ټاکل شوې وه چې د چهارشنبې په ورځ زمونږ د ننګرهار ولایتې همکاره مرکزې دفتر ته د خپل کارې رپوټ د وړاندې کولو په موخه کابل ته راشې، خو هغه د پنجشنبې په ورځ دفتر ته راورسیده. له سلام او کلام وروسته می ترې نه پوښته وکړه چې ولې تیره ورځ دفتر ته را نغلۍ ‎؟

هغې د خپل سفر کیسه راته پدې ډول شروع کړه:

د چهارشنبې په ورځ کله چې ما غوښتل د کابل په لورې حرکت وکړم، نو په جلال اباد  کې مې د کابل هډې څخه د سهار شاخوا لس بجې حرکت وکړ. په موټر کې راسره ډیر نور خلک د ښځو او ماشومانو په ګډون ناست وو، کله چې د لغمان د  خیرو خیلو او کابل د سروبې ترمنځ سیمې ته راورسیدو، د لیرې څخه مې دود تر سترګو شو،خو هغه مهال چې د تنګې سیمې ته رانږدې شوې ګورو چې د تیلو یو ټانګر طالبانو ویشتلې وو او لاره بنده وه.

کله مې چې ساعت ته ولیدل شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې وې، یوه شیبه پدې تمه چې ګوندې لاره به ژر خلاصه شې په موټر کې کښیناستو، خو سختې ګرمۍ د موټر له پاسه چت هم ګرم  کړ او د ژمې توده بخارۍ تری جوړه شوه، په موټر کې ناستې ښځې او ماشومان هم ګرمۍ وارخطا کړل، شورماشور جوړ شو او هر ماشوم اوبه اوبه چیغې وهلې، ځېنې خلک له موټر څخه لاندې ښکته شوې وو، چې ناڅاپه یو وار بیا د کلاشینکوپ ضربه ډزې وشوې، په سیمه کې هر خوا منډې شوې، نر هغه څوک وو چې د یوې موړې او تیږې شاته پټ او خپل ځان ډاډمن کړې چې د وسلوالو له ډزو څخه په امان کې دی.

کله چې زه ځیر  شوم په ټانکر کیڼ لورې ته د غره له ډډې ډزې کیدې، له شیبې وروسته ډزې غلې شوې، په لسګونه مسافر له موټرو څخه په تیښته وو هېچا هم زړه نا کاوه چې موټرو ته نږدې شې ځکه ډاریدل چې وسله وال په دوې ‌ډزی ونه کړي.

په همدې ویره او ډار کې وو چې نږدې ۱۱:۴۵ دقیقی د لغمان له لورې د پولیسو یو څو موټر راورسیدل او د تیلو د ټانکر په لورې ولاړل، خو نه هم طالب راښکاره شو او نه هم وسلوال ، له ټانکر موټر څخه تیل بهیدل ، د موټر ماشین اور اخیستې وو، موټروران او ورسره کلینډر ېې دواړه ټپیان شوې وو، پولیسو هغوې په امبولانس کې روغتون ته ولیږدول. وروسته پولیسو لدی ویرې څخه چې ټانکر په خپل سرچاودنه ترسره او زیان رامنځ ته نکړي د یوه واټن څخه په راکټ وویشت، ټانکر چې شاوخوا ۳۰ زره لیټره تیل ورکې موجود وو یوه سره لمبه وکړه او دودونه یې اسمان ته پورته شول.

د تیلو سوځیدو شاوخوا یو نیم ساعت دوام وکړ، پدې وخت کې ملې اردو هم راوسیده خو هغه مهال نه طالبان وو او نه وسله وال کسان چې ورسره یې مقابله کړې وای، د عینی شاهدانو په وینا پخوا به د لغمان په خیروخیلو او د سروبې په وریښمین تنګې سیمه کې له غره څخه د ایتلافې ځواکونو په اکمالاتی کاروانونو بریدونه کول، خو  داځل یې له هوار میدان او د سړک له غاړې څخه په موټر برید ترسره کړ.

 د کابل – جلال اباد په لویه لاره د تیرې ورځې پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږې چې راتلونکو ولسمشریزو او د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته ۲۷ ورځې نوری پاتې دي.

 د سېمې اوسیدونکې او د ددې لوېې لاری موټرچلوونکې او مسافر  اندیښنه لرې، که حالات همداسې  دوام وکړې نو د دولت مخالفې وسله والې ډلې به له دغه موقع څخه په ګټې اخیستو سره د راتلونکو  ټاکنو امنیت ته ضربه ورسوي، چې له امله به یې خلک دې ته حاضر نه شې چې په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.