په اسلام کې د ښځو سیاسي حقوق، د اوسني وخت د بحث او څیړنو موضوع شمېرل کیږي، په خاص ډول زموږ په هېواد افغانستان کې. د طالبانو له واکمنۍ راوروسته کله چې د امن فضاء رامنځ ته شوه د ښځو مسئله یو له ناندره ایزو موضوګانو څخه وه چې په ملي او نړیوالو ټولنو کې پرې بحث او څيړنې کیدی.
د بشری حقونو ټولنو، په دغه برخه کې خپل عمده فعالیتونه ځانګړي او زیاتې پیسې یې په لګښت ورسولې، چې انجیوګانو لدی تود بازار څخه ګټه پورته او په خپله نفع یې زیاتې پیسې ترلاسه کړی. ځینو د وخت نه ګټه اخیستونکو خلکو هم لدی موقع نه په ګټه پورته کولو سره د اروپا او امریکا ویزې چې کلونه کلونه یې خوبونه لیدل په آسانۍ سر ه ترلاسه کړی، او دغه راز یې د بشري حقونو له ټولنو څخه د پناه غوښتولو لپاره ګټه واخیسته؛ خودغو ټولو نمایشې حرکتونو ونه شو کولای د ښځوحقوق څرنګه یې چې تمه کیده پرځای او مثب آثر پرې وغورځوي.
دوې هم په دی برخه کې د خپل نه کارکولو د توجیه لپاره غوره وګڼله چې پدی برخو کې دخپلو ناکامیو مسوولیت داسلام او سمیه ایزه دودونو په غاړه واچوي، ترڅو له دې غلطو دلایلونه په ګټې اخیستو سره د مذهبې رهبرانو او ښځو ترمنځ تاوتریخوالې رامنځ ته کړي. چې خوشبختانه دېنې عالمان پدې وتوانیدل خلک وپوهوي ترڅو لدی لارې څخه وکولای شي ددغه ډول دسیسو مخه ډب کړي، هماغه ؤ چې د ښځو دحقوقو د مبارزې لپاره ورو، ورو لار پرانیستل شوه او خپل اصلي ځای ته ورسیده.
د ښځو دحقوقو مبارزې یوې جدي تګلارې ته اړتیا درلوده ترڅو په افغانې ټولنه کې د ښځو ځای له پوچ او ړانده تعصب لیرې پیدا کړي، څو له هرډول افراط او تفریط څخه چې په تېرو وختونو کې پلي شول او هیڅ ډول لاسته راوړنې یې هم نه درلودې، مخه ونیول شي.
ددې بحث په دوام غواړو هغه ټکې ته چې اسلام د ښځو د سیاسي حقونو په برخه کې څه نظر لري اشاره وکړو.
ښځې د انساني شخصیت له نظره د سړیو په څېر دي:
قرآنکریم پدی برخه کې زیاتوحکمونوته اشاره کړی او انسان ته یې په ترسره کولو او نه ترسره کولو امرکړی دی، په عمومي ډول سره دغه حکمونه یا امرونه په "یا ایهالذین آمنو" ژباړه (اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی) او یا هم "یاایهالناس" ژباړه (اې انسانانو! یا ای خلکو!) سره خطاب کړې دی چې پدې ټولو حکمونو کې د الله (ج) له لوری ښځو اونارینه ؤ ته یوډول خطاب شوی دی، یواځې یې نارینه او ښځینه ندی په ګوته کړي او نه یې یو ځانګړی جنس، قوم او ملت ته خطاب کړې د الله (ج) خطاب پدی کلمو کې عام دې نه خاص.همدا لامل دې چې ټول انسانان نر اوښځی په روژه نېولو، د لمانځه په اداء کولو، د زکات په ورکول، د حج په کولو، د خدای په لاره کې د جهاد په ترسره کولو اوداسې نورو دینې اموراتو مکلف دي. دغه راز ټول انسانان نراو ښځي له حرامو، غلا، زنا، قمار، شراب خوړلو اوداسې نورو نه منع شوي دي؛ مګر اسلام په ځینو خاصو ځایونو (استثناګانو) کې د ښځی او نارینه ؤ ترمنځ توپېر رامنځ ته کړی، چې شخصیت اوحقوق یې نه کمیږي، اودغه راز په نورو ټولو برخو او مواردو کې خاص توپېر نه لري.
قرآنکریم ټول انسانان په یوې جوړې نر اوښځې سره پیژني چې د ځمکې پرمخ یې د بشریت بنسټ او اساس جوړ کړی دی او هغه څه ته چې فضیلت ورکوي هغه د انسان په معنويت پوری اړه لري یعنې په تقوا او پرهیزګارۍ حاصولوسره انسان ته برتري حاصلیږي. په دی اړه الله (ج) د حجر سورة په ۱۳ آیت کې فرمایې: "یا ایهالناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا و قبایل لتعارفو ان اکرمکم عند الله اتقاکم ان الله علیم خبیر" ژباړه( اې خلکو! تاسی مې له نر او ښځې نه پیداکړی یی، او تاسې مې خیلونه او قبیلې کړي یی چې سره وپیژنۍ، او بیشکه چې د الله په نزد ستاسې ترټولو غوره کس ستاسې پرهیزګار او متقی دی، بیشکه چې الله(ج) په هرڅه پوهیږي او له هرڅه نه باخبره دی.) د بیلګې په توګه د دندو جوړښت چې د یوه قرار داد په څیر دی او د انسان له طبعې غوښتنوڅخه شمیرل کیږي دغوره والي معنا نه افاده کوي، او کله کله هم امکان لرې چې دغه قرارداد سرچپه صورت ونیسي چې کومه لویه پېښه به رامنځ ته نکړي.
ستونزه هغه مهال رامنځ ته کیږي کله چې نر او ښځې ته د طبعې غوښتنو غیر (ددوې دغوښتنو برخلاف) دندې وویشل شي. له همدغه ځای څخه د اسلام په تاریخ کې عمده وظایف د نر اوښځې ترمنځ دهغوې د علاقې او غوښتنې له مخې سره ویشل شوي دي، چې پدی ترتیب هر یو له دوې څخه د خپلو کارونو څخه راضې او په ډيره مینه یې ترسره کوي.
د ژوند کولو حق:
ښځې او نر دواړه د ژوند کولو له حق ښه برخمن شمیرل کیږي، او هیڅوک نشې کولاې ، غیر له شرعې او قانوني جواز پرته چې هغه هم یوې باصلاحیته محکمې ورکړې وی دغه حق ترې واخلي.
هرډول تعرض او زیاتې د ژوندانه د حق په مقابل کې ترټولو سخته سزا لري، اسلامې شرعیت ښځې د نارینه او،نارینه د ښځو په بدل کې قصاص کوي. هیڅ یو له طرفینو(نر او ښځې) څخه نشي کولای د نسبې او یا زوجې اړیکو په بناء د یوه چا د ژوندکولو حق واخلي (ویې وژني) حتې په خپله د خپل ژوند داخیستلو حق هم نه لري. یا په بل عبارت نراوښځې په مادي ژوند کې سره یوشان دي، او لدې حق څخه ساتنه او حفاظت په ټولو انسانانو واجب دی ترڅو چې هرانسان نر وې او که ښځه د ژوندانه د خطرسره مخامخ شي باید له هغوې څخه یو ډول ملاتړ ترسره شي. که چېرې پدی برخه کې غفلت او بې پروایې وشې او دغه بې پروایې په قصد سره وي د دنیوې څار لاندی نیول کیږي (مجازات ورکول کیږي).
قرآنکریم د دغه حق د لاښه ثبوت لپاره په ځانګړی ډول ښځې چې د جاهلیت په زمانه کې تر زیات فشار اوتعرض لاندی نیول کیدې داسې بیانوي: "اذالموءدَتُ سُئِلَت بأی ذنب قتلت" (د قیامت په ورځ به له هغه ماشومې انجلۍ څخه پوښتنه وشې چی خښه شوې وي، چې په کومه ګناه وژل شوې وی؟ آیا پدی ګناه چې هغه د مؤنث جنس څخه ده اوخدای (ج) هغه د خپل صلاحیت له مشورې پرته له مؤنث جنس څخه ګرځولې ده باید ووژل شي) په واقعیت کې قرآنکریم د تعجب په ډول دغه موضوع راخیستې او یادونه یې تری کړی چې دغه کوم ستر جنایت دې چې عقل یې هم نه منې، دا چې یو انسان پدې نامه چې ښځه ده ووژل شي.
د ښځې سیاسي حق:
د ښځو اجتماعي، اقتصادي او سیاسي حقوق د هغې د ژوند په رڼا کې د نارینه ؤ په څیر دي، څوک نشې کولای په دغو حقوقو تعرض وکړي او یا ښځې له دغه حق څخه بې برخې اومحرومې کړي. له هغه ځایه چې زمونږ د بحث موضوع د ښځو سیاسي حقوق دي غواړو دغه موضوع د اسلامې کلتوراو فرهنګ له نظره وڅیړو.
ښځې کولاې شې ولسمشرانې شي؟
دغه موضوع چې آیا ښځې کولاې شې ولسمشرانې شي؛ د اسلامي فقهاؤ او مجتهدینو ترمنځ یوه جنجالې او له کړکیچونو څخه ډکه شمېرل کیږي. د وخت په تیریدو سره ډیرو اسلامي فقهاؤ او مجتهدینو منلې د ښځوسیاسي حقوق چې د یوی ټولنې رهبرې ده صراحتاً منع نده ګرځول شوی، بلکه هغه ښځه چې په شرایطو برابره وي او د رهبرۍ د مسؤلیت له عهدې څخه وتلې شي دهغه نارینه څخه چې یواځی د نارینتوب امتیاز ولري، غوره ده.
پدی اړه د سبا د ملکې قصه چې په قرآنکریم کې یې یادونه شوې د ملکې د کفایت او درایت، د حکومت او نظام درلودو د امر ښکارندویې کوي، اویا هم د بیلګې په ډول د فرعون میرمن له فرعون سره چې د خلکو رهبرې یې په غاړه وه د پرتلې او مقایسې وړ نه وه. که چیرې ټاکنې ترمنځ واې چې څوک د رهبرۍ وړ دې؟ موسې اوهارون علیهم السلام دي؟ او که فرعون یا د هغه ښځه؟
پدی ځاې کې ځواب واضح او ښکاره دې که چیرې ټاکنې د فرعون او د هغه د ښځې آسیې ترمنځ ترسره شې فرعون باید رهبر شي ځکه چې نارینه دی؟
دلته پدی حدیث شریف استدال کوو:( لن یفلح قوم ولو امرهم امره) ژباړه "هیڅکله هم نه کامیابیږي یو قوم چې د واک چارې یې ښځې ته وسپارل شي).
دغه حدیث له څو لحاظو نه د پاملرنې وړ دی:
1. دبخارې شریف حدیث دی چې (نه انشایی) یعنې پدې اړه امر ونهې صورت ندی نیولې، بلکې له یوې واقعې څخه خبر ورکړل شوې دی. که چېرې پدې اړه قطعې حرمت راغلې وای لکه د نورو محرماتو په څیر به په آیت او حدیث سره صریحاً حرام ګرځول شوې ؤ.
2. کله چې ددغه حدیث د صادریدو لامل پیداکړو؛ پوهیږو چې په حقیقت کې یې د فارس د ساسانیانو پورې اړه درلوده، پیغمر(ص) په اخبارې ډول موضوع بیان کړی، او د هغې پېښی په اړه ذکرشوې چې په عمومي توګه د یو ډول میراثې طریقې سره تړاک په ګوته کوي. ځکه د خلافت میراثې کول د هغوې په کورنۍ کې (د فارس د ساسانیانو په کورنۍ کې) تردې حده رسیدلې ؤ که چیرې یو عادې نارینه په دغه کورنۍ کې پیدا نه شو ښځې به ځاې ناستې ټاکل کیدی ترڅو د رهبرۍ میراثي اصل پرځاې پاتې شي.
3. که چېرې دغه حکم عمومي وای په واضح او صریح ډول به په بیلابیلو پېښو کې له مختلفو او واضح حکمونو او تبصرو سره چې ددې د عواملو اوانګیزو نه راپورته شوې ؤ یادونه شوې وای.
4. په اصل کې اشیا مباح دې، یعنی هرکار چې انسان یې ترسره کوي او د حرمت په اړه یې د حرام والې کوم صریح حکم نه وی شوی کولای شي (په ترسره کولو او نه ترسره کولو سره یې انسان د خپلې خوښې خاوند دی).
5. په دغه ځاې کې د (ولو امرهم) کلمه یاده شوې چې عام او تام صلاحیت سپارل افاده کوي. پداسې حال کې اوسني شته او رایج جمهورې ریاستونه د ټولو صلاحیتونو خاوندان نه دي، بلکه د هر هېواد اساسي قوانین د جمهور رییس صلاحیتونه د قانون په چوکاټ کې معلوم او مشخص کړي دي.
په عمومې ډول سره قدرت د دولت د اساسي قواؤ ترمنځ ویشل شوی دی، او ډيره سخته ده چې د(ولوامرهم) کلمه د یوه صریح لفظ په توګه جمهوری ریاست ته اطلاق کړو. دغه راز کولای شو د (ولوامرهم) کلمه په ټولو اموراتو کې د پلې کیدو یا د تطبیق وړ وبولو، اوهیڅ ډول توپېر د لویو کارونو لکه رهبري او زعامت، او کوچنیو کارونو ترمنځ رانه ولو او یا هم هیڅ ورته قایل نه شو چې دغه امر به په خپله یوه لویه ستونزه رامنځ ته کړي.
6. په ټولیزه توګه ویل شوي په هغه وخت او زمان کې پوه او مدبر خلک زیات ؤ، خوهغه مهال په شرایطو برابری ښځې ډيری کمې لیدل کیدې. که چیرې شرایط بدلون ومومي فاضلې ښځی پیدا شي او خلک په هغې اعتماد او باور وکړي، انصاف به څه وي؟ ځواب واضح او ښکاره دی.
7. د "لن یفلح" کلمه (هیڅ کله هم نه کامیابيږي) دهغه ملت لپاره چې ښځه یې د رهبرۍ عهده په غاړه لري راوړل شوې. پدې ځای کې بحث د مدیریت څخه دی، ضعیف مدیریت ناکامه دی او ناکامه مدیریت هیڅکله هم یوملت نه کامیابوي. کیدای شې هغه مهال په هغه قوم کې د ښځی مدیریت کمزورې وو، که چیرې د یوی ښځې مدیریت دا په ثبوت ورسوي چې ښې لاسته راوړنې لري نو په هغه صورت کې اسلام هیڅکله هم د کامیابۍ مخه نه نیسي. اسلام د عقلانیت، ښه مدیریت، او سیستم اداره ده نه یواځې د صله رحمۍ او احساساتو طرفدار دی، په جنسیتې معیارونو ولاړ مدیریت به یوازی د عاطفې او صله رحمۍ مدیریت وي او بس.
8. قرآنکریم د سبا د ملکې له روښانه کمال، او تدبیرونو نه یادونه کوي، او نه شې کولای د هغه حدیث سره په معارضه کې واقع شي چې د مرتبی، تواتر او مشهور والې له نظره کمزورې وي. که چیرې دغه آیات د سبا د ملکې له قوم اوملت سره تړلې او خاص وشمېرو ، حدیث هم لکه د پورتنې تفسیر په څير یوه خاص قوم او ملت ته راجع شي، چې په پایله کې ستونزه په خپله حل کیږي.
په نتیجه کې ویلای شو چې په اسلامي هېوادونو کې ښځې د لومړۍ وزیرې او جمهور رییس په توګه ټاکل شوي، او پدی برخو کې یې ښې لاسته راوړنې هم په خپلو کارونو کې لرلې دي. غیر له څو لنډ فکرو څخه چې په وړاندی ېې اعتراضونه کړي نورو ټولو یې عملاً له حاکمیت نه ملاتړ ښودلې دی. د اندونیزیا، پاکستان، بنګلدیش، او داسې نور... هېوادونه ددی لپاره غوره بیلګې دي. ځینو پخوانیو علماؤ او مجتهدینو د ښځو رهبري او زعامت نه دې منلی،او ددی موضوع په اړه یې بیلابیل تحلیلونه اوڅیړنې ترسره کړی دي. ځینې له دوې نه پدې اند دې چې زعامت ، رهبرې او خلافت د پیغمبرانو علیهم الصلاة ولسلام دنده ده، او وروسته له انبیاء (ع) څخه باید ښځې د خلافت چاری ترسره نه کړي، او یا هم قضاء او داوري، د سلطان له مال څخه شمېرل کیږي. دغه راز څرنګه چې ښځې په ځينو چارو کې د شهادت اهل نه شمیرل کیږي، نو نه شې کولاې د قضاوت اهل اوسي (د قضاء چاری نشي ترسره کولای)، پدی برخه کې ډول، ډول تعبیرونه بیان شوی دي. د خلافت په مسئله کې کولای شو پخوانیو دلایلوته توجه وکړو، خو د جمور رییس او لومړي وزیر کار له خلافت څخه جدا او بیل دی، پدې ځاې کې په عمومې او خاص ډول (من وجه) وجود لري پدې معنا چې خلیفه د ولسمشر ټول خواص په خپل ځان کې لري، ولې ولسمشر (جمهور رییس) د خلیفه ټول خاصیتونه په خپل ځان کې نه لري.
د قیاس د اصولو لمخې د ولسمشر او خلیفه قیاس هم سره توپیر لري. دی ټکې ته هم باید پاملرنه وشي چې د امپراتور، خلیفه ، سلطان یا پادشاه، او رییس جمهور یا ولسمشر بحثونه هم سره جلا جلا دي، چې هر یو یې جلا مصداق د ځان لپاره غوره کوي، او قضاوت هم یو سیاسي حق دی چې پدغه بحث به سره جلا رڼا واچوو.
داوري (قضاوت)
داوري یا قضاوت په اسلام کې یو له مسوولیتونو څخه ډک کار دې چې لوړه رتبه ، مقام او منصب لري. د یوه قاضی صلاحیتونه عیناً د یوه سلطان یا پادشاه د عمده صلاحیتونو په څیر دي. کچیرې د یوه قاضی دغه صلاحیتونه سره پرتله کړو نو په واقعیت کې به قاضی د حاکمانو له کتاره حتماً لوړه درجه د ځان لپاره غوره کړي.
د ښځوپه قضاوت کې چې ناڅیزه قیل وقال مطرح دی د امام ابوحنیفه (رح) مذهب کاملاً واضح او ښکاره دی، چې ښځې کولای شي د قضا چارې مخ ته یوسي، پدغه ځاې کې احناف هم یوه توپېر ته قایل شوي دي، هغه دا چې یواځې د قصاص په پېښو کې سړي قضاوت کولای شي. چې داهم د ځینو دلایلو لمخې چې د قیاس پورې اړه لرې فقط اجتهاد دی، او کوم قطعی دلیل شتون نه لري له همدی امله ځینې بزرګان او لویان د مذهب لکه "امام طبری" ښځې په ټولو اموراتو کې د قضاوت اهل بولي. د ښځو د قضاوت منل د ښځو د سیاسي حقوقو په اړه ټولې راولاړې شوې ستونزې حل کوي، ځکه هیڅ یو سیاسي مسوولیت نشې کولای د قضا تر مسوولیت پورې ورسیږي.
د ښځو کاندیدل (نوماندیدل)
کله مو چې د ښځو لپاره د مسوولیت اصل قبول کړ او دغو مسوولیتونو او وظایفو ته د رسیدو لاره مو ټاکنې غوره کړی، او ټاکنې مو یوه عاقل، پوه او مدبره شخص ته د یوه مسوولیت د سرته رسولو لپاره غوره اصل وباله، نو دغه کار د ښځو نوماندۍ یا کاندیدو ته لاره آسانوي. که چیرې په یوه اسلامي ټولنه کې هغه مسلمانان چې رأې ورکوي پدی وپوهیږي او مني چې ښځې هم کولای شي ددوې راتلونکی ښه کړي او هغې ته رأی ورکړي، نو پدی برخه کې به شته خنډونه یا موانع چې د هغې په استدلال ښځې د نوماندۍ یا کاندیدو څخه بې برخې او محرومې پاته شي له منځه ولاړ شي.
له بلې خوا ټاکل یوه دینې وجیبه ده ترڅو خلک وکولای شي په خپله خوښه هغه نظام چې دوې ته د منلو وړ وي غوره او جوړ کړي، حاکمیت مسلماً د یوې ټولنې د وګړوحق دی چې له نر او ښځو څخه جوړه شوې ده. د حاکمیت اثار، د امنیت تأمینول، عدالت، دفاع، هوساینه، د عشر اخیستل، زکات، مالیه ، محصول، مجرمنیو ته سزا ورکول،او د اولوالامراطاعت کول، ټول د نر او ښځې ترمنځ شریک دي. دغه اثار هغه وخت په دواړو ( نر او ښځی) دعملی کیدو وړ دي کله چې یې په شریکه په ټاکنوکې ونډه اخیستې وي. له هغې نه غیر هر یوه چې بیعت په "سمع" او "اطاعت" نه وي کړی، په ترسره کولو یې مکلف نه دی پداسې حال کې چې زعامت یا رهبري سمع او اطاعت له دواړو (نر اوښځې) څخه غواړي. هغه موضوع چې پدی برخه کې ترې اختلافات رامنځ ته کیږي یو موضوعې (ناحیوي) شکل لری نه د اصل او محتوا له نظره. (په اصل او محتوا د یوې موضوع کې اختلافات نه رامنځ ته کیږې،په حقیقت کی د موضوع اصل ثابت وی او ټول یې هم منې ولې اختلاف په موضوعي او جزوي شکل سره رامنځ ته کیږٍي.) کله مو چې د یوی ستونزې د حل لاره پیدا نکړه، هغه اصلي محتوا ردوو، ځکه دا ډول مغالطه علماً مردوده شمیری.
موږ مکلف یو، یوه موضوع پداسې ډول سره جوړه کړو چې اصل ته یې زیان ونه رسیږي. موږ د بیعت ، انتخابیدلو (ټاکل کیدو)، انتخابولو (ټاکلو)، په عامه امورو کې کارکولو، د ښځو تدریس او زده کړې په شکلونو کې معیارونو ته قایل یو، چې دغه معیارونه د ښځې شرف، عزت ، مقام او منزلت تضمین او خوندي وساتي. یوه انسانيٍ ټولنه داسی جوړښت ته اړتیا لري چې وکولای شي د یو تن او ټولنې شخصیت په امن کی وساتي ترڅو فتنې، فساد او ناامني دغې ټولنې ته لاره پیدا نکړي.
ساتندویې (انظباط) قبلول یو موضوعې شکل دی چې د خلکو له حقوقو او شخصیت څخه څه نه کموي، سره لدی چې تعقیب او څارل یې له ستونزو څخه تش او خالي نه دي.

