هغه څیړني چي د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون له لورې تر سره شوي وی، دا په ډاګه کوې چې د زمری د ۲۹ ټاکنی له درغلیو ډکي وی. د څیړونوکو په هاند، دا درغلۍ چې په یو شمېر ولایاتونو کې تر سره شوي دي، په دیموکراسۍ او ټاکنو باندی د خلکو باور ته یو دروند ګزار ورکړل شوی دی. دا دوهم ځل دی چې د افغانستان خلک په خپل سیاسي تاریخ کې د ولسمشری په ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلو رایو له لاری ولسمشر غوره کړ. خو د لومړي پړاؤ په ټاکنو رامنځ ته شویو درغلیوو خلک اندیښمن کړل چې د دوی رایی هیڅ ارزښت نه لري، یوازی درغلي او لاسوهني د خلکو سر نوشت ټاکي. همدا راز د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لومړینیو پایلو په اعلامولو سره چې په ترڅ کې حامد کرزي ۵۵ سلنه رایی تر لاسه اوګټوونکې اعلان شو، خو د کمیسېون په دی پریکړه د متعرضو کاندیدانو اعتراضونه را وپاریدل، چې په پایله کې یې کورنیو او بهرنیو مدنی مؤسسو او رسنیو داسې اسناد او شواهد په داګه کړل، کومو چې د ټاکنو په لومړي پړاؤ کې د سترو درغلیو شتون په ګوته کړ.
ورسته بیا د شکایتونو کمیسېون له خپلو پنځه کارکونکو ( دری بهرنی او دوه کورني ) سره د شکایتونو د څیړلو کار پیل او د نږدی دوه میاشتو په ترڅ کې د دری زرو زیات شکایتونه په ټاکنو کې د درغلیو د شتون په اړه وڅیړل، چي په ترڅ کې دا په ډاګه شوه چې د زمرې د ۲۹ ټاکنې، په خپل لومړي پړاؤ کې بریالی کاندید نه لري.
د ټاکنود شکایتونو کمیسېون له لوری د ورستیو پایلو اعلامول او د ټاکنو غزیدل دوهم پړاو ته دا ښايی، چې د ۴۱ کاندیدانو له ډلې څخه یوه هم و نه شو کولای د ټاکنو په لومړي پړاؤ کې لازمې رای خپلې کړي؛ بلکه د لومړي پړاؤ په ټاکنو کې پراخه درغلۍ رامنځ ته شوې کومې چې له یوه ملیون څخه زیاتې وې، چې ددی ډلې څخه یو زیات شمیر یې د حامد کرزی په ګټه کارول شوی وی.
اوس چي خلک د دوهم پړاو ټاکنو ته سترګی په لاره دي، نو د درغلیو د مخنوی او په خلکو کي د ټاکنو د روښنتا د اعتماد رامنځته کولو په اړه باید کومه لاره غوره شي؟ د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنیاد (FEFA) مسوول جانداد سپین غر د درغلیو څخه د مخنوی لپاره څو اصله وړاندی کوي: ۱. د ټاکنو اړوند ټول نهادونه باید خپل بې پریتوب وساتي، کوم چې په لومړی پړاو کي ونه لیدل شول. ۲. د قانون له مخی باید ټولو هغه کسانو سره سخت چلند وشي چی درغلی یی تر سره کړي، هغوی باید عدلي او قضایي څانګو ته ورپیژندل شي څو په راتلونکي کې د ټاکنو د خپلواک کمیسېون کارکونکي په درغلو لاس پوری نه کړي. ۳. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په جوړښت کې باید بدلون رامنځته شي، تر څو هم د مخالف نوماند باور تر لاسه، او هم خلک د کمیسېون په بی طرفۍ باور وکړي. څرنګه چي اوس خلک د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د حامد کرزی د پلوي په سترګه ګوري. ۴. هغه ټاکنیز محلات چې امنیتي ستونزی لري د خلکو پرمخ خلاس نه شي،دغه راز باید کورني او بهرني ځواکونه د څارونکو او رای ورکوونکو امنیت خوندی کړي، تر څو له ټاکنو څخه په ښه توګه څارنه تر سره کړي. ۵. د ملي بنسټونو د څارنی تر څنګ باید د نړیوالی ټولنی څارګر رول هم زیات کړل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسېون په جوړښت کې د بدلون مسله د حامد کرزی په ټاکنیزو سیالیو کې د هغه تر ټولو سرسخت سیال عبدالله عبدالله لخوا د یو شرط په توګه وړاندی شوی ده. د حامد کرزی سیال عبدالله عبدالله په ټاکنو کي د ګډون او د درغلیو د مخنیوې په موخه غښتی چې د ټاکنو د خپلواک کمیسېون مشر عزیزالله لودین دی له خپلې دندی ګوښه کړای شي، اوهم دی د دری وزیرانو( د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر ، د معارف وزیر فاروق وردګ او د سرحدونو او قبایلو د چارو سرپرست وزیر اسدالله خالد ) دندی دی د تعلیق په حالت کی راوستل شي. عبدالله عبدالله همدا راز وړاندیز کړی چي د هغه څارونکي دی په ځینو وزارتو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په ګډون ځاې پرځاې شي. خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د زمري د ۲۹ د ټاکنو هر راز تنطیم شوي درغلۍ ردوی او وایی چې د ټاکنو خپلواک کمیسېون مشرتابه او رهبری هئیت هیڅ راز درغلیو کې لاس نه لري، یوازی ځیني ټیټ واکي ولایتی کارکونکي په درغلیو ګرم دی. په همدی دلیل د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۲۰۰ تنه کارکوونکي چې په درغلیو کي یې لاس درلود له دندی ګوښه او عدلی مراجعو ته به ور وپیژندل شي. نور وایی: هیڅ تضمین وجود نه لري چې په راتلونکو ټاکنو کې درغلی نه کیږی، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون کوښښ کوی چی خپل کار په ښه توګه سر ته ورسوي.
د داکتر عبدالله عبدالله ویلي د ټاکنو په دوهم پړاو کي به په دی شرط ګډون وکړي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر دی ګوښه شي او د دری وزیرانو دندی دي وځندول شي، چې دغه شرطونه یې د حامد کرزی له لورې نه دی منل شوي. همداراز ښاغلی نور وایی: "د عبدالله عبدالله واړندیز د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه د ګوښه کولو په اړه د قانون پر خلاف یو عمل دي، نو څرنګه چي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قانون په اساس رامنځته شوی، د قانون په ړنا کې خپلې چاری پر مخ وړي او د کاندیدانو شرطونه د هغوی شخصي نظر دی. موږ یوازي د ټاکنو د ترسره کیدو دنده په غاړه لرو او موږ د هغې په معینې نیټې د ترسره کیدو لپاره تیار یو."
خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین غړی محمد سرور جوادی وایی: که چیرې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو اړخیځ عمل نه وی کړی ولې دوی په لومړنۍ څیړنو کې درغلیو ته پام و نه کړ، او لومړنۍ پایلی یې د قانون پر خلاف اعلان کړی. همدا راز د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حقیقت پر خلاف اعلان وکړ چې حامد کرزی په ټاکنو کي ۵۵ سلنه رایی تر لاسه کړي دي. بل لوری ته د ټاکنو شکایتونو د کمیسیون څیړنی پای ته ورسیدی خو پایلې یې په دی خاطر چې کرزی بریالی نه دی اعلام نه شوی چې د کرزې له منلو وروسته یې اعلان کړی؛ بیا هم اعلام شوی پایلې دهغه څه خلاف وی چې د ټاکنو د شکایتونو کمیسېون په ډاګه کړی وی. په یاده مسله کی موږ ولیدل چي د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو اړخیځ عمل وکړ. همدا رنګه پدی ورستیو کي د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر د نیویارک ټایمز سره په مرکه ویلی ووچې د لومړی پړاؤ په شان دا ځل هم حامد کرزی د ټاکنو ګتونکی دی، چې دا خبره د قانون خلاف ده. نو د روښانه ټاکنو د تر سره کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مشرتابه ګوښه کول اړین ګڼل کیږی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ددی مسئلې په ځواب کې وایی:"موږ دی ته سترګی په لاره وو چې د ټاکنود شکایتونو کمیسېون په هغه کړنلاره چې موږ ورته ویلی وو عمل وکړي؛ خو دا کړنلاره عملی نه شوه. په همدی دلیل موږ تر اوسه هم د ټاکنو شکایاتو کمیسیون په اعلام شوو پایلو باندی چي ټاکني یی دوهم پړاو ته وغزولی، ځني ملاحظات لرو، خو څرنګه چي د ټاکنو شکایاتو کمیسیون تصمیم ورستني دي، نو موږ هغه ومنله."
د دی ټولو تر څنګ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کار پایلې د درغلیو کوونکو کارکوونکو په اړه چې عدلې او قضاېې څانګو ته یې د ټاکنو قانون د ۵۴ مادی پر بنسټ وسپاري تر اوسه معلومه نه ده. همدا راز د حامد کرزی او عبدالله تر منځ تربګي د لړم ۱۶مې ورځې پورې کومه چې د ټاکنو خپلواک کمیسېون اعلام کړې له جدی ننګونو سره مخامخ ده او ګمان کیږی چي دا ټاکنی به تر سره نشي.

