادیږي. همدارنګه د ایران په اړه هم داسې ویل کېږي چې مخالف وسلوالو ته وسلي او مهمات وکوي څو د افغان حکومت او بهرنیو امنیتي ځواکونو په وړاندې وجنګیږي. دلته اوس پوښتنه رامنځ ته کیږي چې هیڅ کله هم ولسمشر ددې کار په اړه کوم رسمي دریځ نه دي غوره کړي اساسي لامل څه دی، او کرزی ولی دغه کار کوي؟

 د سیاسي چارو کار پوه کبیر رنجبر دا پوښتنه داسې ځوابوي: "کرزې د بهرنیو هېوادونو په وړاندې څو مخیزه دریځ لري". کله چې یو رهبر او قاید د یوی موضوع په اړ مشخصه پالیسی او پلان ونه لري ډيری ستونزی رامنځ ته کيږي، همدا ډول زمونږ پالیسی د ایران په اړه خورا خیر مشخصه او ګونګه ده  مونږ نه پوهیږو چې کرزی له  ایران څخه څه غواړي؟ او که په عین زمان کې له ایران څه غواړي نو د امریکا له متحده ایالاتو څخه بیا څه غواړي؟ آیا دی دغه انډول په سم ډول ساتلای شي دارنګه چې ملي ګټې پکې خوندي وي په عین زمان کې مونږ لیدلې چې کله کله داسی تېرې د پاکستان هیواد له لوری کیږي او دی ورته چپ ناست وي، او کله کله خپل سر هم ورته خوځوي خو بیا ځيني وختونه بی مورده ګزار کوي په هغه وخت کې ورته اړتیا نه وي، ټول خلک او نړۍ ورته متوجه کیږي چې دا خو دومره مهمه خبره نه چې باید په یوه ملک سیاسي ګزار شوی واي.

رنجبر وايې: "زما په اند داټول د پالیسۍ ګونګوالي او غیر مشخص توب دی، کله چې مونږ د هری برخې لپاره یوه معلومه پالیسی ونه لرو نو مونږ به دا ډول په سیاست کې ډير سرګردانه کیږو او پایلی به یې هم ډیر ناخوالی منځ ته راوړي."

نوموړی وړاندې وایې: په خپله کرزی په خپل نفس کې هغه توانمندي نه لري چې پری وشي کولای د ځان لپاره دغه قضایا حل کړي د کومې قضیې لپاره چې نوموړې باید یو ډول مشخص دریځ ولري نو په دغسي یو حالت کې دهغه رهبر لپاره چې د ټول ملک رهبري يې په لاس کې وي، د تل لپاره له لویو ستونزو سره مخامخ کيږې چې د هغې پایلې بیا د هیواد په زیان وي.

خو سیاسي کارپوه وحید مژده بیا له ښاغلي رنجبر سره ورته نظر نه لري او وايې: پخوا د پاکستان سره د افغانستان  مناسبات ښه نه ؤ، خو اوسمهال چې په پاکستان کې نوې حکومت د زرداري په مشرۍ رامنځ ته شوې ډیر بدلونونه راغلي او مناسبات هم اوس یو څه ښه شوي او هغه پخوانې لفظي شخړې په دی کې نشته، د ایران سره هم پخوا هم داسي حالات ؤ او اوس هم شته چې امریکایان غواړي دا ووايې ایران د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوې، خو ولسمشر کرزي بیا په وار وار سره ويلي چې مونږ تردی مهاله کوم رسمي سند په لاس کې نه لرو.

مژده زیاتوي: "په لنډ ډول هغه موقف او دریځ چې کرزي د ګاونډویو هیوادونو په اړه پخوا درلود هغه اوس هم په خپل ځاې پاتې دی او بدلون ورکې نه ترسترګو کیږي، یواځې د پاکستان په اړه د افغانستان سیاست چې پخوا به یو څه لفظي شخړی وې بدل شوی او هغه لفظي شخړي اوس نشته."
 
که څه هم سیاسي شنونکې او د چارو پوهان په ولسمشر کرزي باندی له دی امله نیوکې کوي چې نوموړی د بیلابیلو  هېوادونو په وړاندی غوڅ او قاطع دریځ نه لري خو ډيری افغانان بیا د ناسمې حکومتداری او اداري فساد څخه سرټکوي او واېې کرزي په خپلو کړو ژمنو چې د ولسمشرۍ په دوهمه پلا د لوړي پرمهال یادې کړې عمل نه دی کړی.

دوی زیاتوي چې  اداري فساد د هیواد رنګه بده کړې،  او په دی اړه کرزي کوم عملي ګامونه نه دي پورته کړي، د تل لپاره په فساد کې ښکیل کسان په خپله خوا کې نیسی او یا یې هم په ښکاره پلوې کوي لکه د کابل پخوانې شاروال او د حج او اوقافو پخواني سر پرست صدیق چکري چې دامهال په انګلستان کې دی او رسنیو یې د درغلې خبرونه هم تیر کړي دي؛ آيا دغه کارونه په کرزي او په ځانګړي ډول د افغانستان په راتلونکې څه اثر وغورځوي؟

یو ځل بیا هم سیاسي شنونکې رنجبر واېې : ددی کار پایلې جنګ دی او جنګ به نوره هم لمن وغزوي، یواځې کرزی نه دی چې سم دریځ نه لري او خپلې ژمنې نه پوره کوي.

دده په وینا په افغانستان کې روان سیاست او کړنې دا ټول جنګ پراخوي او د خلکو نارضایتي ډیروي،  کله چې نا رضایتي ډیره شي نظام نه جوړيږي کله چې نظام جوړ نه شو ستونزی زیاتیږي او بدی اغیزی یې د هیواد په داخل او بهر کې لیدل کیږي، دافغانستان دا اوسنۍ ستونزی د تیرو اتوکلونو د یوه سم نظام د نه شتون ثمره ده چې نن ورځ یې مونږ او تاسې وینو، ښاغلي کرزې نه شي کولای یو ښه مدبر او په وطن مین ټیم جوړ کړي، داسی یو ټیم چې زمونږ د افغانانو د سرلوړۍ لامل وګرځې.