یو شمېر افغانان او بهرنیان په دی اند دي تر څو چې د حکومت له مخالفو وسله والو سره د سولی خبری اتری ونه شي، د بهرنیو ځواکونو د شمیرې په زیاتوالي سره امنیت په افغانستان کی نه شي ټينګیداي.د بیلګې په ډول د جرمني ددفاع وزیر ( کارل تیودور ګټن بیرګ ) د ډیسمبر په ۲۶ مه د بیلډ په نامه یوی جرمنۍ ورځپاڼي ته ویلي وو چی په افغانستان کی د لویدیز په طرز دیموکراسي نه سی راتلای او دا چي اعتدال غوښتونکي طالبان باید د افغانستان په حکومت کی شامل شی.
خایسته ګل چې ځان د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ استوګن راپه ګوته کوي وایي: که چیری په افغانستان کې په بهرنیو ځواکو سوله امنیت راتلو، نو د طالبانو د حکومت له پرځیدو څخه چې تر اوسه شاوخوا اته کاله کیږي په افغانستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلی مخ په خرابیدو دي.
خایسته ګل زیاتوي، زیاتره عام وګړي د حامد کرزي په لومړي ځل واک ته رسیدو ته زیات خوشحاله وو، او ویل یي چې د دوي هیلې او ارزوګاني به ژر پوره شي؛ خو دا هر څه سرچپه شول د دوی له هیلو څخه هم په ډاډمنه او سوله ایزه فضا کې ژوند وو، چې د ورځې په تیریدو سره لا خرابیږي.
که څه هم د بهرنیو ځواکونود شمېری د زیاتوالي خبر د امریکا ولسمشر باراک حسین اوباما د د ډیسمبر د میاشتی په پیل کی د خپلی وینا په ترڅ کې ورکړ او وویل: ډير ژر به ۳۰ زره تازه دمی سرتیري افغانستان ته واستوي. څو په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو سره د نوموړي په وینا د ترهګرۍ په وړاندی پیل شوي جګړه کې مرسته وکړي.
زیاتره افغانان د بهرنیو ځواکونو د شمیری د زیاتیدو په اړه بیلابیل نظرونه لري:
أزاد خبریال او لیکوال داؤد جبارخیل په همدی اړه وایی: د بهرینو ځواکونو د زیا توالی سره په افغانستان کی امن نشی راتلی، دغه د افغانستان داخلی کار دی له دوی سره به نور هم امنیت خراب شی.
جبارخیل زیاتوي: " زما په اند څومره چی په افغانستان کې بهرنی ځواکونه زیاتږی ورسره امنیت هم خرابیږی چې ښکاره بیلګه یی د بغلان ولایت دی کله چې دغلته د بهرنیو شمیر زیات شو امنیت هم ورسره خراب شو".
خو ځینی افغانان په دی نظر دي که چیری امریکا او د هغوی ملګری په افغانستان کی د پخواني شوروي اتحاد له ماتی څخه پند وانخلي ژر ده چې امریکا او متحدین به یی د پخوانی شوروي په سرنوشت اخته شي.
داکټر محمداسماعیل توحید وایي په افغانستان کې په زوره شپی نه کیږي، امریکا او د هغې نړیوال ملګری باید د شوروي اتحاد څخه پند واخلي او د هغوې کړه وړه ترسره نه کړي. که چیری امریکایان د سولی لاره غوره نه کړي زه ګمان نه کوم چې په افغانستان کې دی د بهرنیو ځواکونو د شمېری په زیاتوالي سره امینت خوندي شي.
توحید د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال په شینډنډ، ننګرهار، کندز، او په دی وروستیو کې په كنړ او هلمند ولایت كې د عامه خلكو وژنی ته په اشاری سره وویل:" د ځواكونو په زياتیدو سره د داسې پېښو د لا ډیرو خطر زياتيږي"
بل لوری ته په مزار شریف کې آزاد خبریال لطیف سهاک ددی پوښتنو په ځواب کی چې د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره به امنیتي حالات ښه شي او که بد؟ او دغه راز ددی کار پایلې د افغانانو لپاره څه وي، وویل: لکه څرنګه چې تاریخ روښانه کړی افغانان د اجنبي او بیګانه نظامی ځواکونو سره سخت مخالف دي، د دوی د شمیری زیاتوالی به ډیری خلک د دولت د مخالفینو له لیکو سره یو ځاي کړي.
نوموړی دلیل راوړي او وایی ډیری هېوادوال د لیک لوست څخه بی برخی دي، مخالف وسله وال به هم د دوی له راتګ څخه په خپله ګټه کار واخلي، او دا تبلیغ به زیات کړي چې بهرني ځواکونه د افغانستان د اشغال لپاره راغلي دي نه د امنیت د ټینګښت لپاره.
په همدی اړه ځینو نړیوالو مطبوعاتو هم خپل غبرګونونه ښودلي دي؛ واشنګتن ټایمز د ډیسمبر د ۲۸ می په ګڼه کی لیکي، د افغانستان په جنګ کې د امریکا او د هغوی د متحدینو لپاره د بریالیتوب کومه څرګنده نښه نه لیدل کیږي، نو له دې امله د جنګ په ډګر کې بې باوري ورځ په ورځ زیاتیږي.
ټایمز وړاندې لیکي، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو زیاتېدل دا مانا لري، چې د مخالفانو د ماتې لپاره به فعالیتونه زیات شي؛ خو بل لوری ته سپینه ماڼۍ څرګندوي، چې د عملیاتو ساحه به په افغانستان کې محدوده کړي.
دا په داسی حال کی ده چې دافغانستان د دفاع وزیر وزارت ویلي وو۲۰۱۰ زیږیدز کال به د مخالفینود بریدونو د زیاتوالي له امله د افغان او نړیوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال وي.
سره لدی چې ډیری کورني او بهرني د نظر خاوندان په دی ټینګار کوي چې د طالبانو سره دی د سولی خبری اتری وشي او هغوی ته دی په حکومت کی ونډه ورکړل شي؛ خو هر کله چې د افغان دولت له لوری طالبانو سره د مذاکری غوښتنه په وار وار شوی ولی د هغوی له لوری رد شوی ده.
خو د سیاسی چارو څیړونکی او کابل اونیزی مسول مدیر بیا وایی که چیرې طالبان په دوه برخو ایدولوژیک ، او مجبورو طالبانو ( تندلارو او سخت دریځو) وویشو بیا هم د دوی سره د سولی خبری اتری امکان نه لري.
د دشتی په وینا له تندو لارو طالبانو سره د سولی خبری امکان نه لري ځکه هغوی نه غواړي مذاکره وکړي پاتی شوه دوهمه ډله طالبان هغوی د خبرو کولو واک او صلاحیت نه لري او د بیلابیلو مجبوریتونو له لاری د ایدولوژیکو طالبانو سره یو ځای شوي، همدا لامل دی چې له دوی سره خبری امکان نه لري.
دشتي وایی یواځی یوه د حل لاره لري، هغه داچې طالبان د خپلو ټولو غوښتو او ایدیولوژۍ څخه تیر او مذاکری ته حاضر شي، او یا داچې نړیواله ټولنه او افغان دولت له ټولو ارښتونو څخه چې په هغې باور لري تیر شي، خو دا ډول ارتجاعیت زه په دواړو لورو کی نه وینم او د مذاکری رول په داسي حالاتو کی د امکان څخه لیری دی.
نوموړی زیاتوي که داسی شرایط د مجبورو طالبانو لپاره کوم چی د بیلابیلو دلایلو له امله له طالبانو سره یو ځای شوي برابر شي، د بیلګی په ډول د بی کاری د ختمیدو له لاری فقر له منځه ولاړ او یو غښتلی مرکزی حکومت د فاسد حکومت پرځای رامنځ ته شي، هغه طالبان امکان لری بیرته خپل عادی ژوند ته را وګرځي، چې له امله به یی د طالبانو جنګي ماشین کمزوری او د همدغه فشار لاندی به مذاکری ته غاړه کیږدي، خو غیر لدی څخه مذاکره له امکان څخه لیری خبره ده.

