
فرید وایې د بې کارۍ له امله دې ته اړ دی چې په ځان پورې بمونه وتړي
د کابل ښار په دویمه حوزه کې افغان ترکارې پلورونکې فرېد چې شاوخوا ۳۰ کاله عمر لري د امنیتې چارواکو له کړنو څخه سر ټکوي، او وایې د دوې له لاسه نور له خپل ژوند څخه بیزاره دی.
نوموړې په داسې حال کې چې د ترافیکو او امنیتې پولیسو له لوری په سړک له تګ څخه منع شوې وو، په ژړغونې ږغ وویل: بچیانو ته مې د حلالی نفقی د پیدا کیدو په خاطر غوښتل شهرنو ته ولاړ شم خو په لار ولاړ ترافیک او پولېس مې مخه نیسي او په یوه لاره می هم نه پریږدي.
فرید چې تر سترګو یې اوښکې روانې وی داسی وویل:" یوه لپه بچیان لرم، هغوې ته د حلالی نفقی د پیدا کولو لپاره اړ یم خواری غریبی وکړم، خو دا ظالمان می خپلې غریبۍ ته هم نه پریږدي؛ څوک می له یوی لاری منع کوې او څوک له بلې نه، په دې وطن کې له خپل ژوند څخه بیزاه شوې یم."دده په وینا هر ورځ له منډوې څخه د خپلې کراچۍ په مټ ترکاری د کابل ښار بیلابیلو برخو ته وړي څو یوه مړۍ روزې خپلو بچیانو ته پیدا کړي، خو کله چې لږ ناوخته شي، بیا له دارنګه ستونزو سره مخامخ کیږي.
دی ته ورته د کابل په سړکونو او واټونو نور ډیر داسی د کم عمر ماشومان لیدل کیږې چې په درندو کارونو بوخت دي؛ ځینې یې خیرات غواړي ځینې یې د خلکو د مو ټرو ښیښې پاکوې.د همدې کسانو له ډلې څخه ۱۲ کلن محمدیوسف دی چې د کابل په ښار کې لاسی کراچۍ چلوي؛ له هغه څخه مې وپوښتل چې څنګه یې دې کار ته مخه کړې؟ یوسف په ځواب کې وویل: تازه له پاکستان څخه هیواد ته راکډه شوې پلار یې کمزوری او په کورنۍ کې یواځې دی، کله هم مزدوری ورته پیدا کیږې او کله هم نه پیدا کیږي، همدې ټکې اړ کړی چې له خپل پلار سره مرسته وکړي.
د یوسف په وینا تر اووم ټولګې پوری ېې ښوونځې په پاکستان کې لوستې، خو کله چې هیواد ته راستون شو د فقر او ناچارۍ له امله دی ته اړ شو چې ښوونځې پریږدي او خپلې کورنۍ ته یو څه د بیګاه لپاره برابر کړي.
نوموړي په داسی حالت کی راسره خبرې کولې چې په تن یې د اوړی کالی او په پښو یې پلاستیکې چپلکې وی او د ژمې یخنۍ لړزاوه. دی وایې لدی امله چې کوچنې دی ډیری خلک ورباندی خپل مالونه له یوه ځاې څخه بل ځای ته نه لیږدوې، خو بیا هم د ورځې ۸۰ کله ۱۰۰ افغانۍ او کله کله بیا د ورځې ترپایه هیڅ مزدورې ورته نه پیدا کیږي، چې هغه ورځ ورباندی ډیره سخته تیریږي.
یوسف ته ورته په ننګرهار ولایت کې یو بل تن د ننګرهار ۳۸ کلن نجیب الله چې په ژبه باندی هم ګونګ دې او د خپل زوی سره د بهسودو په غره کې تیږې اوباسې وایی: د ژوند د تیرولو لپاره غره ته هره ورځ له خپل دغه واړه ځوی ورځي او تیږې اوباسي.
نجیب الله چې د خپل واړه زوې په مټ یې ماته د زړه ناخوالې راسپړلې وایې: د ډیره وخت راهیسې دلته تیږې اوباسې، دری زامن لري مشر زوې یې چې شاوخوا ۱۸ کلن دی په مزدورۍ پسې آن تر کابل، او لوګر د مسافرۍ شپې او ورځې تیروي او دا په خپله لدې کوچنې زوی سره په خوارۍ مزدورۍ بوخت دی.
نوموړې زیاته کړه: "همدغو تیږو ېې ځوانې وخوړه په نرې رنځ یې اخته او د مرګ تر کومې ېې ورساوه، خو بیا هم د فقر او ناچارۍ له امله اړ دې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه وګټي."
د همدې موضوع په اړه د شهداء، معلولینو کار او ټولنیزو چارو د وزیر د دفتر رییس اسدالله ولوالجې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې دوې د بی کاره خلکو لپاره د کار کولو کومې لاری چارې په کار اچولي څو دوې ته د کار کولو زمینه برابره شي وویل: د تیر کال راپدیخوا یې د هیواد په داخل کې شاوخوا ۲۰ ښوونیزه او روزنیزه حرفوې زده کړو پروژې په لاره اچولې، چې له امله یې تر یو نیم ملیون پوری بې کاره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوی ده.
ولوالجې زیاته کړه په دغو پروژو کې تر ۷۳ پورې کسبونه شامل دي او هغه کسان چې له دغو حرفوی ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو څخه فارغ شوې ۹۱ سلنه یې په کسب لاس پورې کړی او د میاشتی شاوخوا د ۳۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ افغانیو پورې ګټه ترلاسه کوي.
که چیرې د کابل ښار د زیرزمینې په سیمه کې ولیدل شي نو زیات شمیر هغه کسان به په نظر درشې چې د خیر په نامه به هر چاته لاس اوږدوي، که یوه تن ته څوک یو څه د خیرات په ډول ورکړي یوه لویه ډله به د هغه خیرات ورکوونکې تر څنګ راټوله شي. دا خیرات غوښتوونکي زیاتره کورني بی ځایه شوي خلک دي چې د کورنۍ جګړې له امله کډه کولو ته اړ شوي دي. د دوې له ډلې څخه یوه تن چې خپل نوم یې خان راپه ګوته کړ وایې د کابل د قمبر د څلور لارې په ساحه کې تر خیمې لاندی ژوند کوي، سهار د مزدورۍ په نیت له کوره راوځي خو کله چې کار پیدا نه شي د کار د نشتوالې له امله دې ته اړ دې چې له یوه او بل څخه د یوی ډوډۍ د رانیولو سوال وکړي.
کله مې چې غوښتل د خان تصویر له ځانه سره واخلم خو د تصویر د اخیستلو اجازه یې رانکړه ، خان وایې دا کار له مجبوریته کوي، چې په وینا یې هیڅوک هم نه غواړې په خپله خوښه سوال وکړي، د کارونو د نشتوالې ستونزه او کورنۍ ستونزې چې د ژمې په رارسیدو سره نورې هم زیاتې شوې دي کله کله نوموړی سوال کولوته اړباسي.که چیرې دوی ته د اړتیا وړ مرستی ورسيږې او یا هم د کار کولو زمینه ورته مساعده شې ژمن دی چې خپله خوارې غریبې به وکړې او له سوال کولو څخه به لاس په سرشي.
د کار او ټولنیزه چارو د د وزیر د دفتر رییس ولوالجې وایي: دوې اوسمهال یواځې روزنیزی پروژې ترلاس لاندی لري چې د هغې له لارې بې کاره کسانو ته د کار زمینه برابروي.دده په وینا دا مهال په افغانستان کې له دووه ملیونو څخه زیات خلک بې کاره دي، چې د ټول نفوس(۲۵-۳۰ ملیونو) ۳۵ سلنه جوړوي.نوموړې په دی اړه چې څومره افغانې کارګر د کارونو د ترسره کولو لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځې وویل: تراوسه پورې افغان دولت په رسمی ډول افغان کارګر بهرنیو هیوادونو ته د کار کولو لپاره نه دې استولي خو څه موده وړاندی یې د باندنیو چارو وزارت له لورې ټولو سفارت خانو ته یو لیک استولې څو په دې برخه کې همکارې وکړي.
ولوالجې وایې زیاتره افغان کارګر د اتو بنسټونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته د هغوې په غوښتنه استول کیږي، او ټاکل شوې چې له دوه یا دری میاشتو ځنډ وروسته به د قطر هیواد ته د تړون لمخې افغانې کارګر د کارکولو لپاره ته واستول شي.
د اقتصادی چارو کار پوه او د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد د پوهنځې پخوانې استاد محمد بشیردودیال وایی که څه هم د ۲۰۰۰ زیږدیز کال په پرتله د افغانانو اقتصادې حالت یوه اندازه ښه شوې خو بیا هم دا مهال زیاتره افغان کډوال د کار کولو لپاره د ایران پاکستان او عربی هیوادونو سربیره اروپایې مملکتونو ته په قاچاقې ډول ته ځانونه رسوي.دودیال وایې له یادو کارګرانو څخه یې ۹۹ سلنه په لاره کې له ستروننګونو حتې د مرګ له کومې سره هم مخامخ شوي، ځینې یې د هیواد په دننه کې هم د مرګ کومې ته ور لویدلې دې چې ښه بیلګه یې د لغمان ولایت کارګر وو چې ایران ته د تلو په نیت وسله والو طالبانو په هلمند کې ووژل.
که څه هم د افغانستان د مالیی وزارت مطبوعاتې مسؤل عزیز شمس وایې د افغانستان بانک د سږ کال د ترسره شوی تخمینې احصایې لمخې د هر افغان کلنی عاید ۴۰۰ امریکایی ډالره اټکل شوی پداسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۰۰ زیږدیز کې یواځې ۶۰ امریکایې ډالرو ته رسیده.نوموړې ددې کار لامل د افغانستان د اقتصادی ودې ښه والې په ګوته کوي. چې زیربنایې پروژی په ښه توګه مخ ته تللی او په راتلوونکې هم خوشبین دی چې په سم ډول مخ ته ولاړی شي. خو ښاغلې دودیال بیا زیاتوي دولت ته پکار دي چې د بې کارۍ د لمنځه وړلو لپاره تردی نور هم عملې ګامونه پورته کړي، لویی پروژي په کار واچوې او په رأس کی یې کار پوه او صادق خلک په کار وګمارې څو غریبو خلکو ته په واقعې توګه د کار زمینه برابره شي.
له یاده باید ونه ویستل شې چې اوسنې افغان ولسمشر حامد کرزی په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د لوړې د مراسمو د ترسره کیدو پرمهال ویلې وو چې "د هر افغان په خوله به خندا راولي" خو که چیرې ولیدل شي د ولایاتو سربیره په مرکز کې هم د بې کارۍ له امله د سوالګرو شمیره ډیره تر سترګو کیږې؛ خندا خو لا څه چې د هوا د سوړوالې او فقر له لارې خپل ځانونه له لاسه ورکوي.
د فرید او یوسف په څیر نور داسې په سلګونه افغانان شته چې له دا رنګه ستونزو سره لاس او ګریوان دي، نو آیا د حامد کرزی په مشرۍ دا نوې حکومت به د بې کارۍ د لمنځه وړلو لپاره کوم عملې ګامونه په راتلوونکو پنځو کلونو کې پورته کوې او په څومره کچه د افغانانو لپاره د کار زمینه برابریږي، آیا بیا به هم فرید دی ته اړ شې چې په خپل ځان پورې د بې کارۍ لوږې او فقر له لاسه بمونه وتړي؟ او آیا دغه راز یوسف به د تل لپاره د سواد له زده کړې څخه بې برخې پاتې شي؟ دا ټول هغه څه دي چې وخت به ورته ځواب ووایې.


لکه سنگه چی تاسی په پورته اشاره کری زه هم له همداسی یو سو کسانو سره مخامخ شوی یم. هغوی سره می خبری کری او ویلی چی د بی کارئ له امله د طالبانو سره یو زای شوی، که چیری بی کاری له منحه لاره شی، نه به طالبان وی او نه به هم دا نور...
کور ودان