له دوه میاشتې ځنډ، ابهام او اندیښنو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسېون دې پایلې ته ورسید چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې د روان لمریز کال د تلی د میاشتی په ۲۸ مه د سه شنبی په ورځ اعلام کړي، چې له  مخې یې د ولسمشرۍ څوکې ته له ولاړو کاندیدانو څخه یوهم په دی ونه توانید چې کافی (۵۰+۱ ) رای خپلی او ګټونکې  اعلان او دوهم پړاؤ ته د ټاکنو د ورستنیدو مخه ونیول شي، ددی سره سره بیا هم ټاکل شوې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاؤ د لړم د میاشتې په ۱۶ مه نیټه تر سره شي.
له هغه وروسته چې د ټاکنود شکایتونو د اوریدو کمیسېون ښکاره او قانع کوونکې شواهد د زمری د ۲۹ نیټي په ټاکنو کې په ګوته او د ټاکنو خپلواک کمیسېون ته یې وروښودل چې د یو ملیون او ۳۰۰ زرو په شاوخوا کې رای باطلی اعلام کړي. هغه موضوع چې ددی لامل وګرځید هغه د حامد کرزی په ترلاسه شویو رایو کې تر ټولو زیاته درغلې وه چې له مخې یې د نوموړې سلنه له شاوخوا ۵۵ څخه نږدې ۵۰ سلنې ته را ښکته کړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسېون سره له دی چې د مخه یې د ټاکنود شکایتونو د اوریدو د کمیسېون په اړه شک ښکاره کړی وو، اعلام وکړ چې د لړم په ۱۶ نیټه به د ولسمشرۍ دوهم پړاؤ ټاکنې د حامد کرزی او دغه تر ټولو نږدی سیال داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ تر سره شي. د ټاکنو خپلواک کمیسېون په هغه بیانیه کې چې رسنیو ته په واک کې ورکړل شوې وه، ویلي وو د ژمې په رارسیدو، محدودیتونو او په هیواد کې د شته بیلابیلو ننګونو له امله یې پریکړه کړې څو ټاکنی ژر تر ژره تر سره شي.
په هغه مطبوعاتې ناسته کې چې د تلی په ۲۸ مه په کابل کی له غرمی وروسته ترسره شوه حامد کرزی په داسی حال کې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټی مسؤل، د ملګروملتونو ځانګړي استازی کای آیډی، د انګلستان او فرانسې هیوادونو سفیرانو هم ورسره په دغه خبری ناسته کې ملتیا کوله، د ټاکنو د خپلواک کمیسېون پریکړه یې د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم ځل په ترسره کیدو سره، ومنله.
د نظم نشتوالی او پراخه ټاکنیزی درغلۍ چې کورنې او نړیوالو کتونکو او بیلابیلو بنسټونو یې رپوټونه ورکړل، د زمری د ۲۹ می ټاکنې یې شدیداً تر پوښتنی لاندی راوستې. په همدی حال کې د ملګرو ملتونو رسوایې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازی د مرستیال (پیترګالبرایت) د ادعا په دلیل چې کای آیډی غوښتل د حامد کرزی په ګټه کاری درغلیو باندی  خاوری واړوي او هغه پټې کړي، چې همدغه ټکې د زمری د ۲۹ می نیټې د ټاکنو تر پوښتنې لاندی په راتلو کې مرسته وکړه.
داکتر عبدالله د له کرزی سره د ټاکنو په دوهم پړاؤ کې د سیالۍ لپاره خپله تابیا (تیاری) وښوده؛ خو نوموړې په همدی حال کی له قدرت د ویش په اړه خبری اتری رد کړي نه دي. په عین حال کی نوموړی ټینګار کوي چې موخه یې په هیواد کې د بدلون د راوستو لپاره وه، نه د کرزې په کابینه کې د څو څوکیو لاسته راوړل.
عبدالله د سی ان ان تلویزونې شبکې سره په یوه مرکه کې چې د تلی په ۲۷ مه خپره شوه ویلي: " په داسې حال کی د ټاکنو د دوهم پړاؤ لپاره اماده یم، د خبرو اترو لپاره می هم خپلې دروازی پرانیستې پری ایښې دي." هغه راتلونکو ستونزو ته په اشاری سره وویل: " د ژمې رارسیدل او امنیتي حالت هغه حقایق دي چې مونږ ورسره مخامخ یو."
کرزي په ښکاره ډول د یوه ائتلافی دولت جوړیدل رد کړي دي.
نوموړې په د تلی د ۲۸ په جوړه شوی خبری ناسته کی وویل:"  ائتلافی دولت به هیڅ مشروعیت ونه لري او نه یې هم د جوړیدو امکان شته"؛ خو په عین حال کی هغه ټینګار وکړ چې د "ملي مشارکت دولت" ته زیات متمایله دی.
سره له دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسېون د ټاکنو د دوهم پړاؤ د ترسره کیدو لپاره د تیاري اعلام هم کړی، خو واقعیت دادی چې ژمې رانږدی دی، امنیتي حالات کړکیچن دي، او دغه راز بیلابیلی شته ننګونی به  د ازادو، عادلانه او شفافو ټاکنو ترسره کیدل له ستونزه سره مخ کړي.
خو اوس پوښتنه راولاړیږي چې د دوهم پړاؤ په ټاکنو کې څنګه کولای شو له هغو تیروتنو څخه چې په دا تیرو ټاکنو کې ترسره شول مخه ونیسو، او آیا د ټاکنو خپلواک کمیسېون خپلی لومړنې تجربی ته په کتو او د ملګرو  ملتونو سازمان چې رسوایی ورکې رامنځ ته، اوس هم د ازادو، عادلانه او شفافو ټاکنو په اړه باوری دي او که نه؟اوس مهال پوښتی له ځوابونو څخه څو چنده زیاتې دي.