د ولسمشرۍ څوکۍ ته ولاړ اوسنې افغان ولسمشر حامد کرزی، او یو له دی څوکۍ ته د ولاړو کاندیدانو څخه یو تن د دوهم ځل ټاکنو ترسره کیدو ته لاره پیدا کړې،او همدا مهال پری خبری اتری روانې دي.
 نوموړی هغه مهال چې محبوب وو چې د لویدیځې نړۍ سره یو ځای او متحد وو، په حقیقت کی هغه د لویدیځوالو په ځانګړې ډول د امریکا په مرسته د واک په ګدۍ کیناست؛ خو اوس مهال چې نړیواله ټولنه د افغانستان د ټاکنو بحران ته د حل لاره پیدا کول غواړی، کرزی د لویدیځې نړۍ د بی ساري سیاسي فشار لاندی راغلی دی.
د یوه سیاسي څیړونکې انجینر محمد حبیب په وینا: "د لویدیځ او کرزې د دوستۍ دوره پای ته رسیدلی ده." د هغه په اند نوی اعتماد رامنځ ته کول څه اسانه کار نه دی، که چیرې کرزی د دوهم ځل لپاره هم د واک چاری خپلې کړې لویدیځ به هغه ته د خپل یوه سیاسي شریک په توګه ونه ګوری.

د زمری د ۲۹ می د ټاکنود پایلو تر اعلام وروسته چې د تلی په ۲۸ مه اعلان شوی، کرزی د بهرنیو په ځانګړی ډول د لویدیځو هېوادونو د رهبرانو له لورې دی ته غاړه کیښوده چې ټاکنې دې دوهم ځل ترسره شي، تر څو د ټاکنو په لومړې پړاؤ کې راولاړو شویو ستونزو ته د پاې ټکې کیږدي. د هغه دغه ارامې یوه نسبې چوپتیا رامنځ  ته کړه؛ خو داسې لیدل کیږي چې دغه نسبی چوپتیا لنډمهالی او د ماتی سره مخامخ ده.
ټاکل شوې چې د دوهم ځل لپاره  ټاکنې د لړم په ۱۶ مه د کرزې او دهغه سر سخت سیال داکترعبدالله عبدالله ترمنځ  ترسره شي.خو ددی امکان لري چې  د ټاکنو په لومړي پړاؤکې رامنځ ته شوې درغلۍ د دوهم ځل ټاکنو د وروسته والی لامل وګرځید. پراخه درغلۍ چې په لومړۍ پړام کې ترسره شوی او زیاته برخه یې د کرزې د ټیم پوری اړه درلوده خو کرزی د خپل ټیم له لوری د درغلیو ترسره کیدل رد کړل، ولی د لویدیځی نړۍ سره یې د کرزي په راتلونکو اړیکو ژور اثرات پری ایښي دي.
په ټاکنو کې رامنځ ته شوې بحران هغه مهال اوج ته ورسید چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کی د خپلی رهبرۍ په لټه کی ده. په افغانستان کې د ایتلافې ځواکونو قوماندان جنرال مک کرستال افغانستان ته له څلویښت زروپه شاوخوا کی امریکایی سرتیرو د را استولو غوښتنه شوی چې دې غوښتنې د اوباما دولت له یوه سخت ازمیښت سره مخ کړی دی.
امریکایان په دی ښه پوهیږي چې له یوه افغان شریک څخه چې هغوی ته باوری وي په افغانستان کې  د بریالیتوب کم چانس لري.
ښاغلې حبیب په دی اړه وایی:"  د لویدیځوالو اعتماد په ځانګړې ډول د امریکایانو اعتماد د کرزی په اړه له منځه تللی." د ښاغلې حبیب په باور د کرزی حکومت مخکې له دی په نړۍ کې د یوه ناکاره او تر ټولو فاسد حکومت په نامه یادیده؛ خو هغه درغلۍ چی په ټاکنو کی رامنځ ته شوی دغه فاسد والی یې دوه برابره کړ. دی ننګونو ته په کتو سره که بیا هم کرزی د ټاکنو په دوهم پړاؤ کې بریالی شي د لویدیځ تر فشار لاندی به وي.
کرزی سره لدی چې د ټاکنود دوهم پړاؤ د ترسره کیدو سره یې موافقه ښودلی، په ټاکنو کې د لویی درغلۍ تر سره کیدل یې رد کړي او دهغې په وړاندی مقاومت کوي. د شکایتونو د کمیسېون له لوری په ګوته شویو یو ملیون او ۳۰۰ زرو په شاوخوا کې د تقلبی رایو له ډلې څخه دا په ګوته کوي چې شاوخوا یو ملیون تقلبی رای د کرزی پوری اړه درلوده. د همدې رایو په باطل کیدو سره د حامد کرزی سلنه له ۵۰+۱ فیصد څخه کمه او ټاکنې دوهم پړاؤ ته لاره وموندله.د تلی په ۲۸ مه د ټاکنو د شکایتونو د کمیسېون له لورې د کرزی د زیات شمیر رایو د باطل اعلانولو وروسته ددی تمه کیده چې، کرزی به د ټاکنو د شکایتونو د اوریدو د کمیسېون پایلې په کلکه رد او د دوهم ځل ټاکنو د ترسره کیدو سره به خپل مخالفت په ګوته کړي؛ خو ددی ټولو په خلاف کرزی نرم او پریکړه یې د اټکل خلاف ترسره کړه. 
ښاغلې کرزی وایې چې دغه پریکړه یې د ملې ګټو د خوندیتوب پر بنسټ کړې نه د خپلو شخصې ګټو لپاره، او همدا لامل دی چې دوه ځل ټاکنې ترسره کیدل یې ومنل.
دا مسلمه ده چې کرزی تر اوسه هم په یوه حساس او سخت وضعیت کی راګیر دی. ښاغلې کرزی چې همدا مهال هم د لویدیځ په ځانګړې ډول د امریکا له لوری دی کار ته ځانګړې شوی، په تیرو څو  کلونو کې هڅه وکړه، تر څو وښایې چې له سیاسي او دهنې آزادی څخه برخمن دی. په ځانګړې ډول هغه مهال چې د اوباما نوی ادارې په کار پیل وکړ.
د سیاسي چارو یو بل څیړونکې مسعود انصاری بیا وایې:" د کرزی انتخاباتي ټیم هغه څه چې دوی یې د ټاکنو په بهیر کې د بهرنیو لاس وهنه بولي، تبلیغ کوي. هغوې ادعا کوې چې د ټاکنو د شکایاتو کمیسېون پریکړه سیاسي او د بهرنیو د زور او فشار لاندی یې ترسره کړی ده؛ خو په نهایت کی دی ته متوجه شول چې د زمری له لکۍ سره لوبی کول له خطره خالی نه دي."
د انصاری په باور، کرزی هیڅ قانونی دلیل نه درلود چې د ټاکنو د شکایاتو د اوریدو د کمیسېون دکار پایلې رد کړي. او هر ډول هڅه ددی کار لپاره له خطر څخه خالی هم نه وه او کولای یې شول چې نه پیش بینی کوونکې عواقب به یې له ځان سره پری ایښی وای.
یو زیات شمیر با نفوذه لویدیځ وال مقامات ، ملګری ملتونه او د ملګری ملتونو رییس بانکی مون، د برطانی لومړی وزیر ګوردن براون، د امریکا دبهرنیو چارو وزیره هیلاری کلنتن په ګډون مخکې له دی چې د ټاکنو پایلی اعلان شي د کرزی سره ټلیفونی اړیکی ونیولی. انصاری وایی:" دغه اړیکې مسلماً عاجزانه نه وی، بلکه دا ټول جدی اخطآرونه وو چې باید له قرمزی کرښی څخه تیر نه شي."
په افغانستان کی د سیاسي بخران په شدت اخیستلو سره سپینه ماڼۍ هم خپل فشار ته زور ورته کړ، تر دی پوری چې ګواښ یې وکړ چې د امریکا متحده ایالات به هغه مهال چې یو بااعتباره شریک په افغانستان کی ونه لری، له افغانستان سره پری کړي.نو د هغه دولت لپاره چې پوځی او اقتصادي ملاتړ یې په بهرنیو استوار وی، دا شان موضوع یوه لویه فاجعه په نظر ښکاریده.
د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د دفتر رییس راحم ایمانویل په ډاګه وویل که چیرې په افغانستان کی د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره د حل لاره پیدا نه شي نو اوباما به افغانستان ته د ا ضافې سرتیرو د استولو په پریکړه له ځنډ سره مخامخ کړي. راحم ایمانویل زیاته کړه اوباما نه غواړي امریکایی سرتیری د هغه حکومت لپاره وجنګیږي او خپل ځانونه قربان کړي، چې په پراخ ډول نا مشروع شمیرل کیږي.
ایمانویل د سی ان ان تلویزونی شبکې ته وویل:" ډیره بی باکه به وی چې موږ افغانستان ته د اضافې سرتیرو د استولو په برخه کې پریکړه وکړو، تر هغې چې ونه پوهیږو چې په افغانستان کې زمونږ سیاسي شریک یا هغه څوک چې د واک چارې په خپل لاس کی نیسي موثر دی او که نه؟ هغه څوک چې وکولای شي هغه فرصت چې امریکایی ځواکونه یې لاسته راوړي وساتي او د افغانانو لپاره داړتیا وړ اسانتیاوی برابری کړي.
خو بل لوری ته د امریکایی سناتور جان کیری لیدنه د ارګ په ماڼۍ کې له ولسمشر حامد کرزی سره هغه مؤثر ګام ؤ چې په افغانستان کی د ټاکنیز بحران لپاره پورته شو.
دا چې دقیقاً جان کیری به کرزی ته څه ویلی وي معلومه نه ده، خو زیات ګمان کیږې چې د هغه، اوباما او ایمانویل اهداف او موخې به سره نږدې وی. د نیویارک ټایمز په حواله په کابل لویدیځ وال ډیپلوماټان وایې، سناتو کیرې په ډاګه کرزې ته ویلی وو چې که هغه د ټاکنو پایلې رد کړي نو په محتده ایالاتو او اروپا کې به یې ملاتړ له منځه ولاړ شي.
بل لوری ته په کابل کې یوه بل سیاسي کارپوه داکتر محی الدین مهدی وایې: کرزی په نهایت  کې د بهرنیانو فشارونو  ته تسلیم او دیته اړ شو چې د نړیوالې ټولنې په غوښتنه د بلی ځواب ورکړي.
مسلمه خبره ده چې د بهرنیانو فشار په کرزی هغه څه وو چې نوموړې یې په سخت حالت کی راګیر کړی وو، خو دغو فشارونو د هیواد په داخل کی د هغه لپاره هغه څه وو چې ډير څه یې لاسته تری راوړل.
په تیرو څو کلونوکې ، کرزې د امریکا ضد پلوه عناصرو په منځ کې یوه اندازه محبوبیت هم پیدا کړی وو. ځینو افغانانو به د کرزی تندې بیانیی د امریکایې ځواکونو له لورې د غیرملکی افغانانو د وژلو په اړه ستایله، او دا به یې ګڼله چې کرزې نور د امریکا د دیکتو په وړاندی راپورته شوې دی.
د کابل ښآر ۴۹ کلن حسین راشدی وایی:"زه پدی لامل کرزی ته علاقمند یم چې هغه نه غواړي بهرنیان په افغانستان کې لاس  وهنه ترسره کړي." دهغه په اند کرزې په لومړي پړاؤ کې بریالی وو؛ خو دا د بهرنیانو لاس وهنه وه چې په پایلو کې یې له نوموړې سره درغلې وکړه.
د کابل ښار یوبل اوسیدونکې ۴۲ کلن سلیمان له دی نظره په یوه غږ دی.  او وایې ددی لپاره یې کرزې ته رای ورکړی ده چې، کرزی یواځې د افغانستان په اړه فکر کوي.
سره لدی بیا هم لیدل کیږې چې کرزې په دی توانیدلې چې یوې اندازې پوری هغه ظلمونه چې غربیانو سرته رسولي دي د خلکو په منځ کې د خپل ځان په ګټه وکاروي، څرنګه چې خلک فکر کوي نوموړی یواځینۍ سیاسي څهره ده چې د بهرنیانو د مداخلې او لاس وهنو په وړاندی ولاړ دی.
خو د کرزی او امریکا ترمنځ وروستې کشمکشونو کې داسی په نظر راځې چې کرزی په هغې کې ماته  خوړلې او د هغوې غوښتنو ته یې غاړه ایښې ده.