افغانان او نړیواله ټولنه له حامد کرزی څخه د افغانستان د نوی ولسمشر په توګه غواړی اداری فساد، امنیت، ملي او نړیوال مشارکت په خپلو کاری لومړیتوبونو کې راولي.د امریکا ولسمشر بارک اوباما د لومړنیو ولسمشرانو له ډلې څخه وو چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته یې حامد کرزی قانونی رهبر یاد کړ، خو په یوه وخت کې یې له هغه (کرزی) څخه وغوښتل چې د اداري فساد د ریښو د لمنځه وړلو لپاره باید نه ستړی کیدونی کار وکړي.له اوباما وروسته په کابل کی د امریکا سفیر کارل ایکن بیری له ولسمشر کرزی څخه غوښتنه وکړه چې د مالی او اداری فساد په وړاندی تر خپلی وسی جدی ګامونه پورته کړي. ایکن بیرې په یوه خبری ناسته کې په دی ټینګار وکړچی د حامد کرزی په مشرې نوی حکومت  باید د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د فساد  د جرړو او ریښو د بیخه ویستلو لپاره جدی پروګرامونه جوړ او هغه پلی کړي، چې ددی کار لپاره د یوی سیاسي اداری جوړیدل اړین دي.بل لوری ته افغان ولسمشر حامد کرزی د ټاکنو د خپلواک کمیسېون له لوری د بریالی توب له اعلام وروسته  په خپله لومړنۍ خبری ناسته کی ژمنه وکړه چې اداری فساد به له منځه وړې او امنیت د ښه والی لپاره به د ملی مشارکت نه ګټه پورته کړي.په همدی حال کی ځینی بهرنۍ سرچینی بیا وایې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلې چې د افغانستان د رهبرانو د نیت ثبوت په خبرو نه بلکه په عمل کې به معلومیږي.د امریکا متحده ایالاتو په دی بسنه نه ده کړې چې د حامد کرزی په مشرۍ نوی کابینه تر راتلونکو شپږو میاشتو پوری وخت لری، ترڅو د اداری فساد ریښی عملا له بیخه وباسي.په دی ترتیب ګمان کیږې چې امریکا د خپلو ملګرو او ملګرو ملتونو لپاره دی ته لاره پرانیستی له هری لاری چې وې په افغان حکومت زور واچوې څو عملې ګامو پورته کړي.لکه څرنګه چې د برطانیې لومړې وزیر ګوردن براون په دی وروستیو کی اخطار ورکړی وو چې د بریطانیا پوځې مرستی د افغان حکومت د مبارزی سره تړاک لرې چې د اداری فساد د لمنځه وړلو لپاره یې ترسره کوي.نه یواځې امریکا او متحدینو یې بلکه ملګرو ملتونو هم په دی وروستیو کې د حامد کرزی نوي حکومت ته شرطونه وړاندی کړی تر څو دهغې لمخې خپل پروګرامونه طرح او هغه عملي کړي.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې ځانګړې استازی کای آیډی په تازه ګۍ سره اعلام کړې چې :" افغان حکومت ټوپک سالارانو او د قدرت دلالانو ته ددی اجازی په ورکولو سره چې خپلې سیاسي لوبی په لاره واچوي، د نړیوالو ملاتړ او مرستی له خطر سره مخامخ کوي.دا په داسی حال کې ده چې د افغانستان د باندینو چارو وزارت د کای آیډي خبری ناسمی او هغه یې د هغه له واکه پورته بللی دی.

اوسنیو شرایطو ته په کتو سره نړیواله ټولنه وایې د نوي افغان حکومت لپاره  ورځ تر بلې وسله وال مخالفین مسلح او ادارې فساد غښتلې کیږي؛که له یوې خوا د بدامنۍ ستونزه او بل لوری ته (له ټاکنو وروسته) د مخالفی سیاسي ډلې طیف راپیدا کیدل دې نو دغو دوو ستونزو ته د حل د لاری په پیدا کولو کې څیړونکې بیلابیلی نظریی وړاندی کوي.
 په ولسې جرګه ګې د کابل د خلکو استازی او سیاسي څیړونکې شکریه بارکزی د خلکو او نړیوالې ټولنې دغه غوښتنه په حقه بولی او وایې : "په پخوانۍ اداره کې فساد یو له عمده ننګونو څخه شمیرل کیږي." خو دا چې د دغه فساد جرړې له کومه ځایه سرچینه اخلې میرمن بارکزۍ هغه د نظام په شډل توب او دیوه واحد اداری سیستم په نه موجودیت پوری تړلې ګڼې. که څه هم میرمن بارکزۍ په هغه کابینه باندی چې وکولای شي مثبت بدلون په موجوده حالاتو کې رامنځ ته کړي؛ هیڅ باور نه لري.هغه دلیل راوړې او وایی:" ددی امکان شته چې د کرزی د ټیم همکارانو یو شمیر ددی په فکر کې وي چې په راتلونکې کې د قدرت خاوندان اوسيږي."
خو دا چې په څه ډول به له پراخ مالې او ادارې فساد سره مبارزه ترسره شي، او دغه مبارزه به څومره پایلې ورکړي په پارلمان کې د کندز د خلکو استازی معین مرستیال په دې اند دی تر څو چې ولسمشر په خپله نوی اداره کې د مکافاتو او مجازاتو سیستم عملې نه کړي، ادارې فساد له منځه نه ځي.
مرستیال زیاتوي، لکه څرنګه چې نظام له شایسته سالار پرته نه شې کولای د اداري فساد جرړی له بیخه وباسي، دغه راز له صادقو او تجربه لرونکو خلکو له ګډون څخه چې د بیلابیلو قومونوڅخه جوړ وي شایسته سالاری هیڅ معنی نه لري.
 د ادارې فساد په بحث کې باید وویل شي چې یو شمیر ددی ادعاکوې چې د کرزی شاوخوا ډله د نشه ای توکیو په قاچاق او  اداری فساد کی ښکیله ده، له یوی خوا د جهادی رهبرانو او قوماندانانو شریکول په حکومت  کې چی له ټاکنو وړاندی یې له هغوې سره د لویو لویو پوستونو ژمنې کړې وې، نو څرنګه به وکولای شې پراخه مالې او ادارې فساد په افغانستان کې نابود او له منځه یوسي؟
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځې استاد او د نظر خاوند نصرالله ستانکزی وایې چې په فساد کی دوه مسلې باید یو له بل سره بیلې شي:
لومړې فرض کړی چې د کرزی شاوخوا ډله د نشه ای توکیو په قاچاق کې لاس لري، په دی صورت کی  که هغوی له خپل موقف نه ګټه اخلې دا د ولسمشر پوری اړه نه لري، ځکه ددی لپاره د حقوقې لحاظه، که چیرې د یوه تن جرم ثابت شې نو مجرم باید مجازات شي؛ دوهمه دا چې هرکله دوې د ولسمشر له موقف نه ناوړه ګټه پورته کول غواړي په هغه صورت کې ولسمشر باید د هغوی لپاره دا پوستونه ورنکړي.
د نوموړې په اند په افغانستان کې ادارې فساد  دوه څانګې لرې کورنۍ او بهرنۍ.ستانکزی زیاتوي په کورنۍ څانګه کې بیا هم دوه مهمې مسلې شته، یوه دا چې افغانی مقامات په خپله په ادارې فساد کی ښکیل دی او دوهم دا چې د آزاد اقتصاد بازار چې په هغې کې د همدې لوړپوړیو چارواکو خپل خپلوان دخیل دي لوی لوی تړونونه ددوی له لورې ترسره کیږي.
خو استاد ستانکزي د فساد د بهرنۍ څانګې تر څنګه د افغان چارواکو ، او د هیواد څخه بهر د اقتصادی مافیا لاس ، مهم وباله.
د ستانکزی په نظرچې  په دولتې ادارو د فساد دمخینوې لپاره د حل لاری کومې دي، څو مهار شي؟ نوموړې په دې اړه په  درې ټکو ټینګار وکړ:1. مجرمین باید د جرم له ثبوت وروسته، محاکمه شي.2. د دولتې چارواکو خپلوان چې د نشه ای توکو په تجارت کی ښکیل وي، د دولت په داخل کې باید ځای ونه لري.3. جنګې جنایتکاران باید محاکمه شي.
دا په داسی حال کی ده چې بهرنیو مطبوعاتو په وار وار سره د بیلګې په ډول نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لومړې ځل لپاره په ۲۰۰۵ زیږدیز کې ادعا وکړه چې د کرزی شاوخوا ډله د نشه ای توکیو په قاچاق او تجارت کی لاس لري، د تورنو کسانو له ډلې څخه د ولسمشر کرزې ورور احمد ولې کرزی، د هلمند پخوانې والی شیرمحمد اخندزاده او په دا تیر اخر کې مارشال محمد قسیم فهیم په صریح ډول سره په ګوته کړی دي، خو تورن کسان او کرزی په خپله دغه مسله له حقیقت څخه لیری بولی، او هغه ردوي. یوه بله عمده پوښتنه چې د افغانانو سره په ذهنونو کې شته هغه داده چې د ولسمشر کرزي دا نوی حکومت به څه معجزه وکړې څو د تیرو پنځو کلونو یا له هغه څخه د زیاتو کلونو کار چانس په د شپږو میاشتو یا له یوه کال څخه په کمه موده کې عملې کړي؟
د کابل پوهنتون استاد احمد ضیاء رفعت وایی:"۱- کرزی کولاې شي غښتلو او تر ټولو تکړه وزیرانو ته په خپله کابینه کې ځای ورکړي ۲-  کرزی باید خپل مشورتی ټیم قوې او غښتلی کړي."
هغه وایې په دی شرط  که نوموړې وغواړې، دا کار حتې په یوه میاشت کې امکان لري.خو رفعت زیاته کړه د حکومت غښتلې او هدف لرونکې پلان د راتلونکې قوي حکومت لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې امکان نه لرې خو د وخت په زیاتوالې سره دا کار شونتیا لري.
نوموړې زیاته کړه:" که چیرې ښه حکومت منځ ته راشي، کولای شي د اداری فساد په وړاندې د مبارزی لپاره قوانین جوړ او هغه پلې کړي."
 د امنیت د ښه والې په اړه رفعت په دی باور دی چې د افغان امنیتې ځواکونو له تخنیکې او مادی غښتلتیا پرته چې د بهرنیو روزونکو له لورې ورته زده کړې هم ورکول شوې وي، د امنیت تامینول ستونزمن کاردی.خو د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه بیا وایې:"  په دې کې نړیوال ځواکونه زیات مسؤلیت لرې څو د ترهګرۍ جرړې له بیخه وباسي، که چیرې نیمګړتیا موجوده وې هغه به د دوی خپله نیمګړتیا وې نه د افغان امنیتې ځواکونو." دا په داسې حال کې ده چې نصرالله ستانکزی بیا د امنیت فزیکې تامین، د افغان امنیتې ځواکونو غښتلتیا، د عادی افغانانو لاس رسې مادې امکاناتو ته د امنیت په ښه والې کی اړین ګڼي.د هغه په اند لازمه ده چې دولت امنیت په خپلو لومړیتوبونو کې راولې او پاملرنه ورته وکړي، خپله پالیسې  او ستراتیژی دقېقه طرح او هغه طبیق کړي، د هغه په وینا امنیت په ویلو نه بلکه عملې کار غواړي.
اوس ددی موقع رارسیدلې ده چې راتلونکې نوی حکومت باید دا ثابته کړې چې د ادارې مزمن فساد لپاره کوم تدابیر په لاس کی لرې، او څرنګه کولای شي هغه د لومړنۍ دندی په  توګه د امنیت د ښه والی سره یوځای پلې او عملی ګامونه پورته کړې،  چې په دې صورت کې به ددی امکان ولرې د امریکا او د هغې د متحدینو د ملاتړ څخه برخمن شي.