altتراوسه پورې افغان دولت او ناټو اعلان کړی ، چې نوموړي کډ عملیات په بریالیتوب سره پای ته رسیدلي دي، مارجه د قندهار ګاونډۍ سیمه ده کوم چې د  طالبانو اصلي ټاټوبی ګڼل کیږي، مارجه چې د طالبانو د واک له غورځيدو وروسته درانده عملیات شمیرل کیږي یواځې د تبلغاتي جنګ په پایله کې ونیول شوه.

خو دا پوښتنه  چې رښتیا هم د مارجې عملیات په موافقانه ډول پای ته ورسیدل او کنه، تراوسه بې جوابه پاتې ده.


د ناټو چارواکو او افغان دولت د وینا پر بنسټ، ګډ عملیات یوه لویه لاسته راوړنه وه.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدی  د دولتي ځواکونو او ناټو بریالیتوب د مارجې  ګډ عملیات یوه بریا بولي  او زیاتوي مارجه د ترهګرو او قاچاقبرانو ځاله وه کومه چې له تیرو دری کالو راهسې له ترهګرو څخه نه وه پاکه شوې.

جنرال استانلی مک کرستل، ویلی دی په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عملیات به په هلمند کې د راتلونکو حملو مخه ونیسی ځکه چې مارجه د تاریاکو د کروندې غوره ځای وو.

خو سیاسي او نظامي شنونکي د مارجې د ګډو عملیاتو کامیابی ردوي  او وايې د مارجې عملیات په راتلونکې کې د طالبانو په وړاندی عملیاتو لپاره یوه بیلګه اوعبرت نه شی شمیرل کیداي.


سیاسی شنونکی شریف شرافت چې د کابل اوسیدونکی دی وایی؛د لږ شمیر طالب وسله والو د ایل کولو او  یا له منځه وړلو لپاره په دغو عملیاتو کې ۱۵۰۰۰ سرتیرو برخه درلوده ، او تقریباً په دوه اونیو کې وتوانیدل دغه سیمه په خپله ولکه کې راولي؛ هغه وپوښتل څومره باوري ده چې دغه عملیات مهم یا لوی ونوموو، او هغه  په راتلونکی کې د ترهګرو لپاره یوه بیلګه وکاروو.

د معمول سره سم پوځی بریدونه په سری او پټ ډول ترسره کيږي، خو د مارجې د عملیاتو خبر څو اونۍ وړاندی او د معمول خلاف  خپور شو. د سیمی د اوسیدونکو په وینا د ناټو چورلکو د رانږدي ګډو عملیاتو په اړه خبر پاڼې د مارجې په سیمه کې له هوا نه شیندلې.


نړیوال ځواکونه او دافغان دولت چارواکي ادعا کوې چې دغه کار يې د سیمه ایزه خلکو د ځان ساتنې لپاره ترسره کړی دی. تمه وه طالبان هم د خپلو تکتیکونو څخه ګټه واخلي او د هغو خلکو سره چې له مارجې نه وتل یو ځای او د جنګ له سیمې څخه پښې سپکې کړي او په دی توګه نړیوالو ځواکونو ته د مارجې په نیولو کې زیاتې ستونزی رامنځ ته نه شي.


خو دا تمه په درست ډول عملي نه شوه، شنونکي وایې د مارجې له عملیاتو څخه زیاته ګټه د سیمه ایزه خلکو پر ځاي وسله والو طالبانو پورته کړه. څو اونۍ وړاندی ددوی لپاره کافې وخت وو څه په کرار ، کراره سیمه د ماینونو په مټ تر خپل وس پورې فرش کړي.


صالح محمد ریګستاني چې د شوروي یرغلګرو د جهاد او طالبانو په وړاندی د څو جنګونو پوځې تجربه لري وايې:" په چریکې جنګونو کې د ځمکي نیول بریالیتوب نه شمیرل کیږي."

 

هغه زیاتوي:" د حده زیات تبلیغات ددی لامل شول چې د طالبانو ځینې مهم  غړي سیمه پریږدي او خپل یو شمیر جنګي افراد په سیمه کې پریږدي او دغه راز  سیمه د ماینونو په واسطه فرش کړي."


د ریګستاني په اند په دا تیرو څو کلونو کې طالبانو د "ترپ او خرپ" جنګونو څخه ګټه پورته کړی چې دغه تکتیک ورته یو څه بریاوي هم ورپه برخه کړي دي.د مارجې دعملیاتو رسنیز ګرځول د عملیاتو د پیل څخه وړاندې ددی لامل وګرځید چې طالبانو ورڅخه غوره ګټه پورته کړي.


هغه زیاتوي:" د مارجې ګډ پوځې عملیاتو د طالبانو لپاره سخته ضربه نه شمیرل کیږي، ځکه دوی د هیواد په ډیرو نورو برخو کې هم سره راغونډ شوي او په واقعیت کې هیڅ یوه شي هم بدلون نه دی کړی."


دغه رازد سیاسی چارو کارپوه وحید مژده چې په خپله ېې څو ځلې د هلمند د مارجې سیمه له نږدی څخه لیدلې د مارجې ګډ پوځي بریالیتوب تر پوښتنې لاندی راولي او وايي:" اوس هم مهمې تدارکاتي لاری د طالبانو په واک کې دي، او هغوی هم امکان لري د 'ترپ او خرپ' بریدونو او یا هم د سړک د غاړی بمونو د ښخولو له لاری افغان او ناټو ځواکونو ته ضربه وارده کړي."


د مژده په اند د مارجې سیمه کوم ځانګړي اهمیت نه درلود او نه یې هم د ترسره شویو سترو تبلیغاتو او عملیاتو ارزښت نه درلود. هغه وایې د بهرنیو ځواکونو موخه په مارجه د طالبانو ماته او شړل نه ؤ، ددوی موخه د خپلو عمومي افکارو لاسته راوړل ؤ چې دافغانستان د جنګ په اړه یي ترلاسه کړي.


مژده زیاتوي:" په لویدیځ کې د افغانستان د جګړي په اړه د خلکو عمومي افکار تحریک شوي او دغه مسله د بهرنیانو لپاره ډیره مهمه ده. په همدی دلیل دوی د مارجی د عملیاتو او د هغې د بریالیتوب د اهمیت په اړه مبالغه کوي."


د طالبانو یوه ویاند هم د مارجې اهمیت ردوي او دلیل راوړي چې " د ناټو د تهاجمي عملیاتو څخه د هغوی تبلغات زیات ؤ".


خو دولتي چارواکې او امریکایي پوځیان بیا د خپل دغه کار څخه په مارجه کې دفاع کوي او وایي له وخت څخه وړاندی تبلیغات ددې لپاره ترسره شول چې د ملکی خلکو ژوند وژغورل شي.


په منځنې ختیځ کې د امریکايی ځواکونو اعلی قوماندان جنرال دیوید پیټریوس رسنیو ته ویلي د مارجی له عملیاتو څخه د مخه تبلیغات د ملکیانو د وژل کیدو لپاره اغیزمن ؤ؛ هغه دا هم ومنله چې کیدای شي دی تبلیغاتو د امریکایي ځواکونو ژوند له ننګونو سره مخامخ کړی واي.


مګر دا چې اوسمهال د افغانستان بیرغ د مارجې په خاوره هسک شوی لیدل کیږي چې وروسته ننګونه د دغه ځای دخلکو د باور لاسته راوړل دي.

 په مارجه کې غوره حکومت داري، د خلکو لپاره روغتیايې، ښوونیزي او ترانسپورتي اسانتیاوي برابرول هغه ژمنې وې چې د مارجې له عملیاتو وړاندی له خلکو سره شوی وې.


د هلمند د والی ویاند داؤد احمدي وایي د مارجې په ولسوالۍ کې سیمه ییزه دفتر پرانستل شوی او هغه ژمني چې له خلکو سره شوی وي هغه به په بیړه سره عملي بڼه غوره کړي. هغه زیاته کړه:" د ماین شنډولو بهیر په یاده سیمه کې پیل شوی او په دوهم پړاؤ کې به نورو پروژو ته لاره هواره شي."


د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو لمخې ۱۶۰۰ پولیس به د مارجې سیمې ته واستول شي څو په سیمه کې د طالبانو د تهدیداتو مخه ډپ کړي.


 خو ددی ټولو سره سره بیا هم د مارجې استوګن ناراضه په نظر راځي.

د سیمي یو تن استوګن محبوب  www.afghanistanvotes.com د ټلیفون په لیکه وویل: " که چیری بهرنیان د سیمې مسؤلیت په غاړه واخلي یو څه تغیرات به راشي خو که افغان پولیسو ته مسؤلیت وسپارل شي نو ټول به له بد څخه بدتر شي."


څیړونکي د باور جوړونی او سیمه ییزه حکومت د توانایې په اړه په ځانګړي ډول د حاجې ظاهر په نامه نوي ورپیژندل شوي ولسوال په اړه دوه زړی په نظر راځي.


سیاسي څیړونکې وحید مژده وايي: په ښکاره نوی ورپیژندل شوی ولسوال د المان څخه نوي هیواد ته راغلی او هلته شاوخوا ۱۶ کاله استوګن پاته شوی دی. آیا هغه به وشي کولای په مارجه کې د غوره حکومت دارۍ بنسټ بناء کړي، او په دغه جګړه ځپلې او سنتي سیمه کې اعتماد جوړونه وکړي؟"


ډغه ګډ عملیات د فیبروري دمیاشتي په ۱۳ نیټه پیل شول، ناټو او افغان چارواکي د مارجې عملیات ( په وسله والو طالبانو فشار راوړل بولي څو مذاکراتو ته غاړه کیږدي، د ملکي خلکو د ژوند ژغورلو او دغه راز د تریاکو له دغه سیمي څخه د طالبانو او قاچاق وړونکو شړل) په ګوته کوي.


دافغان ملي اردو یو تن جنرال شیرمحمد ځاځې چې عملاً د مارجې په عملیاتو کې شریک دی، دری ورځې وروسته د عملیاتو څخه www.afghanistanvotes.com ته وویل طالبانو یواځې دری لاري لري، لومړنې او مهمه  مصالحه، دوهم د مارجې پریښودل، دریم پوځې مقابله.


اوس چې دغه عملیات پاې ته رسیدلي دي، لیدل کیږي چې طالب وسله والو لومړي لاره چې سوله وه رد، دویمه او دریمه لاره يې غوره کړه. دغې مسلي ته په پاملرني سره آیا یوه لویه حمله چې ټاکل شوي په کندهار کې په لاره واچول شي، طالبان به د خبرو اترو میز ته په غاړه ایښودلو مجبور کړي؟