په داسې حال کې چې لا له وړاندې کابل ته په راتلونکو سړکونو او غځیدلو لویو لارو او د کابل ښار په زيات شمېرو واټونو کې د ټیکاو د رامنځ ته کیدو په موخه امنيتي ځواکونه تلاشى او څارنه کوي، خو ددی سره سره بیا هم وسله وال ترهګر کولای شي په پلازمینه کابل کې خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر هر ځاي په نښه او ګټه تری پورته کړي.
د جنوری په اتلسمه د مرغومی په ۲۸ هغه مهال چې افغان ولسمشر خپلو ١٤ وزيرانو ته د وفاداری د لوړی په مراسمو بوخت وو، ارګ ته څیرمه څو تنه وسلوالو کسانو د فروشګاه بزرګ افغان نومی ودانی ته ورننوتل او د څو ساعتونو لپاره یي دامنیتي ځواکونو سره اخ و ډب پیل کړ. له بريدو څو ساعته وروسته د دفاع او کورنيو چارو وزيران د ملي امنيت د ادارې له مشر سره يو ځاى د خبريالانو پر وړاندې را څرگند شول او خوشاله وو چې ځواکونو يې ددوى په باورپه بيړې سره د بريد کنټرول کړ .
په دی اړه د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمری بشري وایی: د ترهګرو بریدونو مخنیوي غیر له خدایه بل هیڅوک نه شي کولای په امریکا، مادرید، لندن، جاپان، سریلانکا او د نړۍ په هیڅ یوه هیواد کې د ترهګرو بریدونو مخه نه ده نیول شوی، که هر څوک توقع ولری چې د تروریستی پیښو مخنیوی دی سل فیصده وشي زما په اند به دا کار د واقعیت څخه لیری وي.
بشری ددی پوښتنې په ځواب کې چې برید کوونکو څنګه وکولای شول د شدیدو امنیتي تدابیرو سره سره بیا هم له امنیتي کمربندونو تیر او دارګ تر دروازی یی خپل ځانونه ورسوي وویل:مو نږ هم په همدی اړه پلټني کوو چې دغه کسان په څه ډول تر دی ځایه رارسیدلی دي، د تحقیقاتو له پای ته رسیدو څخه د مخه به هر خبره هوایی وي او نتیجه به ورنکړي، په دی دلیل چې تحقیقاتي ګروپ په دی اړه کومه وروستی نظر نه دی خپور کړي، اوس عجالتاً هیڅ نه شو ویلای.
کابل ښاری خایسته ګل احمدزی دا د دولت کمزوری په ګوته کوي،او وایې په داسی حال کې چې دولت غواړي په نورو نا امنو سیمو کې امنیت د خلکو لپاره راولي،اوس خو ترهګر د ارګ په څو مترۍ واټن کې خپل ترهګر بریدونه ترسره کوي، دولت چې د ارګ امنیت خوندي نه کړ، نو د خلکو امنیت به په هغو ولسوالیو کې چې بد امنه دي څنګه ټینګ کړي؟ دا پیښه دا په ګوته کوي طالبان ورځ تر بلی غښتلی او دولت د کمزوری کیدو په حال کې دی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند په دی اړه چې ایا د جنوری اتلسمه د طالبانو غښتلتیا او د امنیتی ځواکونو ضعف نه په ګوته کوي وویل:تر ډيره حده امنیتي ځواکونو خپل کوښښ کړی د دښمنانو حملی خنثی او اجازه ورنکړي ترهګریز اعمال د ښار په منځ کې ترسره کړي، خو متاسفانه دا پلا دوی راننوتي، مونږ په دی هکله تحقیق کوو چې دغه افراد څنګه راننوتي دي ، د قضیی سره د تړاؤ په تورڅو تنه نیول شوي هیله لرو لدی کسانو څخه قانع کوونکي معلومات ترلاسه کړو.
بشری زیاته کړه: "ترهګرو حتماً له یوه داسی نوی تکتیک نه ګټه پورته کړی چې هغه ته امنیتی ځواکونه متوجه نه وو، خو اوس به لا له وخته وي چې په دی اړه زیات معلومات خپاره کړو".
خلک شکایت کوي چې طالبان د خپلو بریدونو لپاره د عادی خلکو ځایونو څخه ګټه پورته کوي چې د ملکي خلکو له ګڼی ګوڼي ډک وي، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دی اړه وایی: دوی هیڅ کله هم له هغو ځایونو څخه ګټه نه پورته کوي چې هغه د خلکو له ګڼي ګوڼې ډک وي، کله چې طالبان د فروشګاه دولتي مارکیټ ته ورسیدل خلکو ته وویل شول که ژوند غواړۍ لدی ځایه ووځئ، ځکه مونږ نه غواړو تاسی ومرئ؛ طالبان هیڅ کله هم ملکی ځایونه نه په نښه کوي دوی یواځی دولتي ځایونه په نښه او هغه تر بریدونو لاندی نیسي.
مجاهد وایی:" مونږ د خلکو سر او مال خیال ساتو، هغوی ته زیان نه ور اړوو، د فروشګاه مارکیټ په لوی لاس امنیتي ځواکونو په توپونو او نورو اور اچوونکو ګولو وویشت، طالبان هیڅ کله هم ملکیانو ته زیان نه رسوي."
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ددی پوښتنی په ځواب کې چې دولت ادعا کوي چې طالبان د کابل په وروستۍ پیښه کی خپلی موخی ته په رسیدو کې ناکامه شول، اووه تنه حمله کوونکي یی ووژل په داسی حال کی امنیتی ځواکونو دومره تلفات نه لرل، وویل: دا په جنګ کې د ښکیلو ډلو یوه معما جوړه شوی هر مقابل لوری د خپل خوا اوښتي زیانونه کم په ګوته کوي، مونږ هدف ته رسیدلی یو، زمونږ د ملګرو چې شهادت یی ارزو وه ترلاسه او تر ځان مخکی یې سل تنه امنیتي ځواکونه ووژل، دا چې امنیتي ځواکونه خپل تلفات او ماتی نه مني دا د هغوي کار دی خو مونږ او زمونږ ملګری په خپل هدف کی بریالی شوی یو.
د پیښی په اړه د افغانستان د څارګرې ادارې مشر امرالله صالح وویل: '' د پېښې له سيمې څخه د ترلاسه شویو اسنادو او شواهدو او د يو لړ پخوانيو معلوماتو پر بنسټ تر ډېره پوهېږو چې بريد کوونکي څوک دي، خو نه غواړو په دې سپيناوي سره خپلې پلټنې ټکنۍ کړو؛ اوس زموږ پيغام خپل ولس ته دا دى چې د دې شبکې پاتې شوني به له پلټنو وروسته د قانون منګولو ته ژر وسپارو. ''
په افغانستان کې يو زيات شمير خلک د ښار په زړه کې د دغه ډول بريدونو ترسره کيدل په دې مانا بولي چې امنيتي ادارې له بريد وړاندې ونه توانېدې دغه ډول بريدونه شنډ او ترسره کوونکي يې ونيسي.
۳۵ کلن محمد اسماعیل وایی: دی برید دا په ډاګه کړه، چې په پیښه کې دولتي چارواکي لاس لري، باید دغه لاسونه لنډ او خلکو ته ورپیژندل شي، څو په راتلونکي کې د داډول کړنو مخه ونیول شي؛ ځکه په یواځی سر طالبان او یا بله کومه ډله نه شي کولای دومره وسلي او مهمات د ښار زړه ته ننه باسي چې کابو شپږ ساعته دی له امنیتی ارګانو سره جګړه وکړي.
خو بل لوری ته د کابل ښار یو بل اوسیدونکی عبدالمجید بیا وایی امنیتی ارګانو په بریالیتوب سره وکولای شول، د ترهګرو پلانونه موخي ته له رسیدو وړاندی شنډ کړي، چې دا زما په اند د دولت په تیره بیا د امنیتي ارګانو کامیابي په ګوته کوي چې تر پخوا غښتلی شوي.
د پوځي چارو کارپوه او څیړونکی نورالحق علومي ددی پوښتنی په ځواب کې چې ارګ ته نږدي د طالبانو دغه برید به د لندن په کنفرانس کومی اغیزی ولری وویل: دا برید د هغو کسانو لپاره چې په دغه کنفرانس کی ګډون کوي یو ښکاره بیلګه چې ووایي په کابل کی امنیت خراب دی، ترهګر کولای شي ځانونه تر ارګه ورسوي، بی ګناه خلک ووژني، نړیوال او افغان حکومت باید په دی باندی غور وکړي.
دوهم که زمونږ دولت غواړی چې وښایی هر څه سم دي، سالمه اداره جوړه شوی په وطن حاکمیت لرو، دلته پوښتنه راولاړیږي چې څه ډول حاکمیت لرۍ د بیلګې په ډول چې تراوسه یو سړی کولای شي د پاکستان څخه تر کابله د وسلو او مهماتو سره یوځاي تر کابله رارسوي خو څوک د هغي مخنیوی نه شی کولای.
حامد کرزی چې کله د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه غوره شو نو دایی په ډاګه کړه چې له طالبانو سره به د سولی خبری کوي، خو هغوې د بهرنیو ځواکونو په بشپړو وتلو ټینګار کوي، د طالبانو موخه له دغه برید څخه څه وه؟
که چیری د فروشګاه پیښی ته وکتل شي هری امنیتی مرجع چې ټوپک به یی په لاس کې وو ډزی کولی، آیا دلته د یوه چټګ غبرګون قوی ته اړتیا نه لیدله کیږي څو د پوځي تخنیک او لارو چارو څخه په ګټی اخیستنی سره دغه ناورین ته د پای ټکی ایښودل شوی وای؟
درسته ده دلته د یوی ځانګړی او واحدی اداری موجودیت ته اړتیا ده څو ټولی قواوي چې ددوی مرستی ته راځي باید د واحدی قوماندی لاندی کار وکړي، که چیری داسی ونه شي داسې هم پیښیدای شي چې امنیتی ځواکونه د یوه اوبل په ګولیو ولګیږي؛ خو د فروشګاه په پیښه کې مونږ ولیدل چې امنیتی ځواکونو صحیح وسلی نه درلودی، د افسرانو او عسکرو اوسپنیزی خولۍ او د مرمۍ ضد وسایل نه درلودل، ما لیدل چې امنیتي ځواکونه په بامونو ولاړ وو، دوربین هم ورسره نه وه ته به وایی چې د میلی سیل ته راغلي وي، سره لدی چې یوی واحدی اداری په اړه اوازی او دروازی ډيری دي خو د فروشګاه په پیښه بیا هم ونه لیدل شوه، او ټول عادی کسان وو.
ددی پیښی اثرات په عامه ذهنونو څرنګه ارزوۍ؟ زما له انده موږ یوه واحده اداره نه لرو، موږ د همغږی او هماهنګۍ اداره نه لرو، زمونږ څارګری اداری دومره ضعیفي دي چې کله یو څه پیدا کیږي تر حادثی پوری دوی نه خبریږي، همغږي نشته یو یو څوک دی د پاکستان له ترهګریز مرکز څخه په لاره کي د بی شمېره امنیتي کمربندونو نه تیر او کابل ته ځان رسوي، نو یو ښکاره حقیقت دي مونږ په ځینو برخو کې نیمګړتیاوي لرو او باید له خوب ویښ او دغه نیمګړتیاوي پوره کړو. ددی لپاره یوی سالمی اداری ته اړتیا ده، مرور خلک سره پخلا شي څو دوی بیرته له دولت سره همکاري وکړي.

