په افغانستان کې د ښځو غورځنګ د سیاسي لیډر شيپ نه لرلو له امله کمزوری دی او له همدی امله ډیر بطې او سست پرمخ ځي.alt


د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځنه د نړۍ په ټولو هیوادونو کې، په واقعیت کې امریکا متحده ایالاتو د هغو کارګرو ښځو د مبارزوڅخه یادونه ده کومو چې د خپلو روا حقوقو د ترلاسه کولو او بې عدالتۍ د لمنځه وړلو په موخه په نولسمه میلادي پیړۍ کې  پاڅون وکړ؛ نن ورځ سره لدې چې د ښځونړیواله ورځ د نړۍ په زیاتره هیوادونو  کې لمانځل کیږي، په افغانستان کې کله چې د طالبانو د واکمنۍ تغر ټول او نړیوالې ټولنې حضورپیدا کړ، دغه ورځ (د مارچ اتمه) د دولت ، نړیوالو او مدنې ټولنو د فعالینو له لوری په ډیر درناوې سره لمانځل کیږي.


دلته پوښته رامنځ ته کیږي چې د طالبانو د حکومت له رڼګیدو او د حامد کرزی په مشرۍ د یوه دیموکراتیک دولت له رامنځ ته کیدو کابو اته کاله تیریږي په دغه موده ښځو کومې لاسته راوړنی لرلي، او په کومه کچه توانیدلي خپل روا حقوق چې د افغانستان اساسي قانون او د انتخاباتو قانون ورته ورکړي ترلاسه کړي؟


دغه پوښته د افغانستان د پارلمان غړی میرمن شکریه بارکزی داسی ځوابوي: زه په دی باور لرم چې په تیرو اتو کلونو کې ډیر ستر بدلونونه د ښځو په ژوندانه کې راغلي دي چې انکار تری نه شي کیدای؛ د بیلګې په ډول سیاسي حقونو لکه په رای ورکونه او رای اخیستلو کې ګډون چې ښځي کولای شي هم رای ورکړي او هم د ولس د استازو په توګه خپل ځانونه غوره کړي چې په دی برخه کې ښځو ښې لاسته راوړنی لرلي، ددی تر څنګ د افغانستان د ښوونیزو او روغتیایې ابتدایې پروګرامونو ته لاس رسې، په عین وخت کې هغو ښځو ته چې غواړي کار وکړي او په خپله په خپلو پښو ودریږي د هغوې لپاره د قرضې ورکولو سیستم هم شروع شوې دا او داسی نور ډیر کارونه دي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه بریالیتوبونه شمېرل کیږي. 


خو میرمن بارکزی دا هم  په ګوته کوې چې ځینې ښځی لاندی توانیدلی خپل حقونه ترلاسه کړي ځکه د هغوي په ژوند کې لږ بدلون راغلی، خو زما په نظر هغه ستر بدلون چې ښځو په دا اتو کلونو کې لاسته راوړی دی هغه دادی چې بی سواده ښځو سره دا روحیه رامنځ ته شوی چې بچیان ښوونځې ته واستوي، جبري او په زوره ودونه بند کړي، دغه راز د جنسي تیري پیښی چې بله ستره ننګونه وه د ښځو لپاره هغه اوس را کمې شوی دی.


دغه راز شل کلنه فوزیه چې خپل ځان په کابل کې د کاردان په نامه یوه شخصي پوهنتون زده کړیاله راپیژني وایي: د طالبانو د واکمنی له نسکوریدو وروسته افغاني ښځو ته د لوړو زده کړو پوری زمینه برابره شوی ده، ښځې کولای شي په دولتي او نادولتي مؤسسو کې په بیلابیلو پوستونو او څوکیو کار وکړي، خو ددی سره سره هم ځیني ستونزی شته چې مونږ له دولت او نړیواله ټولنې څخه د هغې د حل لاری پیداکولو غوښتونکې یو او باید هغې ته د حل یوه مناسبه لاره پیدا کړي. 


دی ته ورته د ملکه حمیرا په نامه د جلال اباد ښار د نجونود ښوونځې یوه زده کوونکې چې خپل نوم شایسته را په ګوته کوي ووايي: د ښځو په وړاندې ډیری نوری ستونزی چې پخوا موجودی وی حل شوي، یواځې هغه غټه ستونزه چې اوس هم په ځینو سیمو شته هغه سیمه ایزه عنعات او رواجونه دي چې همدې رواجونو د انجونو د زده کړي په وړاندي زیات خنډونه رامنځ ته کړي دي.

 شایسته وړاندی وایي په ځینو سیمو کې خو د ښځو په وړاندی دغه کرکه له ورایه ښکاري لکه چې وایې " ښځه د کور ده یا د ګور ده" تر څو چې دغه رواجونه او دودونه له منځه ولاړ نشي بیا به هم ښځو په وړاندی ستونزی په خپل ځاې پرتي وي.  


خو د ښځو چارو پخوانۍ وزیره میرمن مسعوده جلال بیا وایې د مارچ اتمه چې د ښځې د نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کیږي په افغانستان کې یوه نمایشې بڼه ځانته  غوره کړی ده  په دا تیرو اتوکلونو کې د دولت له لوری د ښځو د ژوندانه د ښه والی په برخه کې سمه پاملرنه ده شوي، او که کوم څه ترسره شوي هم وي هغه د کاغد پرمخ او عملي بڼه یې نه ده غوره کړي، د دولت پاملرنه په دی برخه کې ډیره اړینه ده.


مسعوده جلال : روغتیایې ستونزی ، ناوړه دودونه او رسمونه، فقر، د کورنیو له لوری د ښځو په وړاندی بد سلوک او بی سوادۍ او له روغتیایې اسانتیاؤ لیری والی او نور هغه څه دي چې افغانی ښځي ورسره تر نن ورځي پوری لاس او ګریوان دي. 


که څه هم اغلي بارکزی له میرمن جلال سره په ډیرو کې ورته نظر لری خو په تیرو اتو کلونو کې د ښځو د سترو نیمګړتیاؤ په اړه وایې: ښځو د سیاسي رهبریت او سیاسي لیډرشیپ د نه درلودو له امله ونه شو کولاې دغه غورځنګ ته په دا څو کالو کې رهبری شوی حرکت ورکړي، سیاسي رهبریت ته لږي ښځې میدان ته راوتي او دغه رهبریت غښتلی شوی نه دی، بله دا چې افغانستان یوه سنتي او مردسالاره ټولنه په هغې کې رسوم او عنعات خپل ځاې لري نو که چیری وغواړو د ښځو په ژوندانه کې بدلون راولو نو لوی وخت ته اړتیا ده څو دغه رسوم او عنعات چې له اسلام سره هم په ټکر کې دي له منځه یوسو.


د لومړي ځل لپاره د ښځو دغه قیام د ۱۸۵۷ م کال د مارچ په اتمه  نیټه د امریکامتحده ایالاتو د نیویارک د ښار د نساجۍ کارخانې ښځېنه کارکوونکو له لوری د خپلو نا برابرو حقوقو د غوښتو په موخه چې د همدغې کمپنۍ د نارینه ؤ کارکوونکو سره یې درلودل،لارو او کوڅو ته راووتې او د دغه جنسیتې تبعیض او بې عدالتۍ په وړاندې ودریدی، خو دښځو دغه پاڅون د پولیسو له وسله وال غبرګون سره مخامخ شو  چې له امله یې یو زیات شمېر اعتراض کوونکې ښځې یا هم ټپې او یاهم ووژل شوی.


له هغه وروسته دښځو مبارزې د ټولنیزو سیاسي حقوقو د تأمینولو په خاطر ورو،ورو پراختیا پیدا کړه، له څه باندی پنځوس کالو اوږدی مودی او هلو ځلو  وروسته په ۱۹۱۳ م کال کې د ښځو د نړیوال بنسټ په نامه ټولنې (انټرناسیونالستی بنسټ)، د مارچ اتمه د ښځو د  حقوقو د غوښتلو او د نیویارک د نساجۍ فابریکې د کارګرو ښځو لپاره د درناوي په موخه د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه ونوموله. 


دغو او دی ته ورته نورو ډیرو مبارزو د ښځو او نارینه ډلې او جنبشونه د ښځو د برابرو حقوقو طرفدار  وګرځول چې بلاخره په کال ۱۹۷۵ م کې د ملګرو ملتونو سازمان دی ته اړ شو چې د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه یاده، او په رسمیت یې وپیژني.


 بی سوادي، په نشه اې توکو  روږدې  کیدل، او نور ټول، هغه ستونزې او مشکلات دې  چې د افغانستان ښځې ورسره لاس اوګریوان دي. دلته پوښتنه راولاړیږې چې ددغه ستونزو (د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې او د حقوقو ضایع کیدل) د مخنیوې لپاره باید څه ترسره شي؟

د پارلمان غړی شکریه بارکزی وایې: هغه تاریخ ته په کتو سره چې د ښځو له مبارزې پیل کیږي، ترټولو مهم کار دافغانستان دښځو اوسنیو ستونزو ته د حل د لارې د پیدا کیدو په موخه د ښځو پوهاوې او په سیاسي او ټولنیزو بهیرونو کې  دهغوې ګډون او غښتلی سیاسی لیډرشیپ او سیاسي رهبریت دی.


نوموړی زیاته کړه: "د نړی د بیلابیلو هیوادونو ښځو د خپلو روا حقونو د ترلاسه کولو لپاره اوږده پړاؤنه وهلې او نن سبا دی موقف ته رسیدلې دي، مونږ دهغې لاری په پیل کې یو".